لنډه كيسه: د كار قرباني
ليكوال: صديق الله بدر
د كار قرباني
احمد تېر ماښام ستړى ستومانه كوڅې ته راننوت، دوه درې ځلې د كور د وره تر مخه ودرېد، خو زړه يې ښه نه كړ، چې كور ته ننوځي، له ځانه سره يې وويل: نه، په كوم مخ به ورځم. اخر دا خو د يو دوو ورځو خبرې نه دي. هره ورځ زما پر ژبه همدا خبره او هره ورځ ابا په غوسه. په همدې خبرو خبرو كې هغه د كوڅې سرته ورسېد.