ژباړه:  مارګرېت اتوود څه ډول لیکل کوي؟

ژباړه/ صدیق الله بدر

 

مارګرېت اتوود څه ډول لیکل کوي؟

 

 

لیکواله او شاعره اتوود چې بشپړ نوم يې مارګرېت الینور اتوود دی، د ۱۹۳۹ کال د نومبر په ۱۸ د کاناډا په اوتاوا کې زوکړې او له شپږ کلنۍ څخه يې لیکوالۍ ته مخه کړې ده. نوموړې یوه ښه شاعره، لیکواله، ادبي کره کتونکې، سیاسي فعاله او پېژندل شوې فېمینسته ده.

په ۲۰۰۰ کال کې د بوکر جایزې ګټونکي (ړوند قاتل او اوریکس او کریک) کتابونه ډېر مشهور دي.

ادامه نوشته

شعرونه: د ۱۳۹۶ کال تر میزانه پورې شاعري

د ۱۳۹۶ کال تر میزانه پورې شاعري

 

 

 

چې ژوند
‎بې دریڅې کوټه ده
‎خپله زړه تنګي
‎کومې کوڅې ته پرانیزم؟

 

13 سپتمبر

 

««««««««««««««««««««««

 

زړه ســـــــــــــره چې ګوتې ماتومه کله کله زه
د مینې حافظه غـواړي لږ څه چې راجوړه شي

 

10 سپتمبر

 

««««««««««««««««««««««

 

رنګ يې د کونړ سیند د اوبو په شان دی
ځکه خو زه غرق د چا په سترګو کې یم

 

6 سپتمبر

 

««««««««««««««««««««««

 

په شعر کې مې په مرګ پسې
جاړو را اخیستې
د ژوند کوټه پاکه ښه وي

 

6 سپتمبر

 

««««««««««««««««««««««

 

ته مې شاعري یې
چې ته ونه غږېږې
وینا به مې ګونګه وي

 

5 سپتمبر

 

««««««««««««««««««««««

 

زما په ژوند کې یو څوک داسې هم شته
چې مې د مینې په اظهار هم ګڼي کم

 

4 سپتمبر

 

««««««««««««««««««««««

 

خپلوانه مې شوې
د مینې خبرې کوې.

 

4 سپتمبر

 

««««««««««««««««««««««

 

بې ځوابه یې کړم
ویې پوښتل
په چا مئین یې

 

4 سپتمبر

 

««««««««««««««««««««««

 

ویې خندل
کاش
چې نه مې ویل
مئین یم

 

4 سپتمبر

 

««««««««««««««««««««««

 

ویل دې راځم
ستوري شمارم

 

4 سپتمبر

 

««««««««««««««««««««««

 

د اختر هېره مبارکي

 

آه!
راغی
اختر دی
یو څوک مې هره شېبه
سترګو سترګو ته کېږي
کاش چې ټوله شپه ویښ پاتې شي
او سبا ټوله ورځ یې سترګې له خوبه درنې وي.
هسې نه کوڅه کې له پلار سره د کوم همزولي لیدل
د پلار د نشت درد ور ولي بیا
که رانه هېره د اختر مبارکي وه
ووایه پړ یم که نه

 

اول سپتمبر

 

««««««««««««««««««««««

 

زما شعر زما کیسه

 

زه شعر نه شم لیکلای
دا خیال کول او د کلماتو او‌ډل
لږ څه د فکر سیوري ته آرام هم غواړي
بې غږوغوږه شېبه
ماته په خپل کلي کې
داسې ځای نه راښکاري
هره شېبه
یو ځای کې بم چوي
یو ځای کې څوک زما غریب ولس چې ووېروي
د چا په نوم یوه ورځ
له ټوپکونو سره
کلی په سر اخلي
زه فکر نه شم کوای
د خیال پوښتنه مه کړه
شاعري نوره رانه پاتې ګڼه
زړه مې راوتخنېږي
یوه کیسه ولیکم
خو زه کیسه هم لکه چې ونه شم لیکای
کیسه یو ژوند غواړي
کیسه خوځښت غواړي
کیسه
یو دوه کسه هم غواړي چې
خبرې وکړي
زه کیسه نه شم لیکای
دلته زما کلي کې مرګ روان دی
چې پښه یې ایښې ده د ژوند پر ستوني
حرکت نشته دلته
دلته یو دوه کسه چې وو
یو یې
یا وژل شوی بم کې
یا هوايي حمله کې
یا د ټوپک په شپیلۍ
دا خو نو مړ دی
حرکت نشته په کې
هغه چې پاتې د جنازې تر لاندې
په کړوپه ملا بې روحه خوځي
خو خوځېدلای نه شي
او هغه زه یم
له ما نه شعر پاتې دی
له ما کیسه پاتې ده

