بیلابیل: اختر میارک او څو اختري لنډۍ

اختر مو مبارک

دا هم د اختر په مبارکۍ کې څو اختري لنډۍ. دا داسې ائينې دي چې هره څېره په کې ځان لېدای شي، مينان او مينانې؛ خو خوار يتیمان مه هېروئ:

 

اختر ته ځکه خوشالېږم

چې مسافر اشنا مې کلي ته راځينه

اختر ته ځکه خوشالېږم

زما د يار وعده اختر دى را به شينه!

اختره تل ترتله اوسې

چې د بېلتون په کور تر مرګه وي ويرونه

ادامه نوشته

کتابپېژندنه: کاروبار پالنه(منجمنټ) او صنعتي اقتصاد

کتابپېژندنه/ صدیق الله بدر

کاروبار پالنه(منجمنټ) او صنعتي اقتصاد



په تېرو بحثونو کې مو چې کوم کتابونه درته معرفي کړي دي، تر ډېره پر فرهنګي او تاريخي مسایلو راڅرخېدل، تر دې بحث وروسته زموږ ټوله هڅه به دا وي چې په نورو علمي برخو کې لیکل شوي او ژباړل شوي اثار درته معرفي کړو. دا يو ضرورت دی ځکه يوه ژبه او يو ملت هغه وخت د پرمختګ له واقعي کاروان سره ملګری کېدای شي چې د ژوند له اړتياوو سره سم پر فرهنګي مسایلو سربېره علمي مسایلو ته هم پوره توجه وکړي.

ادامه نوشته

د لونګو دريڅې:  مليار او د هغه ګڼ انځوريزه شاعري

ادبي بحثونه(( ۵۰))

ليکوال: صديق الله بدر

 

مليار او د هغه ګڼ انځوريزه شاعري

 

د لونګو يوه بله دريڅه پرانيزو او د مينې او ښكلا د يو داسې پنځوونكي شاعر په اړه درسره خواله كوو، چې خيال تر ګوتو نيسي او ښكلا پنځوي، هغه شاعر چې په دې باور دی، ښه شعر هغه دى چې له لوستونكي او اوريدونكي سره ټينګه رابطه قايموي: ((ښه شعر هغه دى، څوک چې يې اوري او يا لولي دا وګڼي چې زما د زړه خبره په کې شوې او خپل ځان په کې پيدا کړي.))

دى زموږ  د بهير هغه شاعر دى چې ژوند پخپله يو شعر ګڼي او شعر د ژوند هنداره: ((ژوند کې عاطفه شته، ناخوالې او ستونزې شته دي، نو له دې کبله شعر د ژوند هنداره ده او خپله ژوند اصل د شعر دی، ځکه زما په هر څه کې شعر نغښتی دی. کيسې او يا هسې دوه جملې هم چې د څه شي په اړه ليکمه نو خامخا يو شاعرانه انداز په کې راځي.))

ادامه نوشته