د لونګو دريڅې: د حساس زړه او ذهن څښتن شاعر
ادبي بحثونه(۴۹)
لیکوال: صدیق الله بدر
د حساس زړه او ذهن څښتن شاعر

بيا هم تاسو د پښتو شعر د مينې او ښکلا شنو شېبو ته رابولو او د يوه داسې شاعر په شعر او شاعرۍ درسره غږېږم، چې په پردېسو نغمو کې يې جل وهلې هيلې رانغاړلې او په ماتو هندارو کې يې خپل ليدلي خوبونه د راسا له مست سيند سره شريک کړي او اوس هم د هغه د تعبير په لټه کې دی:
خلکو
زما د سترګو په هيندارو کې تر اوسه پورې
د خوب خوږې خوږې شیبې وېدې دي
د ځلبلاندې نڅاګرو ډمو
ها له جادو ډکې نحاوې لیدلي نه دي
له ګناهونو ځینې پاکې دي لا
د ماشومتوب او معصومیت خمار مې
مات شوی نه دی د نشو په خم کې
ډوب مې يمه
لکه صداق روژه تي چې د ماښام تکبیر ته
په انتظار کې ناست وي
هسې ناست يم
په تورو شپو کې د لمر وړانګو ته لارې څارم
د تورو شپو د مدرسو ښوونکي
د ځوانو ستورو د قتلونو څو بربنډې څېرې
د لمر وړانګو ته زما انتظار کفر ګڼي
په دغه جرم مې راکاږي د پانسۍ ډګر ته
خلکو له تاسو نه پوښتنه کوم
هيله کوم
اخر زه څه وکوم
د کوتک ژبه مې زده کړې نه ده
د منطق ژبه مې د ستورو قاتلان نه مني
په دغه چم کې ما ته داسې يو منصف پیدا کړئ
چې دواړو ژبو باندې پوه شي قضاوت وکوي
د حق په توره فیصله د خدای په نوم وکوي
ما له پانسۍ او هغوی وژغوري له ستر جهالت
دا شاعر ښاغلی ملکی خزان دی، زموږ د بهیر هغه ویناوال، چې په هره وينا کې يې وطني او ملي احساسات رانغښتي دي.
پېژندنه:
ملکي خزان د محمد سرور زوی په ۱۳۳۶ لمريز کال د لغمان ولایت د هرمل د سيمې په لعل کلي کې زېږېدلی دی.
لومړنۍ زده کړې يې د لغمان ولايت په لومړني ښوونځي کې او تر يوولسم ټولګي پورې يې په روښان ليسه کې ترسره کړي دی. دولسم ټولګی يې د کابل په انصاري لېسه کې لوستی او په ۱۳۵۸ کې له نوموړې لېسې څخه د فراغت سند ترلاسه کړی دی.
له لېسې څخه تر فراغت وروسته د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو په پوهنځي کې يې په لوړو زده کړو بوخت شو، خو د وخت د ناسمو شرایطو له امله دا زده کړې يې نيمګړې پاتې او پوځې زده کړو ته يې مخه کړه. په اوکراين کې تر پوځي زده کړو وروسته يې د خپلې علاقې له مخې د ژورناليزم مسلکي زده کړې په کابل کې ترسره کړې.
خزان ډېر کلونه د افغانستان په اردو کې دنده ترسره او په ۱۳۸۳ لمريز کې يې ملکي دندو ته مخه وکړه. اوس د کابل ښاروالۍ په مربوطاتو کې په دنده بوخت دی او پر دې سربېره د اګاه خپرندويې ټولنې مشري هم په غاړه لري.
خزان يوولس کلن و، چې له شعر وشاعرۍ سره يې مينه پیدا شوه او په ۱۶ کلنی کې يې خپل لومړنی شعر ووايه: (( اصلي عامل يې دا و چې زه لا ډېر کوچنی وم، اغلب د لسو یا یوولسو کلونو به وم چې ما هغه وخت کې د غیرت چيغه د اجمل خټک کتاب مطالعه کړ، او له هغه نه وروسته يو څه خواره واره د رفیع صاحب شعرونه مې لاس ته راغلل، دې شعرونو ما ته خوند راکه، دا هیله او ارمان راسره پیدا شو چې زه هم شاعر شم.))
نوموړی د ګڼو فرهنګي ټولنو غړیتوب لري او تراوسه د هغه څلور شعري ټولګې د پرديسۍ نغمې، جل وهلې هيلې، په هندارو کې انځورونه او د راسا مسته سینده په نومونو چاپ شوې دي.
