800x600

ادبي بحثونه(( ۵۰))

ليکوال: صديق الله بدر

 

مليار او د هغه ګڼ انځوريزه شاعري

 

د لونګو يوه بله دريڅه پرانيزو او د مينې او ښكلا د يو داسې پنځوونكي شاعر په اړه درسره خواله كوو، چې خيال تر ګوتو نيسي او ښكلا پنځوي، هغه شاعر چې په دې باور دی، ښه شعر هغه دى چې له لوستونكي او اوريدونكي سره ټينګه رابطه قايموي: ((ښه شعر هغه دى، څوک چې يې اوري او يا لولي دا وګڼي چې زما د زړه خبره په کې شوې او خپل ځان په کې پيدا کړي.))

دى زموږ  د بهير هغه شاعر دى چې ژوند پخپله يو شعر ګڼي او شعر د ژوند هنداره: ((ژوند کې عاطفه شته، ناخوالې او ستونزې شته دي، نو له دې کبله شعر د ژوند هنداره ده او خپله ژوند اصل د شعر دی، ځکه زما په هر څه کې شعر نغښتی دی. کيسې او يا هسې دوه جملې هم چې د څه شي په اړه ليکمه نو خامخا يو شاعرانه انداز په کې راځي.))

دا شاعر ښاغلى حكمت الله مليار دى، زموږ د پېر هغه شاعر، چې د شعر د كليمې په اورېدو سره په ذهن كې يې په ښكلو خو موسيقي لرونكو الفاظو كې پسوللى عاطفي پيغام تداعي كېږي.

پېژندګلوي:

((( حكمت الله مليار د ښاغلي رحمت الله كاكړ زوى، په ۱۳۴۵ لمريز كال په كابل ښار كې زېږېدلى او خپلې لومړنۍ، منځنۍ او لوړې زده كړې يې په كابل كې تر سره كړې دي. د زده كړو له پايته رسولو وروسته بيا تر ننه په شخصي كاروبار بوخت دى.

د ښوونځي د اتم ټولګي زده كوونكى و، چې د شعر دنيا ته يې مخه شوه: ((لومړنی شعر مې چې ووايه د ښوونځي په اتم ټولګي کې وم، زما يو ډېر نږدې ملګری چې زما ټولګيوال هم و او ډېر سره خواږه وو، ناڅاپه يو څه ورته پېښ شول او بيل شولو سره. په هماغه ځای کې لومړی څه چې ما وليکه يو دوه بيته وو، خو متاسفانه چې اوس مې په ياد نه دي. ))

كه څه هم مليار له ۱۳۵۸ كال نه راهيسې شعر ويلو ته مخه كړې، خو وايي چې تر دې نېټې نهه كاله وروسته دا احساس ورته پيدا شو، چې اوس شعر ليكلى شي: ((.))

مليار د خپلې دغې خبرې دليل دا راوړي، چې ګواكې د هغه وخت شعرونه يې مهاليز وو او اوچته اوډنه يې نه لرله.

تر اوسه د ښاغلي مليار يوه شعري ټولګه چاپ شوې، چې ټال نومېږي او همدا سږكال د ده پخپل شخصي لګښت چاپ شوې ده. په دې ټولګه كې له ۱۳۷۷ نه راپديخوا د شاعر ۱۱۰ ټوټې شعرونه، چې د غزل، ازاد شعر، څلوريزو، منظومو او چارپارو په بڼه دي، خوندي شوي دي. ))

 

شاعري:

كه څه هم مليار، په بيلابيلو فورمونو كې شاعري كړې، خو ډېر ځله يې د غزل ناوكۍ تر ګوتو نېولې. د غزل شاعري يې اوچته او له ښكلا ډكه ده. ځينې غزلونه يې دومره خوندور او اوچت دي چې په لوستلو يې د مشرانو غزلبولو د غزلونو مينه ماتېږي. د فكر پخته ګي، د كلماتو غزليزه اوډنه، رسا پيغام، سندريزوالى او د سمې ارايې بڼه هغه څه دي چې د مليار غزلونو ته دغه ښكلا او مقبوليت ور په برخه كړى دى:

