ژباړه/ صدیق الله بدر


دانیل سټيل څه ډول لیکل کوي؟


امریکایی لیکواله او د رومانتیکو کیسو ملکه؛ دانیل سټيل، چې بشپړ نوم يې دانیل فرناندو ډومينيك شويلین سټيل دی؛ د ۱۹۴۷ کال د اګست په ۱۴ په نیویارک کې زېږېدلې ده.
دانیل سټيل کابو نوي ناولونه لیکلي چې له ۵۸۰ ملیونه نسخو څخه زیات خرڅ شوي او په دې بریالۍ شوې چې د ګینس د ریکارډونو په کتاب کې ریکارډ ټینګ کړي.
نوموړې په ۲۰۰۲ کال کې د فرانسې – شوالیه ادبیاتو ملي او ارزښتمن نښان ترلاسه کړ.
که څه هم سټيل په امریکا کې دنیا ته راغلې، خو د عمر ډېره برخه يې په فرانسه کې اړولې. دانیل سټيل په فرانسه او سویس کې زده کړې کړې او بیا امریکا ته ستنه شوې. په امریکا کې يې هم د نیویارک په پوهنتون او د موډ په يوه ښوونځي کې زده کړې وکړې.
د دانیل سټيل د اووم اثر تر چاپه پورې هم، څوک د یوې سترې لیکوالې ظهور ته متوجه نه شو. خو په ۱۹۸۴ کې د امریکا یو پوهنتون نوموړې د هغو لسو ښځو لیکوالو په کتار کې راوستله چې نړۍ يې تر خپل اغېز لاندې راوستې. نیویارک ټایمز هم د هغې څلور کتابونه د لسو ډېرو خرڅېدونکو کتابونو په ډله کې یاد کړل.
د دانیل سټيل په اثارو کې، ګڼه کورنۍ او په کې هغه کسان چې له یو بل نه جلا برخلیک لري، له اصلي ځانګړنو شمېرل کېږي. د نوموړې ناولونه معمولا د معمولي اشخاصو او معمولي ژوند بیانوونکي دي او شخصیتونه يې ډېر ځله د امریکايي فرهنګ د مطلوبې ساده اندېشۍ او خوشبینۍ څخه برخمن دي.   
په هینداره کې انځور، له مينې څخه بره، د ارادې ځواک، مینه او جواهر، وعده، وروستۍ مينه، ګوتمۍ، الوتنه او نور د دانیل سټيل له غوره اثارو څخه دي.
لاندې چې څه لولئ د یوې مرکې برخه ده او په هغه کې دانیل سټيل د خپلې لیکوالۍ طریقه راته بیانوي:
رښتيا هم زه پخپلو وروستیو داستانونو کې د ماشومانو له درد و رنځه ډېره غږېږم. خو هیله لرم چې ټول خلک باید زما زوی درک کړي. زما د داستانونو ډېری شخصیتونه زما د زوی د کړوړو په بنسټ انځور شوي. هغه زما د داستانونو اتل دی. کله مې هم چې د هغه په څېره کې کوم درد احساساوه، د یوې مور په توګه ناراحته کېدم.
زما نه خوښېږي چې داستانونه مې د درد کوټې وي، خو دا هم بده نه ګڼمه چې خلک د پرېشانۍ مفهوم لا زیات درک کړي.
یو کتاب له یوه تصویر، یو شخصیت او یا یو موقعیت سره چې زه ورته تر ډېره پښه نيولې کېږم، پیلېږي. دا یوه ډېره اوږده پروسه ده، د اوونیو او میاشتو په اوږدو کې د یاددښتونو او صحنو په لیکلو سره دې دنیا کې ځان ډوبوم. له دغې شېبې نه سوژې په ځوښ راځي، هغه دنیا کرار کرار خپله بڼه خپلوي او زه په يو تازه رامنځته شوي ډرام کې یوازې یوه نندارچي يم.    
کلاسیک لیکوال مې ډېر خوښېږي. د فرانسې له ادبیاتو سره ډېره مینه لرم، کولټ زما د خوښې لیکوال دی.
زه ټوله ورځ له خپلو بچیانو سره بوخته یم او د شپې لیکل کوم. هر هغه څه چې حس کوم، لیکم يې.
که څه هم د هر ناول لیکل دوه دوه نیم کاله وخت غواړي، خو زه يې د پرله پسې کار له کبله په څلورو پنځو میاشتو کې  پای ته رسوم. د ناول د لیکلو په بهیر کې هره ورځ شل دوه ویشت ساعته کار کوم، ایله دوه درې ساعته  خوب وکړم.
زه د ټایپ یو ماشین لرم چې په ۱۹۴۶ کال مې اخستی دی. د ټایپ دغه قدیمي ماشین مې ډېر خوښ دی، کمپيوټر مې هم نه ده هېره کړې، نټ هم کاروم، خپلو بچیانو ته ایمیلونه لېږم، په حقیقت کې هغوی دي چې له يوويشتمې پېړۍ سره يې بلده کړې يم.
هغه کسانو ته چې وايي، زما د خپل ژوند داستان باید تر ټولو لوستل کېدونکی ناول وي، ځواب دا دی چې ما ته خپل کتابونه مهم دي نه خپل ځان. هيڅکله مې هم پر دې فکر نه دی کړی چې خپلې خاطرې باید ولیکم، یا خپلې خاطرې بچو ته په یادګار پرېږدم.
د ناولونو سرچینه مې له خپل ژوند څخه اخستې، خو دا په دې معنی نه ده چې دغه ماجراوې زما پخپل ژوند کې راغلې وي، بلکه د یوې ماجرا په وړاندې هغه احساس دی، چې کولای شي دغه ماجراوې رامنځته کړي.
زه د جنګ، ناخوښیو، کاروکسب، ښه او بد، جنایت، د بنیادمانو د موقعیتونو، هغه څه چې له لاسه ورکوي او نورو څيزونو په اړه لیکل کوم. له لویه سره زما داستانونه رومانتیک نه دي بلکه تر ډېره پورې د انساني ژوند پر شرایطو راچورلي.
زه نکلچي یمه، لیکوال لیکل کوي، خو نکل چي (قصه ګو) هغه بیانوي. زما په نظر لیکل یو کلي څيز دی، خو نکل کول ځانګړی کار دی. یو نکلچي یوازې هغه څه چې ويني نه لیکي، بلکه هغه څه چې د ده د وجود دننه رامنځته کېږي، لیکي. غواړمه ووايم چې نکلچي خپل دنننی ژوند له خپلو ټولو احساساتو سره بیانوي.