ويناوال: صديق الله بدر

 

مست ليوني

 

چې هم په سترګو هم په زړه غولېږي

مســــت ليونــــي پـــه يو كاته غولېږي

چــــې غـولېدلي دي په هو ښه كې لا

په بد مستــۍ كـــې به څه نه غولېږي

خپلـــو ملګـــــرو تــه چـــې ګـــورمه زه

لـــه خپل اخلاصـه په خپل مله غولېږي

چـــــې د ژونـــــدون پـه مزه نه پوهېږي

هــــم په خـــواږه هـم په تــرخه غولېږي

بـــــدره د ښكلــــو په خندا چې مړه دي

 داســــــې ســاده خو ډېر ساده غولېږي

      

۲۵/۹/۱۳۷۲