شعر: مينه
ويناوال: صديق الله بدر
مينه
ستـــړى د دې ژونـــد لـــه هــــره چــاره يـم
يار مـــې شتـه عجيبــــــــه ده بــــې يــاره يم
بيـا بيــا چـــــــــې دا ستــــــا لمنــــه نيسمــــه
عشقــــــه تـا ايستــــلـــى لــه بــــــل كــاره يم
ښكلـــى يو تــړون مــې دى ولــس ســــــــــره
دې مينـــــــــه كــې لــرې لــه ســركـــــاره يم
كار د زړه كـــــې پام چــــــې مې ونه پوښتئ
دى مجبــورۍ ويستـــى له اختيـــــــــــــاره يم
لويه ده د خــــــــــــــداى دنيـــا خو زه پــه كې
بې كوره بــــې كلــــــــى او بــــې ښـــــاره يم
ډېر بـــــه وايي ډېــــــــر بــدره مئيـــــــــن نه دى
زه خــــــــــو هــم روان په دغــــــــه لاره يـــــــم
۳۰/۲/۱۳۸۳