رپوټ: مصور بنسټ او د ماشومانو لپاره ۳۶ ټوكه كتابونه
مصوربنسټ او د ماشومانو لپاره ۳۶ ټوکه کتابونه

په پښتو ادبياتو کې د هرې ورځې په تېرېدو سره د نوښتونو شاهد يو او له څو لسيزو راهيسې د کميت او کيفيت له لحاظه ښې لاسته راوړنې لرو، خو يوه تشه چې په شديد ډول لا هم احساسېږي او دومره کار ورته نه دی شوی، هغه د ماشومانو ادبیات دي. خو له نيکه مرغه په دې وروستيو کلونو کې زموږ يو شمېر ليکوالو او فرهنګپالو افغانانو مټې رانغښتې چې د هيواد د ماشومانو روزنې او ښې راتلونکې لپاره کار وکړي. دغه فرهنګپال دې هدف ته د رسېدو لپاره څلور کاله مخکې د يو بنسټ په جوړولو لاسبري شول چې مصور بنسټ نومېږي. موږ دلته د دغه بنسټ د ترسره کړو هڅو په اړه درسره غږېږو. 
د دې بنسټ مشر ښاغلی ډاکتر محمد اکرم خپلواک وايي چې مصور بنسټ په ۱۳۸۶ کال کې جوړ شوی او هدف يې دا دی چې د ماشومانو د پوهې او وړتیاوو د لوړولو لپاره باید ښوونیز، معلوماتي، بوختونکي، انځوریز او ګټور کتابونه چاپ کړي چې تراوسه يې۳۶عنوانه بېلابېل کتابونه چاپ کړي او د شته امکاناتو له مخې هر کتاب زر ټوکه چاپوو او زموږ ډېر کتابونه داسې دي چې د بیا بیا چاپ هیله یې شوې ده او موږ یې اوس نمونې نه لرو، یعنې که موږ درې یا پنځه زره ته هم د هر کتاب تیراژ لوړ کړو، نو دا به لږ وي، خو اوس ځکه تیراژ نه شو لوړولای چې لا د وېش په سیستم خوښ او ډاډه نه یوو، که مو یو منظم د وېش سیستم وموند او یا مو رامنځته کړ، نو کېدای شي هغه مهال خپل تیراژ هم لوړ کړو.
ډاکتر خپلواک وايي چې مصور بنسټ د افغان کلتوري ټولنې جرګې یوه څانګه ده او د خپلو چارو د ښه تنظیم لپاره یې څو کمېټې جوړې کړې دي، لکه ښوونیزه کمېټه، خپرنیزه کمېټه، مالي کمېټه، مشر، مرستیال او سکرتريت يې.
د ده په وينا، دغه کمېټې او ملګري د اړتیا پرمهال یو له بل سره مرسته او ګډ کار کوي او د دوی د همدغو ګډو هڅو او هلو ځلو برکت دی چې مصور بنسټ نن دومره بریاوې او لاسته راوړنې لري.
خپلواک په دې اړه چې ولې د دې بنسټ نوم مصور اېښودل شوی وايي: (( داځکه چې د ارواښاد محمدهاشم مصور تر شهادت وروسته ما غوښتل چې د خپلې پانګې یوه برخه د خپل دغه ځوان ورور دهیلو او ارمانونو پاللو ته بېله کړم او په دې کې مې دوه هدفونه وو، یوه دا چې د خپل ورور یاد او ارمان تازه وساتم او بله دا چې د هېواد ماشومانو او زلمکیانو ته هم یو څه خیر ورسېږي. شهیدمحمدهاشم مصور طب لوستی و، خو په ادبي او ټولنیزو هلو ځلو پورې یې ډېر زړه تړلی و، نوموړی د پکتیا ادبي ټولنې مشر او په پکتیا کې د افغان کلتوري ټولنې جرګې استازی و. خو باید ووايم چې دا نوم د بنسټ د ټولو ملګرو په سلا او مشورې غوره شوی دی.))
خپلواک وايي چې دوی يوازې د کتابونو په چاپولو هم بسیا نه ده کړې، غونډې او سیمینارونه یې هم جوړ کړي او د ماشومانو د سمې روزنې، ادبیاتو د ودې او د ماشوم په حقونو، سمې روزنې او پالنې د میندو او پلرونو د پوهولولپاره د مصور په نوم یوه درې میاشتنۍ مجله يې هم خپره کړې.