 

30 اگست

 

««««««««««««««««««««««

 

یوازې نه یم
خپله تنهايي دې راسره هېره کړې

 

29 اگست

 

««««««««««««««««««««««

 

چې راځې
په انتظار کې دې
له زمان او مکان نه ورکېږم
چې وایم مه ځه
له مکان او زمان سره مې زړه تنګېږي

 

27 اگست

 

««««««««««««««««««««««

 

څلوریزه

 

یوه ښکلې په ما ګرانه
موده کېږي چې له مانه
ماڼيجنه غوندې ګرځي
خدایه کړې یې پېښمانه

 

27 اگست

 

««««««««««««««««««««««

 

تنهایي
تا او ستم دې اشنا ځکـــه منم
چې ځان ډاډه کړم زما هم یو څوک شته
زما له زغمه چې وتلی
تنهايي ډېر یمه زغملی
۹۴.۵.۲۴/۲۵

 

««««««««««««««««««««««

 

ټال مې د شور زانګي د زړه چې په دېره کې
پېغلتوب کې ښکلا راغله ستا په څېره کې

 

13 اگست

 

««««««««««««««««««««««

 

ښه ده منم زه به فریاد نه کوم
خو لږ هغې ته هم دا ووایئ چې راشي که نه

 

8 اگست

 

««««««««««««««««««««««

 

د توپان کوڅه

 

توپان زموږ کوڅه کې ځاله کړې
ډېره موده کېږي چې
زموږ کوڅې د تنهايي پر زنګون سر ايښی دی
په ځان کې ډوبه له ځانه نه راووځي
کوڅې نه زه
کوڅې نه ته
کوڅې نه هر څه هېر دي
توپان زموږ کوڅه کې ځاله کړې
توپان پر سترګو د کوڅې
د ګرد رانجه پورې کوي ماتوي خپله تنده
کوڅه ړنده ده
کوڅه څه نه ویني
تورتم کې نغښتې
د ماتو هیلو پېغله
کوڅه په خپل تورتم کې ډوبه
کوڅه تورتم ده
کوڅه په خپل تورتم کې د ځان په لټه کې ده
توپان زموږ کوڅه کې ځاله کړې
کوڅه له موږ نه
موږ له کوڅې نه ورک یو

 

96.5.16

 

««««««««««««««««««««««

 

خپله وېره مې
ستا پښو ته حلالوم

 

7 اگست

 

««««««««««««««««««««««

 

تا غوښته شاعر اوسم
ته يې
چې ښکلا شته ده

 

6 اگست

 

««««««««««««««««««««««

 

مینه

 

مینه هغه تابلو ده
چې انځورګر یې
خپلو انځورونو ته ورکړې
خو لکه چې لا هم
مینه په کې
ورته موسکۍ شوې نه ده
کټ مټ لکه په شعر کې
چې لا هم
زه ورپسې ورک یم

 

6اگست

 

««««««««««««««««««««««

 

نن شپه چوپتیا به په نڅا راولم
نن شپه همدومره زه له شوره ډک یم

 

4اگست

 

««««««««««««««««««««««

 

دعا

 

پر ځمکه تنګ یمه نور
ځمکې نه کډه کوم
دا مې وروستۍ هيله ده
«««
ځمکه د وینو رود شوه
خدایه دا هيله خو مې ومنه لږ
اسمان کې کم تر ځمکې
راته لږ ځای خو راکړه.
۱۳۹۲.۴.۱۵

 

4اگست

 

««««««««««««««««««««««

 

ترمنځ مو یوه ګوته سیوري ته هم
فکر وړي یو
کاش چې ټوله ورځ د غرمې لمر وای

 

30جولای

 

««««««««««««««««««««««

 

