شعرونه: د ۱۳۹۷ کال د سنبلې له ۷ د عقرب تر ۲۱ پورې شعرونه
د هېرولو احساس
چې ویده کېږم
غواړم خپل ځان
خپله ستړیا
د زړګي درد
او...
نور دا هر څه هېر کړم
ما سره دا فکر وي
چې ويده کېږم
هر څه ویده وي
په همدې هیله
نن شپه مې هم
پر بالښت سر ور کېښود
هر څه مې هېر کړل
یو وخت یو لاس
له خواږه درد سره يې
د خوب پر زړه مې تېر شو
خوب دې اکثر داسې په نیمه شپه کې
غلا ته راځي
غواړي احساس مې
د هېرولو پټ کړي
غواړي چې هره شپه دې
ویښ ویده یم
١٣٩٧.٨.٢۱
««««««««««««««««
تا کولای شوای چې لاړه نه شې
خو ما نه شوای کولای
له تا نه پاتې تنهايي
یوازې پرېږدم
۱۳۹۷.۸.۲۰
««««««««««««««««
ځينې د ګلونو خوشبويي لري
هر څوک غواړي
د هغه پر مخ
د خپل زړه دريڅه
پرانیستې پرېږدي
۱۳۹۷.۸.۲۰
««««««««««««««««
پوهېږم
چې د ډېرو سترګو
اغزی یم
او ته
خو زه به هیچرې هم
لاړ نه شم
څوک چې غواړي مینه وکړي
په ژوند به هم پوهیږي
١٣٩٧.٨.١٩
««««««««««««««««
کتل یې چې رېږدم
یخني ابۍ
په کراره
ځان راټول کړ
خو څومره هغه ځان رانغاړي
هغومره ډېره په کنګل بدلېږي
١٣٩٧.٨.١٩
««««««««««««««««
د شپې په باغونو کې
ګلونه اورونه لګیدلي
په دې توده او وږمینه رڼايي کې
د خوب مرغۍ ولې
د سترګو پر بام کیني
١٣٩٧.٨.١٩
««««««««««««««««
ځمکه بختوره ده
ښايي چا به دعا ورته کړې وي
چې په ځنګله کې په زرو پټه شې
خو دا چې ولې ونې خپل لغړتوب ته غریو نیولې
هیڅوک پرې نه پوهېږي
ای وایه ته کومه ستړيا وې
چې سیوري ته یې دمه شوې نه يې
١٣٩٧.٨.١٩
««««««««««««««««
هغومره خوښه مې يې
چې څومره زړه دې غواړي
۱۳۹۷.۸.۱۹
««««««««««««««««
خپله تیاره کې پټه شوه
شپې هم لکه چې نه غوښتل
څوک پرې داړه واچوي
١٣٩٧.٨.١٨
««««««««««««««««
مېرمن مې سبق نه دی ویلی
او د کوټې پر دېوالونو
له ایستل شویو کرښو په څه نه پوهېږي
خو اندېښمنه ښکاري
هره ورځ بیا بیا د کور خرچه کموي
په دې ډارېږي
چې هسې نه کومه ورځ
څوک مو د کور دروازه وټکوي
او د خپل پور په چيغه
ټوله کوڅه ونیسي
بچیان مو قد ونیم قد
ټول واړه دي
تر یو دوه کاله د ښوونځي په وره به ننوځي
زما د خوب د کوټې ټول چاردرچاره دېوالونه
په توربخون او پنسلي رنګ
خط خط شوي
یوازې یو خط ته
او هغه هم د وره له بیخه سره ځای پاتې دی
خو زما ټوله وېره د خپل زړګي د الفبا شور ته ده
چې دېوالونو باندې له ایستل شویو ټولو کرښو سره
نن په جوش راغلی
غواړي شي چیغه
او د ژوند ماحول مې
ټول په سر ونیسي
وروستۍ کرښه راته داسې ښکاري
لکه چې ستا لپاره هغه لومړۍ ترانه شي
چې د لیکلو لپاره یې
له زړه نه پرته بل ځای وړ نه وینم
وېرېږم دا چې که دا ترانې
د زړه کاسې ځینې مې سر راوکړي
او له ټک ټک سره
مېرمن مې
د وره شاته تا وویني
۱۳۹۷.۸.۱۸
««««««««««««««««
خیر دی زما د وجود
ټول خس دې یوه لمبه کړي
خو دا اور ته و اوسه
١٣٩٧.٨.١٨
««««««««««««««««
د ځینو پېښو
یوازې
یو ښکلی درد وي
لکه زموږ په زړو کې
د مینې پېښه
١٣٩٧.٨.١٨
««««««««««««««««
مینه کاغذ باد ته ورته ده
که چېرته تار يې پرې شو، والوتله
چا ته به هم روغه ونه رسېږي
په مينې ډېر وېرېږم
۱۳۹۷.۸.۱۷
««««««««««««««««
یوازیتوب
کوټې ارام غوښته
ترینه مې غم، درد او خپګان
دا هر څه ټول جاړو کړل
سهار وتلو کې مې
د کوټې وره لره غټ کلُپ واچاوه
په بېرته تګ مې یو څه
زړه نا زړه وم
وې مې کوټه بیا ناارامه نه شي
خو دغې وېرې
بس پسې واخیستلم
چې هسې نه
یوازېتوب راپسې
زړه واچوي
١٣٩٧.٨.١۶
««««««««««««««««
مینه چې
مینه کوي
مینه د مینې لپاره وي
خپلې مینې ته
د خپل نیاز له سترګو مه ور ګورﺉ
ګیاه چې وده کوي
لمر او هوا په خپله خوښه اخلي
١٣٩٧.٨.١٥
««««««««««««««««
تلو دې ګوښه ګېر کړم
په نشتون کې دې چې ويښ پاتې نه شم
ځان مې په خوب عادت کړ
او د نه راتګ غږ دې
هغه باد ترلاسه نیولی
چې له هدیرې را لټېدلی دی
۱۳۹۷.۸.۱۵
««««««««««««««««
لرې توب دې چې
په کلونو نه
په ورځو شمېرم
انتظار هم
ډېر خوږ دی
١٣٩٧.٨.١٥
««««««««««««««««
ښايي کوڅه یې غلطه کړې
شمال
ستا عطر نه لري
١٣٩٧.٨.١٤
««««««««««««««««
تا سره هرڅه خواږه کېدل
کاش راسره وې
ډېره خوږه راویادېدې
۱۳۹۷.۸.۱۴
««««««««««««««««
مه يې سکونډه
زړه مې
په لاس اوبدل شوې غالۍ نه دی
چې مرګ ونه لري
۱۳۹۷.۸.۱۴
««««««««««««««««
ځمکه دې
له خپلې جاذبې
جار وځي
کنه
خدای زده
باران به
چېرته وریده؟
١٣٩٧.٨.١٣
««««««««««««««««
یو بل ته مو له کتلو سره
پر اننګیو دې راغلي ګلونه
تر ټولو سرو ګلونو ښکلي دي
۱۳۹۷.۸.۱۲
««««««««««««««««
نرۍ لښته
د مینې غوندې
خوږ تصور
خو ډېر درد لري
۱۳۹۷.۸.۱۲
««««««««««««««««
منی
راته حیا درېږي
ونې ځنګله کې
سرتورې ولاړې دي
١٣٩٧.٨.١٢
««««««««««««««««
((کله چې ته رایادېږې))
په دې اقرار دی
چې ته هېرېږي مې هم
١٣٩٧.٨.١٢
««««««««««««««««
حساب مې کم و له دنیا سره چې ژر مو پرې کـړ
تا بختورې سـره پاتــــــــې دی حساب د زړه مې
نوم دې جانانه په کې لیک دی چې یې ونه ګوري
ځکه خو نه پرانيزم هر چـــــا ته کتاب د زړه مې
۱۳۹۷.۸.۱۱
««««««««««««««««
ته دې چې يې
خیر دی چې ورک یم
مه مې پرېږده چې ځان پیدا کړم
څومره چې ځان پیدا کوم
هغومره ډېر خلک له لاسه ورکوم
۱۳۹۷.۸.۱۱
««««««««««««««««
ته يې راوښيه
د هېرولو لپاره دې
پر کومو لارو لاړ شم
حافظه مې پر هره لاره
زما او ستا پر پلونو
ناست ګرد دی
١٣٩٧.٨.١٠
««««««««««««««««
چې د بې غږه اوښکو
ستوني کې چیغه شنه شم
درده!
ماشوم زړه چې سکونډې
لږ يې په زور وسکونډه
««««««««««««««««
مینې!
