ويناوال: صديق الله بدر

 

               تللې يارانې

 

ډكې چې خنــدا نه خــولې د ګلو دي

ځكــه بيــا نــارې پــرې د بلبــلو دي

خونې د غمــازو هسې ورانې  شوې

شپې چــې د وصــال پــه رسيدلو دي

نن چې مې زړګـى هسې خوشاله دى

تللــې يـــارانــې پـــه بيــا راتللــو دي

دا ســترګــې تيــارې زمــا ړنا شولې

شپـــې د بيلتانـــه چــې پــه وتلــو دي

شيخ چې د ښكلا په ښار دېره شو وې

ښكــلې چــې څــه دي د ښكــلولـو دي

۳۰/۱/۱۳۶۷