کتابپېژندنه: د زړونو او دماغونو ماينونه
کتابپېژندنه/ صديق الله بدر
د زړونو او دماغونو ماينونه

دلته د داسې يو کتاب په اړه غږېږو، چې ټوله محتوا يې پر يوې داسې موضوع راڅرخي، چې له لسیزو لسیزو راهیسې د تباهۍ کندې ته د افغانستان د ورټېل وهلو يو ستر علت راته بيانوي. هغه ستر علت، چې زموږ نورو ليکوالو او سياستوالو پرې ډېر څه نه دي ويلي او د تاریخ په اوږدو کې ډېرو زبرځواکو او یرغلګرو تل له هغه نه د افغانانو د يوې سترې کمزورۍ په توګه ګټه پورته کړې او افغانستان يې له خاورو سره خاورې کړی او لا هم دا لوبه روانه ده او د ډېر افسوس خبره دا ده، چې د بهرنیو د ((بېل يې کړه، اېل يې کړه.)) او د قومونو ترمنځ د تعصب رامنځته کولو سياست تر ډېره بریده دغه وطن او ولس ته ژور ټپونه ورکړي او ورکوي.