اندېښنه مه کوه
فاصلې مو
لا ډېر
عزیز کوي
١٣٩٧،٨.١٠
««««««««««««««««
د سیند او ورېځ
غاړه کې
نه جوړېږي
دغه
لمدې جامې
د سترګو مې دي
١٣٩٧.٨.١٠
««««««««««««««««
ته لاړې
او یوازې دې زړه رانه یووړ
څه کېده چې زه دې هم درسره اخیستی وم
او چیرته یو کونج کې دې اېښودی وم
له لرې به مې در کتل
که تا نه ګڼل
زه به ډاډه وم چې
د یوازېتوب احساس خو نه درځي
١٣٩٧.٨.١٠
««««««««««««««««
دومره چې ټینګه دې په غېږ کې نیسم
همدومره تا پسې تنګېږي مې زړه
١٣٩٧.٨.١٠
««««««««««««««««
باران نه غلی کېږي
ښايي
اسمان هم زړه لري
١٣٩٧.٨.١٠
««««««««««««««««
لېونی نه یم چې یې هسې تېرومه په زړه
درد هوښیار کړی یم په نه خبره نه تېر وځم
١٣٩٧.٨.١٠
««««««««««««««««
د باران کور
زه ګنهکار یم
زه چې څه و اوسم
زما د وسه نه دی
زه مې د ځان
زه مې د ژوند
زه مې د عشق په وړاندې
چې باید څه وکړمه
نه شم کوای
د دې هر څه زه ګنهکار یم
د دې هر څه ګناه
راپورې داسې نښتې
لکه په خپله چې ګناه و اوسم
دغه ګناه باید چې ووینځمه
چې دا ګناه ووینځم
باید چې هره ورځ باران ووري
چېرته چې اوسم
باید چې کور مې له بارانه جوړ وي
۹۴.۸.۹
««««««««««««««««
...او موږ هیڅکله
یو بل ته رښتیا ونه ویل
ما او زړه مې نه غوښتل
یو بل دوکه کړو
ویل دې نه به راځم
١٣٩٧.٨.٩
««««««««««««««««
هیڅوک مې نه راځي د زړه له درده
هیڅوک دې نه وايي چې مینه کوي
١٣٩٧.٨.٨
««««««««««««««««
چې راسره یې اشنا کم وخت کېږي
راسره ډېره اوسه
چې په ژوند ډېر پوه شم
١٣٩٧.٨.٨
««««««««««««««««
چا په کې ستا غوندې څوک ونه لیده
زموږ په ښار کې ښکلې نه اوسیږي
١٣٩٧.٧.٨
««««««««««««««««
ښکلو ته چـــــې پښه نیولی کېږم
هـــــــــره یوه ته راته ښکارېږي
څومره دا ستا ډېرې دي ښکلاوې
څومره زه په تا یم مئين شــــــوی
۱۳۹۷.۸.۸
««««««««««««««««
دغه کوڅې د بهار بوی ورکوي
ما په کې څو خزانه تېر عمر دی
۱۳۹۷.۸.۸
««««««««««««««««
هدیرې مه لټوه ستړې به شې
زړه مې د درد په هدیره کې ښخ دی
١٣٩٧.٨.٧
««««««««««««««««
یوازېتوب
غېږ غواړي
که د درد هم وي
۱۳۹۷.۸.۷
««««««««««««««««
زه د خیال د لمرینو شېبو د لارې سر کې
تا ته سترګې په لار یم
او تا د راتلو سړې جامې اغوستې
١٣٩٧.٨.٦
««««««««««««««««
کله کله سړی په ټولو بې باوره شي
کټ مټ لکه زه چې بې باوره شوی یم
ټول هغه سړی چې نور ډوب شوی ژغوري
خو پر ما چې خدا زده څه وایم
او څه له ځان سره لګیا یم
د هیچا خیال نشته
۱۳۹۷.۸.۶
««««««««««««««««
سترګې مې وينې کړې
چې شونډې دې
لا نورې هم سرې ووينم
۱۳۹۷.۸.۶
««««««««««««««««
د زړه ماتول
د ښيښې ماتول نه دي
درد لري
۱۳۹۷.۸.۶
««««««««««««««««
ته لاړې
او زه د مایوسیو
په تپه تياره کوڅه کې
د خیال ښکالو سره دې
د خپل زړګي خونه کې
د خپلو هيلو د لمر
پر دېواله تکیه شوم
««««««««««««««««
تلوسه کــې چې د زړه د خونې ور سره ولاړ يم
په کوڅه کې پالي پالي بیا د چا د خیال ښکالو ده
۱۳۹۷.۸.۵
««««««««««««««««
لټـــوم دې د خندا د غږ پېتاوي
یادونو دې باران ته کېنولی وم
۱۳۹۷.۸.۵
««««««««««««««««
هره ورځ په تا باندې چــې بیا بیا مئينېږم
هره ورځ ښکلا کې دې نوې ښکلا وينمه
۱۳۹۷.۸.۵
««««««««««««««««
پولۍ او غوزان
د زړه پولۍ مې
د خپل ماشتومتوب
کوڅو ته بوتلم
هغه کوڅې چې زه يې نه هېروم
سهار همدا چې له ښوونځي نه راتلم
د کلا مخې ته به
په لویه ميداني کې
د کتابونو له کڅوړې نه مې
دوه غوزان را ایستل
او تر غرمي به مې
خپلو همزولو سره
همدغه لوبه د غوزانو وکړه
لوبه به ما ګټله
غرمه به ډکه لمن ستاسو کوڅې ته درتلم
ډکه لمن به له غوزانو ما دا ستا لمن کې تشه کړله
خو اوس نه ته يې
او نه بله تا غوندې شته
زړه له پولیو ځنې ډک ګرځوم
۱۳۹۷.۸.۵
««««««««««««««««
زما هیله زما ښاپیرۍ.
د زړه زانګو کې مې ماشومه هیله
چیغه شوله
خو د سینې بندې کوټې مې
را ایساره کړله
بهر چا وانه ورېده
زه غځېدلی وم
بې حسه وجود
ور و تړلی
سترګې مې وره کې ښخې
یوه نا اشنا ښکالو مې واورېدله
مرګی په نه زړه
سپنې جامې په غاړه
له وره راتېر شو
زما په لوري راغی
او یو څه لرې
سر ته مې ودرېدو
شونډې یې وخوځېدې
خو زه ونه پوهېدم څه وايي په کومه ژبه
څه لګیا دی؟
څو ځلې هسې یې کوف کوف وکاوه
زړه یې په تنګ شو اخر
کرار ور ولټېدو
د دروازې په لوري
کوټه کې هر څه چې وو
رانه راټول شول
رانه چاپېر شول
او زه لګیا وم
په ماشومه ژبه
ماشومه هیله مې د زړه
راغږوله ځان ته
خو هیڅوک نه پوهیدل
څه وایمه
ټولو ویلې چې پرې ناستې دي پیریانې
د وره له لوري نه مې بيا يوه ښکالو واورېده
ورسره سم يوه رڼا خوره شوه
ژوند له درشله راته لاس را اوږد کړ
خو هغه لاس تر ما را و نه رسید
ژوند هلته ودرېد را وړاندې نه شو
ژوند خو ته نه وې
چې راټوپ دې وکړي
او ما تر لاس ونیسي
زما د زړه ماشومه هیله دې را و نازوي
١٣٩٧.٨.٤
««««««««««««««««
غږ مې
راته ګران دی
غږ مې
د نوم له اخیستو سره دې ساه اخلي
غږ مې یو اه دی، اه...
اه مې که څه هم سوړ دی
خو عجیب خوند دی په کې
اه مې دا ستا د لرې والي د درد
د اور له تاوه
له سینې راووځي
چې لېونی مې بولي
زه خو مئين یم کنه
تا سره مينه کوم
١٣٩٧.٨.٢
««««««««««««««««
نیاز یې د لیدو چې د جنت د حورو زړه کې وي
زه به دنیا حوړه جانانه ستا له نازه کړم
ژوند د غم کوڅه کې و، منډه مې ترې واخسته
مرګه ته غږ مه لره پرېږده چې ساه سازه کړ
۱۳۹۷.۸.۲
««««««««««««««««
غواړم چې ستا په غېږ کې ساه ورکړمه
غواړم دا خوند احساس کړم
چې څومره ژوند کومه زه د مرګي په وخت کې
۱۳۹۷.۸.۱
««««««««««««««««
که شپه او ورځ نه وای
چا فکر نه کاوه چې
ناوخته کېږي
۱۳۹۷.۷.۳۰
««««««««««««««««
خزان
د هيلو سترګې ورپاتې
زموږ د کلي په ویاله کې
طلايي کښتۍ روانې دي
۱۳۹۷.۷.۳۰
««««««««««««««««
د پرېشانیو مار چيچلی یمه
بیا د حواسو مې رګونه شنه دي
۱۳۹۷.۷.۳۰
««««««««««««««««
څومره
خدا زده نور به دې کوڅه کې
لر و بر کېدم
ښه شوه
چې خبر دې کړمه ژونده
وژل شوی یم
١٣٩٧.٧.٢٥
««««««««««««««««
خلک په سلو نجونو زړه وتړي
ما پـر یوې سل ځلې زړه بایللی
۱۳۹۷.۷.۲۵
««««««««««««««««
غږ يې نشته
شاعري مې رانه
درانه خوب دې وړې
۱۳۹۷.۷.۲۵
««««««««««««««««
زړه بوډا شوم نور د منډو دومره نه یم
هـــرې ښکلې پسې تا سره تلای نه شم
دا کېــدای شي چې خطا شي رانه لاره
خـــو پر لاره له خطا سره تلای نه شم
۱۳۹۷.۷.۲۵
««««««««««««««««
لکه چې غم خورېږي ورېځو غوندې
لکه باران راسره وغږېږه
۱۳۹۷.۷.۲۴
««««««««««««««««
زما د زړه په درد چې وایمه ډېوه پوهېږي
ډېـــــــــوې ته خلک د رڼا لپاره اور ورکوي
۱۳۹۷.۷.۲۴
««««««««««««««««
هو!
زړه مې مات شو
زړه مې په دې مات شو چې
تا په کې خپل هغه تصویر مات کړ
چې دې په خپله و
جوړ کړی
۱۳۹۷.۷.۲۴
««««««««««««««««
زر او یوه شپه
شهزادګۍ يې هېره شوې
زر او یوه شپه کېږي چې
خلک ويده دي
۱۳۹۷.۷.۲۴
««««««««««««««««
له شاوخوا نه چې نظر رانغاړم
خلک له لرې مینه ګرکي ښکاري
۱۳۹۷.۷.۲۴
««««««««««««««««
هغه مې بیا بیا
د خپلو اوښکو په هیندارو کې
بیا بیا ولیده
چې یوه ورځ
د ژوند له تنګې دريڅې سره ولاړه
راپسې زړه يې
بلا ډېر په تنګ وي
۱۳۹۷.۷.۲۴
««««««««««««««««
ستــرګې چې په اوښکو هره ورځ مينځم
غــــــــــــواړم چې درګورم په تازه نظر
۱۳۹۷.۷.۲۳
««««««««««««««««
د کلماتو مې
یوه ګرده پاولي داره لمن
بره د ذهن په تاخچه کې ایښې
پېغلې د شعر راسره
د راتلو ژمنه کړې.
۱۳۹۷.۷.۲۳
««««««««««««««««
یوازنۍ کیسه مې چې پای یې
پیل دی
اوس ولیکله:
راغله
۱۳۹۷.۷.۲۲
««««««««««««««««
ویل يې:
خوږېږه مه
وېرېږم
ډېر خوږلت زړه راونه وهي
ټول تریخی پاتې یم
هغه هم نشته
۱۳۹۷.۷.۲۲
««««««««««««««««
زما په زړه کې
يو ارمان غوندې
اوسيږي يو څوک
چې خپله نه غواړي
پوره يې کړمه
۱۳۹۷.۷.۲۲
««««««««««««««««
غواړمه دومره
په تا ګران و اوسم
چې مې د زړه بندونه
چيرې د بل چا نظر ونه شلوي
۱۳۹۷.۷.۲۲
««««««««««««««««
خیلی چیزهاست
که از کنارش ساده می گذری
گرفتنی بود
لب
که گرفتم
۱۳۹۷.۷.۲۲
««««««««««««««««
پرېږده چې فکر وکړم
نه دې خوښېږم
داسې به ډېره مینه درکړم
۱۳۹۷.۷،۲۲
««««««««««««««««
بس خو نو تاریخ دی چې یوازې په کې وینه ده او وينه ده
زړه خو زما نه دی څه چې ټوله په کې مینه ده او مينه ده
۱۳۹۷.۷.۲۲
««««««««««««««««
هغه تر هر څه راته بره ښکاري
ځکه چې ذهن مې هینداره یې ده
زه چې اوس دغه شېبه
کوم شعر لیکمه
په کلماتو پسې ورک ګرځمه
ښایي چې کال وروسته هم بشپړ نه شي
خو ناویلي شعرونه مې ټول هغې ته زده دي
هغه تر هر څه راته بره ښکاري
۱۳۹۷.۷.۲۱
««««««««««««««««
تا خو کړه د زړه خبره چې دې خوښ یم
زه یې زړه ته چې کوم ولې ډارېږې
چې راتلم هم ګبڼۍ وې ته نیولې
اوس چې وایم بېرته ځم ولې ډارېږې
تا ویلې چې یوازې ډارېدمه
اوس چې زه درسره یم ولې ډارېږې
١٣٩٧.٧.٢٠
««««««««««««««««
هر ځل
چې هرې ښکلې ته ګورم
کلمه تېروم
نپوهېږم
چا ويلي
مينه له سړي زړه او ايمان وړي
۱۳۹۷.۷.۱۹
««««««««««««««««
غواړم چې دومره کلک
یو بل په غېږ کې ونیسو
چې مینه چيغه وکړي:
لږ ورو
نه مې وينئ
ستاسو په منځ کې
دلته خو زه هم یم
و مو وژلم
۱۳۹۷.۷.۱۸
««««««««««««««««
فکر کوم زما شعرونه د دې پېړۍ نه دي
ائ!
