غـــــــــزل

وپوښت چـــا له عشقه، څوک څنگه مړه مړه مري

تنده لېـــونۍ شــــــــــــــــي سترگو کې اوبه مري

کله کله زړه تنګـــي ســـــــــــــــــړی په تنگ کړي

کله کله ســـــــــــــــړی وغـــــــواړي خو نه مري

کله کله په ژړا هــــــــــــــــم ســــــــــود و نه شي

کله کله یو څوک غــــــــــــــــواړي زړه کې ومري

دنیا دومــــــــــــــــــره لا بـــــــې مینې شوې نه ده

یو څوک شته ده چـــۑ یو چــــــا پسې له زړه مري

بدر دغه راز په زړه کـــې ولــــــــــــــــــــې ساتي

چې د عشـــــــق چاړه یــې نه وژنـي په څه مري؟