لنډه کيسه: کوبای چوپان
لنډه کيسه
ليکوال: صديق الله بدر
كوباى چوپان

غلام همدا چې د كمپنيو بازار ته ورسېد، پسونه يې يو ګوښه ځای سره راپنډ کړل، لارويو ته يې مخ ورواړوو او په پرله پسې لوړ غږ يې وويل:" يو پسه په درې زره، درې زره، يو..."
د پسونو په ليدلو سره دم شېبه کې ګڼ لاروي له پسونو چار چاپېر ودرېدل او يوه لاروي، چې په پسونو په ډېر شوق لاس تېراوه؛ وويل:" درې زره لږې زياتې نه دي؟ كه په دوه دوه زره يې راكوې، دوه درې درځنې اخلم."
- كه مجبوره نه واى، په لس زره مې هم نه خرڅول، لږ انصاف وکړه"
- خوښه دې، ما د خپلې وسې خبره وکړه.
