شعرونه/ صدیق الله بدر

زه او کوټه چې کله ‌‌‌‌‌‌ډېر په تنګ شو تا یادوو
ستا د راتګ وایو درواغ په رښتیا ښه تېرېږي
دا راته مه وایه چې نوم یې ولې نه اخلمه
مینې مو نغښتې دي خواره په لاره نه تېرېږي

۹۴.۳.۲۳

««««««««««««««««««««««««««

ټپ غږ

پرون مې د ټپ غږ 
چيغو ته ناست وم
چې خپله مې هم وانه ورېدل
۹۴.۳.۱۷

««««««««««««««««««««««««««««

د درد خوب

د یاد مرغیو ته دې
همدا یوه لاره ده 
درد مې چې خوب په اوږو وانه خلي
د خپل زړګي کړکۍ مې 
هره شپه خلاصې پرېږدم
۹۴.۳.۸

««««««««««««««««««««««««««««««

زړه مې چې خوند اخلي له درده
يو چا د مينې يو نوم درد ياد کړ
۹۴.۳.۴/۵

«««««««««««««««««««««««««««««

اوښکې
چې پښه نیولی نه شم
اوښکې دې مه بدرګه کوه راسره
۹۴.۳.۴

««««««««««««««««««««««««««

زړه مې چې خوند اخلي له درده
يو چا د مينې يو نوم درد ياد کړ
۹۴.۳.۴/۵

«««««««««««««««««««««

په نرۍ ګوتو پر څڼو ورو تېرېږي
شمال هم پېژني د مينې لارې
94.3.4

«««««««««««««««««««««

له خټو جوړه شپېلکۍ

 

زه مې خپل کلی 
د غره له سره وينم
کله هم کلی په تورتم کې 
غېږه کړي تاوه رانه
کلی می شړ دی
چې کله کله زه راځم کلي ته
وېره کې راشم
وېره کې اوسم
وېره کې وځم ترېنه
زه مې خپل کلي ته راځم
اکثر په نيمه شپه کې
کلي نه هر ځل په وتو
زما شپېلۍ د ټوپک
ګرمه وي ډېره ګرمه
نه ګرمه نه وي
سره وي ډېره
هغومره سره چې
راته مې غاړه سيزي
زما پر غاړه دغه توره 
جوړه شوې ليکه وينئ؟
دا جوړه کړې 
د ټوپک سرې شپېلۍ ده
***
ما په اوږه کړه
چې د بل په لاس جوړ شوی ټوپک
له ما نه هېره شوله
دا چې شپېلکۍ له خټو
جوړېږي څنګه اشنا؟
***
رايادوم رايادم ها د پرون کلی مې
هغه وخت ډوبه وه دېره او حجره
د خلکو شور و ځوږ کې
چې به ما پو ګړه
له خټو جوړه شپېلکۍ
خو اوس چې سره مې د ټوپک شپېلۍ شي
يو اخ شي پورته
او بيا
يو غږ شي ټپ تر عمره 
۹۴.۳.۱