لنډه کیسه: شناخته کاندید
لنډه کیسه/ صدیق الله بدر
شناخته کانديد
په دویمه ورځ يې چې درېیم ځل هم زما تلفون ته ځواب رانه کړ، اندېښمن شوم. څو ځلې مې بیا بیا تلفون ته لاس کړ، خو بېرته پښېمانېدم، سوچونو په مخه کړم، له ځان سره مې وويل: تا ته نو چا ویل چې د خپل زړه خبره ورته کړه.
خو ژر دا سوچ راپیدا شو چې دموکراسي ده هر څوک یو نظر او یو انتخاب لري. ما خو د خپل انتخاب ورته وویل، که يې مخالفه ده حق لري خو ملګري باید وساتي.
پرون یوولس بجې مې ورته زنګ وواهه چې ته خو په کمیسیون کې يې او خبره دې چلېږي، یوه مرسته وکړه. هغې راته کړه: هر خدمت ته تابعداره یم.
سمدستي مې ورته وویل چې زموږ سیمه کې څو ادارې دي، مامورینو يې د انتخاباتو کارتونه نه دي اخستي، که د کارت ویشلو سیستم ورته جوړ او په ادارو کارتونه ورکړل شي، ډېر کسان به کارتونه ترلاسه کړي.
- بلکل ولې نه، دا ډېره ښه خبره ده، همدا اوس له ادارې سره خبرې کوم، ژر بیرته خبر درکوم.
خوشاله شوم، مننه مې ترې وکړه، هغې وویل: مننه مه کوه، دا زموږ کار دی، تا له موږ سره مرسته وکړه.
زه ځکه ترې خوشاله شوم چې نن د هغوی کار ډېر و، ګڼ کسان د جمهوري ریاست د کاندیدۍ لپاره ورتلل او دوی ډېر وخت نه درلود.
د خدای پامانۍ په وخت کې هغې بیا د احوال ورکولو خبره وکړه، خو ما ورته وویل: تلفون مه راکوه، چې ته خبره معلوموې، زه به ستاسو په دفتر کې يم.
- د انتخاباتو کمیسیون ته راځې؟
- هو
- ولې ځان په تکلفیوې، دومره خبره نه ده، په تلفون کې يې درته وایم.
- نه، مننه؛ زه هلته د یو بل کار لپاره هم درځم.
- له ما نه پټ دی؟
- نه...
- پويه شوم، مه وايه، حتما د کوم کانديد په ټيم کې يې.
- نه، ټيم کې يې نه یم، شناخته دی.
هغې په ډېرې لېوالتيا پوښتنه وکړه: څوک دی، دا بختور چې ته ورته خوشبینه يې؟
ما د کاندید نوم ورته واخست. د هغه د نامه له اورېدو سره يې وويل: بس زه به پوښتنه وکړم چې ستا هغه کار کېږي، که نه؟ په مخه ښه.
1392.7.14 Normal 0 false false false EN-US X-NONE AR-SA