ليكنه: هايكو
ليكوال: صديق الله بدر
هايكو
كال نيم دمخه يو شاعر دوست راته وويل، چې اوس اوس يې په هايكو ليكلو پيل كړى او څو هايكوګانې يې ليكلې دي. هغه يې راته ولوستل خو تر كومه بريده، چې ما د هايكو په اړه معلومات درلودل، د جوړښت له مخې د نوموړي دوست ليكلي شيان راته هايكوګانې ښكاره نه شوې. يوه هايكو يې داسې وه:
كه راځې راشه خو نو
دروازه خلاصه د زړه
ته منع كړې چا يې
كه څه هم ما دمخه دا هوډ درلود، چې د هايكو په اړه يو څه وليكم خو نه بريالى كېدم او كه رښتيا ووايم د هايكو په اړه د څه ليكلو جرائت مې نه شو كولى او په دې هيله وم، چې يو بل پښتون ليكوال، چې په جاپاني ژبه او هايكو پوهېږي، په دې ژانر يو څه وليكي.
دلته په دې ليكنه كې، چې ښايي اوږده او په څو برخو كې به وي، لومړى د هايكو، د هغه تعريف او جوړښت، تاريخي شاليد، او مشهورو جاپاني هايكو ليكونكو په اړه يو څه ولولو، په دويم قدم كې به د يوه جاپاني دوست په مرسته، چې په دري ښه پوهېږي څو هايكوګانې په پښتو درته مخې ږدم او په پاى كې به د پښتو او هايكو تر سرليك لاندې، ليكل شوې پښتو هايكو ګانې وارزو.
هايكو* يو ډول لنډ جاپاني شعر دى، چې تر ډېره د طبيعت توصيف او انځورونه په كې كېږي. د جوړښت له مخې دا شعر ۱۷ څپيز دى او په دريو كرښو يا دريو بندونو كې ليكل كېږي، چې لومړى او درېيم بند يې ۵_۵ څپې او منځنى يا دويم بند يې ۷ څپې دي.