ويناوال: صديق الله بدر

 

لېوني فكرونه

 

كــلــه د ګــلــو پـــه كــكــو خــوږېــږي

ستــرګــې زما چې پــه اغـزو خوږېږي

د لـيــونـــي  زړه لــيــــونــي  يــادونـــه

پـه لــيـــونــو خپــلــو نشــو خــوږېــږي

اورنـګ اورنـګ چې شول وختونه راته

ژبـــه پښتــو مــې پــه پښتـــو خـوږېږي

خېــر دى كــه خپلــو فــاصلــې ونيــوې

مينـــه مـــې كلــه پـــه پــردو خـوږېږي

بـــدره د ننـــګ جــذبې ســړې نه دي لا

زړه پـــه پښتـــو د پښتنــــو خــوږېــږي

۲۳/۲/۶۸