  شعر:   

چې چېرې ښكلې وينم زړه مې ښوى له واكه وځي

غزل غزل لوګى مې د ځيګر له كاكه وځي

مليار پر غزل سربېره ازاد شعرونه، څلوريځې او نظمونه هم ليكلي دي. ازاد شعرونه يې تر ډېره لنډ او د يوې ځانګړې شيبې او حالت ښكلي انځورونه دي، د رنجو پڼې او خوب ازاد شعرونه يې له همدې كمال نه برخمن دي او ښكلو تابلوګانو ته ورته دي.

د مليار، شعرونه ګڼې ځانګړنې لري چې يوه هم په كې د ګڼو تركيبونو هغه هم د نويو تركيبونو كارونه ده. كله كله په ځينو بيتونو كې يې د تركيبونو له يو لړ سره مخ كېږو، چې معنى او مفهوم اخستل ترې يو څه ستونزمن ښكاري او لوستونكي ډېر فكر كولو ته اړ باسي. ښايي همدا د خيال اوچتوالى او د ګڼو انځورونو د كارونې له بركته وي چې دى تر ډېره بريده په فرهنګي كړيو كې د يو انځورګر شاعر په توګه خپله پېژندګلوي لري.

نورمحمد لاهو، چې د مليار  شعرونه ډېر خوښوي، هغه يو انځور ګر شاعر راپېژني، خو وايي چې د ګڼو تركيبونو د كارونې له كبله د شعر معنى يې يو شمېر لوستونكو ته ګرانه پرېوځي: ((د مليار شعرونه ډېر انځوريز دي، څو کاله مخکې چې ده به کله شعرونه ويل ځينو نيوکه کوله چې شعرونه يې پېچلي دي، او په اول ځل اورېدو کې ترې مفهوم نه شو اخستلای.))

خو لاهو وړاندې دا هم وايي چې شعر څومره هنري كېږي نو هغومره پيچلى كېږي هم: ((په عادي محاوره کې موږ ډېر روښانه خبرې کوو، په هغه کې تشبيه او استعاره نه وي، خو کله کله موږ په عادي محاوره کې تشبيه هم کاروو، مثلا وايو: پلانی داسې غوسه و چې له سترګو يې اور باديده، دا د اور بادېدل په خپله يو ډول تشبيه ده.))

د لاهو په اند داسې ځکه ويل کېږي چې د مقابل لوري دروني احساسات او د غوسې کچه انځور کړای شي.

باز محمد ښادمن هم د مليار په شعر كې د ګڼو تركيبونو خبره كوي او وايي چې دې كار كله كله د ده د شعر خوند زيات كړى او كله يې هم ټكنى كړى دى: ((ځينې ترکيبونه يې داسې اوږده وي چې لوستونکی يې د لوستلو پر وخت يو شېبه ورته يخک کېږي او د ده د شعر هغه طبيعي اهنګ ماتوي.))

د ښادمن په نظر هر هغه شعر چې روان وي، شرنګ و خوند دواړه په کې وي، لوستونکي پر ځان راماتوي:(( ډېر داسې ترکيبونه هم لري چې په هغه کې هم شرنګ شته هم خوند او هم اهنګ، په مجموع کې د مليار شاعري له ترکيبونو مالاماله ده او همدې ترکيبونو يې شعرونو ته خاص رنګ ورکړی دی.))

عبدالرحمن ومان نيازى د مليار د لومړنيو شعرونو تركيبونه ګنګ راپه ګوته كوي، خو وايي چې دا ستونزه په وروستيو شعرونو كې يې له منځه تللې ده: (( يو وخت له ادبي بنډارونو سره د مليار رابطه ټکنۍ شوه، خو يو څه وروسته له خپلو ځينو شعرونو سره موږ کره راغی او ويې ويل چې دا زما د شعرونو مجموعه ده او چاپوم يې، نو په دې باندې يو څه وليکه. زما هم تلوسه وه چې د ده د غيابت د وخت شعرونه ولولم چې څه ډول دي، کله مې چې ولوستل له لومړۍ شاعري سره يې ډېر توپير درلود.))

