لیکنه: ايمل پسرلى؛ د ځانګړي سبك كيسه ليكوال
لیکوال: صدیق الله بدر
ادبي ګزارشي ليكنه (۶)
ايمل پسرلى؛
د ځانګړي سبك كيسه ليكوال
له ښه مرغه له تېرو څو كلونو راپديخوا پښتو كيسه ليكنه ښه دود شوې او زموږ ګڼ شمېر ليكوالو په خورا مينه داستاني نثر ته مخه كړې ده. په تېرو لسو كلونو كې موږ د لنډو كيسو د يو زيات شمېر ټولګو د چاپ شاهدان يو، چې كال په كال په كې فني او ښكلاييز نوښت او ښكلا ترسترګو كېږي.
كه څه هم د هرې ورځې په تېرېدو سره د پښتو كيسه ليكنې بهير پراخېږي او د كيسه ليكوالو شمېر زياتېږي، خو لا هم موږ د ښو كيسه ليكوالو كمى احساسوو، هغوى چې له هر اړخه يوه ښه او كاميابه كيسه ليكي د ګوتو په شمار دي.
يوه ښه او كاميابه كيسه، هغې كيسې ته ويلاى شو، چې پر ټاكل شويو اصولو او فني اړخونو سربېره، ژبه يې سمه او معياري وي، له روايتي او رواني پلوه كركټرونه په كې په دقيق ډول انځور شوي وي، اوچته تلوسه ولري، موضوع يې جدي او تجربه شوې وي او ورسره ورسره روڼ پيغام ولري.
ايمل پسرلى؛ يو له هغو ګوتو په شمار كيسه ليكوالو څخه دى، چې كابو هره كيسه يې له پورته يادو ځانګړنو څخه برخمنه ده. پر دې سربېره لنډوالى، وضاحت او ښكلا د ايمل د كيسو هغه غوره ځانګړنې دي، چې نوموړى راته د يوې جلا لارې او سبك څښتن كيسه ليكوال راپېژني.
ايمل نه يوازې پخپله يو ښه كيسه ليكوال دى او تر نورو ډېر زيات كيسه ليكنې ته توجه كوي، بلكه په جدي توګه نور پښتانه هم د دې فن پاللو ته رابولي، ښايي له هم كبله وي، چې زموږ په فرهنګي كړيو كې د كيسه ليكنې يو ښه حامي ګڼل كېږي او بلاخره دى زموږ د بهير هغه كيسه ليكوال دى، چې د يوې ښې كيسې په ليكلو داسې ګڼي، لكه چې خپل ژوند ته يې يوه نوې معنى وركړې وي، لكه چې پخپله په دې اړه وايي:(( زه، چې كله يوه كيسه وليكم او ګمان وكړم، چې دا كيسه ښه ده، دومره د خوشالۍ احساس كوم يا دومره خوند راكوي، لكه يوه توره، چې مې كړې وي يا لكه خپل ژوند ته مې، چې يوه نوې معنى وركړې وي. هو زه تر دې حده له خپلې كيسې خوند اخلم او شايد همدا دليل وي، چې بيا بيا پر ما كيسه ليكي.))
ايمل پسرلى؛ هغه ځوان كيسه ليكوال دى، چې په ډېر اختصار ليكنه كوي او اضافي خبرې د كيسې له عيبونو څخه شمېري: ((اضافي خبرې دې نه وي په كې او ليدلورى يې بايد سم وي. اكثره وخت يو ليكوال په اول ليدلوري باندې كيسه شروع كوي، په منځ كې درېيم ليدلورى شي او بيا دويم شي، چې دا يې بيا تخنيكي ضعف دى. طبعا كه كيسه تلوسه ولري ښه ده، چې لوستونكى قانع كړي ويې لولي او كه له لويه سره بيا ليكوال ته ووايې، چې ښه ستا د دې كيسې معنى څه وه، دى يې په يوه جمله كې بيان كړي.))
پيژندنه
ايمل پسرلى د پښتو د نازكخيال شاعر او پاخه ليكوال محمد صديق پسرلي زوى په كندز كې زېږېدلى، وړكتون يې په كندز او لومړني دوه ټولګي يې په كابل كې لوستي دي او په افغانستان كې د ناتار له پيل نه كال وروسته له خپلې كورنۍ سره پېښور ته كډه شوى دى.