د درد کوڅه کې
د چوپتیا له دېواله سره لګېدلې
دا ستا د کړس خندا هیندارې ته ورته یم

 

30جولای

 

««««««««««««««««««««««

 

په کوڅه کې
د خپلو چيغو پر سینه
د کړس خندا دې د پلونو نښې شمارم

 

****************************

 

د مینې کړه دي سړی څه ووايي
لکه چې زه هیڅ ددې پېر نه یمه
هغې وې لا درته یادېــــږم بدره؟
ما وې له ځانه مې لا هېر نه یمه

 

23جولای

 

****************************

 

د مڼو باغ

 

ډېره موده کېږي چې
زه د مڼو باغ ته
بیا نه یم تللی
خو شوق یې هره شېبه د مینې لاس راکوي
ډېره موده کېږي چې
زه د مڼو باغ ته
بیا نه یم تللی
خو ښه پوهېږم
چې زوړ باغوان زموږه لاره څاري
غواړي چې بیا هغسې ځان تېرباسي
د ونو شاته پټ شي
بیا ما و تا چې ماته کړې
هغه شاخچه راواخلي
په ما و تا پسې شي
خو نه د دې لپاره چې مو راګېر کړي
ډېره موده کېږي چې
زه د مڼو باغ ته
بیا نه یم تللی
ډېره موده کېږي چې
له باغ نه لرې
غواړم له باغ نه خپله لار چپه کړم
د مڼو باغ
د باغوان سترګو کې
زما او ستا د ماشومتوب لټوي ورکه خندا
ورکه شوخي
د باغوان سترګو کې مې
خوب کې ولید
باغ له مودو راهیسې
هسې مڼې نه کوي
ونې دي ناستې
تشو شاخچو ته
که کله کله یوه مڼه ونیسي
هغه یوه نیمه مڼه هم
ښاخ پورې کلکه نښلي
هغومره کلکه چې بادونه یې هم
راغورځولی نه شي
باغ مو پر نه تګ دی ماتم نیولی
ډېره موده کېږي چې
زه د مڼو باغ ته
بیا نه یم تللی
کاش چې ماشوم پاتېدای
کاش چې همیش له باغوان وېره مو وای
او د همدې ویرې سیوري کې مو
غلا کولې مڼې
ډېره موده کېږي چې
زه د مڼو باغ ته
بیا نه یم تللی
ډېره موده کېږي چې
له تا نه لرې
باغ نه په لرې فاصله کې یو څه
غواړم له باغ نه خپله لار چپه کړم
خو راته ګرانه ده چې
د باغ هوا نه مې کړم لاره چپه
ځکه د باغ هوا خو
ستا هوا ده
۹6.۵.۳۰

 

««««««««««««««««««««««

 

انتظار

 

وريځې ولاړې وې
پر دیواله هم د بلې کرښې ځای نه و
هغه یو دم د درې له نرۍ لارې څخه
سترګې راټولې کړلې
چلم يې بیا تازه کړ:
پر دې لوخړې سینې
نو یوه بله نرۍ لوخړه څه وي

 

17جولای

 

««««««««««««««««««««««

 

چا ته دې نه ورښییم
خو یوه ورځ به خلک تا یادوي:
کلي ته مخامخ د غره لمن کې
هر مازیګر یو شپونکی
خدای زده چې چا ته په شپېلۍ کې ژړل

 

16جولای

 

««««««««««««««««««««««

 

یاد دې زما په زړه کې
لکه هغه یوه ټکي رڼا ده
چې له وړې دريڅې
د تیاره کوټې پر غولي پریوځي.

 

15جولای

 

««««««««««««««««««««««

 

ژوند او مینه

 

غوښتل مې دا
چې په ژوند وپوهېږم
ژوند رانه پاتې شو
او ژوند مې ونه کړ هیڅ
غوښتل مې وپوهېږم
مینه څه ده
مینه شوه پاتې رانه
مینه مې ونه کړای شوه
له مینې پاتې شومه
غوښتل مې وپوهېږم
که دغه پړه په ځان ونه منمه
څه به کېږي
په دې تلاش
په دغه هڅه کې زه
له ځانه هم پاتې شوم
اوس پخپل ځان کې
ورک مې په ځان پسې یم
زړه! که ته په ما پسې یې
زما په پلونو راځې
یوازې ژوند وکوه
پخپله مینه شه ته
که غواړې ژوند وکړې
که غواړې
مینه وکړې

