ادبي بحثونه/ صدیق الله بدر

محمود کوچی؛

د واقعي پېښو انځوروونکی کیسه لیکوال


بیا هم پر معاصر پښتو داستان او داستان لیکنه تمېږو. پر هغه ادبي ژانر چې ورځ تر بلې نوې ښکلا خپلوي او مينه وال يې زیاتېږي. ښايي يو لوی علت يې په دې کې وي چې زموږ د خپلې زمانې، خپل ژوند او ورځې کيسې کوي، چې کرکترونه يې هم موږ پخپله یو.

دا ځل هغه ځوانه څېره درپېژنم چې ښه کیسه، هغه کیسه بولي چې رسا پیغام په کې نغښتی وي او لوستونکی د موضوع ژورو ته بیايي: (( د یوه رسا پیغام لرونکې کیسه، د انسان د ژوند له یوه اړخ نه یو روښانه او روڼ تصویر خلکو ته ورکول او هغوی د موضوع په بطن کې ننه ایستنه دا د ښې کيسې غوره صفت دی.))

دا ځوان کیسه لیکوال ښاغلی محمود کوچی دی چې په خپله وینا یې د ډېرو لیکلو پر ځای په ښه لیکلو ګروهمن دی: (( زه خپله هره کیسه څو څو ځله لیکم، ډېر فکر پرې کوم، زه وایم لږ چاپ شي خو چې ښې چاپ شي، دا به ښه وي.))

پېژندنه:

محمود کوچی د ښاغلي احمد خان زوی په ۱۳۳۸ لمریز کال د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ په کږې سیمه کې دې نړۍ ته سترګې پرانستې دي. لومړنۍ زده کړې یې د کابل په شاولي ښوونځي کې او منځنۍ زده کړې يې د حبیبیې په لېسه کې سر ته رسولې دي.

له منځنیو زده کړو وروسته یې د کابل پوهنتون په وره قدم کېښود او د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په پښتو څانګه کې یې په زده کړو پیل وکړ، چې په ۱۳۶۲ کال کې یې له نوموړې څانګې څخه بری لیک تر لاسه کړ.

نوموړی له ۱۳۶۳ نه تر ۱۳۷۳ کاله پورې د باختر خبري اژانس خبریال او اېډېټر و.

همدا چې کابل ښار د جګړو او اور په لمبو کې ومروړل شو او ګڼ هېوادوال ګاونډیو هېوادونو ته مهاجر شول، کوچی هم پېښور ته وکوچېد. هلته یې د بي بي سي په تعلیمي پروژه کې په کار پیل وکړ.

په ۱۳۸۱ کال کې په هېواد کې له نویو بدلونونو سره بېرته ته راغی او دلته یې له بي بي سي سره خپل کار ته دوام ورکړ، چې اوس هم د نوموړې نړيوالې راډیو په خبري برخه کې دنده تر سره کوي.

ښاغلی کوچی لا ډېر ووړ و چې له کیسو سره یې مینه پیدا شوه: (( په ژوند کې ما ته له مور نه نیا ډېره ګرانه ده او له نیا نه مې د نیا خور راته ځکه ډېره ګرانه ده چې هغې به تل راته کیسې ویلې. که تاسو ته یاد وي هغه مهال کیسې معمولاً موزونې وې. په هغې کې یو اتل به و او نور کرکټرونه به یې درلودل او پر شاو خوا به یې کیسه را څرخېده. نپوهېږم چې تر کومه حده به دا کیسې سمې او رښتنې وې؛ خو کیسې وې او کیسې به ځکه وې چې حتماً او هرو مرو به یې پيغام درلود. له هغه وخت نه مې له کیسو سره مینه پیدا شوه.))

نوموړي په یوولسم ټولګي کې معاصرو لنډو کیسو لوستلو ته مخه کړه: (( په یوولسم دولسم ټولګي کې به وم چې ځینو کیسه لیکوالو خپلې کیسې چاپولې، ما له کتابونو او مجلو سره ډېره علاقه درلوده، کله نا کله به مې چې پیدا کړې هرو مرو به مې هغه لوستلې. په دې مجلو او میاشتینيو کې به زما لومړۍ حمله په کیسو وه، کیسه به مې ډېره خوښېده، هغه به مې لوسته او ترېنه به مې خوند اخیسته.))