ومان د دې توپير په اړه وړاندې وايي چې د مليار په شعرونو کې د موضوع پراخوالي او د تصويرونو روڼتيا او وضاحت ته ځير شو: (( شعرونه يې له پخوا نه ډېر پاخه وو او هغه مخکينۍ ګونګتيا په کې نه تر سترګو کېده.))

دا چې ولې ښاغلي مليار پخپلو شعرونو كې د زياتو تركيبونو د راوړلو ليوالتيا لري، پخپله يې علت داسې بيانوي: ((شعر د ښکلو ترکيبونو او تصويرونو پسولل دي چې د هغه په مټ موږ يوه ډېره وړه خبره ډېره ښکلې کوو، دومره ښکلې چې د اورېدونکي د ذوق تنده خړوبه کړي.))

دا هم د ښاغلي مليار هغه شعر، چې ګڼ تركيبونه په كې موجود دي:

غزل

زرکې دا ستا ښکلو لېمو کې څه اثر پرېوتی

چې د زړه باز مې ستا په در کې مات وزر پرېوتی

وږمې د مړې ځمکې پر سر دم د عيسی ور پوه کړ

بيا به ژوندی شي پرې له پاسه شين نظر پرېوتی

غرونو وځئ له خځو په واورې اور پورې کړئ

لاس د سيلۍ نه د کنګل تېره خنجر پرېوتی

چې هڅوي پېښې د پېغلو ته د دښتې بوډۍ

د مئين زړه خوږلن کې ګوره څه هنر پرېوتی

وږمې د هيلو کاروان راوست د اوربل سيوري ته

ځکه جبين کې د ليلا نوی اختر پرېوتی

ساقي پام وکه عطر وېش نه دې چې پاتې نه شو

بيديا د مينه کې غاټول سوی ځيګر پرېوتی

ښامار د تورو نه ګوهر د غزل ځکه باسي

چې د قلم هوده کې سوز د سره ټټر پرېوتی

اخر به ستا خواږه اوربل کې ټيک د لمر وټومبي

څاروان د روڼ کاروان په غاړه د ګودر پرېوتی

سکور شوی زړه به مې د ستورو په مالت کې منې

د بلال رنګ ګوره د حورو په بشر پرېوتی

د احساس غوټه مې خلاصېږي بس د نور په ګوتو

رازمن زړګی مې د غزل ټال کې د لمر پرېوتی

ځولۍ د پرخو لپه لپه باران لا تازه کړ

ملياره ستا د لاس په اور کې څه هنر پرېوتی

 

لاهو د مليار شعر هنري بولي او وايي چې انځور، استعاره، تشبيه، اسطوره او سمبول د هنري شعر اصلي توكي دي او پرته له دې توكو كومه خبره چې كېږي هغه به يوازې يوه عادي وينا وي: ((کله چې موږ خپله عادي خبره په هنري بڼه اړوو نو له استعارې، کنايې او تشبيې کار اخلو))

لاهو استعاره، تشبيه، سمبول او اسطوره د تخييل د خروج وسايل ګڼي او وايي په دې ډول يوه هستونه په يو هنري اثر بدلېږي: ((کله چې موږ خپل خيال د دغو وسايلو په لوخو کې وړاندې کوو زموږه خبره هنري ارزښت مومي.))

لاهو د دغو مسايلو په بيانولو سره بېرته خپلې لومړۍ خبرې ته ګرځي او وايي، كله چې خيال هنري شو، نو خود په خوده پيچلى كېږي: ((خو د مليار شعر له هنري والي سره عاطفي قوت لري او هغه پېچلتيا دومره ډېره سخته نه وي .))