شاعري
خزان د حساس زړه او ذهن څښتن شاعر دی او له همدې کبله دی چې د هرې پېښې په وړاندې شاعرانه غبرګون ښيي. ده په خپله ټوله شاعري کې د وطن مينه رانغښتې او محتوايي برخې ته په کې ډېره توجه ترسترګو کېږي. پوهنمل محمد اسمعيل يون همدا خبره کوي: (( د خزان صاحب په شعرونو کې وطني مينه او احساس زیات دی، د قوم پالنې، ملتپالنې او ژبپالنې عناصر په کې ډېر لیدل کېږي. په وروستۍ شاعري کې يې بیا د پرديسۍ ژوند انعکاس ترسترګو کېږي.))
د ښاغلي يون په اند د خزان په شعرونو کې موږ د هغو ټولو فردي، کورني او اجتماعي پېښو انعکاس وينو چې تېر شوي دي او د ده عواطف او احساسات يې راپارولي دي.
خزان د ويلو لپاره ډېر څه لري او پخپل هر شعر کې يوه بېله موضوع رانغاړي. ډېره هڅه يې دا وي چې په شعر ک رااخستې موضوع په بشپړه توګه راواخلي. که څه هم د يوې موضوع بشپړ رااخستل کومه اساسي ستونزه نه ده، خو کله کله د شعر د اوږدېدو سبب ګرځي او يو څه د شعر ښکلاييز اړخ ته زیان وراوړي. خو خزان داسې موضوعات رااخلي او شاعرانه رنګ ورکوي، چې د شعر له اوږدوالي سره سره ښکلاييز رنګ هم لري. عبدالغفور ليوال د خزان د شعر دغې برخې ته په نغوتې سره وايي: (( ښاغلی خزان موضوع ته ډېر اهميت ورکوي چې بشپړه يې راونغاړي، کله کله دا کار د دې باعث کېږي چې شعر ترې اوږد شي. که د موضوع اهميت او شاعرانه توب دومره مهم وي ټوله باید راونغاړل شي بیا نو دا عیب نه دی، خو که یوه موضوع په لنډو او شاعرانه جملو کې ځاييږي هلته باید شاعر د ژبې لنډون او موجزتیا ته پام وساتي.))
خزان تر ډېره بريده هڅه کړې، چې پخپلو شعرونو کې پر وطن راغلې ناخوالې انځور کړي، نوښتګر شاعر نورمحمد لاهو په همدې نظر دی: ((د ملکي خزان شاعري ډېره صميمي او له محبته ډکه ده. موږ د ده په شعرونو کې د هغو ناخوالو انځورونه وينو چې په تېرو څو لسيزو کې پر دې وطن تېر شوي دي. خزان ډېر حساس شاعر دی، د وطن ډېر ووړ درد يې هم ژړوي.))
راځئ، چې د ښاغلي خزان همداسې يو شعر په ګډه سره ولولو:
د فراق جل
موږ د هيلو پسرلي ته انتظار یو
د سبا وږمو ته ناست سترګې په لار یو
ځای د اړخ د لګولو زموږ نشته
د اغزیو کښت نه ستړي ناکرار یو
چمونونه مو په دښتو بدل شوي
په ارمان د شنه ګلبڼ او لاله زار یو
د هیواد د هسک پروتې مو یادېږي
د فراق له جله زړو باندې داغدار یو
خدایه تللې توتکۍ مو راستنې کړې
په امید يې د لیدو او د چغار یو
موږ خو مينه په نرګسو نارنج ګل کړه
ای خزانه په څه وجه ګناهګار یو
خزان هم غزل ښه ليکي او هم ازاد شعر، خو ښه او غوره ځانګړنه يې دا ده چې په دواړو فورمونو کې تصوير جوړولو او تمثيل ته ډېر ارزښت قايل دی او وينا يې سمبوليکه تومنه لري. که چېرته خزان صاحب له ژبني پلوه هم خپل رياضت ته دوام ورکړي او خپله شاعرانه ژبه يو څه صیقل کړي، نو ډېر ژر به وينا يې له مانيز او ښکلاييز پلوه ډېر د پام وړ وګرځي، ليوال د خزان د شعر يوه ځانګړنه د هغه تمثيلي اړخ په ګوته کوي: (( ښاغلی خزان کولای شي قصصي ځانګړنې په خپل شعر کې ځای کړي، يعنې روایات په ښه ژبه ارایه کړي او يوه پېښه ښه تمثيل کړي. هغه يو شمېر داسې شعرونه لري هم.))
