مركه: كورمه
مركه: صديق الله بدر
د سیمو تاریخی جغرافیه
"له علامه رشاد سره مرکې"
يادونه:
د ستر څښتن شكر ادا كوم، چې دا توفيق يې راوباښه، چې له ارواښاد استاد علامه عبدالشكور رشاد سره، د مركو لړۍ د نيټ له لارې له تاسو درنو سره شريكوم.
دا هغه مركې دي، چې درې كاله مخكې د كتاب په بڼه د ميوند كلتوري ټولنې له خوا د ښاغلي عبدالنافع همت په زيار چاپ شوې دي، چې د سيمو تاريخي جغرافيه نومېږي. ما دغه مركې د كليد اوونېزې لپاره له علامه صاحب سره ترسره كړې وې، چې د نوموړې اوونېزې له ۸۲ ګڼې تر ۱۵۳ ګڼې پورې په مسلسل ډول چاپ شوې دي.
اوس چې دا كرښې ليكم سترګې مې له اوښكو ډكې دي او هغه شېبې رايادېږي، چې ډېر ځله به هغه ستر استاد د ډېرې سختې ناروغۍ په حال كې هم له مركې ډډه نه كوله او په پوره مينه يې زما پوښتنو ته ځواب وايه او دا ځكه، چې پر استاد خپل وطن، ولس او د كليد اوونېزې لوستونكي ډېر ګران وو او نه يې غوښته، چې لوستونكي بېنوا پرېږدي.
خداى دې د علامه صاحب اروا ښاده لري.
امين ثم امين
بدر
د سيمو تاريخي جغرافيه: (۱)
كورمه
پوښتنه: درنه استاده! كه مهرباني وكړئ وواياست، چې كورمه كوم تاريخي بهيرونه تر شا پرې ايښي او جغرافيايي موقعيت يې څه ډول دى، خوشاله به شو؟
ځواب: كورمه د پښتنو يوه داسې سيمه ده، چې د هغه شمال ته سپين غر، غرب ته يې د مڼلو غرونه، جنوب ته يې د خوست سيمه واقع ده او شرق ته يې وركزي پښتانه اوسي.
په كورمه كې توري پښتانه ژوند كوي، د دغې درې په منځ كې يو رود دى، چې هغه هم د كورمې د رود په نامه شهرت لري. د كورمې رود، چې له سپين غره مخ په جنوب باندې ځي او بيا په شرق بهېږي، د عيسى خېلو په برابرۍ په اباسين ګډېږي او د اباسين له مرستيالانو څخه دى.
د دې رود نوم تقريبا څلور زره كاله مخكې په ريگويد كې ذكر شوى دى، چې د ريگويد په دوهم، پنځم او لسم كتاب كې يې بيان راغلى، هلته يې د كرومو په تلفظ راوړى دى او د اباسين له مرستيالانو څخه يې گڼلى دى.

ويناوال: صديق الله بدر