کوچی وايي، کله کله به چې ځنیو ناخوالو ودرداوه یا به یې ډېر خوشاله کړ؛ نو داسې فکر به يې کاوه چې دی هم باید څه ولیکي: (( ډېرې کیسې مې ولیکلې، ډېر کاغذونه مې تور کړل؛ خو له بده مرغه چې په یوې مې هم زړه اوبه ونه څښلې.))

لومړنۍ لنډه کیسه یې (د ژوند په تله) نومېږي، چې په ۱۳۶۴ لمریز کال کې یې لیکلې او د ده زړه پرې اوبه وڅښلې: ((۱۳۶۴ کال و چې ما خپله لومړنۍ کیسه ولیکله. بیا مې چې لومړنۍ داستاني مجموعه چاپ شوه، د هماغې کیسې نوم مې ورکړ، چې د ژوند په تله نومېږي.))

ښاغلي کوچي ګڼې هنري، ادبي او ژورنالستیکي لیکنې هم کړې دي. کله کله یې شعرونه هم ویلي او انتقادي طنزونه یې هم لیکلي دي.

تر اوسه د نوموړي د لنډو کیسو یوه ټولګه ( د ژوند په تله ) په ۱۳۷۹ کال په پېښور کې د دانش خپروندویې ټولنې له لوري چاپ او خپره شوې ده.))

لیکوالي:

محمود کوچی زموږ د ځوانانو کیسه لیکوالو له ډلې څخه هغه کیسه لیکوال دی چې تر ډېره یې رښتني موضوعات کیسه کړي او انځور کړي دي. په تېره هغه موضوعات يې کیسه کړي، چې د افغانستان د تېر دېرش کلن ناتار رښتني انځورونه دي.

مصطفی سالک همدا خبره کوي او وايي که د کوچي صاحب په کیسو کې موضوعاتو ته یې وګورو، موضوعات يې، په تېرو دېرشو کلونو کې ټولې هغه ناخوالې دي چې پر افغانانو تېرې شوې دي: (( ده دغه ناخوالې انځور کړې دي. هغه که دننه په افغانستان کې وې او یا هم له افغانستان نه د باندې په پاکستان کې. لکه کرايي کور يې دغسې یوه کیسه ده.))

سالک وړاندې دا هم وايي چې ده پخپلو کیسو کې ځینې ناوړه دودونه هم انځور کړي دي: (( یوه کیسه ده چې پټه خوله رضا نومېږي. په هغه کې یوه جلۍ ده، یو سړی یې ځانته ودوي خو هغې ته نه وايي چې ځان ته یې ودوي بلکې ورته وايي چې لويوم دې. کله یې چې لویوي، تر هغې دا جلۍ نه وي خبره چې ودېږي. کله چې ودېږي نو خبره شي چې ما خو همدا سړی ځانته ودوي. نو چې ورته وايي ستا قبول دی، هغه پټه خوله پاتې شي او ټول وايي چې چوپه خوله خو رضا ده. نو دا د افغانانو ناوړه دودونه دي چې دا یې هم په کې یاد کړي دي.))

 د سالک په خبره محمود کوچي د افغانانو نورې ناخوالې چې مړي په کې شوي، کورونه یې وران شوي او نور حالات د هغه په کیسو کې ښه انځور شوي دي.

د همدغه خصوصیت په درلودلو سره د کوچي صاحب کیسې ریالستیکي ارزول کېږي او زیات داستان لیکونکي هغه ریالیستیک کیسه لیکوال ګڼي. بارکوال میاخېل په همدې نظر دی: (( زما له نظره د کوچي صاحب په کیسو کې د ده ځانګړتیا دا ده چې نوموړي د افغانانو د ناخوالو او د مهاجرت د ژوند موضوعات را اخستي او انځور کړي دي. د ده په کیسو کې هغه موضوعات نشته لکه د ځینو کیسه لیکوالو په کیسو کې چې شته لکه رومانټيک موضوعات چې دا يې لویه ځانګړنه ده.))