ته مې چې نه يې ليدلې
ستا مې انځور ورکړی
ګوته په غاښ دي خلک
ټول درواغجن مې بولي
وايي چې داسې څوک يې لیدلی نه دی
داسې څوک نشته ده هيڅ
ښايي یو وخت
که تا دا کرښې لوستې
که دې له ځانه سره موسکه شولې
موسکا دې لپه کړه په مينه
د یوه ملنګ شاعر د مينې په نوم
۱۳۹۷.۷.۱۸
««««««««««««««««
ژبه
د درد ژبه مې زده کړې
کرار کرار لاره لنډوم
غم چې دی
زما په ژبه پوهېږي
ډېر مې غږوي
تنهايي راسره هر ځای
په یو کنج کې ناست
چوپه خوله احساس دی
کله چې ستا خبره کوم
نپوهېږم
له ځان سره په کومه ژبه وغږېږم
۱۳۹۷.۷.۱۷
««««««««««««««««
زه او مینه
زه له غمه
بې غمه
ډک زړه یم
او مینه
د دنیا تر ټولو
غمګینه
خوشاله نجلۍ ده
۱۳۹۷.۷.۱۷
««««««««««««««««
د یوازیتوب خالي سمندر یم
یوازې یوه پیاله مینه غواړم
۱۳۹۷.۷.۱۶
««««««««««««««««
ځينې کتابونه
خلک بیا بیا لولي
چې په معنا يې پوه شي
زه د مينې کتاب ګورم
۱۳۹۷.۷.۱۶
««««««««««««««««
هره ورځ په ګلونو کې ګرځم
ویل دې:
که نه وم
په هغو څيزونو کې مې لټوه
چې زما خوښېدل
۱۳۹۷.۷.۱۶
««««««««««««««««
درد په سپین رنګ
کښل شوی انځور دی
هر څوک يې نه شي ليدای
څه يې کوې
مه يې ګوره
نه غواړم
څوک ووايي
که بخت يې تور نه وای
د سپين رنګ کښل شوي انځور ته کيناستله
۱۳۹۷.۷.۱۶
««««««««««««««««
ژوند نه دی
صبر کوم
۹۷.۷.۱۴
««««««««««««««««
زندګي مې باراني ده
کمه يې هم که وچېړې
ډېره به لمدېږې
۱۳۹۷.۷.۱۵
««««««««««««««««
په مینه کې
زه او ونه
ډېر توپير نه لرو
په مني کې هغه پاڼې پاڼې کيږي
او تر پسرلي
زما زړه اوبه اوبه وي
١٣٩٧.٧.١٤
««««««««««««««««
کله چې
ستا خبره په منځ کې وي
ډېر غږېږم
د زړه مې
قناعت کم دی
١٣٩٧.٧.١٤
««««««««««««««««
خوبونه مې هره شپه
درسره لار لنډوي
او ویښتیا مې
چې و دې مومي
په کوڅو کې
درپسې وزرې کوي
خوب او ویښتیا
هغه مرغی دي
چې د یادونو او خیالونو په پنجره کې دې
ساه اخلي
او زه مې د خوب او ویښتیا
په بند کې راګېر
لګیا یم
ساه ورکوم
٩٧.٧.١٣
««««««««««««««««
کاش ماشوم پاتې کېدم
وبه مې ژړلې
که چا نه راکولې
١٣٩٧.٧.١٢
««««««««««««««««
مینه
توپان يې هغه غوسه
چې له یوې مخې نه
کوڅه کې هرڅه پسې اخلي
او د هغې پر شونډو
بیا را شنه شوې موسکا
باران تر لاس نیولی
نری شمال دی
او زه په دې شېبه کې
بس هغه تنده یمه
چې يې له خیاله سره
کوڅه کې ګرځم
له هر قدم نه مې خپل
خوند اخلمه
۱۳۹۷.۷.۱۱
««««««««««««««««
ډېر ډېر چــې دې سترګو ته درګـــــورمه
ژوند مې ستا په سترګو کې هېر کړی دی
۱۳۹۷.۷.۱۱
««««««««««««««««
پوهېدم
درواغ وايي
خو خوښېده مې
چې پرې باور وکړم
۱۳۹۷.۷.۱۰
««««««««««««««««
کله کله زړه تنګي یوه بوختــــــيا وي
کله کله سړی وغـــواړي خو نه مري
کله کله په ژړا د چــــــــا سود نه شي
کله کله سړی غواړي زار زار ومري
۱۳۹۷.۷.۹
««««««««««««««««
لکه په چا پسې چې ګرځي
ژوند ډېر ستړی دی
۱۳۹۷.۷.۹
««««««««««««««««
ټولې ستړیاوې مې بالښت لاندې کړې
ټوله شپه کار پسې په مڼډه کې وم
۱۳۹۷.۷.۹
««««««««««««««««
دا پتري
هغه موسکاوې دي
چې چا مې
پر شونډو وچې کړې
۱۳۹۷.۷.۸
««««««««««««««««
زړه مې
د خپل یوازیتوب فضا کې تنګ دی
ته ها لرې نه غږ وکړه
زه به دې دلته
په کراره غېږ کې نیسم
۱۳۹۷.۷.۸
««««««««««««««««
یو غر شي
یو اسمان شي
څوک نشته
چې د دیواله سیوري ته
راسره کيني
۱۳۹۷.۷.۸
««««««««««««««««
چــــا ووې کار نه لرم اوزګار یمه؟
زه د چــــــــــــــا د مينې لېونی یمه
چــــــا ته رسیدلی مې ضرر نه دی
زه په بنیادمو کې ســـــــــــړی یمه
۱۳۹۷.۷.۷
««««««««««««««««
((د مينې ښوونځی))
تاریخ
ریاضی
کیمیا
او
ژبه مې
په ښوونځي کې د خوښې مضمونونه وو
تاریخ
زما او ستا کیسه وه
زموږ د مینې
بس زه او ته به وو
روان به وو
هئ میدان و طئ میدان...
که چېرته یو بل ته به نه رسیدو
یو څه نږدې خو به شوو
ریاضي مې خوښه وه چې
هغه لومړی يې سبق جمع ښوده
لکه دا زه او ته که یوځای شوو نو
کېږي به دوه مینان
کیمیا تعامل رازده کړ
چې زه او ته شو سره
تعامل یې مینه کېږي
بې ژوند نه کېږي
ژبه مې خوښه وه چې
څوک که په ژبه
سره ونه پوهېږي
له ژونده پاتې به وي
مینه به نه شي کوای
غوښتل مې هره ورځ
په ښوونځي کې زموږ
یوازې بس همدغه سبقونه دې وای
ته پوهېږې؟
ښوونځي
له تا سره
مینه کول رازده کړل
۱۳۹۷.۷.۷
««««««««««««««««
د ژوند مې مالګه ده
چې نه وي
مزه مې نه وي
١٣٩٧.٧.٦
««««««««««««««««
د باغ کوڅه پر کلي وتلې
د کلي پېغلې ټولې
لمن لمن وږمې دي
او انځورګر چې داسې
سپینې تابلو سره حیران ولاړ دی
وږمو ته رنګ نه لري
١٣٩٧.٧.٤
««««««««««««««««
د باران د باغ کوڅه کې ګرځم
مینځلې شاعري دې غوښته
١٣٩٧.٧.٤
««««««««««««««««
جاذبه
باد
له نڅا سره
په هوا کې مينه لري
ځمکې غېږ راکړې
باد ترلاسه نیولای نه شم
۱۳۹۷.۷.۴
««««««««««««««««
هره شپه
ستا د نرۍ موسکا
هغه ښکلې جامې
خپلو خوبونو ته وراغوندم
١٣٩٧.٧.٤
««««««««««««««««
راغلــــــــه ملکــــه چې مې د مينې ده
زړه مې څراغان دی سلطاني شپې دي
بیا دې لکـــــه لمونځ د باران کړی دی
بیــــا زما د ستـــــرګو باراني شپې دي
۱۳۹۷.۷.۴
««««««««««««««««
هره شپه ستا د نرۍ موسکا
هغه ښکلې جامې
خپلو خوبونو ته وراغوندم
۱۳۹۷.۷.۴
««««««««««««««««
هغومره دې
وږی یم
چې درنه
نه مړېږم
۱۳۹۷.۷.۴
««««««««««««««««
یــــــــــو څوک دی داسې لکه چې پېژنم يې
زړګی يې مات دی خو مړه خوا غوندې دی
چــــــــــې دې خوښېږي هــــغه خبرې کوي
یــــــــو ســــړی بدره لکه زمـــا غوندې دی
۱۳۹۷.۷.۳
««««««««««««««««
د زړه خبره مې
له زړه
خالي کوټې ته
لاره وکړه
کوټه کې ځایه نه شوه
او کوڅه هم دومره اوږده نه ده
چې
ویې نغاړي خپله غېږ کې
ووايﺉ چېرته لاړ شم
د زړه خبره ځان سره چېرته یوسم
خلاصې فضا ته یې هم
چیغه کولای نه شم
هسې نه بیا به پسې چېرته ګرځم
زړه مې چې هم ورپسې ډېر په تنګ وي
١٣٩٧.٧.٢
««««««««««««««««
((منی))
د ونو
د مينې ورځې دي
پر لاره
سره خوروي
۱۳۹۷.۷.۲
««««««««««««««««
خوند چې مـې نه و ژوند و په منــډه
ژوند چې زما شو په وس راغی لاړ
چا ویل ژمی به په ځنډ راځـــــــــي؟
بهار همدا خو چې بس راغـــــی لاړ
١٣٩٧.٧.٢
««««««««««««««««
لوږه
د ژوند کوڅه کې
هغه له لاسو پښو لويدلی ملنګ دی
چې د غرور غریو يې
د غږ پر ستوني
منګولې ښخې کړې دي
۱۳۹۷.۷.۱
««««««««««««««««
نن هغه ورځ ده
چې شپه يې ته يې
۱۳۹۷.۶.۳۱
««««««««««««««««
مه حېرانېږه
چې ولې لا نه ړم
تيږه چې پخپل ځای وي
درنه وي
۱۳۹۷.۶.۳۱
««««««««««««««««
د نشتون هوا دې
ډېره سړه ده
اوښکې د بڼو په سر
کنګل نیسي
۱۳۹۷.۶.۲۹
««««««««««««««««
«««۔ معتاد یم
۔ ویل مې چې سم نه راته ښکارې
۔ چې نه وي مړ یم
۔ مرګ دې شه، خو پرې یې ږده
۔ نه یې شم، ژوند مې په هغه دی؟
۔ څه، ژوند دې دی؟ دا ژوند خو دې خاورې شه
۔ خدای دې مه خاورې کوه
۱۳۹۷.۶.۲۸
«««««««««««««
له خوبه یم
داسې هر وخت
یوه ورځ له شپې لرې یم.
