شعرونه: غزل
غزل
دا چې څوک وايـي چــــا ته ډېر نږدی دی
با له تیارې رڼا تـــــــــــــــه ډېر نږدې دی
دعا یــــــــــــــــې ژر به ولــې نه قبلېږي
زړه کې مئـــــــــین مولا ته ډېر نږدې دی
چې مـــــــــــــــــو کلا هوا د میــنې لري
ګودر زمـــــــــــــــــوږ کلا ته ډېر نږدې دی
په دې کې قـــــــدرې هم شک نه لــرمه
چې ستا درواغ رښــتیا تــه ډېر نږدې دی
زړه ته مې هرڅــه چــې معلوم دي زمـــا
زړه مې تر هـــــــر چا ما ته ډېر نږدې دی
ته او خدای چــــــــــې ته يې نه پېژنې؟
بدر خو وایــــــــــي تا ته ډېر نږدې دی
١٣٩٩.٦.٢٢
+ نوشته شده در ۱۴۰۱/۰۷/۱۷ ساعت 1:28 PM توسط صديق الله بدر
|