 

 

 

««««««««««««««««««««««

 

ماتې پښتۍ

 

شمال په باغ کې
ونو ته
د پاڼو د نڅا نغمه غږوي
تر قدمونو لاندې
د پاڼو ماتې پښتۍ
هغه وېرنه ده چې
ځان به پر ما غږوي

 

9 جولای

 

««««««««««««««««««««««

 

ژمی

 

له سماوار نه یې
مساپر ته و هم نه کتل
چې یخ یې کېده

 

6جولای

 

««««««««««««««««««««««

 

هایکو
کوټني کې يې
تل خپل سپی ایساراوه
باران یې خوښ و

 

6جولای

 

««««««««««««««««««««««

 

ژمی

 

له سماوار نه یې
مساپر ته و هم نه کتل
چې یخ یې کېده

 

6جولای

 

««««««««««««««««««««««

 

ځه ویده به شوو
زما ستړو سترګو
سبا به
تر هغه لرې
د چا لارې ته ګورو

 

4جولای

 

««««««««««««««««««««««

 

وږم

 

باران چې وورېږي
د خپل کلي
د خټین دیواله
د وږم یاد مې
لېونی کړي
96.4.13

 

4جولای

 

««««««««««««««««««««««

 

که راته خاندې
که راپورې خاندې
زه دې خندا غواړم

 

4 جولای

 

««««««««««««««««««««««

 

هایکو
شېبې به شمارم
له غرونو واوښتې
زاڼې سترګې دې

 

4جولای

 

««««««««««««««««««««««

 

هایکو
لارې دې ګورم
وږمې را ولټېدې
د ګلو باغ نه

 

3جولای

 

««««««««««««««««««««««

 

چې بله خوا مې
درځينې واړولې
سترګې مې ډنډ شوې
۹۶.۴.۱۲

 

««««««««««««««««««««««

 

هایکو
غوټۍ به ګل شي
باغ کې د مڼې ونې
ږلۍ پوښتله

 

2 جولای

 

««««««««««««««««««««««

 

زندګي

 

چې ورته و مې ویل
ته زما ژوند يې
تندی یې تریو شو
ویل یې دومره خو هم
په زړګي سخته نه یم

 

««««««««««««««««««««««

 

هستي

 

ژوند
چې د مرګ په سیوري کې هم بې مینې نه کېږي
مرګ
چې مینه له ژونده کمه کړې
مینه
چې مرګ نه پیژني
زه او ته
غوټه له مینې سره
ته
زما لپاره یې
او زه
ستا لپاره یم
که زه او ته نه وای
نه به ژوند و
نه به مینه
نه به مرګ و
ټول زه او ته یو

 

26جون

 

««««««««««««««««««««««

 

د زمري زړه

 

زما زړه
ډاډه پر مینې
هرې ښکلې ویرولی
پښه نیولی هر قدم کې چې هر ګام
ترمخه اخلي
ملامت دی
خو چې ما ته پړ نه ښکاري
د ځنګل پاچا زمری هم
تر پنځو ګامونو وروسته
یو ځل شاته شاته ګوري

 

25جون

 

««««««««««««««««««««««

 

روژه
يوه ورځ کمه
دا یو څو کاله راځي
وېرېږم هسې نه چې
د ژوند پوره به نه وي
او مرګ زما پر اوږه لاس ایښی وي

 

25جون

 

««««««««««««««««««««««

 

نه چا ته ګورم
چې دې نېکمرغه مې کړي
نه مې خوښیږي چې څوک
نېکمرغي واخلي رانه
چې دې نېکمرغه اوسم
مینه کوم
راخپلوم دې ځکه
چې نېکمرغي راسره تل وي

 

24جون

 

««««««««««««««««««««««

 

نن مې له هغې سره ولیدل
د لارې سر و
څه مو ونه ویل

 

24جون

 

««««««««««««««««««««««

 

مات سیوری

 

شېبه مخکې
لکه خپل سیوری مې مات وم
آه!
خو مات وم
چې اوس مات یم
لکه خپل سیوری

 

20 جون

 

««««««««««««««««««««««

 