۱۳۹۷.۶.۲۸
««««««««««««««««
هر څه به ښه شي
څوک څه پوهېږي!
د ژوند هوا به
مینې ته ښه شي
او ته به
ما ته ښه شې
۱۳۹۷.۶.۲۷
««««««««««««««««
خوبونه مې په تا
ډېر خواږه وي
لکه چې
هره نیمه شپه
ډېر درته یادېږم
۱۳۹۷.۶.۲۷
««««««««««««««««
ژوند
لکه یو
نیمګړی ماشوم دی
چې مور یې
ورسره مینه لري
١٣٩٧.٦.٢٧
««««««««««««««««
یوه نه
غېږې غېږي
مينه راکړه
ساړه مې کېږي
۱۳۹۷.۶.۲۶
««««««««««««««««
ستا کاته اوبه اوبه دي
او زه
تږی د دې غږ یم
۱۳۹۷.۶.۲۶
««««««««««««««««
څوک چې د مينې
ارته سینه کې
نه ځاييږي
بهر
ښه دي
۱۳۹۷.۶.۲۶
««««««««««««««««
مینې په جنت کې
له جنته
د جنت لپاره و ویستم
۱۳۹۷.۶.۲۵
««««««««««««««««
وخـــــته! ستا یاد شي چې خوشاله به وم
زه هم د چا ښکلو کمڅو کې ورک وم
خدای خدای کول مې څوک راغږ ونه کړي
د ماشومتوب مې په کوڅو کې ورک وم
۱۳۹۷.۶.۲۵
««««««««««««««««
چا ویل چې په اشیاوو کې حس نشته
هره شپه زما بالښت راسره ژاړي
هره شپه زما بالښت اوښکو کې ډوب وي
١٣٩٧.٦.٢٤
««««««««««««««««
کاش چې سترګې دې وم
دې پنجرو نه خپلو سترګو ته مې
ماړه ورکتل
او په کې مې ستا
د حسن
د جلوو خوند حس کاوه
کله چې وځمه د ژوند له کوڅې
هغه وروستی ور پسې وټکوم
چې مخامخ د عشق باغچې ته خلاصېږي
زه مینه داسې کوم
١٣٩٧.٦.٢٢
««««««««««««««««
که پوهېدلم
چې د چوپتیا منګولې
د ژوند پر مرۍ ښخېږي
ستا
د خندا غږ به مې
د خپل زړګي پېڅکه کې
غوټه کړی وای
۱۳۹۷.۶.۱۹
««««««««««««««««
خیر دی
ډېر شرطونه مه ږده
تېر کال مې ورور
ډېر انتخابونه لرل
په کانکور کې پاتې راغی
۱۳۹۷.۶.۱۹
««««««««««««««««
د ښېښې غوندې زړه
تاواني وي
هره ورځ به
ماتو ټوټو ته ناست يې
۱۳۹۷.۶.۱۹
««««««««««««««««
د مينې هغه لښکر
چې ته په کې يې
ګټونکی دی
۱۳۹۷.۶.۱۹
««««««««««««««««
چې چا نه یې لیدلې
شعر مې مبالغه ګڼي
خو زه یې نه ګرموم
هغوی ښکلا سره مخ شوي نه دي
١٣٩٧.٦.١٨
««««««««««««««««
ځان ته یو څه غوندې
اشنا ښکارېږم
چې مینې غوښته
لا یې هغسې
لېونی کړی نه یم
١٣٩٧.٦.١٨
««««««««««««««««
زړه ته مې شور سر ته سودا شه
زه لېونی ځه ته لیلا شه
خوب مې لیده چې یې راغلې
زه دې ویده یم خو ته راشه
١٣٩٧.٦.١٨
««««««««««««««««
ژوند همدغه دی
چې زه او ته يې جوړوو
ته وخانده
چې زه درته خوشاله یم.
١٣٩٧.٦.١٧
««««««««««««««««
زه مې د خپل زړګي
د اور ترڅنګه کېنم
چې هره شپه يې
ستا یادونه لګوي
۱۳۹۷.۶.۱۷
««««««««««««««««
دا څه موده
پته مې نه لګېده
په تللیو ورځو پسې
غلی ور وګرځېدم
چې مې
پر خپلې اوږې لاس ور کېښود
سترګې مې لا هم پر لار ګنډلې وې
۱۳۹۷.۶.۱۷
««««««««««««««««
اوښکې مې
د تنهایي سړې سیلۍ وهلې
کنګل کې هر سړی ښوييږي
ډېره موده کېږي چې
زما د سترګو په لار نه تېرېږي
د خوب مې پښه ماته ده
١٣٩٧.٦.١٧
««««««««««««««««
که ته نه تللې
داسې به هره شپه
د یو چا سترګو
اوښکې له ګوتو ځنې نه نېولې
یو څوک په نیمه شپه به
خوب کې لیدلې
د وره غنګا ته
د خوب له کټه ځنې
راټوپ نه کاوه
ما به
دا توري نه کښل
۱۳۹۷.۶.۱۷
««««««««««««««««
غوره نه یم
خو (ښه) په دې یم
چې ټول مې اوري
د مينې غږ یم
١٣٩٧.٦.١٦
««««««««««««««««
تاوان مې نه دی کړی
راڅخه لاره
چې چا بدله کړله
خو زه یې نه خوښېدم
خو دغه درد به دا ستا
ووایه چېرته یوسم
تا چې له لاسه ورکړ
د هغه ته خوښېدې
١٣٩٧.٦.١٦
««««««««««««««««
نه غواړم دا چې شې بدرنګه ښکاره
چې هدېرې ته مې راځې
پخپلو شونډو کې خندا راوړه
١٣٩٧.٦.١٥
««««««««««««««««
خندا کې څه دي
په دې خو نپوهېږم
خو زوروره
د ښکلو خوله کې شي
اوبه کړي سړی
١٣٩٧.٦.١٥
««««««««««««««««
څه نه لرم
چې ووېرېږم
له لاسه یې ور نه کړم
یو زړه مې و
هغه هم ما په خپله
چا ته ورکړ
١٣٩٧.٦.١٥
««««««««««««««««
نپوهېږم
ستا لپاره ژوند کوم
که ژوند دا ستا لپاره کوم
١٣٩٧.٦.١٤
««««««««««««««««
ښوونځي ته ځکه لاړم
چې ستا نوم ولیکلای شم
الفبا مې ژر را زده شوه
١٣٩٧.٦.١٤
««««««««««««««««
ما ته سخته نه ده
چې دې مینه
له بل چا سره هیڅ ونه کړم
ته به دا درد چېرته وړې
چې ما غوندې
څوک په تا مئین نه وي
۱۳۹۷.۶.۱۴
««««««««««««««««
ژوند کې چې بې تا یمه دې لوبه کې
پرېږده چې جانانه وروسته پاتې شم
شا و خوا ته ګورم که راپېښه کړې
لاره کې له ځانه وروسته پاتې شم
١٣٩٧.٦.١٣
««««««««««««««««
ستا د غېږې د ګرمي هوا مې اخلي
ته چې نه يې هوا نوره هم سړه شي
۱۳۹۷.۶.۱۳
««««««««««««««««
په خاطرو کې مې لږ ولټوه
یو سړی زړه کې دا ستا
په ځنکدن دی
۱۳۹۷.۶.۱۳
««««««««««««««««
ويل يې
((مينې)) ته ((جمله)) جوړه کړه
ورته مې وویلې
زه مې په مينې جمله نه جوړوم
زه مې له مينې سره ژوند جوړوم
۱۳۹۷.۶.۱۳
««««««««««««««««
چې دې خاطر ګرانوي
چا وې چې پرېږده هغه
د چا لپاره مې خاطر
راباندې ګران دی
هغه څنګه پرېږدم
۱۳۹۷.۶.۱۲
««««««««««««««««
پټه مینه(مکالمه)
- مئين شوی یم
- په چا؟
- نه يې شم ویلای
- ما ته هم؟
- تا ته هم!
- امممممم!!!
- پټه مینه
پټه ښه وي
۱۳۹۷.۶.۱۲
««««««««««««««««
سړی چې دومره درد او غم ته ګوري
په ژوند کــې راته کم ځای پاتې کېږي
۱۳۹۷.۶.۱۲
««««««««««««««««
ته چې لاړې پسرلی و
نشت دې نه شم زغملای
د ژمي لپاره
ګلونو ته مې
ګلدانونه اخیستي
۱۳۹۷.۶.۱۲
««««««««««««««««
څومـره چــې زه یم
مظلوم تر مظلوم
هغومـــره ته يـــــې
ظالمــــــه ښکلې
۱۳۹۷.۶.۱۱
««««««««««««««««
ډېر ژاړو
لږ خاندو
يو څه په ځان باندې
هيڅ نپوهېږو
اخر مئين یو
موږ خو مينه کوو
۱۳۹۷.۶.۱۱
««««««««««««««««
تنهايي مې د لارې ملګرې ده
کلونه کيږي چېرته نه رسېږو
۱۳۹۷.۶.۱۱
««««««««««««««««
لمر کوټې ته له کړکۍ راټوپ کړ
د تنهايي د سړې سينې پر سر ودرېد
یو زړه راټول غوندې شو
خو ور تړلې سترګې ولاړ دی
کيلۍ نهیلیو پټه کړې
بهر د چا د ستړو سلګیو
ښکالو ته سوځي
۱۳۹۷.۶.۱۱
««««««««««««««««
غوښتل مې ژوند انځور کړم
د نهیلۍ په لاسو
کرښې مې سمې
هسې نه شوې کښلای
مویک تندې و اخیستی
قدرې رنګ هم د مینې نه و
چې په کې لوند شي
١٣٩٧.٦.١١
««««««««««««««««
کله چې خبرې کوم
په غوسه کېږي
چې په خبرو کې شعر ونه وایم
کله چې شعر لیکلو ته مې زړه کېږي
زه ترې
زما او ستا د خبرو خوند اخلم
ته ووايه
شعر ولیکم
او که خبرې وکړو؟
۱۳۹۷.۶.۱۰
««««««««««««««««
ستا خبرې د سیند اوبه دي
که ورتمېږم
څپې څپې مې پسې اخلي
که په کې ورګډېږم
ډوبوي مې
۱۳۹۷.۶.۱۰
««««««««««««««««
ازار
وايي:
خوښېږې مې
څوک چې د چا خوښ نه وي
ازار هم نه ورکوي
١٣٩٧.٦.٨
«««««««««««««««
هېرول دې زړه غواړي
هغه هم رانه
ستا په سترګو کې هېر شوی دی
١٣٩٧.٦.٨
««««««««««««««««
زړه چې مې ورک
بې غږه څړیکو کې دی
ما ته را کړي چا
د درد رانجه دي
١٣٩٧.٦.٧
چې ویده کېږم
غواړم خپل ځان
خپله ستړیا
د زړګي درد
او...