له لومړنيو او منځنيو زده كړو وروسته يې د پېښور له پوهنتون څخه د لېسانس سند واخيست او لندن ته لاړ. په لندن كې يې د نوې مډيا په نامه نورې زده كړې وكړې.
له ۱۳۷۳ نه تر ۱۳۷۵ پورې يې له لندن نه په پښتو ژبه د ډېوې په نامه مياشتنۍ مجله خپره كړېده او له څو كلونو راهيسې له بي بي سي راډيو سره په كار بوخت دى.
په ۱۳۸۶ لمريز كال كې د لنډې مودې لپاره په كابل كې د بي بي سي راډيو د دفتر مشر و.
ايمل، له تنكيني عمر كيسه ليكلو ته مخه كړې او لامل يې دا دى، چې دى په يوه داسې درنه فرهنګي كورنۍ زوكړى، چې ټول غړي يې د پښتني فرهنګ د غوړېدا لپاره په ډېره مينه مټې رانغښتې او نور پښتانه هم دغه چوپړ ته هڅوي. نو طبيعي خبره ده، چې په يوې داسې كورنۍ كې زوكړه او لوئيدل له اغېز نه خالي نه وي. ايمل د خپلې لومړنۍ لنډې كيسې او كيسه ليكلو ته د مخه كولو په اړه وايي: ((اولينه لنډه كيسه، زه اووه كلن وم، چې ما ليكلې ده. زه په لومړي ټولګي كې وم او هغه مې په دري ژبه ليكلې وه، خو هغه كيسه نه وه، خو زه ورته كيسه په دې وايم، چې هغه يې پيل و.))
دا چې څنګه ايمل كيسه ليكلو ته مخه كړې، د يوه دليل خبره كوي او وايي:(( دليل يې دا و، چې په هغو كلونو كې به د ژمي ورځې شپې زموږ په كور كې به هره غرمه، د ماسپښين له ډوډۍ وروسته د لنډو كيسو غونډه وه، ټول به سره كېناستو، چاى به و او بيا به زموږ د كورنۍ له غړو نه يو نه يو چا يو شى ليكلى و، هغه به يې لوستل. زه تر ټولو كشر وم، له پلار سره به په څنګ كې ناست وم او دا كيسې به مې اورېدلې، بيا به دوى پرې نقد كاوه، طبعا نه پرې پوهېدم، خو شايد يا بخيلي وه، ځان ښوول وو او يا خداى خبر څه خبره وه، نو ما هم وويل، چې زه هم بايد يو څه وليكم، يو څه مې وليكل او پلار ته مې وويل، چې زه هم يو څه وايم. ليكن ما داسې احساس كاوه، چې دوى به اوس ټول راپورې خاندې، خو نه! دوى ټولو ډېر ښه غوږ ونيوه، وايې وريدم او بيا يې حتى ځينې خبرې راته وكړې، چې دا پلانى شى داسې كه او دا پلانى شى داسې كه. دې خبرو داسې احساس راكړ، لكه چې زه دا كار كولى شم.))
تر اوسه د ايمل پسرلي د څلورمه لار، يو مزل او دوې نړۍ او د څارنوال هنري قضيې او نورې كيسې په نومونو درې د لنډو كيسو ټولګې، د ډالري معاش په نامه د دوو ډرامو ټولګه او د بې ځالې مرغه او لټون په نومونو دوه نالونه چاپ شوي دي.
د ايمل د كيسو موضوعات ټولنيز دي او هغه څه رانغاړي، چې انسان دوه زړى كوي. د زوړ او نوي تر منځ مجادله ده، د بهر او دننې تر منځ مجادله ده، د مشر او كشر تر منځ مجادله ده او هغه ځايونو كې، چې انسان د دوو ارزښتونو تر منځه په تردد كې پاتې كېږي، دغه موضوع د ايمل په ډېرو كيسو كې راترسترګو كېږي.
