ژباړه/ صديق الله بدر

بورخس څه ډول لیکل کول؟



 

خورخه لويس بورخس په ۱۸۹۹ کال د ارجنتاین په بونس ايرس کې زېږېدلی او په ځوانۍ کې اروپا ته تللی دی. په انګلستان او سويس کې يې زده کړې او بیا خپل هیواد ته راستون شوی دی. بورخس ارجنتاین ته له راستنیدو سره د یوه نوي شعري مکتب بنسټ کېښود او د یو شمېر مترقي مجلو په چاپ کې يې ډېره هڅه وکړه.

سره له دې چې بورخس په وروستیو کې د سترګو له ناروغۍ په عذاب و، د ملي کتابتون ریاست او د بونس ایرس په پوهنتون کې يې د انګلیسي ژبې تدریس کاوه. 

بورخس تر ډېره د یوه شاعر، مقاله لیکونکي او فیلسوف په توګه پېژندل شوی خو د هغه زیات شهرت د لڼدو کيسو د ليکلو له امله دی. هغه ليکوال چې هيڅکله يې ناول ليکلو ته مخه ونه کړه.

تلپاتې تاریخ، آلف، شخصي کتابتون، تور بیرغ، د عقایدو تفتیش، د سیوري ستاینه او یو څو نور د بورخس له مشهورو اثارو څخه شمېرل کېږي.

بورخس په ۱۹۶۱ کې د اروپايي ناشرانو جايزه ترلاسه کړه. سره له دې چې بورخس بیا بیا د نوبل د ادبیاتو جایزې ته کاندید شوی و، دا جایزه يې ترلاسه نه کړه، خو د ارجنتاین د ملي ادبیاتو جایزه يې خپله کړه.

بورخس تر ۱۹۳۰ پورې هغه شپږ کتابونه چاپ کړي وو، چې درې يې شعري ټولګې او درې يې د مقالو ټولګې وې. د ۱۹۳۹ او ۱۹۴۹ کلونو په اوږدو کې يې خپل ټول داستاني اثار ولیکل او چاپ کړل چې بیا د همدغو اثارو له کبله شهرت ته ورسېد.

بورخس په ۱۹۸۶ کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

دلته له یوې امریکايي خپرونې سره د بورخس د مرکې هغه برخې را اخلو چې د خپلې لیکوالۍ طریقې يې په کې بیان کړي دي:

د کرکټرونو د نوم ټاکلو لپاره دوې طریقې کارووم. لومړی د خپلو اجدادو نومونو پسې ورځم، له دې کار نه مې مقصد دا دی چې هغوی بیا راژوندی کړم. وروسته له هغو نومونو استفاده کوم چې پر ما اغېز ښندي.

ما په نااشنا او مبالغه آمیزه ډول ليکوالي پیل کړې ده. ښايي يو علت يې د ځوانۍ حجب او پروا وي، ځکه ډېری ځوانان دا وېره لري چې طرحې او شعرونه يې جالب نه وي.

د لیکوالۍ په پیل کې مې هڅه کوله چې د اووه لسمې پېړۍ اسپانيايي لیکوالو له سبک نه استفاده وکړم. خو وروسته د یوه ارجنتايني په توګه مې دا وپتييله چې لکه یوه ارجنتایني لیکل وکړم. بس یو ارجنتایني قاموس مې واخست او داسې په کې ډوب شوم چې نه په لیکنو مې خلک پوهېدل او نه هم ما دا توان درلود چې د ټولو کلماتو معنی په یاد کې وساتم.

یو شمېر ليکوال په دې اند، په هغه څه چې دوی پوهېږي نورو ته هم د درک وړ دي، ډېر سخت او ناتراشلي لیکل کوي.
زه غواړم د واقعیت په بنسټ لیکل وکړم خو زما په نظر دا لږ سخت کار دی، په تېره که دا اصل په خپل عصر کې وکاروې. که زه وغواړم د بونس ایرس د یوې واقعي سیمې په اړه څه ولیکم، سم له واره به یو څوک ووايي چې د هغه ځای خلک خو داسې نه غږېږي. زما په فکر بهتره ده چې ليکوال د داسې يوې موضوع په لټه کې وي چې د هغه له زمان او مکان نه یو څه فاصله ولري. له دې کبله تل په دې فکر کوم چې خپلې کيسې باید په هېر شویو زمانو، کابو پنځوس کاله مخکې او د بونس ایرس په هيرو شویو او ناپېژندل شویو سیمو ولیکم چې څوک يې د خبرو او کړوړو له دقیقې بڼې خبر نه وي. زما په اند دا بڼه د ليکوال تخییل ته ډېره ازادي ورکوي.

زما په نظر لوستونکي د هغه څه له لوستلو نه، چې په تېر کې پېښ شوي، ډېر خوند اخلي.
اقتصادي عامل کولای شي پر ليکوالو اغېز وکړي، که ليکوال پوه شي چې له خپل کار نه دومره ګټه نه شي ترلاسه کوي، ډېره ازادي احساسوي.

ځوان ليکوال باید د کتاب د چاپولو پر ځای پر اثر فکر وکړي او لوستونکي هېر نه کړي. که داستان ليکي، د هغه له بیانولو څخه چې، په رښتني او صادقانه ډول يې د تخييل له عهدې نه نه شي راوتی، ډډه وکړي. یوازې هغه پېښې دې راواخلي چې تخييل ته خلاق لید او اړخ ورکوي، نه دا چې د حیرت وړ وګرځي.

 کومه لیکنه چې په هره پاڼه کې يې ټول صفتونه او تشبیه ګانې نوي وي، د لوستونکي له حیرانولو پرته بل مطلب نه افاده کوي. لوستونکی نباید د ليکوال قدرت او مهارت حس کړي، بلکې لیکوال باید پرته له دې چې خپل وجود او قهر او زور پر چا تحميل کړي، غښتلی او ماهر وي.

ليکوال کولای شي خپل وجدان راضي وساتي او هر هغه کار چې سم ګڼي ترسره يې کړي خو زه نه شم کولای چې تبلیغاتي، مذهبي او سیاسي او یا هم یو موټي موهوم شعارونه او رسالې ادبیات وګڼم. ليکوال  باید د ځان لپاره د تخيل او خیالونو ازادي حفظ کړي. ما تل هڅه کړې چې خپل عقاید له خپل کار نه لرې وساتم. که زما کوم شعر یا داستان ډېره غوره وي، دا کامیابي زما له سیاسي عقایدو چې ښايي یوه محضه اشتباه وي او د محیط د شرایطو په بنسټ راباندې تپل شوي، له یوې قوي منبع نه سرچینه اخستي وي.

زما په اړه، یو شمېر مقالې، چې ډېرې سختې او تندې په نظر راځي، لیکل شوي دي؛ خو تل د هغوی له لوستلو وروسته له ځان سره مې ويلي دي، که په خپله مې ليکلې وای تر دې به لا سختې او تندې وای.

د لومړي شخص د کارولو یو امتیاز دا دی چې یو چا کیسه کړې چې دقیقا خپله لیکوال نه دی، له دې کبله لیکوال سل په سلو کې د کیسې د سبک مسوول نه دی.