دلته به د ښاغلي مليار هغه ازاد شعر ته غوږ شو چې راڼه انځورونه يې په كې كارولي او يو تركيب يې، چې د رنجو پڼې نومېږي، دغه شعر ته خاصه ښكلا وربرخه كړې ده: د

رنجو پڼې

چمبې وهي دوكړه مارانې د غم

د وير كړزه بيا په ورا راغلې

او د سپوږمۍ له كلي

خدايزده د چا دېرې ته

خدايزده د چا كلي ته

خدايزده د چا بدو كې

د خندا ناوې په ډولۍ كې د سلګيو بيايي

او د رنجو پڼې په پښو كې

ړنګې بنګې اوښكې

لكه همزولي د خندا د ناوې

اميل اميل دغې ډولې پسې ځي

نو

ځكه رڼا د سپوږمۍ تته ښكاري

ځكه د نور چينې ځبېښلې برېښي

او تندر نه ماتېږي.

 

د مليار د شعرونو يوه بله ځانګړنه دا ده چې خپله خبره كوي او  خپله تجربه په داسې خوندوره بڼه رانغاړي چې پر لوستونكو اغېز پرېباسي. د ښو شاعرانو ځانګړتيا په دې كې نغښتې چې خپل فكر او ديد لري، خپله خبره كوي او د نورو پېښې نه كوي. مليار هغه شاعر دى چې پخپل شعر كې خپل ديد او فكر لري. ومان همدا خبره كوي او وايي چې د همدې ځانګړنې په نظر كې نيولو سره، مليار له پيله خپله لاره درلوده: ((ځينې ځوان شاعران هغه له پيله يو مخ د نورو په پښو روان وي او تر پايه هماغسې پاتې وي، خو ملياره تل خپله خبره پخپله بڼه کړې.))

بازمحمد ښادمن همدا خبره په بله بڼه كوي: ((مليار هغه شاعر دی چې همېش يې له خيال، فکر او ټولنې سره کار دی، خبره کې يې خوند وي او دی د خوند شاعر دی.))

د ښادمن په وينا هغه شاعر چې په ټولنه کې له يو شي خوند اخلي، هغه په لفظونو کې رانغاړي او بيا ټولنې ته وړاندې کوي، هغه وينا يې پر خلکو تاثير کوي.

 ښادمن زياتوي، شاعر بايد هغه څه چې وايي، هغه په ځان كې جذب كړي او بيا يې نورو ته په ښكلو لفظونو كې ونغاړي، ښادمن خپله دا خبره په يو مثال پيلوي: ((که مثنوي معنوي ته ځير شو، مولانا جلال الدين محمد بلخي لومړی ټول احاديث او ايتونه په ځان کې جذب کړي بيا يې هغه ټولنې ته وړاندې کړي دي؛ ځکه نن ټوله دنيا مثنوي ترجمه کوي او له هغه خوند اخلي. که يو څوک طبيعت په ځان کې جذب او بيا يې ټولنې ته انځور کړي، خلک له طبيعته خوند اخلي.))

د ښادمن په نظر څومره چې په شعر كې خوند زياتېږي، هغومره يې مينه وال هم زياتېږي: ((يو شاعر دې دا ونه وايي چې دی څه وايي، هغه ځان لپاره وايي، دا ټولنې ته پاتې کېږي، نن به مليار نپوهېږي يو تنها به ځان احساسوي، خو سل دوه سوه کاله وروسته به خلک د مليار په شاعرۍ نښتي وي او څه به ترې اخلي، نو د راتلونکي په اړه بايد هر شاعر فکر وکړي او د همدغه فکر په بنا هغه څه دې ووايي چې د ټولې ټولنې په درد وخوري.))

لاهو د خوند او رنګ تر څنګ د مليار په شعر كې د شاعرانه صميميت د شتون خبره هم كوي، : (( دغه صميميت موږ له ورايه د مليار په شعر کې احساسولی شو..))