لنډوالى، وضاحت او ښكلا د داستاني نثر له غوره ځانګړنو څخه دي. ايمل پسرلى له هغو كيسه ليكونكو څخه دى، چې كابو ټولې كيسې يې دغه ځانګړنې لري. كه د ايمل هره كيسه راواخلو له ورايه دا ځانګړنې په كې مومو. دى په ډېرو لنډو خو ښكلو جملو كې يو غټ مفهوم ځايوي. اسدالله غضنفر، همدا خبره كوي: (( دى جمله لنډوي او له لږو كلماتو استفاده كوي خو هغه لږ كلمات يې بيا ډېرې خبرې كوي، يعنې كه زه پنځوس كلمې استعمال كړم خو پنځوس كلمې مې د پنځوسو كلمو معنى وشيندي، دا به مې اختصار كړى وي خو ډېره معنى مې نه ده خلق كړې. د ده كيسې دغه كمال هم لري، يعنې په عين لنډوالي كې ډېر مفهوم شيندي، يوه مكالمه وي ډېره لنډه، يوه جمله وي يا دوه درې كلمې وي خو هغه دوه درې كلمې د كركټر په حصه كې او د هغه د وضعيت په حصه كې ډېر څه راته وايي.))
دا هغه ځانګړنې دي، چې د ده كيسو ته يې يو ځانګړى خصوصيت ور په برخه كړى او دى د خپل ځانګړي سبك څښتن راپېژني. د ښاغلي غضنفر په وينا دا ځانګړنه د يو واقعي ليكوال نښه ده: ((واقعي ليكوال هغه څوك دى، چې خپل سبك پيدا كړي، ډېر كسان، چې كله ليكوالي شروع كړي، كله د يو چا د ليكنې سبك خوند وركوي له هغه استفاده كوي، كله د بل چا ليكنه ورباندې اثر كوي. ځينې وخت خلك حتى ټول عمر د نورو تر اثر لاندې وي، خپل سبك نه لري خو ځينې ليكوال كوښښ كوي، چې خپل سبك ولري. ايمل پسرلى پخپله هغه لومړنۍ ټولګه، په څلورمه لار كې هم كوښښ كړى، چې خپل طرز ولري خو د ده طرز لكه د نورو ليكوالو غوندې په يو كال او دوه كاله كې پوخ شوى نه دى، كلونه پرې تېر شوي او بيا پوخ شوى دى. زما په نظر په تېرو دوه دريو كلونو كې، چې ده كومې كيسې ليكلي دي، هغه د يوه بشپړ او پاخه سبك نماينده ګي كوي.))
استاد سعدالدين شپون، پر دې خصوصيت سربېره د ايمل په كيسو كې د جديت خبره كوي او وايي، چې ايمل جدي كيسې ليكي: ((ايمل، جدي كيسې ليكي او دا د ايمل له شانه سره لګېږي هم، ځكه چې ايمل په ژوند كې ډېر جدي دى. ايمل په ټوكو پوهېږي خو ټوكې نه كوي، ايمل ډېر مودب دى، د ده اتلان، چې دي د ادب له چوكاټ نه، نه وځي.))
ښه كيسه، هغه كيسه ده، چې ژبه يې سمه او نثري اسلوبو ته په كې پوره پاملرنه شوې وي. د ايمل كېسې همدا ښكلا لري، نثر يې ښكلى او داستاني دى او له موضوع سره اړخ لګوي. ډېر ځله زموږ يو شمېر كيسه ليكوال په خپلو كيسو كې اخباري ژبه كاروي، چې هيڅ ډول اثر په كې نه وي موجود او لوستونكي ځانته نه جلبوي او هغه د ژبې، چې كوم معيارونه دي ډېره توجه ورته نه كوي. خو ايمل تر ډېره بريده نه يوازې دا چې سمه پښتو ليكي، د كيسو ژبه يې ډېره داستاني ده. استاد شپون ايمل هغه ليكوال ګڼي، چې، سمه پښتو ليكي: ((په ژبې حاوي دى، تعجب دا دى، په دې ځوانه ځوانۍ كې، چې عمر يې هم زياتره په بهر كې تېر شوى دى، سمه پښتو ليكي. د ايمل توري، سم پښتو توري دي، يو وخت مې هسې امتحاني ايمل ته وويلې، پلار دې، چې كومه پښتو وايي او استعمالوي ته پرې پوهېږې كه نه؟ دا مهمه پوښتنه ځكه ده، چې دا نوى كول، چې رالوى شوى دا له ملك نه بهر لوى شوى دى، امكان لري، چې د ده خپل او خپلوان يا پلار يې سمه پښتو ووايي خو د ده پښتو ګلابي شوى وي خو د ايمل نه ده ګلابي شوې او دغه د تورو پوښتنه مې، چې ترې وكړه، په ټولو تورو، چې پلار يې استعمالوي د ده زده وو. ))
استاد نجيب الله منلى هم، همدا خبره كوي او وايي، چې ژبه يې معياري ده: ((د ايمل پسرلي ژبه تر ډېره حده معياري ده، ځينې محلي اصطلاحات او تركيبونه كاروي، خو هغه هم په داسې انداز كې كاروي، چې سړي ته ډېره ستونزه نه پيدا كوي، مګر بيا هم زه فكر كوم، چې موږ كولى شو تر دې نور هم معياري ليكنه وكړو او د ايمل پسرلي توجه هم دې ته راجلبوم، سره له دې، چې ليكنه يې تر ډېره معياري ده، كېداى شي په دې برخه كې يو څو نور ګامونه هم واخلي.))
