شعرونه: د ۱۴۰۱ کال د وري میاشتې له لومړۍ نېټې د چنګاښ تر ۶ ڼېټې پورې شعرونه
د ۱۴۰۱ کال د وري میاشتې له لومړۍ نېټې د چنګاښ تر ۶ ڼېټې پورې شعرونه
کله کله
یو څوک
په تېره زمانه کې تم کېدای شي
خو که د چا زړه مات شو
د حال له زمانې نه شي اوښتی
لاس راکړه
د ژوند پول نری دی
و نه لوېږم
خلک د مستقبل د روڼتیا خبرې کوي
۱۴۰۱.۴.۵
«««««««««««««
راځه!
تار او ستن شوو
شلیدلې غاړې
څوک نه پېري
۱۴۰۱.۴.۴
«««««««««««««
د تیارې لاسونه
هره شپه
تر ډېوې لاندې
د رڼا ګرېوان ته غلي وي
۱۴۰۰.۴.۳
«««««««««««««
پوهېږي چې ورته به ورته غوږ یم
پوهېږې زما خوښېږي چې وغږېږي
خو نپوهېږم چې ولې داسې نه کېږي
۱۴۰۱.۴.۳
«««««««««««««
حالات خوار دي
خو په جیب مې ډاډه یم
تشوالی په کې شته
۱۴۰۰.۳.۳۱
«««««««««««««
په راتلو دې
زړه مې د درزا لاس ته لوېږي
او نبض مې
له خوشالۍ زیاتېږي
مه پرېږده چې دا دوه خزان وهلي گلونه
د نهیلۍ له شماله سره
پاڼې پاڼې ورژېږي
....... مه ځه!
۱۴۰۱.۳.۳۱
«««««««««««««
هره ورځ درته
په خپلو شعرونو کې
د پاڼو جامې اغوندم
ته مې په ذهن کې
شین باغ یې
۱۴۰۱.۳.۲۹
«««««««««««««
فقیر به یم
خو چې هـر څه لرم او ځان راته خوار نه ښکاري
د سترگو پېغلې دې رانــــــه زړه وړی دی
۱۴۰۱.۳.۲۵
«««««««««««««
ساه مې په ختو ده
خو د خپلې کوټې کړکې
نه شم پرانستلی
هلته لرې
تورو لوګیو
فضا پوښلې
۱۴۰۱.۳.۲۵
«««««««««««««
زړونه څانګې دي
شمال غوندې ورسره وغږېږه
بادونه يې ماتوي
۱۴۰۱.۳.۲۳
«««««««««««««
غزل
پوهېږي نه په جنګ، خـوی دې تربوره نه لري
لاسونه يـــې سره نه دي لاس کـې توره نه لري
د مینې مدرســـه کــې یـــــــې مينـــه ده لوستلې
خو خدای زده ولـــې دا وایي چې حوره نه لري
وطن د ګلـــــــــو باغ وي فضــــا له عطرو ډکه
له هر کوره دې غـږ وشـــــي چې بوره نه لري
غاړه خاموشیــو لره دار چـــــــــــې ده ورکړې
دا مېنـــــه خو دا ستا په څېـــــر منصوره نه لري
ملهم چې پهکــې نه شي د یو بل زړونو ته زړونه
یو څوک دې چېــرې هم بدره رنځـــــوره نه لري
۱۴۰۱.۳.۲۲
«««««««««««««
و مې ویل:وږی یو.
ویې ویل:ډوډۍ وخورئ.
