ژباړه/ صديق الله بدر

 

چینوا څه ډول لیکل کول؟


چینوا اچیبي چې د افریقايي ادبیاتو پلار ګڼل کېږي، په ۱۹۳۰ کال په نیجریه کې زېږېدلی او په ۲۰۱۳ کال يې په امریکا کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې دي. هغه د لنډو کیسو او ناولونو يو غوره لیکوال و. د هغه په اثارو کې د څو شعري ټولګو او د ماشومانو لپاره د یو شمېر کیسو یادونه هم شوې ده.
اچیبي ګڼې ادبي جایزې اخیستې چې هغه يې په ۲۰۰۷ کال کې د بوکر د ادبي جایزې ترلاسه کول وو.   
هر څه رانړېږي، هغه هوساینه چې نوره نشته، د ساوانا مېږتون او د ولس سړی د اچیبي ناولونه او د مړیو لاره، په جګړه کې نجونې، د نذري چرګې هګۍ، رایې ورکوونکي او واده يوه خصوصي غوښتنه ده، د هغه د لنډو کیسو ټولګې دي.
اچيبي له پاریس ریویو مجلې سره په یوه مرکه کې د خپلې لیکوالۍ طریقه داسې بیان کړې ده:
ما ته په داستان لیکلو کې لومړی عمومي خیال او بیا اصلي کرکټرونه مطرح وي. منم چې موږ د خیالونو په سیند کې ژوند کوو خو هیڅ یو يې تر هغه پورې چې یو خیال وي، ناول کېدلای نه شي. خو کله چې دغه ځانګړی خیال له یوه شخصیت سره غاړه یوسي، کولای شو چې هغه د یوه څرخېدونکي ماشین په څير په حرکت راولو. دغه وخت تاسې ځير کېږي چې د لیکلو لپاره یو ناول لرئ.
کله چې یو ناول پیلوم او دا راته معلومه شي چې د کار ارزښت لري، بیا نو نه طرحې ته په اندېښنه کې يم او نه موضوع ته. دا شیان پخپله راپیدا کېږي، ځکه چې په داسې يو حالت کې شخصیت داستان مخ ته وړي.
لیکل راته سخت دي، غېږې نیولو ته ورته کار دی. تاسې له خپلو کيسو او موضوعاتو سره په غېږه ورځئ چې دا بیا ډېرې انرژۍ او قوت ته اړتیا لري. یو بل څه چې غواړم ووایم لیکل ما ته د زندان حکم لري، داسې یو زندان چې کار په کې پای ته نه وي رسیدلی، هلته به پاتې کېږئ. دا چې څومره وخت به ونیسي، دا پخپله یوه لذت بښونکي سختي ده.
زه هڅه نه کوم چې هره ورځ باید څومره لیکل وکړم. کله چې پخپل کور، په نایجریه کې اوسم، ښه لیکل کوم. غوره حالت هغه وخت کې وي چې زه داسې يو چاپيريال کې یم چې په اړه يې یو څه ولیکم. په داسې يو حالت کې د ورځې په اوږدو کې د لیکلو لپاره د ځانګړي وخت ټاکل مطرح نه وي.
لیکل راته یو جدي خو همیشنی کسب و کار پاتې شوی دی. حس کړي مې دي چې دا مې اخلاقي دنده ده. ترټولو مهمه اندېښنه مې د افریقا د غږ چوپتیا ده. موږ باید د افریقا کیسه د یوه افریقايي له لیدلوري د نړیوالو غوږونو ته ورسوو.
زه په کمپيوټر لیکل نه کوم، زه د لرغونې زمانې سړی یم. له قلم او کاغذ سره مې ډېره جوړه ده، دا دواړه ما ته تر ټولو غوره څيزونه دي. له ماشینونو سره د راحتۍ احساس نه کوم، هیڅکله مې ښه ټایپ کول زده نه کړل. کله مې هم چې هڅه کړې د ټايپ په ماشين لیکل وکړم، داسې راته ایسېدلی چې ګنې کومه دستګاه زما او کلماتو ترمنځ حایل واقع شوې ده. فکر کوم بالاخره هغه څه چې رامنځته کېږي، هغه څه نه وو چې ښايي له قلم او کاغذ نه ترلاسه کېدل.
که د بل چا کیسه خوند نه درکوي، د ځان په اړه لیکل وکړئ.
زه د چا لپاره قانون نه وضع کوم. خو فکر کوم چې یو لیکوال یوازې يو لیکوال نه دی. یو ښاروند هم دی. یو بالغ انسان. زه دا وایم چې متعالي او جدي هنر تل د انسانیت په خدمت کې او د هغه د مرستې لپاره دی. نه د نقش لوبولو او ځان ښکاره کولو لپاره.
ما هغه ټولې سرګردانۍ او زړه خوړینۍ چې په لیکوالۍ کې چا ته پېښېږي، ګاللې دي خو سره له دې هم په دې باور يم چې هنر باید د بشریت په خدمت کې وي.