... او مینه به همدا وي ؟
چې څومره یې زه درسره لرم
هیڅوک يې
أن ته يې له ځان سره ونه لرې

 

19جون

 

««««««««««««««««««««««

 

تنهايي

 

زه چې غږېږم
يوازې زه پرې پوهېږم
تنهايي
دا ژبه د هر چا زده نه ده
۹۶.۳.۲۹

 

««««««««««««««««««««««

 

برخه

 

برخه مو یوه ده
ته راځې
زه دې راتلو ته شېبې شمارم
وخت په تېرېدو ستړی کیږي
۹۶,۳,۲۸

 

««««««««««««««««««««««

 

لږ څه به دمه شم
د خیال د ونې ډډې ته
ستا هم انتظاره
انتظار دلاسه ډېر کېږي

 

18جون

 

««««««««««««««««««««««

 

هغه ښکلې زما ټوله زنده ګي ده
هغه ښکلې چې په مینه ښه پوهېږي

 

17جون

 

««««««««««««««««««««««

 

د مور دعا

 

د مينې غمه درپسې ډېر خپه يم
دا چې له یو بل سره نه مخ کېږو
مورکۍ مې هره شېبه لپه کوي لاسونه:
خدایه بچی مې له هر غم وساتې

 

15جون

 

««««««««««««««««««««««

 

خيال او رښتيا

 

خيال او رښتيا
دا دواړه
ستا په ولجه کې دي
هغه رښتيا وه
چې ته لاړې
چې راستنېږې
دا يو خيال دی

 

15 جون

 

««««««««««««««««««««««

 

اوښکې

 

شپه د تیارې جامه په غاړه راغله
د شوګیر پېغلې سترګې
وترهېدې
سپینو پاولیو د ژړا پر لمن
شپه د رڼا په سندریزه شېبه واړوله

 

14جون

 

««««««««««««««««««««««

 

یو څوک په ښه يو څوک په بد یادېږي
خو یو دا ښکلـــــــي پخپل ضد یادېږي

 

««««««««««««««««««««««

 

د مينې قدم

 

زړه مې د خپلې درزا ناڅاپی شور ته ګډ شو
شپه د سپوږمۍ د وړانګو ټال ته په مينه وختله
ټال د شپونکي د شپېلۍ په خواږه غږ
نری نری لکه خوږ درد د مينې
چې زړه ته لاره کوي
کرار کرار په مينه وزنګېده
ژوند د رڼا له خوبه ډکې سترګې
سبا ته واړولې
قدم دې عشقه بختور و اوسه
قدم دې عشقه بختور و اوسه

 

12june

 

««««««««««««««««««««««

 

پشکال

 

شپه لټه شوې
يو مخ ماشې بونګیږي
د خوب په غوږ کې

 

11june

 

««««««««««««««««««««««

 

لو

 

ور اوړي سترګې
جامه د زرو کړې
زموږه مځکې

 

7june

 

««««««««««««««««««««««

 

تنده

 

په وياله کې اوبه
ويښه کې ليدل شوی
د يو چا خوب دی

 

4june

 

««««««««««««««««««««««

 

د زړه مې ده قاتله خو زما هغه خوښېږي هم
څوک چې کوي ګټه په تاوان باندې پوهېږي هم
زړه ته مې چې سترګو کې دې دومره وېره نه لرم
لوبه کې نانځکه ماشومانو نه ماتېږي هم
کور ته دې سودا ده دا منمه چې ماښام دی خو
لار چې ګڼه ګوڼه وي سړی په کې ځنډېږي هم
مينه مې له حسن سره زړه جانانه وچاوه
شمعه که بلېږي او رڼا کوي سوځېږي هم
ور د زړه د درد وهي په زوره چې راځي سمه
څړيکه لکه خوږ غوندې خپله به خوږېږي هم
زه ومه تاوان په ځان تاوان د چا په مينه کې
نه ومه خبر په دې تاوان چې تاوانېږي هم
وايي به چې څوک يمه که ته يې کړې پيدا په کې
پټه شاعري چې کړم پوهېږمه پټېږي هم

 

3june

 

««««««««««««««««««««««

 

