شعر: هغه زموږ كلى دى
ويناوال: صديق الله بدر
هغه زموږ كلى دى
هلته چې څوك
چېرې زما په كيسې
غوږ نه باسي
هلته چې ځوك
د چا خبره نه اوري
هلته چې سرې د شپې منګولې
د سهار په ستونې
ښخې دي لا
هلته چې ښكلي ستوري
خلك په كاڼو ولي
هلته چې مينې ته د عشق په سترګو
نه ګوري څوك
هغه،
هغه زموږ كلى دى
چې رقيبان په كې واكداره دي لا.
۱۲/۷/۱۳۷۴
+ نوشته شده در ۱۳۸۶/۰۳/۱۰ ساعت 2:41 PM توسط صديق الله بدر
|