ويناوال: صديق الله بدر

 

شپونكى ارمان

 

 

غــــــم غم د زړه تارو، نه مې سـندرې دي راتاوې

لـــه بــــامه د خيــــالونو مــې كــوتــرې دي راتاوې

دا هسې ليونى او سترګې سترګې چـې ورګورم

نـــــن ډېـــره موده پـــس رانـــه دلبـــرې دي راتاوې

نــــوا نـــوا له سوزه چې شپونكى ارمـان مې ژاړي

د مـــــــينې له نيـــــــزارو نــه لــوګـــرې دي راتاوې

                       جــــــــــادو هغــه جــــادو ده او هماغه جادوګر دي

خو بيـــــلې نــــوې نــــوې څــــه منترې دي راتاوې

جــــانــان راتـه وې بــــدره چې نږدې رالره نه شې

 شـــاعــر يې ستا سينـې ځنې بڅگرې دي راتاوې

۷/۷/۷۷