زړه زمـــــــــــا اوبه اوبــــــــه به پاتې وي
رابه شــــــــي خو غــــــم د تله به پاتې وي
غېږه دې درټوله کــــــــــړه او ځــــه درده!
عشق چې په چا تېــــر وي څه به پاتې وي؟
مينه په رښتيا ســـــــړی بــــــې فکره کړي
زه به یمـــــــــــه تللـــــــی زړه به پاتې وي
لـــــــــــــوږه دې پتيـــــــــرې ته به کښېنوم
وګــــــــــورم یــــــــو څه اوړه به پاتـې وي
بدره که د خولې په خوند د عشق پوه شوې
خونـد د خـولـې دې وازه خوله به پاتې وي

 

2june

 

««««««««««««««««««««««

 

انتظار

 

نن شپه د خوب ستوني کې
غريو ماتېږي
او زما سترګې
د ماښام پر کوڅه
د شپې مېنې ته راځي
نن شپه هغه غواړي چې
زما د سترګو زانګو
د خپل خوب
ماشومانو ته وزنګوي

 

1june

 

««««««««««««««««««««««

 

مينه او کوډه کې توپير نشته دی
کوډه يو څه
يو دم
د سترګو وړاندې ورک کړي
مينه يو دم
سړی په ځان کې ورک کړي

 

1june

 

««««««««««««««««««««««

 

خوب يې
زما د سترګو
کوڅې ته راغلی
باده!
لږ له ګردونو سره
پام کوه
زه يې د پلونو
په هره نښه
مينه په زړه کې
ډاډه کومه

 

1 june

 

««««««««««««««««««««««

 

نښه

 

زه هغه ځای ته
هره ورځ
په مينه بيا بيا ورځم
له رسېدلو سره
په يوه داسې آيينه بدلېږم
چې هره خوا
دنيا خالي راښيي

 

31may

 

««««««««««««««««««««««

 

غږ دې ولاړ دی
زما د زړه د غوږو
ور ټکوي:
عشق
عشق
عشق
ښه دی ژوندی يمه لا

 

30may

 

««««««««««««««««««««««

 

پوښتنه

 

چې ته مې نه غږوې
ګونګی مې ولې بولې
چې يې پر غاړه
د ايرو جامې وي
انګار به څه درښکاري

 

30may

 

««««««««««««««««««««««

 

اشـنا اختـر کې درنه هېر نه شمه
د غــــريب زړه يمـــه ماتېږمه ژر
ميئن چې نه وي په دې نپوهېږي
ولې د ښکلو چــې خوښېږمه ژر

 

30may

 

««««««««««««««««««««««

 

مينه

 

تنهايي مې په خپلو سترګو
نه لورېږي
ټوله شپه مې
ستا د سترګو په کيسو
د خوب پېغلو ته سبا کړه

 

30 may

 

««««««««««««««««««««««

 

ښکلا

 

خوبه قربان
نور خپلو سترګو ته شه
د هغې سترګو کې دې نه غواړمه

 

30may

 

««««««««««««««««««««««

 

ټوله شپه
شپې ته غوږ وم
خپلې چوپتيا
رانه هينداره غوښته

 

29may

 

««««««««««««««««««««««

 

غواړم اوبه و اوسم
چې هر سهار
د خوب کیسې یې اورم

 

««««««««««««««««««««««

 

ا نځور

 

خيال مې باران ته کېنوم
ډېره موده کېږي چې
د انتظار د لارې ګرد ته ناست دی

 

29may

 

««««««««««««««««««««««

 

څلوريزه

 

دا به زه هېـر کړم
چـې ورنه هېر يم
زړه مـې دا غواړي
تـر دې ور تېــر يم
زمــــــــا خوښېږي
چـــې راســره وي
کمـــــه دې نه شي
ورســــــره ډېر يم

 

29may

 

««««««««««««««««««««««

 

د کوټې تشوالی
د شپې د سر
درد ګرځېدلی
او خوب خپل دروندوالی
رالټېدلای نه شي
د سبا ستوری
د وره شاته
ارږمی نيولی
يو څوک لا هم
غواړي په ويښه کې
خوب وګوري

 

28may

 

««««««««««««««««««««««

 

تنهايي

 

نه دې مومم
شپه مې په سر اخيستې
په هغه ځای باندې
د ذهن د تخت لاس تېروم
ستا د بدن چې په کې نقش پاتې دی
نپوهېږم
رانه په کوم خوب کې مې
ته هېره شوې يې

