ژباړه: مارګرېت اتوود څه ډول لیکل کوي؟
ژباړه/ صدیق الله بدر
مارګرېت اتوود څه ډول لیکل کوي؟

لیکواله او شاعره اتوود چې بشپړ نوم يې مارګرېت الینور اتوود دی، د ۱۹۳۹ کال د نومبر په ۱۸ د کاناډا په اوتاوا کې زوکړې او له شپږ کلنۍ څخه يې لیکوالۍ ته مخه کړې ده. نوموړې یوه ښه شاعره، لیکواله، ادبي کره کتونکې، سیاسي فعاله او پېژندل شوې فېمینسته ده.
په ۲۰۰۰ کال کې د بوکر جایزې ګټونکي (ړوند قاتل او اوریکس او کریک) کتابونه ډېر مشهور دي.
اتوود په ۲۰۰۰ کال کې د بوکر او ارتورسي کلارک او په ۲۰۰۸ کال کې د پرنس استریاس ادبي جایزې اخستې دي.
تر اوسه د اتوود ۳۰ ټوکه کتابونه چې ناولونه، لنډې کيسې، شعرونه، ادبي کره کتنې او د ټولنیز تاریخ او ماشومانو په اړه دي، چاپ شوي دي.
د نوموړې اثار د سنتي ریالیزم له سرچینو اوبه څښي او پخپلو لیکنو کې له ښځو نه د یوه اصلي شخصیت په توګه استفاده کوي.
اتوود پخپلو داستانونو کې ټولنیز واقعیتونه د تخیل، اسطوره پېژندنې او طنز په مټ بیانوي.
د سیلاونو کال، بیا اداینه، فریبکاره ناوې، ړوند قاتل، د پيشو سترګه، اوریکس او کریک د نوموړې ناولونه او ډمې نجونې او کېږدۍ يې د لنډو کیسو ټولګې دي.
مارګرېت اتوود ۱۹ شعري ټولګې لري، خو تر ډېره د خپلو ناولونو له مخې مشهوره ده. د خدمتګار په نوم ناول يې تر ټولو زیات لوستونکي لري.
دلته چې څه لولئ، له نوموړې سره د پاریس ریویو د یوې مرکې نچوړ دی:
په ۱۹۵۰ کې چې کاناډا له فرهنګي ځوړ سره مخ وه، ما تازه په تازه لیکوالي پیل کړې وه. خو اوس ګورم چې دغه هیواد له فرهنګي اړخه ډېر فعال ښکاري او داسې ډېر شمېر لیکوال يې نړۍ ته ورپيژندلي چې په لوړ نړیوال دریځ کې دي.
چې ماشومه وم، دا مې عادت و چې کتاب جوړ کړم. له بازار نه مې سپينې پاڼې اخستې، څنګ په څنګ به مې کېښودې او و به مې ګنډلې. خو یو وخت دا فکر راپیدا شو چې د دې سپينو پاڼو پرمخ باید یو څه لیکل شوي وي چې کتاب شي، له دې فکر سره لیکل مې هم پیل کړل.
زما لومړی ناول د د مېږيانو په اړه و، دغه ناول مې چندانې داستاني جوړښت نه درلود، خو د لیکواله کېدو لپاره مې يو ښه تمرین و.
لیکوال باید ترپايه پورې د یوه کتاب د لوستلو لپاره یو ښه دلیل ولري. کورنۍ مې راته وايي چې ما په پنځه کلنی کې لیکوالي ته مخه کړه، شپږ کلنه او یا هم اووه کلنه به وم چې له لیکوالۍ نه لاس په سر شوم او انځورګرۍ ته مې مخه کړه او په ۱۶ کلنی کې مې بیا ورته مټې بډ وهلې.
له عمر سره د یو چا تجربې هم زیاتېږي. کله چې ما (بیا اداینه) کتاب لیکه، یو څېړنیز مرستیال مې ونیو چې په دې کتاب کې د یو لړ مطرح شوضوعاتو په اړه څېړنه وکړي خو د کتاب اصلي ايډياګانې مې خپلې دي.
زه په لاس لیکل کوم، خوښېږي مې چې په خودکار لیکل وکړم، ځکه ډېره په کې راحته یم. دا کار په چټک لیکلو کې راسره مرسته کوي. څه چې لیکم ډېر ژر يې له چا سره نه شریکوم. ځکه بدلونونه باید په کې راولم او څه په کې باید زیات و کم کړم. تر دې وروسته هغه ټايپوم چې تر ډېره په اسانه نه لوستل کېږي.
لکه څنګه چې نارینه لیکوال، پخپلو اثارو کې د ښځې شخصیت په ښځینه توصیفونو انځوروي؛ زه هم نارینه شخصیتونه لکه څنګه چې دي هماغسې انځوروم. کله چې مې د (تر نارینه وو مخکې ژوندون) ولیکه، په هغه کې مې د نارینه محاسن په کې انځور کړل چې د ډېر ظرافت او دقت وړ وو. ښايي تاسې به د یوې ښځې په توګه په اسانه او یو ځل لوستلو سره درک نه کړئ، ځکه چې نارینه نه يې.
د یوه لیکوال ترټولو مهم هنر دا دی چې وکولای شي خپل ځان د نورو په آیینه کې وګوري. دا نور کېدای شي هرڅوک وي، حتی غیر انساني موجودات. تاسو باید د یو معقول روایت لپاره، خپل ځان د یو بل چا په ځای احساس کړئ، دا هغه کار دی چې زه يې ترسره کوم.
ما ډېره هڅه کړې خلکو ته ووایم چې ډېر زیات سم یا ناسم کړوړه يې له لرغونو اسطورو پور کړي دي. تر ډېره زما هدف کنایه ویل وي نه مسخره کول. که زه مخامخ يو چا ته ووایم چې ناپوهه يې، باور لرم ډېره بده ورباندې لګېږي.
که په کميپيوټر کې لیکل کوئ، د خپل تخلیق د خوندي ساتلو لپاره یوه بله اضافي حافظه هم باید ولرئ یعنی هغه یو بل ځای هم خوندي کړئ.
ناول د ټولنې د ارزونې یو اوزار دی. کله چې په ناول کې کرکترونه رامنځته کوم، د اړتیا له مخې دغه شخصیتونه هغه څه چې ډېر شخصي وي نه بیانوي.
د يو زیات شمېر ايډيالوژیکو لیکوالو په څېر ګام نه اوچتوم او نه لکه د یو زیات شمېر نورو لیکوالو غوندې په اوهامو کې اوسم. هڅه کوم که څه وي، باید د یو روایت په ډول له ټولنې سره شریک کړای شي.
کله چې داستان لیکم، ته وا تر دې چې ډېره منظمه اوسم، ډېره منسجمه یم. دا هغه حالت دی که یو څوک وغواړي ناول ولیکي ورسره مخ کېږي.
کله چې ناول لیکم، تر هر څه مخکې کوم څه چې مې ذهن ته راځي، هغه یو تصویر دی، یوه صحنه او یا یو غږ دی.
معمولا هڅه کوم د سهار له لسو بجو د مازیګر تر څلورو بجو لیکل وکړم، کله د شپې له مخې هم لیکل کوم، په تېره هغه وخت چې په بېړه پر یو ناول کار وکړم.