ژباړه: کافکا څه ډول لیکل کول؟
کافکا څه ډول لیکل کول؟

فرانتس کافکا چې په ۱۸۸۳ کال په پراګ کې زېږېدلی او په ۱۹۲۴ کې يې له دې نړۍ سترګې پټې کړې، د شلمې پېړۍ یو لوی الماني ژبی لیکوال و.
کافکا جرمني ژبه د لومړنۍ ژبې په توګه زده کړې وه.هغه په چکي ژبه روانې خبرې کولې، له فرانسوي کلتور او ژبې سره آشنا و او د خوښې وړ ناول لیکوال یې ګوستاو فلوبر و.
د کافکا آثار د لوېديز په ادبیاتو کې له اغېز ښندونکو اثارو څخه شمېرل کېږي.
کافکا خپل نږدې ملګري ماکس برود ته وصیت کړی و چې تر مرګ وروسته يې ټول اثار وسوزوي خو ماکس برود داسې ونه کړل او د هغه کابو ټول اثار يې چاپ کړل. د برود دا کار کافکا ته نړیوال شهرت ورپه برخه کړ.
کافکا د دوکتورا تر کچې په حقوقو کې زده کړې کړې وې.
نوموړي له ۱۹۱۰ څخه د خپلو شخصي یادښتونو لیکلو ته مخه وکړه او د ژوند تر آخره یې هغه ته دوام ورکړ، شخصي یادښتونه يې د هغه د ژوند او شخصیت پېژندنې په برخه کې خورا مهم اثر ګڼل کېږي. کافکا په دې اثر کې د خپلې ناروغۍ، ویرې، یوازیتوب، له واده سره د بې کچې مینې او په عین حال کې د مور او پلار کینه او خپل نور احساسات ځای کړي دي.
د کافکا اثار د شلمې پېړۍ اروپا د ترينګلي او مهمو پېښو بیانوونکي دي. تر ډېره د نوموړي په لیکنو کې یوازېتوب او وېره، خیالونه او نیمګړتیاوې او انساني عقدې مطرح کېږي.
مسخ، محاکمه، امریکا، د محکومانو ډله او ماڼۍ د کافکا ناولونه دي. کافکا د لنډو کیسو یوه ټولګه هم لري.
کافکا هغه لیکوال و چې سپورټ ته يې ډېر ارزښت ورکاوه. هغه هر سهار لس دقیقې بربنډ د هیندارې مخ ته ورزش کاوه. بیا يې جامې اغوستې او پوره یو ساعت به يې پلی تګ کاوه. هغه په دې هم بسنه نه کوله او تل به يې له لیکلو وروسته او تر خوب مخکې لس دقیقې سپورټ کاوه.
دلته چې د کافکا د لیکلو او لیکوالۍ په اړه څه لولو، تر ډېره فلیس ته د کافکا له لیکنو او د ګوستاو یانوش له کتاب نه را اخستل شوي دي. کافکا له فلیس سره مینه درلوده خو دا مینه د واده تر حده ونه رسیده.
زه هره ورځ د سهار له اته نیمې د غرمې تر دوه نیمو پورې لیکل کوم. بیا د شپې تر اووه نيمې سپورټ کوم او له سپورټ وروسته له خپلې کورنۍ سره ډوډۍ خورم. بیا د شپې تر یوولس نیمې پورې تر هغه چې خوب راشي لیکل کوم.
زه لیکل کوم، خو د ویلو لپاره څه نه لرم، ځکه هرڅه تر دې مخکې ويل شوي دي.
هر هغه څه چې مې لیکلي دي، زما د یوازیتوب برکت دی.
لیکل د قاتلانو له کتاره د ځان را ایستل دي.
د واقعیت دامونه د تخییل تر دامونو ډېر زیات دي. الن پو وحشتناکه داستانونه لیکل ځکه غوښتل يې کومه وېره چې له نړۍ نه لري، هغه په دې ډول له منځه یوسي.
زه چې دا بېهوده څيزونه لیکم، په اصل کې له ځانه د تېښتې هڅه کوم. خو په پای کې بېرته له ځان سره مخامخ کېږم. زه نه شم کولای چې له خپل ځان څخه وتښتم.
زما فلیسې! که کومه ورځ له څه لیکلو پاتې کېږم، هغه ورځ به مې هرڅه له لاسه ورکړی وي، حتی تا.
له ژونده ډېر کتابونه پنځولای شوو، خو له کتابونو ډېر کم ژوند ترلاسه کېدلای شي.
ادبیات له واقعیت څخه تېښته ده.
د هر هنر تر شا یو شور پټ دی.
د اندروني ذهني نړۍ او بهرني عيني نړۍ ترمنځ تضاد د ټولو هنرونو اصلي مساله ده. بالاخره هر انځورګر، لیکوال، شاعر او نمایشنامه لیکونکی باید له دې مسالې سره خپله ستونزه روښانه کړي.
د لیکلو لپاره د یوه ګوښي او منزوي کس یوازېتوب بسنه نه کوي. زه د یوه مړه شوي سړي یوازېتوب ته اړتیا لرم.
له هر هغه څه چې په ادبیاتو پورې مربوط نه وي، کرکه لرم. مکالمې(حتی که په ادبیاتو پورې تړلې وي) حوصله مې ختموي، له خلکو سره لیدل کتل مې ستړی کوي، د خپلوانو غم او ښادي مې ګنګسوي. زما په نظر مکالمې د هر څيز اهمیت، جدیت او حقیقت له منځه وړي.
هغه وخت چې لیکل کوم، بې باکه، ځواکمن او حساس یم.
زما وجود ادبیاتو ته ځير دی. دا دی تر دېرش کلنی کلک ورپورې نښتی یم. که کومه ورځ هغه هېروم، نور به نو ژوندی نه یم. نن چې زه څه یم دا د همدغه ادبیاتو برکت دی