ليوال د خزان د شعر بله ځانګړنه تصوير جوړوونه راپېژني او وايي: ((خزان په خپلو شعرونو کې د تصویر جوړولو بشپړه تومنه لري. د هغه د مشهورو تصویري شعرونو څخه یو هم هغه شعر دی چې د کونړ سیند کې د يوې نجلۍ د راوړلو او د هغې د مرګ د تراژيدۍ په اړه دی. دا شعر د راسا مسته سینده نومېږي چې د هغه وروستۍ شعري مجموعه هم په همدې نامه ده. دا شعر يې د تصویر جوړونې يوه ښه بېلګه ده.))
د سمبولونو په کارولو کې خزان بریالی دی، سمبولونه يې تر ډېره نوي او کوم شاعرانه موقعيت، چې ورته ايجادوي هغه هم نوی دی، لیوال هم د خزان سمبولونه نوي بولي خو وايي که چېرته دغه سمبولونه ډېر پټ او نغاړل شوي نه وي د يوې ستونزې او نيمګړتيا په توګه نه شي مطرح کېدای.
د خزان په شعر کې مفاهيم ډېر راڼه دي، ژبه يې روانه او د ارايې بڼه يې مناسبه ده. نورمحمد لاهو وايي چې خزان له هغو شاعرانو څخه نه چې که تصویر يې اوچت وي ارايه يې کمزورې وي او که ارایه يې ښه وي انځور يې کمزوری وي: ((له دې کبله دی چې وايم خزان په تصویر جوړونه او ارایه کې برلاسی شاعر دی.))
خو استاد يون سره له دې چې وايي د خزان په شعر کې د ښکلا او محتوا ترمنځ تناسب په نظر کې نيول شوی، تر ډېره حده محتوا ته په کې پاملرنه شوې ده: (( ده کوښښ کړی چې ځان د هنر په الزاماتو مستلزم نه کړي او هغه څه ووايي چې د ده عواطف او احساسات يې پارولي دي. البته د ده يو شمېر غزلونه داسې دي چې هنري برخه يې ډېره درنه ده خو که په پرتليز ډول ووايو د شعر محتوايي یا فکري برخه يې پر ښکلايي برخه غالبه ده.))
راځئ! چې د خزان هغه غزل په ګډه ولولو، چې هم ښکلا په کې شته او هم عالي مفهوم:
اثر
چې په سترګو مې د سترګو اثر پرېوځي
وګڼه چې په تندي مې کوم غر پرېوځي
داسې رنګ مې رېز مرېز ټوټه ټوټه کړي
لکه لاس نه د ساقۍ چې ساغر پرېوځي
په يو ځل کتو يې هسې شمه محوه
ته به وايې چې په پرخه لمر پرېوځي
لکه مړاوې غوټۍ وغوړېږم ګل شم
چې په شونډو مې د شونډو کوثر پرېوځي
دنداسو باندې چې سپینه خولګۍ سره کړي
د بلال غوندې په زړه مې خنجر پرېوځي
د بيلتون باد چې د یار له لوري راشي
تورې خاورې د خزان په بشر پرېوځي
د خزان شعر له عالي موسیقیت نه برخمن دی، خو کله کله ځای نيم د سيمه ييزې محاورې کاروونه د شعر وزن يې له نيمګړتيا سره مخامخوي. لاهو هم د خزان په شعرونو کې موسيقيت ځانګړی ګڼي او وايي چې پر دې سربېره دی نوي رديفونه هم کاروي او ځينې شعرونه يې داستاني رنګ لري: (( د راسا مسته سینده شعر يې له همدې ښکلا نه برخمنه ده.))
دا هم د خزان هغه غزل، چې ښه موسيقيت په کې شته:
منلې سترګې
څومره د جانان سترګې چې ښکلې دي
هغومره زما زړه ته منلې دي
ځم که د اغزو ډکو کوڅو پسې
سمې مې د یار کلي ته تللې دي
ټپ ته د ګوګل مې شي ملهم ملهم
څومره يې خوږې د خولې کنځلې دي
لاس مې په قسم ايښی چې خپل به يې کړم
لارې مې اوږدې ورته نيولې دي
څښلې به يې خزانه د چا وينې وي
سرې چې لکه زرکه يې منګولې دي
د خزان شعر ګڼې نورې ځانګړنې هم لري او لازمه بريښي چې بحث پرې وشي، خو د اوس لپاره همدومره.