شعر: ماشومه مینه
ويناوال: صديق الله بدر
ماشومه مينه
سترګو نيــــــولى چې د نم لاس دى
د زړه په تار مې ايښى غم لاس دى
مينه كې ځان او جانان ګرم نه ګڼــم
دې كې زما د زړګـــي هم لاس دى
دا يو درواغ به درتــــــــه هم ووايم
چې د رښتيا راسره ســـــم لاس دى
چې د ولس د لاس ښكلا يې جام دى
پر دې مالت تېركړى جـــم لاس دى
چې رسېدلـي دي د وخت ګريوان ته
دې كـــــې يوازې زما ګرم لاس دى
بدره ماشومه مينــــــــــه ژاړي راته
جانان پټ كړى ترينــــه مم لاس دى
۲/۳/۱۳۷۸
+ نوشته شده در ۱۳۸۵/۱۲/۲۸ ساعت 4:35 PM توسط صديق الله بدر
|