اجمل تورمان، چې د کوچي د کیسو ښه لوستونکی دی، د ده کیسې د ژوند رښتني انځورونه ګڼي: (( د کوچي کيسې اکثراً د ژوند رښتني انځورونه دي، ځکه په هغه ځای کې چې کوچی اوسېدلی زه هم اوسېدلی یم او دا هماغه د ژوند رښتني انځورونه دي چې ده پخپلو کیسو کې را اخستي دي. یو دوه کیسې یې چې ما لوستي دي او واقعاً مې خوښې شوي دي، هغه کرايي کور او ژوندي مړي دي، چې د مړي کیسه د پوډریانو په ژوند باندې راڅرخي. په اخر کې هغه پوډري د خپل یوه ملګري مړی ښخوي او هډوکي يې بیا په یوه پټ ځای کې د دې لپاره ښخوي چې سبا یې هډوکي وپلوري او پرې پوډر واخلي.))

محمود کوچي په خپلو کیسو کې د مهاجرت د ژوند شېبې ښې انځور کړې دي او هغه دردونه یې په کې را اخستې دي چې افغانانو په پاکستان کې ګاللي دي. میاخېل د همدې خصوصیت د درلودلو له امله د ده د کرايي کور کیسه په اردو ژباړلې او د ده د ژوند شهکاره کیسه یې بولي: (( د ده د کرايي کور کیسه زما په نظر ښه کيسه ده، دغه کیسه ما په اردو ژبه ژباړلې. دغه کیسه یې زه یوه شهکاره کیسه بللی شم. مثلاً دی د پېښور په کوڅو کې ګرځي او کرايي کور لټوي، په ځینو ځایونو کې خپله ده ته خوند نه ورکوي، مثلاً هلته بد بويي وي، دی یې د کابل له کوڅو سره پرتله کوي، د کابل کوڅې چې وې ډېرې پاکې وې، د خپل وطن کوڅې وې او دلته د بدبويۍ له امله د ده نه خوښېږي.))

میاخیل وايي چې په همدې کيسه کې کله کله د کوڅو خلک ده ته په ډېر سپک انداز ځواب ورکوي، چې یا دلته کور نشته یا خالي شوی او یا بل چا نیولی: (( دلته ده ته غریو درېږي او خپل هغه د مهاجرت په ژوند ورته ډېر افسوس راځي، چې که خپل وطن وای نو چا به داسې ځواب راکولای، یعنې هغه خپل مهاجرت ژوند یې ډېر ښه په کې انځور کړی دی. زما په نظر دغه یې د شهکارۍ یو خصوصیت بللای شو.))

نورمحمد لاهو هم د کوچي هغه کیسې، چې د مهاجرت انځورونه په کې ځل وهي، ښې کیسې ګڼي: (( هغه کیسې چې ده د مهاجرت په دوران کې لیکلې، هغه ډېرې ښایسته دي، زما خپله ډېرې خوښېږي، نورې کیسې يې هم ډېرې ښې دي.))

د ښاغلي کوچي د کرایي کور په اړه مو ډېر څه وويل، راځئ چې دا کيسه ولولو او خوند ترې واخلو:

کرايي کور

نننۍ ورځ ډېره سرګردانه او لالهانده ورځ وه. ډېر ستړی ستومانه شوی وم. له یوې خوا د پشکال ګرمۍ ډېر ځورولم او له بلې خوا د کور د خاوند د مېرمنې ستغو سپورو لولپه کولم. هغې نن سهار زما په زخمونو ډېرې مالګې دوړولې وې او راته ویلي یې ول، که دې تر نن ماښامه چېرې ځانته کور پیدا نه کړ، نو کډه کوډۍ دې کوڅې ته غورځوم. نپوهېدم چې په کومه کوڅه او کوم مالت کې ځانته کور بیا مومم. د پېښور د نويتې تنګې تنګې او بویناکه کوڅې مې یو ځل بیا ګزوپل کړې. ګرمۍ داسې پسې اخیستی وم، چې هر چا به فکر کاوه چې یا چا د اوبو په ډنډ کې غوپه کړی یم او یا مې د غنم لو پرمهال له سهاره تر مازدیګره غنم رېبلي وي. جامو مې نور له خیرو او خولو نه کراستي نیولي ول. او کراستی به داسې چوخېده، چې تا به ویل په ملا، اوږو او غاړه مې د غنو ډکي په ډډو را چوخېږي. مېرمن مې نن سهار هم راته ویلي ول، چې جامې دې بدلې کړه، خلک نور هم په تا پورې خاندي هم په ما پورې. ما له ډېره غمه د هغې په خبرو غوږ هم نه ګراوه. ما ته یو شی ډېر ارزښتمن و، چې څنګه کرايي کور بیا مومم او څنګه د کور د خاوند له شره خلاص شم. خو کرايي کورونه هم د انځر ګلونه ول. هر چا به په یوې کوڅې کې د یوه کور پته راکړه، هلته به چې لاړم ماشومانو به راته ویل، چې پرون دې کور ته د مهاجرو کډه راغله او نیولی یې دی. نپوهېږم په کومه لاړ شم او چېرې کور بیا مومم. د کوڅې پای ته به نه وم رسېدلی چې بله کوڅه به پیل شوه. له هرې کوڅې څخه به د مردارو اوبو ډډوزې پورته کېدلې. کله به په زړه کې راتېره شوه که چېرې په دې بوینو کوڅو کې راته کور پیدا هم شي نو د ماشومانو به مې څه حال وي. ټوله ګټه وټه به مې د ډاکټر صاحبانو په کڅوړو کې لوېږي. خو بیا به مې د کور د مېرمنې خبرې تر غوږو شوې چې زما ماشومان یې سره اور ته نیولي ول. هره ورځ به مې د یوه ماشوم ګرېوان څېرې و یا به یې له خولې او پوزې نه وينې بهېدلې وې.

له ځانه سره مې پرېکړه وکړه، چې د ژبې له بدلولو نه د کوڅې بدلول ښه دي. په لاره کې یو سپين ږیری په مخه راغی، له هغه نه مې وپوښتل: کاکا جانه! کوم کرايي کور درته نه دی معلوم؟

سپين ږیري د دې لپاره چې له ما سره په دې رنځ کې ځان شریک کړی وي راته وویل، وروره! هغه به دې نه وي اورېدلي چې نان ګدایه شې خانه ګدایه نه. د سپين ږیري دغې خبرې زما رنځ او کړاو نور هم ډېر کړ، په همدې کې خپل کور، خپل وطن او خپل کلی را په زړه شو، هغه پاکې کوڅې، ښایسته سړکونه، ښکلي چمونه او پاکه هوا د عکاسۍ د ګلونو بویونه مې تر پوزې شول، پارکونه مې سترګو سترګو ته شول، چې ماشومانو به په کې لوبې کولې. له ځانه سره مې وویل، ښه ده چې زموږ په هېواد کې داسې ډډوز ناکې کوڅې نشته که نه اوس به د څلورو ماشومانو پلار نه وای.