كله چې د ښاغلي ايمل پسرلي كيسې لولو، يو څه چې په ډېر څرګند او برجسته ډول په كې وينو، هغه د بهرني چاپيريال انځور دى. دا چې ولې د ده په كيسو كې ډېر د بهرني چاپيريال انځور وينو، پخپله يې په اړه وايي: (( زما د ژوند ډيره برخه، له اووه اتو كلونو پرته نور ټول عمر له افغانستان نه بهر تېر شوى دى، نو بنا ما ته به ډېره سخته وي، چې دلته يو شى وليكم.))
زموږ د يو شمېر كيسه ليكوالو ستونزه دا ده، چې تر ليدلې او خپله تجربه كړې پېښې په ځاى اورېدلې پېښې پخپلو كيسو كې رانغاړي، دا هغه وړ ناكامه كېسې دي، چې نه په كې موضوع په سمه توګه ښه پالل كېږي، نه سمه منظر كشي په كې موجوده وي او نه يې كركټركښنه جالبه وي. د دې خبرې معنى دا ده، چې زموږ ليكوال اوسي يو ځاى او كيسې د بل ځاى كوي. څه فكر كوئ كه يو څوك ټول عمر په ښار كې اوسېدلى وي او هغه د كلي او په كلي كې د ګودر كيسه راته وكړي، چې هيڅكله يې هم نه دى ليدلى، نو هغه به څه وليكي، څنګه به يې وليكي او ايا ليكلې كيسه به يې پر لوستونكو څه اغېز پريباسي؟ نه! او دا ځكه، چې دا ډول كيسه ليكوال د نااشنا محيط روح نه شي خپلولى او څه چې ليكي بې روحه ليكنه وي او بې روحه ليكنه پر لوستونكو هيڅ ډول اغېز نه شي ښندلى. ايمل پسرلى، د يوه ځېرمن كيسه ليكوال په توګه دغه راز كشف كړى دى او له همدې كبله هڅه كوي، هغه څه وليكي، چې پخپله يې تجربه كوي او د هغه كيسه وليكي، چې دى په كې اوسي، فضا، كركترونه او محيط يې ورته اشنا وي.
غضنفر دا د ايمل د كيسو يو مشترك خصوصيت په ګوته كوي: ((د ټولو كيسو يو مشترك خصوصيت يې دا دى، چې هر چېرته اوسېدلى دى، د هغه وطن، د هغې سيمې او د هغه ښار په حصه كې يې كيسې ليكلې دي، دا زما لپاره ډېره جالبه ده. يو وخت، چې زه هم په پېښور كې اوسېدلم، هلته له خپلو دوستانو سره مې دا خبرې كولې، چې د پېښور په باره كې كيسې يوازې په څلورمه لار كې دي.))
غضنفر وړاندې وايي: ((دغه راز، دى ډېر عمر په اروپا كې اوسېدلى دى، د هغو افغانانو ژوند، چې په اروپا كې اوسي د هغوى غمونه، تشويشونه، د هغوى په كركټر او خوى كې، چې څه بدلون راځي او له وطن سره د هغو رابطه دا ټول هغه مسايل دي، چې د ده په كيسو كې شته، اوس دا څو مياشتې كېږي، چې ايمل په كابل كې اوسي، ما يې يو څو كيسې ولوستې، چې په كابل كې د ژوند په باره كې دي.))
عبدالغفور ليوال هم ورته نظر لري، خو وړاندې وايي: (( د هغه د كيسې چاپيريال يو څه بدل دى، يعنې تر ډېره حده كيسې يې له افغانستان څخه بهر پېښېږي يا خو حداقل د دې دواړو محيطونو يو ډول مقايسه په كې ليدل كېږي، يعنې د كيسو يو شمېر كركترونه يې داسې دي، چې له افغانستان نه بهر ته ځي او يا له بهر څخه افغانستان ته راځي، دا دواړه چاپيريالونه په كې معرفي كېږي او هغه هم په ډېرې توانمندۍ سره.))
