ويناوال: صديق الله بدر

 اقرار

 

موږ د ښكلا مينان

ټول سره يو ځاى وو له ډېرې پخوا

زموږه مينه وه له يو بل سره

خو ليونې رقيبان

زموږ د مينې له داړ

زموږ د مينې د ښكلا سيمه كې

تخم د شك او د كينې وكاره

موږ يې د شك او د كينې په اور كې  وسيځولو

موږ ه يې تږي كړو په زوره يو د بل وينو ته

خو له مودو نه وروسته، چې سره غاړې وتو

د هغو سره په وينو سره لاسونه

زموږ د مينې مينه ناك ګريوان ته وغځېدل

غواړي زموږه دا شلېدلى ګريوان

لا پسې نوروشلوي

لاپسې نور...

 ۱۳۶۸/۳/۷