۱۴۰۱.۳.۲۱
«««««««««««««
پر تا چې څه لیکم
پر دې ډېر فکر کوم
چې د ذهن له ژورو کلمات
را واخلم
څاه چې څومره ژوره وي
اوبه یې خوږې او سړې وي
۱۴۰۱.۳.۲۰
«««««««««««««
هغوی چې غواړي
له ځانه تېښته وکړي
فکر کوي
چې هیڅکله به
هیندارې ته نه درېږي
۱۴۰۰.۳.۲۰
«««««««««««««
درد راسره و
ژوند پرېنښودم
ویل یې
غلط شوی یې
د خوشالۍ
پر کوڅې راغلی یې
۱۴۰۱.۳.۱۷
«««««««««««««
تر اوږدو تورتمونو وروسته سهارونه
زړه وړوونکی وي
خو هغه سهار نه هېریدونکی هم دی
چې ستا په راتلو پیلېږي
۱۴۰۱.۳.۱۶
«««««««««««««
که ژړا
د مینې جنون دی
زه
له ماشومتوبه
لېونی یم
۱۴۰۰.۳.۱۷
«««««««««««««
په ژوند کې ښکلا د تخیل کمال دی
که دا دنیا ورانه وي
د ژوند به له خپلې بدرنګۍ زړه چوي
مینه هم همداسې یو کمال دی
که مینه نه وای
نه به ته ما ته ښکلې ښکارېدې
او نه به زه ستا په زړه وم
۱۴۰۱.۲.۱۵
«««««««««««««
دا ستا کاته د موسیقـــــــۍ ژبه ده
پرې نه پوهېږمه خـو خوند راکوي
۱۴۰۱.۳.۱۵
«««««««««««««
د روزۍ وعده راکړل شوې
خو موږ لېوني یو
ډېره غواړو
لاسونه
په وینو سره ښه راښکاري
۱۴۰۱.۳.۱۱
«««««««««««««
د روزۍ وعده راکړل شوې
خو موږ لېوني یو
ډېره غواړو
لاسونه
په وینو سره ښه راښکاري
۱۴۰۱.۳.۱۱
«««««««««««««
زړه کې رالره ځای راکړه
غواړم په داسې ځای کې و اوسېږم
چې په کې و نه وېرېږم
۱۴۰۱.۳.۱۱
«««««««««««««
زما کتابچه
زما او د کتابچې د پاڼو زړه
له یو بل نه تور و
یو څه مې باید لیکلي وای
یو څه مې ډېر کړي
یو څه کم کړي وای
هره ورځ بس جمع و ضرب
او هره ورځ منفی تقسیم و
خو زما
هغه ورځ
هیڅ نه هېرېږي
چې کتابچه مې ښکل کړه
له یوې پاڼې نه مې ګل جوړ کړ
بیا مې کښتۍ جوړه کړه
او بې صبرۍ
چې زړه مې تر لاس ونیوه
پاڼه مې کات را کات کړه
ترې الوتکه ساز شوه
ورته خوشاله وم ډېر
غوښتل مې ولیکم څه
چې پلار د نوې
سل ورقې
کتابچې
پاڼې په نښه کړې
شمېرې یې ورکړې
او راته ویې ویل:
چې اوس زه وگورمه
چې څومره درس وایې ته
او کتابچه دې څومره وخت ته بس ده
د زړه خبره مې پر زړه پاتې ده
خو څه لیکلای نه شم
زه مې خپل پلار ته
د یوې کم شوې پاڼې
ځواب به
څنګه ورکړم
۱۴۰۱.۳.۱۰
«««««««««««««
زه یې په یو ګوټ کې
ورک یم
ته څو کسه یې؟
چې د ژوند پاتې ګوټونه
در باندې ډک ښکاري
۱۴۰۱.۳.۸
«««««««««««««
د احساس خبره
په منځ کې وه
پر راز مو
نوم
عطر کېښود
۱۴۰۱.۳.۸
«««««««««««««
یو بیت
ذهــــــــــن پر یوه ده او زړه روان پــــــــر بله لار
دې جنګ کـې تاوان وینم، دا جنګ به ضرور بایلم
۱۴۰۱.۳.۶
«««««««««««««
پرېږده چې لاسونه مې
په لاسونو کې دې وموښم
غواړم لاسونه مې
له عطرو ډک وي
۱۴۰۱.۳.۳
«««««««««««««
ته وخانده
ته باید
له نورو ځانګړې و اوسې
۱۴۰۱.۳.۳
«««««««««««««
هیچا ته به هم و نه وایم
چې څومره مینه درسره لرم
دا خلک زه پېژنم
تقلید کوي
نه غواړم له لاسه دې ورکړم
۱۴۰۱.۳.۲
«««««««««««««
د شعر کتابونه مې
په هغه ورځ
چې نور به نه یم
در ډالۍ کوم
غواړم لکه څنګه چې د مینې احسان دې راباندې وکړ
دا سپینه هم وکړې:
دا پانې خو دې
ټولې پر ما تورې کړې دي
۱۴۰۱.۳.۱
«««««««««««««
ستاسو ښار