نور دا هر څه هېر کړم
ما سره دا فکر وي
چې ويده کېږم
هر څه ویده وي
په همدې هیله
نن شپه مې هم
پر بالښت سر ور کېښود
هر څه مې هېر کړل
یو وخت یو لاس
له خواږه درد سره يې
د خوب پر زړه مې تېر شو
خوب دې اکثر داسې په نیمه شپه کې
غلا ته راځي
غواړي احساس مې
د هېرولو پټ کړي
غواړي چې هره شپه دې
ویښ ویده یم
١٣٩٧.٨.٢۱
««««««««««««««««
تا کولای شوای چې لاړه نه شې
خو ما نه شوای کولای
له تا نه پاتې تنهايي
یوازې پرېږدم
۱۳۹۷.۸.۲۰
««««««««««««««««
ځينې د ګلونو خوشبويي لري
هر څوک غواړي
د هغه پر مخ
د خپل زړه دريڅه
پرانیستې پرېږدي
۱۳۹۷.۸.۲۰
««««««««««««««««
پوهېږم
چې د ډېرو سترګو
اغزی یم
او ته
خو زه به هیچرې هم
لاړ نه شم
څوک چې غواړي مینه وکړي
په ژوند به هم پوهیږي
١٣٩٧.٨.١٩
««««««««««««««««
کتل یې چې رېږدم
یخني ابۍ
په کراره
ځان راټول کړ
خو څومره هغه ځان رانغاړي
هغومره ډېره په کنګل بدلېږي
١٣٩٧.٨.١٩
««««««««««««««««
د شپې په باغونو کې
ګلونه اورونه لګیدلي
په دې توده او وږمینه رڼايي کې
د خوب مرغۍ ولې
د سترګو پر بام کیني
١٣٩٧.٨.١٩
««««««««««««««««
ځمکه بختوره ده
ښايي چا به دعا ورته کړې وي
چې په ځنګله کې په زرو پټه شې
خو دا چې ولې ونې خپل لغړتوب ته غریو نیولې
هیڅوک پرې نه پوهېږي
ای وایه ته کومه ستړيا وې
چې سیوري ته یې دمه شوې نه يې
١٣٩٧.٨.١٩
««««««««««««««««
هغومره خوښه مې يې
چې څومره زړه دې غواړي
۱۳۹۷.۸.۱۹
««««««««««««««««
خپله تیاره کې پټه شوه
شپې هم لکه چې نه غوښتل
څوک پرې داړه واچوي
١٣٩٧.٨.١٨
««««««««««««««««
مېرمن مې سبق نه دی ویلی
او د کوټې پر دېوالونو
له ایستل شویو کرښو په څه نه پوهېږي
خو اندېښمنه ښکاري
هره ورځ بیا بیا د کور خرچه کموي
په دې ډارېږي
چې هسې نه کومه ورځ
څوک مو د کور دروازه وټکوي
او د خپل پور په چيغه
ټوله کوڅه ونیسي
بچیان مو قد ونیم قد
ټول واړه دي
تر یو دوه کاله د ښوونځي په وره به ننوځي
زما د خوب د کوټې ټول چاردرچاره دېوالونه
په توربخون او پنسلي رنګ
خط خط شوي
یوازې یو خط ته
او هغه هم د وره له بیخه سره ځای پاتې دی
خو زما ټوله وېره د خپل زړګي د الفبا شور ته ده
چې دېوالونو باندې له ایستل شویو ټولو کرښو سره
نن په جوش راغلی
غواړي شي چیغه
او د ژوند ماحول مې
ټول په سر ونیسي
وروستۍ کرښه راته داسې ښکاري
لکه چې ستا لپاره هغه لومړۍ ترانه شي
چې د لیکلو لپاره یې
له زړه نه پرته بل ځای وړ نه وینم
وېرېږم دا چې که دا ترانې
د زړه کاسې ځینې مې سر راوکړي
او له ټک ټک سره
مېرمن مې
د وره شاته تا وویني
۱۳۹۷.۸.۱۸
««««««««««««««««
خیر دی زما د وجود
ټول خس دې یوه لمبه کړي
خو دا اور ته و اوسه
١٣٩٧.٨.١٨
««««««««««««««««
د ځینو پېښو
یوازې
یو ښکلی درد وي
لکه زموږ په زړو کې
د مینې پېښه
١٣٩٧.٨.١٨
««««««««««««««««
مینه کاغذ باد ته ورته ده
که چېرته تار يې پرې شو، والوتله
چا ته به هم روغه ونه رسېږي
په مينې ډېر وېرېږم
۱۳۹۷.۸.۱۷
««««««««««««««««
یوازیتوب
کوټې ارام غوښته
ترینه مې غم، درد او خپګان
دا هر څه ټول جاړو کړل
سهار وتلو کې مې
د کوټې وره لره غټ کلُپ واچاوه
په بېرته تګ مې یو څه
زړه نا زړه وم
وې مې کوټه بیا ناارامه نه شي
خو دغې وېرې
بس پسې واخیستلم
چې هسې نه
یوازېتوب راپسې
زړه واچوي
١٣٩٧.٨.١۶
««««««««««««««««
مینه چې
مینه کوي
مینه د مینې لپاره وي
خپلې مینې ته
د خپل نیاز له سترګو مه ور ګورﺉ
ګیاه چې وده کوي
لمر او هوا په خپله خوښه اخلي
١٣٩٧.٨.١٥
««««««««««««««««
تلو دې ګوښه ګېر کړم
په نشتون کې دې چې ويښ پاتې نه شم
ځان مې په خوب عادت کړ
او د نه راتګ غږ دې
هغه باد ترلاسه نیولی
چې له هدیرې را لټېدلی دی
۱۳۹۷.۸.۱۵
««««««««««««««««
لرې توب دې چې
په کلونو نه
په ورځو شمېرم
انتظار هم
ډېر خوږ دی
١٣٩٧.٨.١٥
««««««««««««««««
ښايي کوڅه یې غلطه کړې
شمال
ستا عطر نه لري
١٣٩٧.٨.١٤
««««««««««««««««
تا سره هرڅه خواږه کېدل
کاش راسره وې
ډېره خوږه راویادېدې
۱۳۹۷.۸.۱۴
««««««««««««««««
مه يې سکونډه
زړه مې
په لاس اوبدل شوې غالۍ نه دی
چې مرګ ونه لري
۱۳۹۷.۸.۱۴
««««««««««««««««
ځمکه دې
له خپلې جاذبې
جار وځي
کنه
خدای زده
باران به
چېرته وریده؟
١٣٩٧.٨.١٣
««««««««««««««««
یو بل ته مو له کتلو سره
پر اننګیو دې راغلي ګلونه
تر ټولو سرو ګلونو ښکلي دي
۱۳۹۷.۸.۱۲
««««««««««««««««
نرۍ لښته
د مینې غوندې
خوږ تصور
خو ډېر درد لري
۱۳۹۷.۸.۱۲
««««««««««««««««
منی
راته حیا درېږي
ونې ځنګله کې
سرتورې ولاړې دي
١٣٩٧.٨.١٢
««««««««««««««««
((کله چې ته رایادېږې))
په دې اقرار دی
چې ته هېرېږي مې هم
١٣٩٧.٨.١٢
««««««««««««««««
حساب مې کم و له دنیا سره چې ژر مو پرې کـړ
تا بختورې سـره پاتــــــــې دی حساب د زړه مې
نوم دې جانانه په کې لیک دی چې یې ونه ګوري
ځکه خو نه پرانيزم هر چـــــا ته کتاب د زړه مې
۱۳۹۷.۸.۱۱
««««««««««««««««
ته دې چې يې
خیر دی چې ورک یم
مه مې پرېږده چې ځان پیدا کړم
څومره چې ځان پیدا کوم
هغومره ډېر خلک له لاسه ورکوم
۱۳۹۷.۸.۱۱
««««««««««««««««
ته يې راوښيه
د هېرولو لپاره دې
پر کومو لارو لاړ شم
حافظه مې پر هره لاره
زما او ستا پر پلونو
ناست ګرد دی
١٣٩٧.٨.١٠
««««««««««««««««
چې د بې غږه اوښکو
ستوني کې چیغه شنه شم
درده!
ماشوم زړه چې سکونډې
لږ يې په زور وسکونډه
««««««««««««««««
مینې!