استاد شپون دى هغه لومړنى ليكوال راپېژني، چې د نورو ملكونو كيسې ليكي: ((زما په خيال، ايمل شايد اولين ليكوال وي، چې له دې ترهه نه لري، چې دى اوسي په لندن كې او د لندن كيسې وليكي او څوك يې ملامت كړي، چې پښتون سړى يې ولې د خپل وطن كيسې نه ليكې؟ اكثر خلك په دې كمپلكس باندې لتاړ دي، مګر ايمل له دې نه وتلى دى.))
شپون صاحب وړاندې وايي: ((د ايمل پسرلي كيسې، ښې كيسې دي خو ځينې ځانګړتياوې لري، ايمل داسې نه كوي، چې د خپل كلي كيسه وليكي، بلكې هلته چې دى، د هماغه ځاى كيسه ليكي.))
منلى صاحب دا يو نوى كار او نوښت بولي او وايي، چې د مضامينو د نوي كولو لپاره بايد د پښتو ادب كړكۍ نورې دنيا ته پرانيزو: ((كه چېرې موږ وغواړو، چې مضامين مو نوي شي نو بايد د پښتو ادب كړكۍ نورې دنيا ته پرانيزو. نورې دنيا ته د ادب كړكۍ خلاصول په دې معنى ده، چې هم افغان كركترونه له افغانستان نه بهر وباسو او بهر يې ولوبو او هم په كيسو كې بهرني كركترونه، په افغانستان كې ولوبوو او بهرني كركترونه په بهر كې په پښتو ژبه ولوبوو نو دا نوې ساحې دي، چې پښتو ادب ته پرانستل شوي دي او ايمل پسرلى په دې برخه كې يو ممتازه موقف لري.))
د منلي صاحب په اند معاصر ادب په همداسې ليكوالو ولاړ دى: (( د افغانستان معاصر ادب تر ډېره حده په هغه چا ولاړ دى، چې يا له افغانستان نه وتلي دي او يا له افغانستان نه بهر لوى شوي دي، نو اوس دغه خلك ادب څنګه ښكاره كوي او پښتو ادب ته څه وركوي، دا يو سوال دى، چې بهر ميشتي ليكوال پښتو ادب څه وركوي؟ په دې ځاى كې څو ستراتېژۍ مخې ته راځي. ځنې ليكوال هغه څه، چې په عنعنوي شكل دلته په افغانستان كې ليكل كېږي، هماغه په بهر كې ليكي، ځينې ليكوال په بهر كې د افغانانو ستونزې انځوروي او ډېر كم ليكوال افغانانو ته د بهر د خلكو حالات ښكاره كوي، فكر كوم چې ايمل پسرلى په دغه ډيرو كمو ليكوالو كې دى. دا د پښتو ادب لپاره يوه ډېره طلايي موقع ده، ځكه چې تراوسه پورې زموږ پښتو ادب سنتي ادب دى او تكراري مضامين كاروو.))
زموږ د يو زيات شمېر اوسنيو كيسه ليكونكو يوه نيمګړتيا دا ده، چې خپلې كيسې له پيله شروع كوي او په اضافي خبرو لوستونكي ستړي كوي. خو ايمل خپلې كيسې له هغه ځايه پيلوي، چې كيسه يې ايجابوي. د استاد شپون په خبره ايمل كيسه له پيله نه بلكې له ملا نه رااخلي: (( ايمل د كيسه ليكلو په فن پوهېږي، دى كيسه له سر نه، نه شروع كوي، له ملا نه له كوم ځاى نه يې رااخلي، چې دا كار زه هم كوم. خو زه دومره كامياب نه يم، مثلا زما شين ټاغى د يو داسې ځاى نه شروع كېږي، چې د خره ورته تبه شي خو بيا بېرته راځي، چې پسې بېرته راځي، پسې مخ ته ځي او بيا سره اوډل كېږي، ايمل هم همدا كار كوي.))