د چوپتیا ګوته پر خوله ایښې ده
مینه په کې د تېښتې پر لاره ورکه
کلماتو د زړه په کتاب کې
شور جوړ کړی
او ماته کړې یې د خوب پنجره ده
خدای زده خوب د ژوند د وچکالۍ وهلي باغ
د کومې ونې
پر تنکۍ څانګې زانګي
وېرېږم
باد ښار ته مخه کړې
غواړم د ذهن سارا مې د باد پر پښو وتړم
چې خوب تر لاس نیولی
د چوپتیا په جنازه کې
په یو کتار کې ودرېږو
خو لږ وخت غواړم
د ژوند په وچ باغ کې
ډېرې څانګې تنکۍ پاتې دي
خوب به مې خدای زده
پر کومې څانګې زانګي۱۴۰۱.۲.۳۱
«««««««««««««
خیال دې شته
تنهایي ځینې تارونه
ښه غږوي
۱۴۰۱.۲.۳۱
«««««««««««««
هغه ځواک چې په تار تار زرګونه ویښتو
چا ته ښکلا ورکوي
تا په غوسه کې ښکلې هم راښکاره کولای شي
۱۴۰۱.۲.۳۱
«««««««««««««
نپوهېږم
کومه کړنه مې دومره ښه وه
چې ته یې په ډالۍ کې راکړې
۱۴۰۱.۲.۳۰
«««««««««««««
په دې نه خپه کېږم
چې د خبرو باران ته به مې نه وربولي
وېره مې د مینې پر ګل راټوله ده
چې و نه رژېږي
ګلان چې په کې و نه غوړېږي
ژوند ته څوک د باغ په سترګه نه ګوري
۱۴۰۱.۲.۲۷
«««««««««««««
لکه چې په زړه او ذهن کې یې نه یم
نه ور یادېږم
ادې یې تل
په همدې رټله
چې هیڅ شی
پر خپل ځای نه ږدي
۱۴۰۱.۲.۲۷
«««««««««««««
هره ورځ ښکلې شه
هره ورځ مې همداسې ښکلی ووژنه
مرګ که څومره سخت هم وي
ښکلی خوند کوي
۱۴۰۱.۲.۲۶
«««««««««««««
لکه څنګه چې
فکر کوو
هر څه
ژوند نه رابښي
لکه ته چې ښکلې کېږي
مرګ راباندې تېروې
۱۴۰۱.۲.۲۶
«««««««««««««
غواړم خپل ټول دردونه
له زړه رابهر کړم
او چېرته یې
له منځه یوسم
خو دا کار ځکه نه شم کولای
چې هر چېرته ځم
هغه ځای د ژوند خوشبویي لري
۱۴۰۱.۲.۲۵
«««««««««««««
نه مې غوښتل
مئین شم
فکر مې کاوه
مور و به وایي
ستر شوی یم
پر ما به یې
فکر کم شي
۱۴۰۱.۲.۲۵
««««««««««««««
نه! وایي
خو زه چې ورته غلی یم
توپانونه به مو لیدلي وي
ونې چپه کوي
خو په شنو لښتو اثر نه کوي
۱۴۰۱.۲.۲۵
««««««««««««««
خوب
بېګاه مې خوب کې ليدې
لکه چې ويښ وم.
وځورېدم،
ووایه!
په ويښه کې به دې کله داسې و وینم
چې د خوب مينه مې پرې ماته شي؟
۱۳۹۶.۲.۲۴
««««««««««««««
ژونده له تیــــــــــــــارې سره څنګه یې
نه وي سپوږمـــۍ شپې سره څنګه یې
سترګـــــــو نه یو دم اوښکې لارې کړي
داسې حادثــــــــــــــــې سره څنګه یې
۱۴۰۱.۲.۲۴
««««««««««««««
غزل
راغلو چــې له ځانه ځـــــــان ته کم یو څه
عشقه موږ په عشق و نه کــــړو سم یو څه
نورو ته د خوښـــــــې یې چې ژوند غواړو
خپله به کـــــــوو هــــــم د ځان غم یو څه
دلته په آسانه دې څــــــــــــــــــوک نه مني
خامخا به وکومـــــــــــــــــــــــه چم یو څه
هغې لېـــــــــــــــــــــــونۍ ته لږ دا و وایئ
وایي دې زما د مینـــــــــــــــــې هم یو څه
یو څه بدره غــــــــــــــــــاړه اشنا ته یوسه
کار به د ملا هم کــــــــــــــــــوي دم یو څه
۱۴۰۱.۲.۲۲
«««««««««««««
ته ښکلې یې
چې دې ښکلې ګورم
زه هره شېبه
شا و خوا سترګې اړوم
خو هر څه ښکلي نه ښکاري
۱۴۰۱.۲.۲۲
«««««««««««««««
ټولې هغه ښکلې مې خوښېڕي
چې د هغې غوندې دي
مهربانې دي
۱۴۰۱.۲.۲۲
««««««««««««««
وخانده!