اندېښنه مه کوه
فاصلې مو
لا ډېر
عزیز کوي
١٣٩٧،٨.١٠
««««««««««««««««
د سیند او ورېځ
غاړه کې
نه جوړېږي
دغه
لمدې جامې
د سترګو مې دي
١٣٩٧.٨.١٠
««««««««««««««««
ته لاړې
او یوازې دې زړه رانه یووړ
څه کېده چې زه دې هم درسره اخیستی وم
او چیرته یو کونج کې دې اېښودی وم
له لرې به مې در کتل
که تا نه ګڼل
زه به ډاډه وم چې
د یوازېتوب احساس خو نه درځي
١٣٩٧.٨.١٠
««««««««««««««««
دومره چې ټینګه دې په غېږ کې نیسم
همدومره تا پسې تنګېږي مې زړه
١٣٩٧.٨.١٠
««««««««««««««««
باران نه غلی کېږي
ښايي
اسمان هم زړه لري
١٣٩٧.٨.١٠
««««««««««««««««
لېونی نه یم چې یې هسې تېرومه په زړه
درد هوښیار کړی یم په نه خبره نه تېر وځم
١٣٩٧.٨.١٠
««««««««««««««««
د باران کور
زه ګنهکار یم
زه چې څه و اوسم
زما د وسه نه دی
زه مې د ځان
زه مې د ژوند
زه مې د عشق په وړاندې
چې باید څه وکړمه
نه شم کوای
د دې هر څه زه ګنهکار یم
د دې هر څه ګناه
راپورې داسې نښتې
لکه په خپله چې ګناه و اوسم
دغه ګناه باید چې ووینځمه
چې دا ګناه ووینځم
باید چې هره ورځ باران ووري
چېرته چې اوسم
باید چې کور مې له بارانه جوړ وي
۹۴.۸.۹
««««««««««««««««
...او موږ هیڅکله
یو بل ته رښتیا ونه ویل
ما او زړه مې نه غوښتل
یو بل دوکه کړو
ویل دې نه به راځم
١٣٩٧.٨.٩
««««««««««««««««
هیڅوک مې نه راځي د زړه له درده
هیڅوک دې نه وايي چې مینه کوي
١٣٩٧.٨.٨
««««««««««««««««
چې راسره یې اشنا کم وخت کېږي
راسره ډېره اوسه
چې په ژوند ډېر پوه شم
١٣٩٧.٨.٨
««««««««««««««««
چا په کې ستا غوندې څوک ونه لیده
زموږ په ښار کې ښکلې نه اوسیږي
١٣٩٧.٧.٨
««««««««««««««««
ښکلو ته چـــــې پښه نیولی کېږم
هـــــــــره یوه ته راته ښکارېږي
څومره دا ستا ډېرې دي ښکلاوې
څومره زه په تا یم مئين شــــــوی
۱۳۹۷.۸.۸
««««««««««««««««
دغه کوڅې د بهار بوی ورکوي
ما په کې څو خزانه تېر عمر دی
۱۳۹۷.۸.۸
««««««««««««««««
هدیرې مه لټوه ستړې به شې
زړه مې د درد په هدیره کې ښخ دی
١٣٩٧.٨.٧
««««««««««««««««
یوازېتوب
غېږ غواړي
که د درد هم وي
۱۳۹۷.۸.۷
««««««««««««««««
زه د خیال د لمرینو شېبو د لارې سر کې
تا ته سترګې په لار یم
او تا د راتلو سړې جامې اغوستې
١٣٩٧.٨.٦
««««««««««««««««
کله کله سړی په ټولو بې باوره شي
کټ مټ لکه زه چې بې باوره شوی یم
ټول هغه سړی چې نور ډوب شوی ژغوري
خو پر ما چې خدا زده څه وایم
او څه له ځان سره لګیا یم
د هیچا خیال نشته
۱۳۹۷.۸.۶
««««««««««««««««
سترګې مې وينې کړې
چې شونډې دې
لا نورې هم سرې ووينم
۱۳۹۷.۸.۶
««««««««««««««««
د زړه ماتول
د ښيښې ماتول نه دي
درد لري
۱۳۹۷.۸.۶
««««««««««««««««
ته لاړې
او زه د مایوسیو
په تپه تياره کوڅه کې
د خیال ښکالو سره دې
د خپل زړګي خونه کې
د خپلو هيلو د لمر
پر دېواله تکیه شوم
««««««««««««««««
تلوسه کــې چې د زړه د خونې ور سره ولاړ يم
په کوڅه کې پالي پالي بیا د چا د خیال ښکالو ده
۱۳۹۷.۸.۵
««««««««««««««««
لټـــوم دې د خندا د غږ پېتاوي
یادونو دې باران ته کېنولی وم
۱۳۹۷.۸.۵
««««««««««««««««
هره ورځ په تا باندې چــې بیا بیا مئينېږم
هره ورځ ښکلا کې دې نوې ښکلا وينمه
۱۳۹۷.۸.۵
««««««««««««««««
پولۍ او غوزان
د زړه پولۍ مې
د خپل ماشتومتوب
کوڅو ته بوتلم
هغه کوڅې چې زه يې نه هېروم
سهار همدا چې له ښوونځي نه راتلم
د کلا مخې ته به
په لویه ميداني کې
د کتابونو له کڅوړې نه مې
دوه غوزان را ایستل
او تر غرمي به مې
خپلو همزولو سره
همدغه لوبه د غوزانو وکړه
لوبه به ما ګټله
غرمه به ډکه لمن ستاسو کوڅې ته درتلم
ډکه لمن به له غوزانو ما دا ستا لمن کې تشه کړله
خو اوس نه ته يې
او نه بله تا غوندې شته
زړه له پولیو ځنې ډک ګرځوم
۱۳۹۷.۸.۵
««««««««««««««««
زما هیله زما ښاپیرۍ.
د زړه زانګو کې مې ماشومه هیله
چیغه شوله
خو د سینې بندې کوټې مې
را ایساره کړله
بهر چا وانه ورېده
زه غځېدلی وم
بې حسه وجود
ور و تړلی
سترګې مې وره کې ښخې
یوه نا اشنا ښکالو مې واورېدله
مرګی په نه زړه
سپنې جامې په غاړه
له وره راتېر شو
زما په لوري راغی
او یو څه لرې
سر ته مې ودرېدو
شونډې یې وخوځېدې
خو زه ونه پوهېدم څه وايي په کومه ژبه
څه لګیا دی؟
څو ځلې هسې یې کوف کوف وکاوه
زړه یې په تنګ شو اخر
کرار ور ولټېدو
د دروازې په لوري
کوټه کې هر څه چې وو
رانه راټول شول
رانه چاپېر شول
او زه لګیا وم
په ماشومه ژبه
ماشومه هیله مې د زړه
راغږوله ځان ته
خو هیڅوک نه پوهیدل
څه وایمه
ټولو ویلې چې پرې ناستې دي پیریانې
د وره له لوري نه مې بيا يوه ښکالو واورېده
ورسره سم يوه رڼا خوره شوه
ژوند له درشله راته لاس را اوږد کړ
خو هغه لاس تر ما را و نه رسید
ژوند هلته ودرېد را وړاندې نه شو
ژوند خو ته نه وې
چې راټوپ دې وکړي
او ما تر لاس ونیسي
زما د زړه ماشومه هیله دې را و نازوي
١٣٩٧.٨.٤
««««««««««««««««
غږ مې
راته ګران دی
غږ مې
د نوم له اخیستو سره دې ساه اخلي
غږ مې یو اه دی، اه...
اه مې که څه هم سوړ دی
خو عجیب خوند دی په کې
اه مې دا ستا د لرې والي د درد
د اور له تاوه
له سینې راووځي
چې لېونی مې بولي
زه خو مئين یم کنه
تا سره مينه کوم
١٣٩٧.٨.٢
««««««««««««««««
نیاز یې د لیدو چې د جنت د حورو زړه کې وي
زه به دنیا حوړه جانانه ستا له نازه کړم
ژوند د غم کوڅه کې و، منډه مې ترې واخسته
مرګه ته غږ مه لره پرېږده چې ساه سازه کړ
۱۳۹۷.۸.۲
««««««««««««««««
غواړم چې ستا په غېږ کې ساه ورکړمه
غواړم دا خوند احساس کړم
چې څومره ژوند کومه زه د مرګي په وخت کې
۱۳۹۷.۸.۱
««««««««««««««««
که شپه او ورځ نه وای
چا فکر نه کاوه چې
ناوخته کېږي
۱۳۹۷.۷.۳۰
««««««««««««««««
خزان
د هيلو سترګې ورپاتې
زموږ د کلي په ویاله کې
طلايي کښتۍ روانې دي
۱۳۹۷.۷.۳۰
««««««««««««««««
د پرېشانیو مار چيچلی یمه
بیا د حواسو مې رګونه شنه دي
۱۳۹۷.۷.۳۰
««««««««««««««««
څومره
خدا زده نور به دې کوڅه کې
لر و بر کېدم
ښه شوه
چې خبر دې کړمه ژونده
وژل شوی یم
١٣٩٧.٧.٢٥
««««««««««««««««
خلک په سلو نجونو زړه وتړي
ما پـر یوې سل ځلې زړه بایللی
۱۳۹۷.۷.۲۵
««««««««««««««««
غږ يې نشته
شاعري مې رانه
درانه خوب دې وړې
۱۳۹۷.۷.۲۵
««««««««««««««««
زړه بوډا شوم نور د منډو دومره نه یم
هـــرې ښکلې پسې تا سره تلای نه شم
دا کېــدای شي چې خطا شي رانه لاره
خـــو پر لاره له خطا سره تلای نه شم
۱۳۹۷.۷.۲۵
««««««««««««««««
لکه چې غم خورېږي ورېځو غوندې
لکه باران راسره وغږېږه
۱۳۹۷.۷.۲۴
««««««««««««««««
زما د زړه په درد چې وایمه ډېوه پوهېږي
ډېـــــــــوې ته خلک د رڼا لپاره اور ورکوي
۱۳۹۷.۷.۲۴
««««««««««««««««
هو!
زړه مې مات شو
زړه مې په دې مات شو چې
تا په کې خپل هغه تصویر مات کړ
چې دې په خپله و
جوړ کړی
۱۳۹۷.۷.۲۴
««««««««««««««««
زر او یوه شپه
شهزادګۍ يې هېره شوې
زر او یوه شپه کېږي چې
خلک ويده دي
۱۳۹۷.۷.۲۴
««««««««««««««««
له شاوخوا نه چې نظر رانغاړم
خلک له لرې مینه ګرکي ښکاري
۱۳۹۷.۷.۲۴
««««««««««««««««
هغه مې بیا بیا
د خپلو اوښکو په هیندارو کې
بیا بیا ولیده
چې یوه ورځ
د ژوند له تنګې دريڅې سره ولاړه
راپسې زړه يې
بلا ډېر په تنګ وي
۱۳۹۷.۷.۲۴
««««««««««««««««
ستــرګې چې په اوښکو هره ورځ مينځم
غــــــــــــواړم چې درګورم په تازه نظر
۱۳۹۷.۷.۲۳
««««««««««««««««
د کلماتو مې
یوه ګرده پاولي داره لمن
بره د ذهن په تاخچه کې ایښې
پېغلې د شعر راسره
د راتلو ژمنه کړې.
۱۳۹۷.۷.۲۳
««««««««««««««««
یوازنۍ کیسه مې چې پای یې
پیل دی
اوس ولیکله:
راغله
۱۳۹۷.۷.۲۲
««««««««««««««««
ویل يې:
خوږېږه مه
وېرېږم
ډېر خوږلت زړه راونه وهي
ټول تریخی پاتې یم
هغه هم نشته
۱۳۹۷.۷.۲۲
««««««««««««««««
زما په زړه کې
يو ارمان غوندې
اوسيږي يو څوک
چې خپله نه غواړي
پوره يې کړمه
۱۳۹۷.۷.۲۲
««««««««««««««««
غواړمه دومره
په تا ګران و اوسم
چې مې د زړه بندونه
چيرې د بل چا نظر ونه شلوي
۱۳۹۷.۷.۲۲
««««««««««««««««
خیلی چیزهاست
که از کنارش ساده می گذری
گرفتنی بود
لب
که گرفتم
۱۳۹۷.۷.۲۲
««««««««««««««««
پرېږده چې فکر وکړم
نه دې خوښېږم
داسې به ډېره مینه درکړم
۱۳۹۷.۷،۲۲
««««««««««««««««
بس خو نو تاریخ دی چې یوازې په کې وینه ده او وينه ده
زړه خو زما نه دی څه چې ټوله په کې مینه ده او مينه ده
۱۳۹۷.۷.۲۲
««««««««««««««««
هغه تر هر څه راته بره ښکاري
ځکه چې ذهن مې هینداره یې ده
زه چې اوس دغه شېبه
کوم شعر لیکمه
په کلماتو پسې ورک ګرځمه
ښایي چې کال وروسته هم بشپړ نه شي
خو ناویلي شعرونه مې ټول هغې ته زده دي
هغه تر هر څه راته بره ښکاري
۱۳۹۷.۷.۲۱
««««««««««««««««
تا خو کړه د زړه خبره چې دې خوښ یم
زه یې زړه ته چې کوم ولې ډارېږې
چې راتلم هم ګبڼۍ وې ته نیولې
اوس چې وایم بېرته ځم ولې ډارېږې
تا ویلې چې یوازې ډارېدمه
اوس چې زه درسره یم ولې ډارېږې
١٣٩٧.٧.٢٠
««««««««««««««««
هر ځل
چې هرې ښکلې ته ګورم
کلمه تېروم
نپوهېږم
چا ويلي
مينه له سړي زړه او ايمان وړي
۱۳۹۷.۷.۱۹
««««««««««««««««
غواړم چې دومره کلک
یو بل په غېږ کې ونیسو
چې مینه چيغه وکړي:
لږ ورو
نه مې وينئ
ستاسو په منځ کې
دلته خو زه هم یم
و مو وژلم
۱۳۹۷.۷.۱۸
««««««««««««««««
فکر کوم زما شعرونه د دې پېړۍ نه دي
ائ!
