ویناوال: صدیق الله بدر


نیمګړی غزل


دا عشق دی چې پرې کور د زړه ودان دی د هر چا

شپيلۍ به شپيلۍ نه وه ناله که په کې نه وای

محفل چې دی معنی خو په همدې پیدا کوي

مستي به زما نه وه پیاله که په کې نه وای

د حسن سمندر ته به نو چا زړه ښه کاوه

د مينې په نوم یاره، جاله که په کې نه وای

تشویش به د پاشلي تخم ډېر و له مرغانو

دا کرونده نه کېده ماله که په کې نه وای

له تندې د نظر اس سراب غنیمت بولي

چا به دښتې غوښتې غزاله که په کې نه وای؟

۱۳۹۰.۱۲.۴