غواړم
خلک موسیقي وپېژني
۱۴۰۱.۲.۲۱
««««««««««««««
له اوښکو نه د هېرېدو لپاره
کټ مټ لکه ته چې له ما پټېږي
زه مې له ځانه پټ شوم
۱۴۰۱.۲.۱۹
««««««««««««««
زما د ژړا درد
د هغې پر شونډو د خندا درد دی
هیڅ یوه ډیوه تر سبا بله نه پاتې کېږي
۱۴۰۱.۲.۱۹
««««««««««««««
که لږ نور هم
په وجود کې دې
ځای وای
احساسات به دې
پټ پاتې وو
او سترګې به مې دې
دومره ښکلې نه لیدې
۱۴۰۱.۲.۱۹
««««««««««««««
خلک یو شان نه دي
ځینې هر څه ته
د شک په سترګه گوري
ځینې بیا
زما په څېر دي
ډېره مینه کوي
۱۴۰۱.۲.۱۸
««««««««««««««
مه ځه د قسمت خوښه ښايي همدا ژونده ده
تیږه ده لویدلـــــــې له غره نه لاره بنــــده ده
۱۴۰۱.۲.۱۷
««««««««««««««
مه غواړه
چې ښکلې دې انځور کړم
هغوی هم
زما شعرونه لولي
چې
سترګې یې نظر لري
۱۴۰۱.۲.۱۷
««««««««««««««
که ډېره بدرنگه دې هم وبولم
ته هغه پېښه یې
چې ژوند ته مې ښکلا ورکړې ده
۱۴۰۱.۲.۱۷
««««««««««««««
شکر ته مې شته یې رایادېږې مې په لاره کې
غم تر لاس نیولی وایه څنگه موسکی کېږي به
۱۴۰۱.۲.۱۷
««««««««««««««
ګلونه ښکلي دي
چې خلک ورته تم کېږي
ته کتاب يې
تا چې
بیا بیا لولم
ښکلی لیکل شوی یې
۱۴۰۱.۲.۱۶
««««««««««««««
خلک به
هر څه ولري
خو یو څه به یې
کم وي
لکه زه چې
تا نه لرم
۱۴۰۱.۲.۱۶
««««««««««««««
سترگې دې
هغه گلونه دي
چې زړه مې پرې
پسرلی کېږي
۱۴۰۱.۲.۱۶
««««««««««««««
پریږده چې نور مې
په وینا باندې هیڅ پوه نه شي
پریږده چې فکر وکړي
هر څه مې هغې ته لیکلي دي
۱۴۰۱.۲.۱۵
««««««««««««««
کوم خط چې
گډ وډ لیکم
تا ته لیکم
غواړم چې
بل څوک
پرې و نه پوهېږي
۱۴۰۱.۲.۱۵
««««««««««««««
اختر څلور حرفه دی
خو خوشالي یې
درې ورځې وي
وینه هم
څلور حرفه ده
خو زما په وطن کې
هره ورځ
تویول کېږي
هره ورځ يې
مېله وي
۱۴۰۱.۲.۱۴
««««««««««««««
مینه اسانه ژبه ده
نه تلفظ کېږي
خو هرڅوک پرې پوهېږي
۱۴۰۱.۲.۱۳
««««««««««««««
سترګې دې
زړه ته مې
کلوپ ور واچوه
نه غواړم چې دا ور
هرې ښکلا ته پرانیستل شي
۱۴۰۱.۲.۱۳
««««««««««««««
که غوټۍ کېدلو
په دې به هم پوهېدلو
چې څنګه مېوه شو
ژوند به هم وچه ونه نه وه
۱۴۰۱.۲.۹
««««««««««««««
له مینې نه تښتم
نه غواړم
څوک د مړه په سترگه راته وگوري
مړه په ژوند نه پوهیږي
۱۴۰۱.۲.۹
««««««««««««««
ماتېدل شته
خو په کړس ماتېدل مې ځوروي
مینه وچه پاڼه ده
په وچو پاڼو چې څوک پښه کېږدي
په کړس ماتېږي
داسې لاره راوښییه
چې څوک پرې نه تېرېږي
۱۴۰۱.۲.۷
««««««««««««««
درته خپه یم
له درده مخ ته نه درځم
نه غواړم درد دې
بیا
موږ دواړه وځوروي
۱۴۰۱.۲.۷
««««««««««««««
که خالي دې نه خوښېږي
مینه دې مه پټوه
تا ته مې په خپل زړګي کې
ښار جوړ کړی
۱۴۰۱.۲.۷
««««««««««««««