ته مې چې نه يې ليدلې
ستا مې انځور ورکړی
ګوته په غاښ دي خلک
ټول درواغجن مې بولي
وايي چې داسې څوک يې لیدلی نه دی
داسې څوک نشته ده هيڅ
ښايي یو وخت
که تا دا کرښې لوستې
که دې له ځانه سره موسکه شولې
موسکا دې لپه کړه په مينه
د یوه ملنګ شاعر د مينې په نوم
۱۳۹۷.۷.۱۸
««««««««««««««««
ژبه
د درد ژبه مې زده کړې
کرار کرار لاره لنډوم
غم چې دی
زما په ژبه پوهېږي
ډېر مې غږوي
تنهايي راسره هر ځای
په یو کنج کې ناست
چوپه خوله احساس دی
کله چې ستا خبره کوم
نپوهېږم
له ځان سره په کومه ژبه وغږېږم
۱۳۹۷.۷.۱۷
««««««««««««««««
زه او مینه
زه له غمه
بې غمه
ډک زړه یم
او مینه
د دنیا تر ټولو
غمګینه
خوشاله نجلۍ ده
۱۳۹۷.۷.۱۷
««««««««««««««««
د یوازیتوب خالي سمندر یم
یوازې یوه پیاله مینه غواړم
۱۳۹۷.۷.۱۶
««««««««««««««««
ځينې کتابونه
خلک بیا بیا لولي
چې په معنا يې پوه شي
زه د مينې کتاب ګورم
۱۳۹۷.۷.۱۶
««««««««««««««««
هره ورځ په ګلونو کې ګرځم
ویل دې:
که نه وم
په هغو څيزونو کې مې لټوه
چې زما خوښېدل
۱۳۹۷.۷.۱۶
««««««««««««««««
درد په سپین رنګ
کښل شوی انځور دی
هر څوک يې نه شي ليدای
څه يې کوې
مه يې ګوره
نه غواړم
څوک ووايي
که بخت يې تور نه وای
د سپين رنګ کښل شوي انځور ته کيناستله
۱۳۹۷.۷.۱۶
««««««««««««««««
ژوند نه دی
صبر کوم
۹۷.۷.۱۴
««««««««««««««««
زندګي مې باراني ده
کمه يې هم که وچېړې
ډېره به لمدېږې
۱۳۹۷.۷.۱۵
««««««««««««««««
په مینه کې
زه او ونه
ډېر توپير نه لرو
په مني کې هغه پاڼې پاڼې کيږي
او تر پسرلي
زما زړه اوبه اوبه وي
١٣٩٧.٧.١٤
««««««««««««««««
کله چې
ستا خبره په منځ کې وي
ډېر غږېږم
د زړه مې
قناعت کم دی
١٣٩٧.٧.١٤
««««««««««««««««
خوبونه مې هره شپه
درسره لار لنډوي
او ویښتیا مې
چې و دې مومي
په کوڅو کې
درپسې وزرې کوي
خوب او ویښتیا
هغه مرغی دي
چې د یادونو او خیالونو په پنجره کې دې
ساه اخلي
او زه مې د خوب او ویښتیا
په بند کې راګېر
لګیا یم
ساه ورکوم
٩٧.٧.١٣
««««««««««««««««
کاش ماشوم پاتې کېدم
وبه مې ژړلې
که چا نه راکولې
١٣٩٧.٧.١٢
««««««««««««««««
مینه
توپان يې هغه غوسه
چې له یوې مخې نه
کوڅه کې هرڅه پسې اخلي
او د هغې پر شونډو
بیا را شنه شوې موسکا
باران تر لاس نیولی
نری شمال دی
او زه په دې شېبه کې
بس هغه تنده یمه
چې يې له خیاله سره
کوڅه کې ګرځم
له هر قدم نه مې خپل
خوند اخلمه
۱۳۹۷.۷.۱۱
««««««««««««««««
ډېر ډېر چــې دې سترګو ته درګـــــورمه
ژوند مې ستا په سترګو کې هېر کړی دی
۱۳۹۷.۷.۱۱
««««««««««««««««
پوهېدم
درواغ وايي
خو خوښېده مې
چې پرې باور وکړم
۱۳۹۷.۷.۱۰
««««««««««««««««
کله کله زړه تنګي یوه بوختــــــيا وي
کله کله سړی وغـــواړي خو نه مري
کله کله په ژړا د چــــــــا سود نه شي
کله کله سړی غواړي زار زار ومري
۱۳۹۷.۷.۹
««««««««««««««««
لکه په چا پسې چې ګرځي
ژوند ډېر ستړی دی
۱۳۹۷.۷.۹
««««««««««««««««
ټولې ستړیاوې مې بالښت لاندې کړې
ټوله شپه کار پسې په مڼډه کې وم
۱۳۹۷.۷.۹
««««««««««««««««
دا پتري
هغه موسکاوې دي
چې چا مې
پر شونډو وچې کړې
۱۳۹۷.۷.۸
««««««««««««««««
زړه مې
د خپل یوازیتوب فضا کې تنګ دی
ته ها لرې نه غږ وکړه
زه به دې دلته
په کراره غېږ کې نیسم
۱۳۹۷.۷.۸
««««««««««««««««
یو غر شي
یو اسمان شي
څوک نشته
چې د دیواله سیوري ته
راسره کيني
۱۳۹۷.۷.۸
««««««««««««««««
چــــا ووې کار نه لرم اوزګار یمه؟
زه د چــــــــــــــا د مينې لېونی یمه
چــــــا ته رسیدلی مې ضرر نه دی
زه په بنیادمو کې ســـــــــــړی یمه
۱۳۹۷.۷.۷
««««««««««««««««
((د مينې ښوونځی))
تاریخ
ریاضی
کیمیا
او
ژبه مې
په ښوونځي کې د خوښې مضمونونه وو
تاریخ
زما او ستا کیسه وه
زموږ د مینې
بس زه او ته به وو
روان به وو
هئ میدان و طئ میدان...
که چېرته یو بل ته به نه رسیدو
یو څه نږدې خو به شوو
ریاضي مې خوښه وه چې
هغه لومړی يې سبق جمع ښوده
لکه دا زه او ته که یوځای شوو نو
کېږي به دوه مینان
کیمیا تعامل رازده کړ
چې زه او ته شو سره
تعامل یې مینه کېږي
بې ژوند نه کېږي
ژبه مې خوښه وه چې
څوک که په ژبه
سره ونه پوهېږي
له ژونده پاتې به وي
مینه به نه شي کوای
غوښتل مې هره ورځ
په ښوونځي کې زموږ
یوازې بس همدغه سبقونه دې وای
ته پوهېږې؟
ښوونځي
له تا سره
مینه کول رازده کړل
۱۳۹۷.۷.۷
««««««««««««««««
د ژوند مې مالګه ده
چې نه وي
مزه مې نه وي
١٣٩٧.٧.٦
««««««««««««««««
د باغ کوڅه پر کلي وتلې
د کلي پېغلې ټولې
لمن لمن وږمې دي
او انځورګر چې داسې
سپینې تابلو سره حیران ولاړ دی
وږمو ته رنګ نه لري
١٣٩٧.٧.٤
««««««««««««««««
د باران د باغ کوڅه کې ګرځم
مینځلې شاعري دې غوښته
١٣٩٧.٧.٤
««««««««««««««««
جاذبه
باد
له نڅا سره
په هوا کې مينه لري
ځمکې غېږ راکړې
باد ترلاسه نیولای نه شم
۱۳۹۷.۷.۴
««««««««««««««««
هره شپه
ستا د نرۍ موسکا
هغه ښکلې جامې
خپلو خوبونو ته وراغوندم
١٣٩٧.٧.٤
««««««««««««««««
راغلــــــــه ملکــــه چې مې د مينې ده
زړه مې څراغان دی سلطاني شپې دي
بیا دې لکـــــه لمونځ د باران کړی دی
بیــــا زما د ستـــــرګو باراني شپې دي
۱۳۹۷.۷.۴
««««««««««««««««
هره شپه ستا د نرۍ موسکا
هغه ښکلې جامې
خپلو خوبونو ته وراغوندم
۱۳۹۷.۷.۴
««««««««««««««««
هغومره دې
وږی یم
چې درنه
نه مړېږم
۱۳۹۷.۷.۴
««««««««««««««««
یــــــــــو څوک دی داسې لکه چې پېژنم يې
زړګی يې مات دی خو مړه خوا غوندې دی
چــــــــــې دې خوښېږي هــــغه خبرې کوي
یــــــــو ســــړی بدره لکه زمـــا غوندې دی
۱۳۹۷.۷.۳
««««««««««««««««
د زړه خبره مې
له زړه
خالي کوټې ته
لاره وکړه
کوټه کې ځایه نه شوه
او کوڅه هم دومره اوږده نه ده
چې
ویې نغاړي خپله غېږ کې
ووايﺉ چېرته لاړ شم
د زړه خبره ځان سره چېرته یوسم
خلاصې فضا ته یې هم
چیغه کولای نه شم
هسې نه بیا به پسې چېرته ګرځم
زړه مې چې هم ورپسې ډېر په تنګ وي
١٣٩٧.٧.٢
««««««««««««««««
((منی))
د ونو
د مينې ورځې دي
پر لاره
سره خوروي
۱۳۹۷.۷.۲
««««««««««««««««
خوند چې مـې نه و ژوند و په منــډه
ژوند چې زما شو په وس راغی لاړ
چا ویل ژمی به په ځنډ راځـــــــــي؟
بهار همدا خو چې بس راغـــــی لاړ
١٣٩٧.٧.٢
««««««««««««««««
لوږه
د ژوند کوڅه کې
هغه له لاسو پښو لويدلی ملنګ دی
چې د غرور غریو يې
د غږ پر ستوني
منګولې ښخې کړې دي
۱۳۹۷.۷.۱
««««««««««««««««
نن هغه ورځ ده
چې شپه يې ته يې
۱۳۹۷.۶.۳۱
««««««««««««««««
مه حېرانېږه
چې ولې لا نه ړم
تيږه چې پخپل ځای وي
درنه وي
۱۳۹۷.۶.۳۱
««««««««««««««««
د نشتون هوا دې
ډېره سړه ده
اوښکې د بڼو په سر
کنګل نیسي
۱۳۹۷.۶.۲۹
««««««««««««««««
«««۔ معتاد یم
۔ ویل مې چې سم نه راته ښکارې
۔ چې نه وي مړ یم
۔ مرګ دې شه، خو پرې یې ږده
۔ نه یې شم، ژوند مې په هغه دی؟
۔ څه، ژوند دې دی؟ دا ژوند خو دې خاورې شه
۔ خدای دې مه خاورې کوه
۱۳۹۷.۶.۲۸
«««««««««««««
له خوبه یم
داسې هر وخت
یوه ورځ له شپې لرې یم.