ليوال همدا خبره په بله بڼه كوي: (( د ښاغلي ايمل پسرلي د كيسو يو خصوصيت، چې ما ليدلى دى، هغه مخامخ په طرحې باندې ورتلل او له بې ځايه مقدمه وركولو څخه ډډه كول دي. زه فكر كوم، چې دا اول په يوه پېښه، په يوه حادثه او په يو حركت باندې شروع كېږي، ځكه خو لوستونكي ته جالب دي.))
ليوال وړاندې وايي: (( يو خو دا په لنډيز سره مخامخ د پېښې بيان وي او له ډېرې طبيعي ژبې څخه كار اخلي، مثلا له ډېرو زوايدو، مكرراتو او د يوې پېښې له تكراري ويلو څخه جلوګيري كوي.))
په كيسه ليكنه كې د ايمل پسرلي يو كمال د كركټر انځورونه ده، ايمل ډېره هڅه كوي، چې خپل كركټرونه ژوندي انځور كړي او څوك يې د پرديتوب احساس ونه كړي. دا كمال ځكه د ده په كيسو كې شته، چې پر ده باندې يوه جمله او يا پخپله يو كركټر كيسه ليكي: (( زه چې كله كيسه ليكم، يوه جمله كېداى شي په ما كيسه وليكي او يا يو كركټر كېداى شي په ما كيسه وليكي. په دې وروستيو كې مې په كابل كې، د ځانمرګي بريد په نامه يوه كيسه وليكله. دا كيسه د يوه سړي وه، چې هغه له ډېر څه خبر و او ده چې به كومې خبرې كولې ډار يې پيدا كاوه، دغه راباندې دا كيسه وليكله، يعنې صرف د يوه سړي يوه جمله وه، چې ده يوه خبره وكړه، يوه كيسه يې وكړه، دا نه چې د ده كيسې راباندې كيسه وليكله، نه! د ده دغه كركټر په ما باندې دا كيسه وليكله.))
منلى صاحب د ايمل د كيسو كركټرونه ژوندي كركټرونه بولي او وايي، چې دا هغه كركټرونه دي، چې موږ يې وينو او باور پرې كوو:(( د ايمل پسرلي كركټرونه ژوندي كركټرونه دي، مصنوعي نه دي. هغه څه دي، چې واقعا موږ پخپل شاوخوا چاپيرچل كې هغوى ګورو. البته په لنډو كيسو كې د كركټرونو جوړول ستونزمن كار دى ځكه چې په لنډه كيسه كې سړى په مشكل سره كولى شي، چې د كركټر رواني متره راښكاره كړي، سره له دې چې ايمل پسرلى ډېر ځله په دې بريالى شوى دى، چې كركټرونه داسې ښكاره كړي، چې سړى پرې باور كولى شي.))
ليوال سره له دې، چې دا يو نوى تكنيك بولي خو وايي، چې د ده په كيسو كې د كركټرونو رواني اړخ ته ډېره توجه نه ده شوې: (( تر ډېره حده د ده داستانونه روايتي بڼه لري، يعنې د يوې پېښې روايت كوي، ما د دوى په داستانونو كې د رواني عكس العملونو ځانګړتيا ډېره نه ده لېدلې، چې د كركټر روان په كې شرحه شوى وي. سړى كولى شي د كركټر پېژندنه د هغه له حركاتو څخه وكړي، لكه د ليكوال قلم، چې يوه كامره وي او مخامخ پېښې درته بيانوي، د هغه له دروني حالاتو څخه روايت نه كوي.))
خو كه چېرته په ځير سره د ايمل كيسو ته ځير شو او د هغه د كركټرونو ارزونه وكړو نو دې پايلې ته رسېږو، چې دى تر ډېره بريده د كركټرونو كيسي ليكي، چې په هغه كې په طبيعي بڼه او د داسې كيسو د جوړښت له مخې، د كركټرونو رواني او ظاهري اړخونه په متوازن ډول انځورېږي، يعنې څومره چې ايمل د خپلو كيسو د اتلانو ظاهري اړخ راخلي، په هماغه اندازه د كركټرونو رواني اړخ هم انځوروي او دا د دې ښكارندويي كوي، چې ايمل تر ډېره بريده د كركټرونو كيسې ليكي، چې موږ يې پخپلو اوسنيو او پرونيو كيسو كې تشه له ورايه محسوسو.