زړه مې
یوازې
ستا پر کوڅیو بند دی
چې ماته نه شي
مرغی هرې څانگې ته نه الوزي
۱۴۰۱.۲.۶
««««««««««««««
نه مې وه لیدلې
خو پر هغه لاره مې
چې ته ولیدې
د ژوند
له دنیا سره مخ شوم
۱۴۰۱.۲.۶
««««««««««««««
شک به حیرانه خود هر څه ته ڳوري
هغــه چـې ته وایې چې دا پټې دي
ځینـــې خبـــــــرې زه کولای نه شم
ځینـــې خبــــــرې د رښتیا پټې دي
د هغې څــــه ووایم څه په زړه دي
سترگې یې بس هسې پر ما پټې دي
۱۴۰۱.۲.۶
««««««««««««««
هغه د وینې تویوونکي
او ما د ټپي په نوم ځکه څوک نه پېژني
چې د زړه وینې کېدل په سترگو نه ویني
۱۴۰۱.۲.۴
««««««««««««««
په مینه ځکه درته غږ کوم
چې ته گل یې
که پر گل ورو لاس تېر نه شي
رژېږي
۱۴۰۱.۲.۴
««««««««««««««
ګلونه ستا په اوربل کې ځکه خوښ دي
چې د خپلې خوشبویۍ
ستا پوروړي دي
۱۴۰۱.۲.۴
««««««««««««««
یوازیتوب هم ښه دی
کله چې نه یې
ډېره راسره یې
۱۴۰۱.۲.۴
««««««««««««««
زما مینه هغه تابلو ده
چې ته په کې هم له لرې
او هم
له نږدې ښکلې ښکارې
۱۴۰۱.۲.۳
««««««««««««««
په هره آیینه کې سړی
لکه څنگه چې غواړي
ځان هغسې نه شي لیدلی
ستا سترگې هغه آیینې دي
چې ما په کې ځان هغسې و لوست
چې په یو کتاب کې مې هم نه دی لوستی
۱۴۰۱.۱.۳۱
««««««««««««««
ژوند باوري نه دی
هر څه بدلېږي
هغوی چې په زړونو کې مینه کري
هغو وچکالۍ ځپلو ته د باران زیري دي
چې دا للمي کروندې یې په اجاره اخیستې دي
۱۴۰۱.۱.۳۰
««««««««««««««
په باد مئین نه یم
پاڼې یو عمر د خوشالۍ له خندا شنې وې
چې د رنگ په اړولو
ځمکه ښکل کړي
باد یې خدای زده چې چېرته به
له ځانه سره وړي
۱۴۰۱.۱.۲۹
««««««««««««««
داسې نه ده
چې زه او ته
سره نه جوړېږو
توپیر په دې کې دی
چې یو بل پوهولی نه شو
هغه څه چې وایو
له هغه څه سره چې زموږه موخه ده
فرق کوي
۱۴۰۱.۱.۲۸
««««««««««««««
چې ته هم وې
زړه مې ډېر وخت یوازې پرېږدم
خوښېږي مې د سترگو خبرې دې ورته لارې وکړي
او زما
مینه
لا نوره
درسره
سیوا شي
۱۴۰۱.۱.۲۹
««««««««««««««
هر تار یې
د گلونو خاطرو
عطر لري
زلفې دې
د کوم باغ
د پسرلي باد ته
نیولي
۱۴۰۱.۱.۲۸
««««««««««««««
ښادي او نېکمرغي مې
په خپلو لاسو کې ده
کوم یو یې پرې کړم
چې غم هم خوشاله وساتم؟
زړه به یې ډېر په تنگ وي
۱۴۰۱.۱.۲۸
««««««««««««««
ښادي او نېکمرغي مې
په خپلو لاسو کې ده
کوم یو یې پرې کړم
چې غم هم خوشاله وساتم؟
زړه به یې ډېر په تنگ وي
۱۴۰۱.۱.۲۸
««««««««««««««
ښادي او نېکمرغي مې
په خپلو لاسو کې ده
کوم یو یې پرې کړم
چې غم هم خوشاله وساتم؟
زړه به یې ډېر په تنگ وي
۱۴۰۱.۱.۲۸
««««««««««««««
غواړم چې پوه شم
زړه مې د څه شي لایق دی
سترگې مې هغه چا ته
په لاره دي
چې د ژوندي پاتې کېدو احساس راکوي