 

هوس وم رانيولى له ګرېوانه نيمه شپه کې

ستا سترګو پردی کړی وم له ځانه نيمه شپه

که چېرته په لاس راغلې زړه له ډاګه به دې ولم

څوم ځلې مې باسي له ايمانه نيمه شپه کې

څه خوږ رنګين مزل يې زما په برخه و ليکلی

د شونډو په پل راغلم تر پېزوانه نيمه شپه کې

ستمی و، پسپسی و پاس په بره بامبوټي کې

د شونډو سوال کاوه کوم چا له چا نه نيمه شپه کې

چې هسک شي پر اوږو مې د ښکلا څوکو ته يوسي

د خدای غزل راواوروه جانانه نيمه شپه کې

 

كومه بله ځانګړنه، چې ما ته د مليار په شعرونو كې جوت راترسترګو كېږي هغه يو سپيڅلى بغاوت، رندانه توب، طنز او شوخي ده، هره خبره چې كوي ښه په ښكاره او خوند يې كوي خو كمال يې په دې كې دى، چې له شاعرانه حدودو هم په كې نه وځي:

شيخه هغه پالنګ چې ته يې تر سبا يادوې

مليار په نره د انګورو په تسبې ګټلى

***

تش جام داسې كيسه په خوله بربنډه وه نيولې

چې شيخ بيګاه د رز د جينۍ ګنډه وه نيولې

***

كه چېرته په لاس راغلې زړه له ډاګه به دې ولم

څووم ځلې مې باسي له ايمانه نيمه شپه كې

***

نه چې د سپينې خولګۍ بيه دې له سر واوښته

ګلې وعده خو دې د شونډو ښه پخه كړې وه

 

په دې بيتونو او ګڼو نور بيتونو کې يوه ښکلا دا هم پټه ده چې د لومړۍ مسرې په لوستلو سره لوستونکی په تلوسه کې ساتي.

د سيمه ييزو اصطلاحاتو كارونه بله هغه غوره ځانګړنه ده،چې د مليار شعرونو ته بيل رنګ بښلى دى،  عبدالغفور ليوال وايي، چې مليار داسې سيمه ييز اصطلاحات كارولي دي، چې ډېر نامانوسه نه دي. دی په دې برخه کې د مليار د ستاينې وړ كار دا په ګوته كوي چې د دغو اصطلاحاتو  لپاره يو ښه ذهني محيط جوړوي او دا هغه كار دى چې زموږ ځوانو شاعرانو هغه ته ډېره پاملرنه نه ده كړې: ((لا تراوسه زموږ په ځوان غزل کې دا تجربه کمه وه. خو اوس زموږ دغه شاعران هڅه کوي چې ولسي ترکيبونه، ولسي اصطلاحات او ولسي افکار په غزل کې راوړي.))

مليار يوه بله هڅه هم كړې او هغه دا ده چې څو پېښې يې په ډېر شاعرانه انداز نظم كړې دي. د "ميره" تر سرليك لاندې اوږد نظم يې ډېر خوږ او كيسه ييز انداز لري، كومه تلوسه، چې په دې منظومه كې نغښتې، لوستونكي ترپايه له ځان سره ساتي. ليوال وايي چې دا ډول شعرونه يې د ښه كيسه يي جوړښت له كبله د پام وړ دي: ((دا هغه منظومه ده پېښه په کې ښه انکشاف لري، ټول عاطفي ارزښت يې هم خوندي دی او کولای شي په يو عاطفي او هنري محيط کې د يوې کيسې بشپړ انځور ورکړي. هم يې موضوع ښکلې ده، هم يې انځورونه ښکلي دي، هم د کرکټرونو حرکات ښکلي دي او هم د کيسې د پېښې بشپړ ځايونه يې زما د پام وړ ګرځېدلې.))

ليوال په دې هيله، چې پر نورو ځانګړنو سربېره د مليار شعر يوه بله ځانګړنه هم خپله كړي، وايي چې دى بايد داسې هستونو ته، چې د ميرې د منظومې په څېر اوچت كيسه ييز جوړښت ولري، لا ډېره توجه وكړي.