د کتابونو د چاپولو ترڅنګ د هغه وېش بله مهمه موضوع ځکه ده چې هغه باید د ماشومانو او په تېره د لرې پرتو سیمو ماشومانو لاس ته ورسېږي، ډاکتر خپلواک وايي چې د بنسټ د وېش سیستم داسې دی چې یو څه کتابونه وړیا کتابتونونو ته ورکوي، یو څه په خپله لیکوال او ژباړن ته ورکوي او نورو خلکو ته د رسېدو لپاره ولایتونو او کتاب پلورنځیو ته استوي، هغه وايي:(( البته دا کتابونه د خرڅلاو لپاره وي، خو له بده مرغه د وېش او خرڅلاو له بهیر څخه موږ تراوسه خوښ نه یو، په پیل کې مو کاروان ټولنې ته کتابونه ورکړل، بیا مو صمیم ادبي ټولنې ته ورکړل، خو د دواړو بنسټونو هڅې لکه څنګه چې موږ تمه لرله رڼې نه وې او تراوسه هم سم حساب يې راته نه دی راکړی چې هومره کتابونه يې خرڅ کړي او څومره پاتې دي. موږ له دې اړخه اندېښمن يو ځکه غواړو د خرڅ شوو کتابونو په پیسو نور کتابونه چاپ کړو او که خدای مه کړه دوی د حسابونو په تصفیه کولو کې لا هم بې غوري او ناغېړی وکړي، نو دا به له مصور بنسټ سره نه، بلکې له افغان ماشومانو سره ناغېړی وي، ځکه دا ماشومانو ته ځانګړې شوې پانګه ده او دا پانګه مصور بنسټ د هېواد ګرانو ماشومانو ته د لا ګټورو کتابونو په چاپ لګوي.
خپلواک زیاتوي چې اوس له سره په دې فکر کوي چې د وېش لپاره یو منظم سیستم رامنځته کړي. دی وايي، اوس غواړي د نۍ د توزیع له ملي شبکې سره په دې اړه خبرې وکړي.
د لرې پرتو سيمو ماشومان داسې کتابونو ته ډېره اړتيا لري، خو لاسرسی ورته نه لري، ډاکتر خپلواک وايي چې تراوسه خو يې د شخصي اړیکو له لارې کتابونه استولي دي، لکه په ولایتونو کې د افغان کلتوري ټولنې جرګې استازو په دې برخه کې ورسره ډېره مرسته کړې ده.
مصور بنسټ خپل کتابونه وړیا نه ورکوي او په دې باور دی، وړیا شي ته په کم ارزښت او ټیټ نظر کتل کېږي. خو بیا هم په پام کې لري چې عامه ، سیمه ییزو او د ښوونځیو کتابتونو ته یې وړیا ورکړي او تراوسه يې دا کار کړی هم دی.
د مصور بنسټ مشر وايي، په راتلونکي کې په پام کې لري چې د کتابونو چاپ او د ښوونیزو او روزنیزو غونډو او سیمینارونو جوړولو لړۍ روانه وساتي، په ښوونځیو کې د زده کوونکو تر منځ سیالۍ رامنځته کړي، څو د دوی لیکنۍ او ژبنۍ وړتیاوې ورسره وغوړېږي، د خبرو او وینا کولو مهارت زده کړي، فکر یې وغوړېږي او له نورو سره د ګډ کار کولو او یود بل د زغملو چل او هنر هم زده کړي او د دې ترڅنګ به په نورو ټولو هغو کارونو او لارو چارو هم غور کوي چې د ماشومانو د روزنې او پالنې او ودې لپاره ګټورې وي، لکه د وړو او معلوماتي فلمونو جوړول او را ژباړل او همدارنګه له ټولو دولتي او نادولتي هغو موسسو سره په ګډه همغږي کار او فعالیت کول چې د ماشومانو په برخه کې فعالیت کوي، څو یو د بل په کار، امکاناتو او تجربو پوه شي او یو له بل سره مرسته وکړي.
د خپلواک په وينا له هغې ورځې چې مصور بنسټ په کار پیل کړی، د خلکو له تاوده هرکلي سره مخ شوی دی. دی وايي: (( که له نورو خبرو تېر شو چې خلکو څنګه زموږ له هڅو استقبال کړی او پر يو مثال اکتفا وکړو، په ښوونځیو کې د تدریس پرمهال زموږ له کتابونو څخه استفاده کېږي، ښه بېلګه یې ځمکه او اسمان کتاب دی. په احمدشاه بابا مېنه کې د نجونو د یو ښوونځي د جغرافیې ښوونکې ویل چې د تدریس پرمهال یې همدغه کتاب په لاس کې وي، ډېر ګټور کتاب دی. د هغې په وینا معلومات او رنګه انځورونه یې ډېر په زړه پورې دي او پر مټ یې ماشومان ژر او اسانه زده کړه کوي.))
دی وايي چې ان ولسمشر هم د یوې ځانګړې ناستې پرمهال د مصور بنسټ دکارونو ستاینه کړې او ویلي يې دي چې دې بنسټ ډېر ارزښتناک کار پیل کړی او باید ورته دوام ورکړي.