۱۴۰۱.۱.۲۵
««««««««««««««
ډېر غږېدل مې چې خپله خوښېږي
یوه کنجي په کار ده
چې ستا پر شونډو د چوپتیا کلوپ مات کړي
ډېر غږېدل مې چې خپله خوښېږي
ښايي د ویلو څه وي په کې
ډېر غږېدل مې چې ډېر ځله ستړی کوي هم
خوښېږي
ډېر غږېدل مې ټول د دې لپاره چې په خبرو راشې
۱۴۰۱.۱.۲۵
««««««««««««««
ما د مینې ورته ویل
زړه مې ورته په دواړو لاسو ونیو
خو هغې
سترگو ته مې کتل
۱۴۰۱.۱.۲۴
««««««««««««««
چې د زغم شوې وای
دنیا باید له خپلو بدرنگیو سره
خوشبویي هم لرله
ښه چې ته وې
ته پر دنیا
پاشل شوی عطر یې
۱۴۰۱.۱.۲۳
««««««««««««««
یو ژوند یو مرګ
یو څوک د ګلو ګېډۍ په لاس کې
د کوڅې په سر کې ولاړ دی
یو څوک ورته وايي: نه مې خوښېږې
سر ښکته اچوي
کوڅه تر هغه ور پسې ګوري
چې نور نه تر سترګو کېږي
***
یو څوک دی لوږې پسې اخیستی
خو هغه کور ته
چې لوی ختم په کې نیول شوی
څوک يې نږدې نه ورپرېږدي
***
یو څوک بلا خبرې لري
خو زړه نا زړه دی
او ستونی يې غریو نیولی
څټ ګروي
له خلکو لرې درېږي:
که زه څه ووايمه
د چا او چا تندی پرې ګونځې نه شي
***
یو څوک په انتظار کې خوب وړی دی
ور ټکېږي
ډېر ټکېږي
خو دی خبر نه شو چې
انتظار پسې وغځېد
***
یو چا
چې ټوله ورځ يې تنده سر ته ختلې وه
په خوب کې ډک کوزړی يې
له لاسه لوېږي
یو څوک د خپل قبر خوا کې ولاړ دی
خلک پرې خاورې اړوي
خو هغه د چا مخه نه شی نیولای
۱۴۰۱.۱.۲۳
««««««««««««««
زړه کې دې ځای راکړه
غواړم
ټولو ته دا ووایم
چې په رښتیا هم
په ښکلی محل کې اوسېږم
۱۴۰۱.۱.۲۱
««««««««««««««
چې منلې مې ده
د ژوند سختیو ته باید غېږ پرانیستې پرېږدم
را زده کړې یې ده
که باران و نه وریږي
هیڅ شی نه تازه پاتې کیږي
او نه
وده کوي
۱۴۰۱.۱.۱۳
««««««««««««««
ته گل یې
که ټول موسمونه خزان هم شي
زړه مې دا وایي
چې خدای غواړي غوټۍ وکړې
۱۴۰۱.۱.۱۱
««««««««««««««
سخته ده چې ومنم
هغه پر خپلې څېرې
هینداره پېژنې
هغه خو
هره ورځ لا نوره
د رنگ نوي گلونه راوړي
۱۴۰۱.۱.۱۱
««««««««««««««
کلمات زما احساسات دي
کله هم چې وخت ولرم
حتی نیمه شپه
د خپلو اوښکو په رڼا کې
یو څه لیکم
۱۴۰۱.۱.۱۱
««««««««««««««
له لرې ځان ته څوک هغسې په کې نه ښکارېږي
ځکه هینـــــدارې ته نږدې خلک درېـــږي همېش
۱۴۰۱.۱.۱۰
««««««««««««««
ځینې زما په شعرونو کې
د چا سترگې لټوي
خو نپوهېږي
چې د هرې ښکلې سترگې
ستا سترگو غوندې دومره ښکلې نه دي
۱۴۰۱.۱.۱۰
««««««««««««««
که د "هیڅکله" په معنی پوهیدم
هیڅکله مې دې تلو ته
زړه نه ښه کاوه
۱۴۰۱.۱.۹
««««««««««««««
وخانده!
ښایي
نن
له نورو ورځو
فرق وکړي
۱۴۰۱.۱.۵
««««««««««««««
چې راته و دې خندل
د غمونو دیوال مې را ونړید
اوس دا اندېښه نه لرم
چې ځای به مې چېرته وي
۱۴۰۱.۱.۵