 

28 may

 

««««««««««««««««««««««

 

په تنده کې ساتي مې د ارمان یوه جینۍ
ورېږي مې په زړه باندې باران یوه جینۍ
که څومره تنګوي مې هم په نه او په انکار
باور راکوي مینه کې پر ځان یوه جینۍ
د سترګو سود کوي خو د حسن په بازار کې
را اړوي پر ما د زړه تاوان یوه جینۍ
تیاره لټوم نشته تیاره ده چېرته غلې
راغلې د زړه کورته څراغان یوه جینۍ

 

27 may2017

 

««««««««««««««««««««««

 

هایکو

 

وزرې کول
قفس کې بنده مرغۍ
په خوب کې ويني

 

23may2017

 

««««««««««««««««««««««

 

زه مې هم خپله خبره کوم
او هم دا ستا خبره
هيڅ غږوغوږ يې نه وي
((نه)) او ((انکار))
لکه خوړلي چې رانجه وي
ته مې يې داسې خوښه
ته چې څه يې
هغه نه ډېره مینه ګرکې ايسې
کله چې ځان غږوم

 

22 may 2017

 

««««««««««««««««««««««

 

د ژوند د يوې شېبې
د ناڅاپي شور
د خندا پور پرې کوم
زه مې د خپلې چوپتيا
په پټو سمڅو کې
لګيا يم
د خپل فرياد د پېغلو سترګو
اوښکې پاکوم
۹۴.۱۱.۲۹

 

««««««««««««««««««««««

 

ګوري هغه خپله لار
تا نه خطا لاره ده
زړه لېونی کېږه مه
دا جینۍ هوښیاره ده

 

96.2.28

 

****************************

 

راغلم
نه وې
بېرته ځم
پلمه مې غوښته
چې تنهايي راسره وي

 

96.2.27

 

««««««««««««««««««««««

 

ډوبېدل

 

ډوبېدل ډوبېدل دي
چې د چا لامبو نه وي زده
او څوک يې تر مټ ونه نیسي
د سیند اوبو کې ډوب شي
دا لکه
کله چې ته نه اوسې
په خاموشۍ کې
کوټه ډوبه شي
96.2.24

 

««««««««««««««««««««««

 

نانځکې

 

غنم لو دی لګېدلی
د نانځکې وعده هېره رانه نه ده
شېبې شمارم
میوه ګي چې پلار د درمن په سر راکړه
ته هم راشه
ته به هم ځولۍ کړې ډکه
یوه منډه به کړو دواړه
د لوی کلي په بازار کې
وزیر ګل ماما دوکان ته
بره ایښې په تاخچه کې
د غنمو په بدل کې
هغه ښکلې او ښایسته
نانځکه واخلو
زه اوس هره شپه
همدا خوبونه ګورم
چې سهار شي
په کوټه کې ایښې هغه المارۍ راخلاصومه
ها نانځکو ته درېږم
چې هر کال به مې له تا نه
غنم لو نه یو څه مخکې پټولې
1396.2.20

 

««««««««««««««««««««««

 

هایکو

 

خوند رانغښتی مټ
نم د صدف پر شونډو
نوې ساه د ژوند

 

96.2.20

 

««««««««««««««««««««««

 

هایکو

 

د مرغۍ هیله
په دېواله کې ځاله
باران ورېږي

 

96.2.18

 

««««««««««««««««««««««

 

لاړه شې راتګ سره
په ما باندې دا ومنې
یاره چې راغلې وې
مینه کې دې خوښ ومه
چې زه دې لېونی یم خو
لاړمه ساده هم شوم
96.2.10

 

«««««««««««««««««««««

 

شعر

 

شعر د کوټې هغه تنهایي ده
جې خپل زړه یي
پر وره تړلی
او کلمات
په ځان کې نغښتي
هغه فریادونه
چې له یوه شنه ذهنه
پر دغه وره لکه ټکا
ورېږي

 

1396.2.6

 

««««««««««««««««««««««

 

23 April ·

 

پخوا به په دې وخت کې د زاڼو کتارونه وو درمات
کتار د تابوتونو دروړي اوس زما جلال آباده

 

 

 

««««««««««««««««««««««

 