د ښاغلي ايمل پسرلي يو نوښت دا هم دى، چې تفريحي ادب ته ارزښت وركوي او په دې لړ كې د پوليسي كيسو ليكلو ته يې ملا تړلې ده. منلى صاحب په دې اړه وايي: ((پوليسي موضوع په پښتو ادب كې بيخي نوې نه ده، مګر د پوليسي كيسو په نامه كيسه ليكل نوې ده. فكر كوم، چې ايمل پسرلى او يو بل ځوان ليكوال اصف عمر، چې هغه هم په دې تازه وختونو كې يو پوليسي ناول چاپ كړى دى، په دغه اوسنۍ لسيزه كې دغه افتخار په برخه لري، چې په دې برخه كې يې اقدام كړى دى. دا د پښتو ادب لپاره يو ضرورت دى. كه چېرې موږ غواړو، چې پښتانه او په مجموع كې افغانان كتاب لوستلو ته وهڅوو، بايد داسې اثار ورته وركړو، چې هغوى يې له لوستلو خوند واخلي او خوند په تفريحي ادبياتو كې تر هرڅه زيات دى، تر څو چې زموږ په هيواد كې د سواد سطح لوړېږي، د هغې لپاره تفريحي ادبياتو ته ضرورت لرو.))
پوليسي كيسې په نړۍ كې زيات مينه وال لري او تر نورو كيسو د پوليسي كيسو بازار ډېر تود دى. په دې برخه كې د ايمل كمال په دې كې نغښتى، چې تر نورو افغان ليكوالو زيات پوليسي كيسې ليكي او د خپلو دغو كيسو يوه ټولګه يې چاپ كړې هم ده، دا چې ولې ده په پراخه كچه د پوليسي كيسو ليكلو ته ملا تړلې، پخپله يې په اړه وايي: ((پوليسي كيسې ډېر لوستونكي لري او زموږ په ژبه كې پوليسي كيسې لږې دي، كه ډېرې شي ګومان كوم، چې موږ به ډېر لوستونكي پيدا كړو. تاسو وګورئ! په اروپا كې هغه ناول، چې ژور ناول دى، هغه كېداى شي پنځه زره الى لس زره ټوكه چاپ شي ليكن يو پوليسي ناول لس مليونه چاپېږي او په بيا بيا چاپيږي او دغسې په بيا بيا خرڅېږي هم نو د دې معنى دا ده، چې پوليسي كيسې لوستونكي لري.))
دا هم په پاى كې د ايمل پسرلي وروستۍ ليكلې كيسه، چې ټولې يادې ځانګړتياوې په كې موجودې دي.
پاي: 2007/04/02
ځانمرگى
سالم هوايي ډگر ته راغلى و. تود روغبړ يې راسره وکړ. له لاسه يې داسې ونيولم لکه ماشوم، چې چيرې بيايي. دى مخته زۀ ورسره جوخت تر شا روان وم. ما مې شاته بکسونو ته وکتل. دى بې له دې، چې ماته وگوري لکه پوى چې شو، شايد يو څه به ټکنى شوى وم، راته ويې ويل:
_د بکسونو غم مه کوه، اخر کابل دى، خلک پکې پېژنو. يو چا ته مې ويلي موټر ته به يې را ورسوي.
دباندې يې پيجارو موټر ولاړ و. دى مخته، زۀ په شاتنۍ څوکۍ کې کښېناستم. دۀ وار له واره ايرکنډيشن ولگاوۀ. د موټر شيشې يې پورته کړې. راته ويې ويل:
_ دا کابل دى، احتياط ښه شى وي. نه پوهيږې په چا به اوړې. يوازې القاعده او طالبان نه دي، ډير نور خلک هم شته چې ترور کوي.
ما څه ونه ويل، که رښتيا ووايم يو څه خوبوړى وم. کرۍ شپه مې له لندنه تر دوبۍ وېښه تيره کړې وه. له دوبۍ هم سهار د وخته را رهي شوى وم.
سالم راډيو روښانه کړه. خبرونه و. ويل يې په کندهار کې ځانمرگى بريد شوى دى. دويم خبر په هلمند کې د جگړې و، درېيم يې په غزني کې د چاودنې ويل. سالم راډيو بنده کړه. بې له دې چې شاته راته وگوري ويې ويل:
- چاودنې چاودنې چاودنې. هر ځاى چاودنې، څومره چاودنې، غرق يې کړو. په ژوند نه پوهيږو. همدې کابل کې هم بس په نن سبا کې درې څلور ځانمرگي بريدونه کيږي.
