ويناوال: صديق الله بدر

 

د حيا مينه

 

يــو ستړى خيال يمه دمه غــواړمه

د زلفو غېږه كې دې شپه غــواړمه

چې په كې وړمه د نـظر بېړۍ مې

د سترګو سيند څپه څپــه غواړمــه

له شوره غلـى چــې درګورمــه دا

د حيــا مينــه كــې بوســه غواړمه

چې پر هــرونو ســـره ميــنه كــوم

زړه څـــــــــراغان ډيــوه ډيوه غواړمه

د مينــې اوره ځــه لمبــې ښكـــلوه

د ښــــــكلا مـــخ خـوله خـوله غواړمه

۳/۱۰/۱۳۷۷