شعر: پته
ويناوال: صديق الله بدر
پته
عشقه بلا دې واخلم
مينه كې تا سره مې ځان ورك كړى
رانه جانان ورك شوى
درنه يې پته غواړم
***
كله ماشوم چې وم
وركوټى ومه
چې به يوازې چېرته وخوځېدم
په نيمه لار به لار شوه وركه رانه
او ځاى ځاى به كرار ودرېدم
چې به مې وليدل څوك
ورو ورو لمن مې د ژړا نيوله
د چا به زړه را باندې وسوځېده
راته يې لاښودله
***
كله چې كټ مې د خوب
د كلا ځنګ لويې
د ېرې ته وويست
تر نيمې شپې د پاڼو شور كې ورك وم
او د همدغه شور په لېچو به مې
سر اېښوده
يو وخت
خوبونه را نه
د چا د دوه سترګو
د ياد كوترې
وزرو كې و نغاړل
دورې دورې شوې
او د هسك غېږه كې
پناه شوې رانه
چې بيا مې ونه ليدل
ما مې خوبونو پسې
ان په تورتم كې د شپې
د شوګيرونو لاره ونيوله
له ګړنګونو پسې واوښتلم
او بيا به ستړى ستومان
كټ ته د خوب په مينه وختلم
****
همهغو شپو ورځو كې
ياد كې د هغو سترګو
له ځانه ورك شوم پسې
داسې يو ورك
چې به ويلې مې دا
چې زه هم شته يم كه نه؟
خو كله كله به د درد لاسونه
په پرهرو به مې راتېر شول د زړه
او په يو داسې غإ يې
زما د زړه غوږونه ونازل
بدره زه مينه يمه
مينه يمه
***
له هغې شپې نه وروسته
هغه
غږ
هره
شيبه
په زړه مې لاس تېروي
او زه اوس هره شيبه
په هغه غږ پسې يم
ورپسې ورك يمه زه
داسې يو ورك چې ورك په وركو كې يم
***
سلام
سلام
عشقه
سلام مې پرتا
درځنې
پته غواړم
راته مې ځان وښايه
راته جانان وښايه
۴/۹/۱۳۷۸