لږه شېبه وروسته مې د دغو سوچونو مزي هم وشلېدل. ځان ته مې پام شو، چې زه اوس هم د پېښور د نوتيې په تنګو او بوی ناکه کوڅو کې په کرايي کور پسې سرګردانه او لالهانده ګرځم. په کوڅه کې ماشومان لر بر کېدل. د کوڅې دوکانونو چې پرته په کې له ژاولو، پړسوونکیو، خاورو دوړو ککړو چاکلیټونو او پاپړو په کې بل څه نه لیدل کېدل ځیر شوم ؛ خو نن په دې دوکانونو کې یو بل بدلون هم لیدل کېده. هلته شنه بیرغونه چې د میاشتې او ستوري نښانونه په کې لیدل کېدل، ځړېدل. همدارنګه زما د مشرې لور خبره چې د قره قلي دار سړي عکسونه هم زیات ښکارېدل. د شنو بیرغونو او قره قلي دار سړي عکسونو ما ته د جشن خبره را په زړه کړه، چې په هر ځای کې د لوی او واړه په ژبه د چوده اګست ( ۱۴ اګست ) خبره وه. د کوڅې د ماشومانو په څېرو کې خوښي او خوشالي په نڅېدو وه. له ځانه سره مې تېره کړه، چې رښتیا هم جشن د خوښۍ او خوشالۍ په معنا دی. یو ځل بیا سوچونو او فکرونو په مخه کړم او ډېر لرې یې بوتلم. د پنځه ویشت کاله پخوا خاطرې یې را په زړه کړې. د ښوونځي وخت یې را په زړه کړ، چې سر و کال به مې روپۍ ټولولې او د کابل د جشن د نندارې لپاره به مې تیاری نیوه. د رسم ګذشت ورځ مې سترګو ته نېغه ودرېده، لس ورځې وړاندې به د پل محمود خان د شاوخوا سرایونو بامونه او کټونه به په کرایه نیول کېدل. هر څوک به د خپلو کورنیو له غړو سره د بامونو په کټونو ناست ول او د ټانګونو او توپونو نندارې به یې کولې.

د توپونو غړزا مې اوس هم په غوږونو کې انګازې کولې. توپونه به درې څلور سوه متره لرې تېرېدل؛ خو خلکو به دلته ورته چکچکې کولې. زه به له ډېره شوقه د کټ له پاڅه ودرېدم، د توپونو په سر د ناستو سرتېرو ارمانجن به وم. ما به له ځانه سره وویل، چې کاشکې زه هم د دغو ټانګونو او توپونو په سر ناست وای او د خپلو خلکو د سوکالۍ لپاره مې دغه ویاړلې دنده درلودای.

خو لنډه شېبه وروسته مې د خیالونو نیلی په بله خوا وځغلېد. خیال ته راغللی، چې زه تېروتی یم. دا هماغه ټانګونه دي، چې زموږ کلي او ګودرونه یې نړولي دي، دا هماغه توپونه دي، چې زموږ د کلي خلک یې تر خاورو لاندې کړي دي، دوی زموږ د ابادۍ او سوکالۍ لپاره نه بلکې زموږ د بربادۍ لپاره وو. زه باید د دغه راز توپونو سرتېری ونه اوسم. ما دې خدای هېڅکله هم په دغسې توپونو نه سپروي. بیا مې ټکان وخوړ او له ځانه سره مې وویل، لکه چې لېونی شوی یم. زه خو په پېښور کې یم او همدا اوس د نوتيې په ککړو کوڅو کې په کرايي کور پسې سرګردانه ګرځم. ډېر ستړی شوی وم، ما ویل چې په کوم سیوري کې ډډه ولګوم. له ځانه سره مې وویل، خدایه یو داسې بلدي څوک پیدا کړې، چې ما له ځانه سره خپل کور ته بوځي او په یخ بېټک کې مې د پکي یخ شمال ته کېنوي.

خدای راباندې ورحمېده، یو جومات مخې ته راغی او مخامخ ور ننوتم. په یوه کونج کې مې ډډه ووهله او له ډډې لګولو سره سم مې د خیال الوتونکیو د کابل پر خوا خپل وزرونه وغوړول. دا ځل بیا د نندارتونونو او کمپونو په نندارو بوخت شوم. ټول ځایونه په رنګه ګروپونو روښانه شوي ول. د ګروپونو رڼاګانو شینکي اسمان ته ښکلا وربښلې وه. په اسمان کې سرو او شنو پټاکیو شغلې کولې. له هر کمپ څخه د بېلابېلو سندرغاړو اوازونه پورته کېدل. د حضوري چمن شاو خوا ته د خټکیو او هېندواڼو وږم پورته کېده او ښایسته عطر یې په هوا کې شیندل. بیا هم له ځانه سره تېره کړه، چې نه زه بیا هم غلط شوی یم. دا په اسمان کې د ګروپونو رڼا نه ده، بلکې دغه اورونه دي، چې توپونو لګولي دي او اورونه په خلکو ورېږي. لاندې ټول خلک لولپه کوي، کورونه سوځوي، کروندې له منځه وړي او کلیو ته اور اچوي. دا اوازونه د سندرغاړو نه دي، دا ټولې هغه چغې او فریادونه دي، چې د خلکو له خولې نه وځي، ټوله ګڼه ګوڼه د مړو ده، چې د ځمکې پرمخ پراته دي. دا ټول مړي دي، ژوندي نشته. دا وږم او بوی د مړو وږم او بوی دی. خټکي او هېندواڼې نه دي، دا ټول د انسانانو سرونه دي، چې په حضوري چمن کې خرې خبرې پراته دي او د خرڅون لپاره پرې لیلام ګډ شوی دی.

