شعرونه: غزل
غزل
زه ښه پوهېږم جانان ښـــه پوهېږي
یوازې زړونه زمــــــوږ نه پوهېږي
عشقه چې و دې کــــړم خبره که نه
کاته یې وايــــــي په هر څه پوهېږي
پر لاره پل ږدي د خنــــــدا پر پلونو
هغه جنۍ مـې اوس په زړه پـوهېږي
چې کوي مینه وایـــــي څه بـه و شي
په دې خبره که څـــــــوک و پوهېږي
ځان ته غم مـــــــه جوړوه بدره اشنا
په هر څه ټول لـوی او واړه پوهېږي
١٣٩٩.٦.٢٣
+ نوشته شده در ۱۴۰۱/۰۷/۰۳ ساعت 1:41 PM توسط صديق الله بدر
|