ويناوال: صديق الله بدر

 

مست ليوني

 

چې هم په سترګو هم په زړه غولېږي

مســت ليــوني پــه يو كاتــه غولېـــږي

چـې غولېــدلي دي په هو ښه كې لا

په بد مستــــۍ كې به څه نه غولېږي

خپلـــو ملګـــرو تـــه چـــې ګــــورمه زه

له خپـــل اخلاصه په خپل مله غولېږي

چـــې د ژونـــدون په مـــزه نـه پوهېږي

هـــــم په خــواږه هم په ترخه غولېږي

بــــدره مئين خنــــدا د ښكــــلو اخلي

ساده نو ګوره چـــــــې په څه غولېږي

۱۳۷۲/۹/۲۵