ژباړه: ويليام فاکنر څه ډول لیکل کول؟
ژباړه/ صدیق الله بدر
ويليام فاکنر څه ډول لیکل کول؟

فاکنر ځان لیکوال نه ګاڼه. داسې د یوه اوچت او حسد پاروونکي نبوغ لرونکی لیکوال ته ځان یوازې یو بزګر ښکارېده چې کله کله داستان هم لیکي. د ۱۹۴۵ کال په نومبر کې فاکنر خپلو ځمکو ته سره ورکوله چې مېرمنه يې راغله او ورته يې د نوبل د جایزې د ګټلو خبره وکړه.
امریکايي ناول لیکونکی ويليام فاکنر د ۱۸۹۷ میلادي کال د سپتمبر په مياشت کېې د نیوالباني په ميسي سيپي کې زېږدېدلی دی. ویلیام پنځه کلن و چې کورنۍ يې اکسفورد ولېږدېده او ده هلته د زده کړو سلسله پيل کړه.
دا چې ټیتکی او کم وزنه و، د زده کړو لپاره د امریکا په پوځ کې ونه منل شو خو د پوځي پوهنتون د زده کوونکي په توګه يې د کانادا د تورنتو په ځینو سلطنتي پروازونو کې شامل شو. د ۱۹۱۸ کال په دسمبر کې ورته افسري رتبه ورکړل شوه. په ۱۹۲۴ کې يې له پوځي زده کړو سره مخه ښه وکړه او له خپل یو دوست سره ايتاليا او له هغه ځايه پلی المان او بیا فرانسې ته لاړ.
هالیووډ او نیویارک ته يې سفرونه وکړل او په همدې موده کې يې څو فلمنامې او ډرامې وليکلې.
په ۱۹۴۹ کې يې د نوبل د ادبیاتو جايزه خپله کړه او بیا په ۱۹۵۷ کې د (ښار) په نوم ناول پر سر يې د پولیترز جایزه هم واخسته.
فاکنر د ۱۹۶۲ کال د جولای په شپږمه له اسه را وغورځېد او تر دې پېښې درې اوونۍ وروسته د زړه د درېدو له کبله په میسي سيپي کې ومړ.
ماتې نه منونکی، ښار، په خاوره کې یو مزاحم، کلی، خشم او هیاهو، چپاولګر، حریم، ګور په ګور، برګ اسونه او ماشی د فاکنر له مشهورو ناولونو څخه شمېرل کېږي.
فاکنر په ۱۹۵۶ کې له لیکوال او ايډيټر ژان شتاين سره په يوه مرکه کې د خپلې لیکوالۍ طریقه داسې بیان کړې ده:
د یو ښه ناول لیکونکي لپاره ۹۹ فیصده استعداد، ۹۹ فیصده نظم او ۹۹ فیصده کار په کار دی. لیکوال ته نه ښايي له هغه څه نه چې ترسره کوي يې راضي و اوسي. هغه فکر چې ته کوې تر هغه پورته او په غوره ډول کولای شې په خیالپردازي وکړې. یوازې له خپلو هم عصرو او اسلافو څخه د برترۍ په خاطر هڅه مه کوه. کوښښ وکړه چې خپل ځان نه مخکې شي.
لیکوال د خپل هنر په وړاندې مسوول دی. که یو لیکوال ښه وي، کاملا به بې رحمه وي. هغه یوه رویا لري او دا يې هغومره ځوروي چې هڅه کوي له شره يې ځان خلاص کړي. تر هغه پورې چې دې هدف ته نه وي رسیدلی، ارام نه کيني.
د لیکوال دنده دا ده چې خپل کار په ښه بڼه ترسره کړي. که هغه د ځان لپاره هر ډول محدودیت وضع کړي، د کار له پای ته رسیدو وروسته هر ډول يې چې زړه وغواړي، خپل وخت تېرولای شي.
د لیکوالي لپاره هيڅ کومه میخانیکي لاره وجود نه لري. ځوان لیکوال به هسې حماقت کوي چې له يوې نظريې پيروي وکړي. له خپلو تېروتنو زده کړئ، انسانان یوازې له خپلو تېروتنو يو شی زده کوي. ښه هنرمند باور لري چې هیڅوک نه شي کولای چې ورته نصیحت وکړي، هغه غرور لري. که د یوه پخواني لیکوال څومره ستاینه هم وکړي، خو بیا هم غواړي چې تر هغه بر و اوسي.
له هغو وړتیاوو څخه چې یو هنرمند يې باید ولري، د خپل کار په اړه قضاوت کولو کې بې پرې والی يې دی. سربېره پر دې د خپل ځان نه تېر ایستلو شجاعت او صداقت هم باید ولري.
د همدې ځانګړنو له مخې د غوسې او هیاهو کتاب مې پنځه ځله لیکلی دی. هڅه مې کوله هغه داستان ووایم چې د نه لیکل کېدو په وخت کې رنځولم يې او له شره يې نه خلاصېدم.
یو لیکوال درېیوو شیانو ته اړتیا لري: تجربه، مشاهده او تخیل؛ چې کله دوه او کله هم یو توکی يې د نورو فاکتورونو نشت جبرانوي. زما لپاره داستان له يوې ايډيا، خاطرې یا ذهني انځور سره پېلېږي. په اصل کې د کار کولو په وخت کې د داستان لیکل د هغه څه چې پېښېږي د څرنګه پېښېدو توضیح ورکول او د هغه د بڼې خپلولو علت دی.
د لیکلو په وخت لیکوال يوازې يوه دنده لري او هغه دا چې شرح ورکړي ولې پېښه رامنځته شوه او څه يې د دوام سبب وګرځېد.
زه تر غوږ نیولو لوستلو ته ترجیح ورکوم، هغه سکوت او انځور چې په سکوت کې له وييونو رامنځته کېږي پر غږ بر ګڼم. د متن توپان او موسیقي په سکوت او چوپتیا کې بڼه خپلوي.
هنرمند وخت نه لري چې ناقدانو ته غوږ ونیسي. هغوی چې غواړي لیکوال شي، نقدونه لولي. څوک چې غواړي لیکل وکړي، د نقدونو د لوستلو وخت نه لري. هنرمند تر منتقد بر ځای لري، ځکه چې هنرمند یو څه لیکي او منتقد تر اغېز لاندې راولي، خو منتقد هغه څه لیکي چې پرته له لیکوال څخه نورو ته ټکان ورکوي.
لیکوال هڅه کوي چې ملموس کسان په ډېره غوره بڼه د درک او باور وړ شرایطو او فضا کې رامنځته کړي. هغه باید په کوم چاپيريال کې اوسېږي، له هغه نه د کار د اوزارو په توګه استفاده وکړي.
فکر کوم هر ناول لیکونکی لومړی غواړي شعر ووايي، خو چې ګوري نه يې شي ویلای نو لنډو کیسو ته مخه کوي چې تر شعر وروسته ډېر سخت قالب دی، کله چې په لنډه کیسه لیکلو کې هم پاتې راغی نو پرېکړه کوي چې ناول ولیکي.
لیکوالو ته نه ښايي چې له خپلو ترسره کړو چارو راضي و اوسي. ځکه لیکنې هيڅکله هم لکه څنګه چې باید ښه وي، هسې نه وي.
له پخوانيو او اوسنیو لیکوالو سره د ځان په پرتله کولو عذاب مه ورکوئ، یوازې ټوله هڅه مو باید دا وي چې له خپل ځان څخه بهتره و اوسئ.