تراوسه چې په افغانستان کې او په تېره په پښتو ادبياتو کې د ماشوم د ادبیاتو په برخه کې کومه توجه شوې، تر ډېره بریده د نظم برخې ته توجه شوې، خو د مصور بنسټ د خپرونو د څانګې مشر او ايډيټر ډاکتر محب الله زغم وايي چې د دوی د كتابونو زياته برخه په نثر كې ده او يوازې درې د شعر كتابونه يې چاپ كړي دي.
ښاغلی زغم وايي چې د تېرو دوو مياشتو هڅو په بهير کې يې ۱۳ عنوانه كتابونه چاپ كړي دي چې څلور يې د افغان ليكوالو ليکنې دي او پاتې نور يې ژباړې دي: (( په پخوانو چاپ شوو كتابونو كې هم تقريباً همدغه تناسب و.))
د ده په وينا، دغه بنسټ داسې كتابونه ژباړي چې زموږ له كلتور او مذهب سره په ټكر كې نه وي. خوندور وي، ښه پيغام ولري او زموږ د ماشومانو په طبع برابر وي، زغم وايي: (( البته موږ معلوماتي كتابونه هم ژباړلي دي چې ماشومان او لويان دواړه ترې ګټه اخيستلى شي. د ماشوم روزنې كتابونه مو د كورنيو او ښوونكو لپاره ژباړلي دي. لنډه دا چې په ژباړه كې موږ خپل د خپلې ټولنې ضرورتونه، ذوق او حساسيتونه په پام كې نيسو.))
د مصور بنسټ له خوا د چاپ لپاره د كتابونو انتخاب د يوې كميټې له خوا ترسره كېږي، ډاکتر زغم په دې اړه وويل: (( په دې كمېټه د ادب ماهران او د نظر خاوندان شامل دي، لكه استاد اسدالله غضنفر، علم ګل سحر، اجمل تورمان، امير جان وحيد احمدزى او صديق الله بدر.))
ډاکتر زغم وايي، دا چې دلته په اووه كلنۍ كې زموږ ماشومان ښوونځي ته ځي او په همدې عمر كې الف بې زده كوي. نو په دې حساب دوی اكثر كتابونه نسبتاً لويو ماشومانو ته يعنې له نهه كلن نه تر اتلس كلنو ماشومانو ته چاپوي.
يوه ستونزه چې اوس د کتابونو د چاپ په برخه کې په يو ډول احساسېږي، هغه د ژبې معيار او د لهجو ستونزه ده، خو زغم وايي، چې دوی د ژبې معيار ته ارزښت وركوي: (( ګرامر هماغه منل شوى معياري ګرامر كاروو، د املا په برخه كې هڅه كوو د پوهنې د نصاب املا مراعات كړو، دا ځكه چې ماشومان كه د ښوونځي په كتاب كې د كلمې املا يو ډول وويني او په بل كتاب كې بل خېل نو ستونزو سره مخ كېږي او حيرانېږي چې كومه املا به سمه وي. د سيمو مسئله هم په همدې توګه حل كېږي، په ټول هېواد كې يو درسي نصاب چلېږي او د ټولو سيمو ماشومان زموږ كتابونه لوستلاى او پرې پوهېدلاى شي.))
زغم د دې پوښتنې په ځواب کې چې ځينې کتابونه چې تراوسه د ماشومانو لپاره چاپ شوي، ژبه يې سخته ده، تاسو په دې برخه کې څه کوئ،هغه وويل: ((ستاسو خبره سمه ده، په لومړي پړاو كې كارونه يو څه په بېړه ترسره شول، د كتابونو په انتخاب كې هم كافي دقت ونه شو او ژبې ته يې هم پوره پام نه و شوى، خو اوس به دغه ستونزه نه وي ځكه چې د كتونكو ډله مو په كار پوهه او مجربه ده.))
دغه بنسټ له هغه پیله د ماشومانو او تنکيو زلمیانو لپاره د مصور په نامه يوه درې مياشتنۍ مجله هم چاپوي چې مسؤل مدير يې ښاغلی اجمل تورمان دی. تورمان وايي، تر اوسه يې د مصور مجلې پنځه ګڼې چاپ شوې دي چې په بېلابېلې لیکنې، څېړنې او مرکې په کې چاپ شوې دي چې نږدې ټولې لیکنې او مرکې د ماشومانو د حقونو، روزنې، پالنې، زده کړې او نورو ګټورو موضوعاتو په هکله دي.
د تورمان په وينا، دا مجله تر ډېره بریده د لویانو لپاره ده او د ماشومانو اړوند معلومات په کې خپرېږي. یعنې داسې لیکنې او مرکې او څېړنې په کې راځي چې له لویانو سره د ماشومانو د سمې روزنې، پالنې د هغوی د زده کړې، ودې او سوکالۍ په برخه کې مرسته کولای شي. تورمان وايي چې د مقالو د غوراوي معیار دا دی چې باید د ماشومانو اړوند وي، نوې او تازه وي، تکرار او بل ځای نه وي چاپ شوې، لوستونکو ته ګټوره او په زړه پورې وي.