يوۀ سړي شاتنۍ دروازه پرانيستله. وارخطا مې ورته وکتل. زما بکسونه راغلي وو. بکسونه کېښوول شول او دروازه بنده شوه. سالم د لاس په اشارې موټر چلونکي ته د تلو وويل. له هوايي ډگره مخامخ د مکرويانو تر څنگ په پاخۀ سړک موټر روان و. يو ځاى سالم په يو څه ټيټ غږ وويل:
- تيز شه تيز شه.
موټر چلونکي امر ومانۀ، تر پخواگړندى شو. يوې څلور لارې ته نژدې شو. سالم شاته وکتل. راته ويې ويل:
- له سپينو سراچو ډار پکار دى.
زۀ يې په خبره پوى نه شوم. څه مې ونه ويل خو دى لکه چې راپوى شو ويې ويل:
- سراچې دا کرولا ډوله موټرې دي، چې ځانمرگي بريدونه پکې کيږي. زما معلومات ښيي، چې درې سپين رنگې سراچې او دوه سرې سراچې کابل ته داخلې شوي، نن او سبا ځانمرگي بريدونه کوي. خداى دې ترې ساته.
له نوي ښار سره په سړک بيرو بار خورا ډير شو. موټر مو سوکه روان و. سالم وويل:
- همدغه ځاى خطرناک دى. دا خداى وهلي پوهيږي، چې دلته د تېښتې لاره نشته، درځه په کوڅو ننوځه د ظالم زويه غرق به مو کړې.
ډرايور د سالم خبره ومنله. په يوه کوڅه ننوت. چې لږ وړاندې لاړو د کوڅې ډيره برخه بنده وه. سالم وويل:
- دلته د امريکاييانو دفتر دى. ډير خطرناک ځاى دى، همدلته ځانمرگي بريدونه کيږي.
د موټر د دروازې په سر مې لاستى کلک ونيوۀ. ميرمن مې را په زړۀ شوه، هغې راته ويل:(( څه ته ځې، څوک دې په کابل کې پاتې دي؟ ))
د سالم غږ د ميرمن له فکره وايستلم:
- دغلته تير کال بم وچاود. لس دولس کسان به يې وژلي وي. ماته اطلاع راغلې وه، دوستانو ته مې زنگ وواهۀ چې احتياط کوئ خو ځينې کسان دا خبرې هسې ټوکې گڼي. د طلا محمد خان زوى پکې والوت. ځوانه کونډه يې پاتې شوه.
ومې پوښت: ته څه خبريږې؟
سالم خپل پک سر وگراوۀ. ويې خندل. راوتلې خېټه يې په لاس وډبوله. مخ يې را واړاوۀ:
زۀ خو په ايساف کې کار کوم. دا امريکاييان، چې هره خبره کوي زۀ يې اورم. دوى داسې تيز دي، چې د هر څه نه پخوا خبر وي. ما يې ايميلونه کتلي دي، وايي پنځه سراچې کابل ته راغلي دي، درې يې سپينې دي او دوه يې سرې دي. دوه يې د هرات نمبر پلېټونه لري او درې يې د کابل دي. بس نو چې کله به دړز ترې وباسي.
کور ته راورسيدو. زۀ وار د واره ويدۀ شوم. قضا مازديگر د جيټ الوتکې په تيزغږ راوېښ شوم. د خونې کړکۍ د الوتکې په غږ وښوريدې. سالم لکه چې له کوم ځايه کتلم. را غږ يې کړل، چې دباندې په چوترې ورسره کښېنم. د شنۀ چمن په غاړه په پخې چوترې غالۍ ويړې شوې وې. د انگورو تاک چوتره پوښلې وه. شين چاى راته ايښى و. سالم له يو چا سره په موبايل غږيدۀ. ما د انگورو تاک ته وکتل. تنه يې تاوراتاو کږه وږه توربخونه ښکاريده. لکه يوۀ مار چې سر راهسک کړى وي. پاس په چېله کې د مرغانو شور شو. يو دوه پاڼې راولويدې. ويې ډار کړم، پورته وغورځيدم. سالم په زوټه وخندل:
- ياره لندنيه ته خو داسې وډار شوې لکه ځانمرگى چې درپسې راغلى وي.
د مازديگر ٥:٣٠
د غبرگولى ٢١، ١٣٨٥
کابل نوى ښار د بي بي سي دفتر د جون ١١، ٢٠٠٦