جانانه سترګې زما وترې کروندې دي
د ديدن زړي دې کرم راشنه به شينه

 

16 April ·

 

««««««««««««««««««««««

 

کله کله ځان رانه په تېښته وي
کله کله زه له ځانه وتښتم

 

تا نه چې ځم تا ته درشم ووايه
چېرته چې له تا جانانه وتښتم
96,1,21

 

««««««««««««««««««««««

 

ياد دې
زما د زړه تاخچه کې
تا نه هېر شوی ستا انځور دی
ته چې يې غواړې
د هېرولو دې
پر ما باندې چې اور بلېږي
ستا د انځور د سترګو
يخه رڼه چينه کې
اوبه اوبه
اشنا
خندا بهېږي
96,1,16

 

««««««««««««««««««««««

 

هغه زما ارام
زما اوښکو کې ګوري
وايي له غره نه چې اوبه
سمې ته رسي
په کرار بهېږي
۱۳۹۶.۱.۱۵

 

««««««««««««««««««««««

 

د خپل زړه پر ماتېدلو خپه نه يم
خپه په دې يمه چې ته به
په ويرانه کې اوسې
۱۳۹۶.۱.۱۳

 

««««««««««««««««««««««

 

جانانه سترګې زما وترې کروندې دي
د ديدن زړي دې کرم راشنه به شينه

 

««««««««««««««««««««««

 

د مینې اور
ویې پوښتلم
تنده د چا یې
څوک ده 
چې اور ته 
کېنوولی یې
خداي دې دغسې 
اور ته
واړوي یې
په غلا ور ومې کتل
تر شونډو لاندې مې
کرار وویل:
خدای دې باران کړه 
خدای دې له اوره ساته
که وي د مینې اور هم

 

««««««««««««««««««««««

 

ویښه
زما په کې ورکه برخه
شپه مې 
ستا یادو سره وېشلې
خوب مې هېر کړی یمه
څومره چې ته ما ته یې ګرانه
هومره د شپې هم په تا لورېږي
هره شپه زړه مې 
تر نیمې شپې
ستا د یادونو تار کې 
د عشق نغمه غږوي
نیمايي نوره شپه بیا
همدا چې سترګې سره ورشي زما
یوه برخه ته د خوب مې ځمکه نیسې
په پاتې برخه کې زه
دا ستا د تللیو پلونو 
نوي راشین فصل ته
پر خوب ویښه تیروم 
هسې نه چیرې 
د ګرد مرغئ بیا
په کې ځاله وکړي
زه چې ویده یم
ویښ یم
زما خوبو ته 
ويښه په برخه را رسیدلې
1396.1.4

 

ادامه نوشته

ژباړه:   ويليام فاکنر څه ډول لیکل کول؟

ژباړه/ صدیق الله بدر

 

ويليام فاکنر څه ډول لیکل کول؟

 

 

فاکنر ځان لیکوال نه ګاڼه. داسې د یوه اوچت او حسد پاروونکي نبوغ لرونکی لیکوال ته ځان یوازې یو بزګر ښکارېده چې کله کله داستان هم لیکي. د ۱۹۴۵ کال په نومبر کې فاکنر خپلو ځمکو ته سره ورکوله چې مېرمنه يې راغله او ورته يې د نوبل د جایزې د ګټلو خبره وکړه.

امریکايي ناول لیکونکی ويليام فاکنر د ۱۸۹۷ میلادي کال د سپتمبر په مياشت کېې د نیوالباني په ميسي سيپي کې زېږدېدلی دی. ویلیام پنځه کلن و چې کورنۍ يې اکسفورد ولېږدېده او ده هلته د زده کړو سلسله پيل کړه.

دا چې ټیتکی او کم وزنه و، د زده کړو لپاره د امریکا په پوځ کې ونه منل شو خو د پوځي پوهنتون د زده کوونکي په توګه يې د کانادا د تورنتو په ځینو سلطنتي پروازونو کې شامل شو. د ۱۹۱۸ کال په دسمبر کې ورته افسري رتبه ورکړل شوه. په ۱۹۲۴ کې يې له پوځي زده کړو سره مخه ښه وکړه او له خپل یو دوست سره ايتاليا او له هغه ځايه پلی المان او بیا فرانسې ته لاړ.

ادامه نوشته