ويناوال: صديق الله بدر

 

د زړګي لپه

 

د ځوانـــۍ خمــــار زما كــــه سرګردان او تار په تار دى

ستــا سينــه د مشكو ښـــار دى د لونګو جوړ بازار دى

پاريســي زلفو ښــامار پــرې په هنر خور كړى سيورى

بدخشــــان كې د زړګي مې غلى غلى جوړ نا تار دى

د زړګــــــي پـــــه لپـــه وينـــې هـــر پر هــر ته وركومه

ارمــان مـــخ را اړولـى وايـــــي پــــار نــــن د بهـــار دى

شيــخه راشــه چې له زړه نه داسې روغه سره وكړو

زه پـــر تــــا چــــې نه لګېږم نو دا ستا پر ما څه كار دى

 پـــــــاړوګــره د عشــق غـواړي چې د مينې هوده وايي

 بيـا چـــيچيلى كـــوم مين د زړه په ســر د خمار مار دى

 د نـــــــوا پيـغلې لـــه ميـنــې ورنـه تــاوې دي چې بدره

 جــــوړ ارمـــان زمـــا شپـــونكى دى دازړګى زما نيزار دى

۲۷/۱۰/۱۳۷۷