۱۳۹۷.۶.۲۸
««««««««««««««««
هر څه به ښه شي
څوک څه پوهېږي!
د ژوند هوا به
مینې ته ښه شي
او ته به
ما ته ښه شې
۱۳۹۷.۶.۲۷
««««««««««««««««
خوبونه مې په تا
ډېر خواږه وي
لکه چې
هره نیمه شپه
ډېر درته یادېږم
۱۳۹۷.۶.۲۷
««««««««««««««««
ژوند
لکه یو
نیمګړی ماشوم دی
چې مور یې
ورسره مینه لري
١٣٩٧.٦.٢٧
««««««««««««««««
یوه نه
غېږې غېږي
مينه راکړه
ساړه مې کېږي
۱۳۹۷.۶.۲۶
««««««««««««««««
ستا کاته اوبه اوبه دي
او زه
تږی د دې غږ یم
۱۳۹۷.۶.۲۶
««««««««««««««««
څوک چې د مينې
ارته سینه کې
نه ځاييږي
بهر
ښه دي
۱۳۹۷.۶.۲۶
««««««««««««««««
مینې په جنت کې
له جنته
د جنت لپاره و ویستم
۱۳۹۷.۶.۲۵
««««««««««««««««
وخـــــته! ستا یاد شي چې خوشاله به وم
زه هم د چا ښکلو کمڅو کې ورک وم
خدای خدای کول مې څوک راغږ ونه کړي
د ماشومتوب مې په کوڅو کې ورک وم
۱۳۹۷.۶.۲۵
««««««««««««««««
چا ویل چې په اشیاوو کې حس نشته
هره شپه زما بالښت راسره ژاړي
هره شپه زما بالښت اوښکو کې ډوب وي
١٣٩٧.٦.٢٤
««««««««««««««««
کاش چې سترګې دې وم
دې پنجرو نه خپلو سترګو ته مې
ماړه ورکتل
او په کې مې ستا
د حسن
د جلوو خوند حس کاوه
کله چې وځمه د ژوند له کوڅې
هغه وروستی ور پسې وټکوم
چې مخامخ د عشق باغچې ته خلاصېږي
زه مینه داسې کوم
١٣٩٧.٦.٢٢
««««««««««««««««
که پوهېدلم
چې د چوپتیا منګولې
د ژوند پر مرۍ ښخېږي
ستا
د خندا غږ به مې
د خپل زړګي پېڅکه کې
غوټه کړی وای
۱۳۹۷.۶.۱۹
««««««««««««««««
خیر دی
ډېر شرطونه مه ږده
تېر کال مې ورور
ډېر انتخابونه لرل
په کانکور کې پاتې راغی
۱۳۹۷.۶.۱۹
««««««««««««««««
د ښېښې غوندې زړه
تاواني وي
هره ورځ به
ماتو ټوټو ته ناست يې
۱۳۹۷.۶.۱۹
««««««««««««««««
د مينې هغه لښکر
چې ته په کې يې
ګټونکی دی
۱۳۹۷.۶.۱۹
««««««««««««««««
چې چا نه یې لیدلې
شعر مې مبالغه ګڼي
خو زه یې نه ګرموم
هغوی ښکلا سره مخ شوي نه دي
١٣٩٧.٦.١٨
««««««««««««««««
ځان ته یو څه غوندې
اشنا ښکارېږم
چې مینې غوښته
لا یې هغسې
لېونی کړی نه یم
١٣٩٧.٦.١٨
««««««««««««««««
زړه ته مې شور سر ته سودا شه
زه لېونی ځه ته لیلا شه
خوب مې لیده چې یې راغلې
زه دې ویده یم خو ته راشه
١٣٩٧.٦.١٨
««««««««««««««««
ژوند همدغه دی
چې زه او ته يې جوړوو
ته وخانده
چې زه درته خوشاله یم.
١٣٩٧.٦.١٧
««««««««««««««««
زه مې د خپل زړګي
د اور ترڅنګه کېنم
چې هره شپه يې
ستا یادونه لګوي
۱۳۹۷.۶.۱۷
««««««««««««««««
دا څه موده
پته مې نه لګېده
په تللیو ورځو پسې
غلی ور وګرځېدم
چې مې
پر خپلې اوږې لاس ور کېښود
سترګې مې لا هم پر لار ګنډلې وې
۱۳۹۷.۶.۱۷
««««««««««««««««
اوښکې مې
د تنهایي سړې سیلۍ وهلې
کنګل کې هر سړی ښوييږي
ډېره موده کېږي چې
زما د سترګو په لار نه تېرېږي
د خوب مې پښه ماته ده
١٣٩٧.٦.١٧
««««««««««««««««
که ته نه تللې
داسې به هره شپه
د یو چا سترګو
اوښکې له ګوتو ځنې نه نېولې
یو څوک په نیمه شپه به
خوب کې لیدلې
د وره غنګا ته
د خوب له کټه ځنې
راټوپ نه کاوه
ما به
دا توري نه کښل
۱۳۹۷.۶.۱۷
««««««««««««««««
غوره نه یم
خو (ښه) په دې یم
چې ټول مې اوري
د مينې غږ یم
١٣٩٧.٦.١٦
««««««««««««««««
تاوان مې نه دی کړی
راڅخه لاره
چې چا بدله کړله
خو زه یې نه خوښېدم
خو دغه درد به دا ستا
ووایه چېرته یوسم
تا چې له لاسه ورکړ
د هغه ته خوښېدې
١٣٩٧.٦.١٦
««««««««««««««««
نه غواړم دا چې شې بدرنګه ښکاره
چې هدېرې ته مې راځې
پخپلو شونډو کې خندا راوړه
١٣٩٧.٦.١٥
««««««««««««««««
خندا کې څه دي
په دې خو نپوهېږم
خو زوروره
د ښکلو خوله کې شي
اوبه کړي سړی
١٣٩٧.٦.١٥
««««««««««««««««
څه نه لرم
چې ووېرېږم
له لاسه یې ور نه کړم
یو زړه مې و
هغه هم ما په خپله
چا ته ورکړ
١٣٩٧.٦.١٥
««««««««««««««««
نپوهېږم
ستا لپاره ژوند کوم
که ژوند دا ستا لپاره کوم
١٣٩٧.٦.١٤
««««««««««««««««
ښوونځي ته ځکه لاړم
چې ستا نوم ولیکلای شم
الفبا مې ژر را زده شوه
١٣٩٧.٦.١٤
««««««««««««««««
ما ته سخته نه ده
چې دې مینه
له بل چا سره هیڅ ونه کړم
ته به دا درد چېرته وړې
چې ما غوندې
څوک په تا مئین نه وي
۱۳۹۷.۶.۱۴
««««««««««««««««
ژوند کې چې بې تا یمه دې لوبه کې
پرېږده چې جانانه وروسته پاتې شم
شا و خوا ته ګورم که راپېښه کړې
لاره کې له ځانه وروسته پاتې شم
١٣٩٧.٦.١٣
««««««««««««««««
ستا د غېږې د ګرمي هوا مې اخلي
ته چې نه يې هوا نوره هم سړه شي
۱۳۹۷.۶.۱۳
««««««««««««««««
په خاطرو کې مې لږ ولټوه
یو سړی زړه کې دا ستا
په ځنکدن دی
۱۳۹۷.۶.۱۳
««««««««««««««««
ويل يې
((مينې)) ته ((جمله)) جوړه کړه
ورته مې وویلې
زه مې په مينې جمله نه جوړوم
زه مې له مينې سره ژوند جوړوم
۱۳۹۷.۶.۱۳
««««««««««««««««
چې دې خاطر ګرانوي
چا وې چې پرېږده هغه
د چا لپاره مې خاطر
راباندې ګران دی
هغه څنګه پرېږدم
۱۳۹۷.۶.۱۲
««««««««««««««««
پټه مینه(مکالمه)
- مئين شوی یم
- په چا؟
- نه يې شم ویلای
- ما ته هم؟
- تا ته هم!
- امممممم!!!
- پټه مینه
پټه ښه وي
۱۳۹۷.۶.۱۲
««««««««««««««««
سړی چې دومره درد او غم ته ګوري
په ژوند کــې راته کم ځای پاتې کېږي
۱۳۹۷.۶.۱۲
««««««««««««««««
ته چې لاړې پسرلی و
نشت دې نه شم زغملای
د ژمي لپاره
ګلونو ته مې
ګلدانونه اخیستي
۱۳۹۷.۶.۱۲
««««««««««««««««
څومـره چــې زه یم
مظلوم تر مظلوم
هغومـــره ته يـــــې
ظالمــــــه ښکلې
۱۳۹۷.۶.۱۱
««««««««««««««««
ډېر ژاړو
لږ خاندو
يو څه په ځان باندې
هيڅ نپوهېږو
اخر مئين یو
موږ خو مينه کوو
۱۳۹۷.۶.۱۱
««««««««««««««««
تنهايي مې د لارې ملګرې ده
کلونه کيږي چېرته نه رسېږو
۱۳۹۷.۶.۱۱
««««««««««««««««
لمر کوټې ته له کړکۍ راټوپ کړ
د تنهايي د سړې سينې پر سر ودرېد
یو زړه راټول غوندې شو
خو ور تړلې سترګې ولاړ دی
کيلۍ نهیلیو پټه کړې
بهر د چا د ستړو سلګیو
ښکالو ته سوځي
۱۳۹۷.۶.۱۱
««««««««««««««««
غوښتل مې ژوند انځور کړم
د نهیلۍ په لاسو
کرښې مې سمې
هسې نه شوې کښلای
مویک تندې و اخیستی
قدرې رنګ هم د مینې نه و
چې په کې لوند شي
١٣٩٧.٦.١١
««««««««««««««««
کله چې خبرې کوم
په غوسه کېږي
چې په خبرو کې شعر ونه وایم
کله چې شعر لیکلو ته مې زړه کېږي
زه ترې
زما او ستا د خبرو خوند اخلم
ته ووايه
شعر ولیکم
او که خبرې وکړو؟
۱۳۹۷.۶.۱۰
««««««««««««««««
ستا خبرې د سیند اوبه دي
که ورتمېږم
څپې څپې مې پسې اخلي
که په کې ورګډېږم
ډوبوي مې
۱۳۹۷.۶.۱۰
««««««««««««««««
ازار
وايي:
خوښېږې مې
څوک چې د چا خوښ نه وي
ازار هم نه ورکوي
١٣٩٧.٦.٨
«««««««««««««««
هېرول دې زړه غواړي
هغه هم رانه
ستا په سترګو کې هېر شوی دی
١٣٩٧.٦.٨
««««««««««««««««
زړه چې مې ورک
بې غږه څړیکو کې دی
ما ته را کړي چا
د درد رانجه دي
١٣٩٧.٦.٧
+ نوشته شده در ۱۳۹۷/۰۸/۲۲ ساعت 9:30 AM توسط صديق الله بدر
|