ژباړه: د سترو لیکوالو عادتونه
Normal
0
false
false
false
EN-US
X-NONE
AR-SA
MicrosoftInternetExplorer4
/* Style Definitions */ table.MsoNormalTable {mso-style-name:"Table Normal"; mso-tstyle-rowband-size:0; mso-tstyle-colband-size:0; mso-style-noshow:yes; mso-style-priority:99; mso-style-qformat:yes; mso-style-parent:""; mso-padding-alt:0in 5.4pt 0in 5.4pt; mso-para-margin:0in; mso-para-margin-bottom:.0001pt; mso-pagination:widow-orphan; font-size:11.0pt; font-family:"Calibri","sans-serif"; mso-ascii-font-family:Calibri; mso-ascii-theme-font:minor-latin; mso-fareast-font-family:"Times New Roman"; mso-fareast-theme-font:minor-fareast; mso-hansi-font-family:Calibri; mso-hansi-theme-font:minor-latin; mso-bidi-font-family:Arial; mso-bidi-theme-font:minor-bidi;}
د سترو لیکوالو عادتونه
ايډیال عادتونه لیکوالو ته د امکان تر بریده اجازه ورکوي چې پخپل کار کې ثابت قدمه اوسي. دا هغه څه دي چې یو لیکوال يې باید همیشه په لټه کې وي.
لیوباباتا په همدې ګروهه یو ځای لیکي: تل دا هڅه کوم چې د سهار له مخې لیکل خپل عادت وګرځوم. ځکه هغه وخت ښه تمرکز لرم او د ورځې تر پایه دا ډاډ به راسره وي چې د لیکلو کار مې پای ته ورسوم.
هر څوک د خپلې علاقې وړ لیکوالو په لیکنو ميين وي او پر دې ټکي پوهېدل ورته جالبه وي چې کوم کارونه د هغوی د بریالیتوب سبب شوي دي.
دا جوته خبره ده چې بریالیتوب ته رسیدل یوازې یوه لار نه لري، ځينې لیکوال علاقه لري چې هره ورځ مشخصې جملې او پاڼې ولیکي، ځينې په يوه ورځ کې د يوې جملې او یا یوې پاڼې په لیکلو سره له خپل کار نه راضي وي، ځينې لیکوال علاقه لري چې لاس کښنې ولري، ځينې د کاک پر کارتونو د لیکلو لېواتیا لري، ځينې دا عادت لري چې په ولاړه لیکل وکړي او ځينې د لیکلو پر مهال اوږده غځېدل خوښوي.
یوازې يوه ځانګړې لاره نشته، هغه کار وکړئ چې خوښېږي مو او یا يې له دې سترو لیکوالو زده کړئ:
استفن کینګ: کله چې کينګ غواړي کوم کتاب ولیکي، له کومې دمې پرته په ورځ کې پرله پسې لس پاڼې لیکي. حتی د رخصتۍ په ورځو کې. له دې کبله هغه هره ورځ ډېر څه لیکي چې دغه کار يې د نه وړاندوينې پایله لري. کینګ زموږ په زمانه کې یو له پرکاره لیکوالو څخه دی.
ارنست همینګوې: د کینګ په پرتله، همینګوې د ورځې ۵۰۰ کلیمې لیکلې چې ډېر بد هم نه و. هغه سپېده دم له خوبه راپاڅېده او لیکل به يې کول چې له هيجان څخه لرې وي او په چوپیتا او ارامۍ کې خپل کار وکړي. جالب ټکی لا دا چې همینګوې په الکولو روږدی و خو هيڅکله يې د لیکلو پر مهال نشه نه کوله.
ولادیمیر ناباکوف: هغه د ((لولیتا))، ((رنګ بایللي اور)) او ((ادا)) په نومونو د سترو ناولونو لیکوال و. ناباکوف عادت درلود چې په ولاړه لیکل وکړي، هغه د کارتونو پر مخ لیکنې کولې چې دې کار نوموړي ته دا امکان ورکاوه چې پېښې بې له کوم ترتیبه ولیکي او د کارتونو په ځای په ځای کولو کې په داسې ډول ترتیب ورته ورکړي چې پخپله يې غواړي. ناباکوف د ((ادا)) ناول په لیکلو ۲۰۰۰ کارتونه تور کړي وو.
ترومان کابوت: کابوت ادعا کوي چې کاملا یو افقي لیکوال دی. هغه وايي چې د لیکلو پر مهال باید د خوب د تخت پر سر یو سګرټ او یوه پیاله قهوه ورسره وي او اوږد وغځېږي چې وروسته دغه قهوه په چایو او نورو شیانو بدلېږي، تر هغه چې ورځ پای ته ورسېږي. هغه خپل لومړی او دویم چټل نویس په قلم لیکي، بیا خپل پاکنویس ټايپوي.
فیلیپ راث: راث د امریکا یو له سترو اوسنیو لیکوالو څخه دی. نوموړی عادت لري چې په ولاړه لیکل وکړي. هغه د قدم وهلو په وخت فکر کوي. راث ادعا کوي چې د هرې پاڼې د لیکلو پر سر ۸۰۰ متر ه پیاده مزل کوي. هغه خپل شخصي ژوند له خپل کار نه بېل کړی دی او په کور کې لیکل نه کوي. هغه د کار یوه کوټه لري چې له کور نه يې بهر جوړ شوی دی.
راث له کړکۍ نه لرې د مېز تر شا کيني او کار کوي، چې تمرکز يې خراب نه شي.
جیمز جویس: جویس د وروستۍ پېړۍ د لیکوالو په غولي کې سر راهسک کړی. په داسې حال کې چې ډېر فعاله لیکوال خپل کار د څو جملو او پاڼو په لیکلو محدودوي، خو دا د هغه لپاره ویاړ ښکاري چې خپل وخت د جملو لیکلو په جنجال کې تېروي. په دې اړه يوه مشهوره کيسه په دې ډول ده: د سړک په غاړه یو دوست له جویس نه پوښتي: ایا تراوسه په لیکوالۍ کې دې کومه ښه ورځ درلودلې؟ جويس په خوشالۍ ځواب ورکوي: هو. دوست بیا پوښتي: په هغه ورځ دې څومره لیکل کړي؟ جویس ورته ویلي: ۳ جملې.
جویس کارل اوتس: اوتس په لاس لیکل کوي او د خپل کار لپاره هيڅ کوم جدي پروګرام نه لري. هغه وايي غوره بولي چې د سهار تر چای مخکې لیکل وکړي. هغه د خلاقې لیکوالۍ استاد دی او وايي چې په درسي ورځ یو ساعت مخکې تر دې چې ټولګي نه وځي، ۴۵ دقیقې لیکل کوي. په نورو ورځو کې همدا چې د لیکلو کار يې ښه مخته ځي ساعتونه ساعتونه بې له ارام کولو لیکل کوي او د ماسپښين په دوه او یا هم دریوو بجو کې خپله سهارنۍ خوري.