په همدې شېبه کې د جومات چڼې په ډېرې بې رحمۍ سره ټکان راکړ او په قهرجنه لهجه یې راته وویل: پاڅه پوډري دا د سوچونو ځای نه دی، دا د خدای کور دی، ځه دا سوچونه په خپل کور کې ووهه، دلته د عبادت ځای دی.

له دې اواز سره جوخت مې زړه په ټکان شو او را ولاړ شوم، فقط همدومره مې ورته وویل، چې مولوي صاحب کوم کرايي کور درته نه دی معلوم؟

«««

یوه لنډه کیسه باید ګڼې ځانګړتیاوې ولري چې یو له هغو څخه د نثري اصولو مراعتول دي. که چېرې د یوې کیسې موضوع ډېره ښه او جدي هم وي، خو چې ژبه یې ښه نه وی نیمګړې بلل کېږي.

که څه هم چې د ښاغلي کوچي یو شمېر کیسې له پوره کیسه ییزې ژبې او پوره تخنیکونو څخه برخمنې نه دي؛ خو بیا هم نثر یې خوږ، روان او یو څه انځوریز دی.

مصطفی سالک په همدې نظر دی او وايي چې د کوچي صاحب د کیسو نثر ډېر که انځوریز  ورته ونه وایو نو يو څه انځوریز دي: ((نثر يې انځوریز دی، ډېر خوږ نثر دی. خوږې جملې، خوږې فقرې یې په کې را اخستې دي. کوچی صاحب له ادبیاتو فارغ او ادیب دی که له دې زاویې ورته ګورو نثر یې خوږ او ښه دی.))

میاخېل هم سالک ته ورته نظر لري: (( د ده د نثر ژبه چې ده هغه ډېره خوږه او سوچه ژبه ده. ډېر د پښتو سوچه توري یې کارولي دي. ډېر هغه توري چې نن سبا جوړ شوي هغه د ده په کیسو کې نشته. عام نثر لکه له یوه ساده کوچي چې کیسه اورې، دغه ډول نثر یې کارولی دی.))

محبوب الله محبوب بیا دا هم ور زیاتوي چې د کوچي کیسې نه ډېرې احساساتي دي او نه هم ډېره پرګويي په کې شته: (( د کوچي صاحب دغه د ژوند په تله کې د داستانونو ټولګه چې ده دا ما تقریباً شپږ کاله وړاندې لوستې ده. هغه مهال ما ډېر هنري او د کره کتنې ذوق نه درلود، خو نن چې زه دې اوسني داستاني بهیر ته فکر کوم، د کوچي صاحب په داستانونو کې احساسات نشته، یعنې زیاتې خبرې په کې نشته.))

د محبوب په اند زموږ ځينې لیکوال دا ستونزه لري چې کله کله بېځایه خبرې په کې راولي، هغه د کیسه ییز نثر له چوکاټه وځي؛ خو د کوچي صاحب په کیسه ییز نثر کې دا نیمګړتیا ډېره نشته.

