د لونګو دريڅې: نذیر؛ د واقعي ژوند انځوروونکی شاعر

ادبي بحثونه(۴۹)

لیکوال: صدیق الله بدر

نذیر


د واقعي ژوند انځوروونکی شاعر


په ادبي اثارو کې د دوه ډوله تمایله خبرې کېږي؛ ریالستیک او رومانتیک تمایل. په شعر کې معمولا رومانتیک او په داستان کې ریالستیک تمایل ډېر وي؛ خو په شلمه پېړۍ کې په پښتو شعر کې ريالستيکو مسايلو ته ډېر پام واوښت او يو زیات شمېر شاعرانو پخپلو شعرونو کې د واقعي ژوند انځورولو ته مخه وکړه.

ادامه نوشته

د لونګو دريڅې: د حساس زړه او ذهن څښتن شاعر

ادبي بحثونه(۴۹)

لیکوال: صدیق الله بدر


د حساس زړه او ذهن څښتن شاعر

بيا هم تاسو د پښتو شعر د مينې او ښکلا شنو شېبو ته رابولو او د يوه داسې شاعر په شعر او شاعرۍ درسره غږېږم، چې په پردېسو نغمو کې يې جل وهلې هيلې رانغاړلې او په ماتو هندارو کې يې خپل ليدلي خوبونه د راسا له مست سيند سره شريک کړي او اوس هم د هغه د تعبير په لټه کې دی:

ادامه نوشته

شعر: ماته

ویناوال: صدیق الله بدر


ماته


ورځم چې ومنم اشناته ماته

راکړې مینې ده نن ماته ماته

که زړه مې عشق او عشق مې زړه ته شو مات

وايه چې چا ورکړله چاته ماته

غزل د حسن مې د یار لیکمه

غواړمه ورکړمه رڼاته ماته

د ژوند له ماتو دومره ستړی یمه

چې نه لورېږي مې په ماته ماته

زړه مې د مينې ښېرا وکړه راته

مینه کې غواړم بدره تاته ماته

۱۳۹۱.۱.۱۶

ادامه نوشته

شعر: د پرهر پينه

ويناوال: صدیق الله بدر


د پرهر پینه


داسې هم سختې ته سینه ږدي خلک

چې له پرهر زړه ته پينه ږدي خلک

څه شو که عشق کې لېونی مې بولي

بام ته چې وخېژي زینه ږدي خلک

رنګ او ښکلا وروستۍ خبره نه ده

د پښو له سوخته هم خينه ږدي خلک

ځان ته زما مینه کې ښه په ځیر شه

زړونه یو بل ته ايينه ږدي خلک

زړه مې په مينه مینه پالم بدر

انګور چې ساتي کنګينه ږدي خلک

۱۳۹۰.۱.۶

ادامه نوشته

شعر: د پرهر پينه

ویناوال: صديق الله بدر


د پرهر پینه


داسې هم سختې ته سینه ږدي خلک

چې له پرهر زړه ته پينه ږدي خلک

څه شو که عشق کې لېونی مې بولي

بام ته چې وخېژي زینه ږدي خلک

۱۳۹۰.۱.۶

ادامه نوشته

شعر: نيمګړی غزل

ویناوال: صدیق الله بدر


نیمګړی غزل


دا عشق دی چې پرې کور د زړه ودان دی د هر چا

شپيلۍ به شپيلۍ نه وه ناله که په کې نه وای

محفل چې دی معنی خو په همدې پیدا کوي

مستي به زما نه وه پیاله که په کې نه وای

ادامه نوشته

شعر: د مينې نغری

ویناوال: صدیق الله بدر


د مينې نغری


د چوپتيا له اوږده ژمي يم راغلی

د خبرو اور ته ومې نيسه یاره

لږ د مينې د نغري د ننګولو هیله راکړه

دي وهلي مې کنګل د زړه غوږونه

۱۳۹۱.۱.۱

ادامه نوشته