ويناوال: صديق الله بدر

 

پېغله نوا

 

لكــــه ګيلــې چـــې لـه جانانه راځي

خولې تـه سلګۍ مې له ارمانه راځي

د مـــينې شمــس بيا ځورولى دى چا

خـــوږمــــن اواز دى له ملتــانــــه راځي

حســـن ارزان نــه دى هــر چاته نه دى

ګرانـــه ســـودا لاس ته پــه ګرانه راځي

زلمـــــى شپونكى ارمـان له ځانه وتى

پېغــــــله نــوا لـــــــه نيستــانــه راځي

بــــدره چـــې څــپر يـې د مــينې ګڼم

بــــاران د كـــاڼو لــه اسمـــــــانه راځي

۹/۹/۱۳۷۷