خو نور محمد لاهو بیا بل نظر لري او وایي چې کله نا کله د کوچي ژبه اخباري بڼه خپلوي: (( په نثري برخه کې یې کله کله ژبه تشریفاتي ده. له تشریفاتي نه زما مقصد دا دی چې کوچی صاحب یو ژورنالست دی، نو کله کله ورنه ژبه اخباري کېږي. یعنې له هغه سیمه ییز حالت نه لکه څنګه چې موږ عامه محاوره کوو له هغه نه یو څه را بېلېږي. خو دی زیات کوښښ کوي چې خپله ژبه هنري کړي، نوې جملې جوړې کړي او په ښه شکل یې بیان کړي.))

لاهو د کوچي په کیسو کې ګڼو ځانګړنو ته هم اشاره کوي او په سر کې وايي چې د هغه د کیسو ښه ځانګړنه د کیسه ییز تخنیک پالنه ده: (( د محمود کوچي کیسې ښه پیل او پای لري. یعنې د کیسو له تخنیکونو نه یې ښه استفاده کړې ده.))

دا چې ښاغلی لاهو ډېر وخت په خپلو شعرونو کې د اشیاوو په ژبه غږیږي او دا یې د شعرونو ښه ځانګړنه ده، د ښاغلي کوچي هغه کیسه چې د اس له خولې د هغه ژوند بیان شوی، غوره کیسه ګڼي: (( اکثره د ده داستانونه د ژوند واقعیتونه دي؛ خو د ده یو داستان چې د اس بګۍ نومېږي، هغه زما په دې ډېره خوښېږي، چې د اس له خولې د یوې حادثې او د یوې پېښې بیان دی، یعنې یو اس څنګه د ژوند له مشکلاتو سره مخ کېږي، په حقیقت کې همدغه اس یو انسان دی چې د مهاجرت په دوران کې له خپل ژونده شکایت کوي، له بدو ورځو نالېږي او دا چې په ده څه راځي هغه بیانوي.))

د ښاغلي لاهو په  وینا د کوچي د کیسو یوه بله ځانګړنه اوچته تلوسه ده: (( بله خبره د ده په کیسو کې دا ده چې له پيله یو لوستونکی هڅوي چې تر پایه کیسه ولولي او خوند ترې واخلي.))

د دومره ډېرو ځانګړنو په شتون کې د ښاغلي کوچي یو شمېر کیسې په تول پوره نه ارزول کېږي، ښاغلی سالک د ده په کیسو کې یوه نیمګړتیا دا په ګوته کوي چې کرکټرونه یې ښه نه دي انځور شوي: (( د کوچي صاحب په کیسو کې کرکټرونه ښه نه دي انځور شوي یعنې هر کرکټر چې په کیسه کې راځي، هغه باید معرفي شي، لوستونکو ته ور وپېژندل شي، تر پایه یې تعقیب کړي او پوه شي چې کوم کرکټر په کوم ځای کې په کوم وخت کوم کار کوي. خو دلته کرکټرونه ښه نه دي معرفي شوي.))

بارکوال میاخېل یې بله نیمګړتیا دا راښيي چې ځینې کیسې یې له کیسه ییزو تکنیکونو برخمنې نه دي او ګزارشونو ته ورته دي: (( د ده په کیسو کې یو شي ته چې زه باید اشاره ورته وکړم هغه دا ده چې ځینې کیسې يې داسې دي چې ګزارشونو ته ورته دي، زما په نظر چې هغه یې کیسې کړې نه دي. مثلاً یوه کیسه یې ساده را پیل کړې ده، چې تلوسه په کې نه وي او ټکر هم په کې نه دی رامنځته شوی او عادي پای ته رسېدلي وي.))

د یوې ښې کیسې یوه ځانګړنه دا را په ګوته کېږي چې باید راټوله وي. ښاغلی لاهو وايي چې د محمود کوچي ځینې کیسې دا خصوصیت نه لري: (( ځینې وخت د ده په کیسو کې هغه فرعي پېښې راغلې او ترې ډېرېږي، چې له لوستونکو نه هغه مرکزي پېښه یو څه هېريږي او ځینې وخت دا فرعي پېښې هم یو دم قطع کوي او اصلي پېښې ته مراجعه کوي.))

۱۳۸۶.۸.۲۲