ژباړه: ايزابل النده څه ډول لیکل کوي؟
ژباړه/ صديق الله بدر
ايزابل النده څه ډول لیکل کوي؟

ايزابل النده چې د لاتینې امریکا د ادبیاتو یوه ښکارنده یا (پدیده) ګڼل کېږي، کابو ټول آثار يې په ۳۵ نړیوالو ژبو ژباړل شوي او ۵۷ ملیونه ټوکه خرڅ شوي دي.
آلنده په اصل کې د چيلي اوسېدونکې ده خو په ۱۹۴۲ کال په پېرو کې زېږېدلې ده. د الندې ژوند د هغې د کتابونو د مرکزي شخصیتونو د ماجراوو په کچه جالب او د لوستلو وړ دی. پلار يې يو ناڅاپه تری تم کېږي، ورور يې د کودتا په بهیر کې وژل کېږي، دا له ناچارۍ له خپل هیواد نه وینزویلا ته تښتي او بیا لور يې د يوې نادرې ناروغۍ له کبله مري. خو النده د دغو تراژیديو تر اغېز نه راځي او دا هرڅه ځان ته په يو فرصت بدلوي.
الندې په وینزویلا کې د کودتا په وخت کې د ال ناسیونال ورځپاڼې ته لیکنې کوي چې همدا يې د لیکوالۍ د پیل وخت هم دی.
د ارواګانو کور، مینه او سیوری، د اوا لونا کیسې، پایولا، د بخت پېغله، زموږ ټولې ورځې، جاپاني مئین...... او زورو د نوموړې د یو شمېر ناولونو، خاطرو او د لنډو کیسو د ټولګو نومونه دي.
د ایزابل النده اثارو ځينې جایزې هم ترلاسه کړې دي لکه د امریکا د کتاب ملي جایزه، د چیلي د ادبیاتو ملي جایزه او د هانس کریستسن اندرسن ادبي جایزه.
دلته چې څه لولئ، له نوموړې سره د هرال تریبون او ځینو نورو خپرونو د مرکو نچوړ دی چې د لیکلو او لیکوالۍ طریقې يې په کې بیان شوې دي:
لیکل ما ته د ژوند په معنی ده، قصه ویل هغه یوازنی کار دی چې غواړم ترسره يې کړم. لیکل لکه ساه کښل دي. ادبیاتو راته غږ راکړی، زما ژوند ته يې معنی ورکړې او زه يې په نړۍ کې له ملیونونو لوستونکو سره وصل کړې يم.
زه له ټويټر او فیسبوک څخه استفاده نه کوم، ځکه وخت يې نه لرم. ټوله ورځ په لیکلو بوخته یم.
زما د مطالعې پر مېز د کتابونو یو غر جوړ دی چې باید ويې لولم. د کتابونو له بویولو او لمس کولو خوند اخلم خو کله چې په سفر کې یم، غوره ګڼم هغه شمېر کتابونه چې غواړم ويې ولولم، په ای پد کې له ځان سره ولېږدوم.
زه له ښځو سره ښه اړيکي ټینګولای شم، هغوی ما ته یو څه رازده کوي. د نارینه وو خاطرې ځوابونو ته نغوته لري خو د ښځو خاطرې د پوښتنو په اړه دي.
زه منم چې د یوه بشپړ شخصي داستان ویل ځانګړي جرئت ته اړتیا لري خو زه په کې د تعدیل او رغون اړتیا وینم. د یوه سرګذشت د ویلو لپاره زوړورتیا لازمه ده، خوښېږي مې چې هر څه ووايم، حتی هغه اسرار چې نباید وویل شي، خوښېږي مې چې تل د خپل ژوند او زړه دريڅې خلاصې پرېږدم. زما باور دا دی چې په ټولیز ډول د هغه څه افشا کول چې یو شخص د زیانمنېدو تر بريده رسوي سم کار نه دی. خو زما ژوند د نورو له ژونده دومره توپير نه لري او نه مې هم کله کومه ګناه یا جرم کړی چې پرې اعتراف ونه شم کولای. زه پوهېږم چې موږ څومره سره ورته یو. په همدې خاطر په خپلو داستانونو کې د نورو شریکول راته یو طبیعي کار ښکاري.
لومړی له یوه ځانګړي داستان یا یوې موضوع سره مخ کېږم، هغه مې کلونه کلونه فکر له ځانه سره بوختوي خو بالاخره يې لیکم. د اشیاوو او څيزونو د علت په اړه له ځانه پوښتنې بندوم. اوس ډاډمنه یم چې په هر کتاب کې د خپلې اروا او تېر په لټه کې يم. ځانګړي څېزونه مې په چټکۍ ځان ته ورکاږي. غښتلې ښځې، مېندې، مینه، تاوتریخوالي، مړینه، له لاسه ورکول، غم، وفاداري، عدالت او رستګاري، دا ټول زما په لیکنو او زما په ژوند کې ثابت موضوعات دي.
کله چې داستان لیکم. ډېره ازادي لرم، خو لیکلې خاطرې مې تر ډېره پر لوستونکو اغېز لرلی او له دې طریقه پیغام په غوره بڼه لېږدول شوی دی.
ښځو لیکوالو ته وايم چې خپلو کې سره خبرې وکړي، خپلو کې په اړیکه کې اوسي، د ښځو ټولنې جوړې کړي، خپلې کيسې یو بل ته ووایي، يو ځای کار وکړي، موږ چې له یو بل سره و اوسو ماتې نه منونکې یو، د وېرېدلو په نوم کوم څه نشته.
له ليکلو سره مې ډېره جوړه ده خو پر پايلې يې اصلا فکر نه کوم، یوازې پر هغو شېبو مئینه یم چې په يوه کوټه کې ځانته یوازې ناسته یم او کلمات یو یو، یو د بل ترڅنګ ږدم او يوه ځانته نړۍ رامنځته کوم. همدا مې خوښېږي. وروسته له هغه چې کتاب چاپ شو، لیونتوبونه تازه راپيلېږي.
په عام محضر کې اوسېدل، ډېر غږېدل، بې انتها غږېدل او د هغو څېزونو په اړه توضحیات ورکول چې د توضیح وړ نه دي، عجیب احساس لري.
ولې لیکل کوم؟ څوک پوهېږي چې موږ ولې لیکل کوو؟ معمولا هغه توضحیات چې د کتاب ارزوونکي یا د پوهنتون استادان يې ورکوي، په دې پورې ربط نه لري چې یو څوک ولې لیکل کوي.