ویناوال: صدیق الله بدر


پور


نن هم ګلونو سره مینه لرم

نن هم ګلونه خوښومه خو زه

ګلونه نه یادوم

او مه ګلونه یادوئ رالره

«««

پرون چې چېرته به هم

زه پېښېدم په ګلو

سره سره ګلان مې ليدل

ته به رایاد شوې راته

«««

ځان مې د ګلو پوروړی ګاڼه

دا مې له ځان سره کرل او ریبل

دا پور به څنګه پرې کړم؟

«««

ما مې د زړه ومنل

چې به مې چېرته کوم یو ګل ولیده

دومره کتل مې ورته

چې په کې ورک به شومه

ما وې چې ټول عمر دې ورک یم داسې

پور د ګلونو پرې کول

دغه شان مینه، ورکېده کې نغښتې

«««

مينې مې نور هم پسې رنګ راوړ

مينې مې نوره ښکلا هم خپله کړه

لا نورې نورې يې جذبې خپلې کړې

زه شومه ورک مينه کې

«««

ځانته ته ميين ښکاره شوم

ګلونو څه ونه کړل

«««

خو نن

له ګلو چپومه لاره

نن مې د ګلو د کتلو

سترګې پټې غواړم

«««

نوره دې خپله حافظه ګرځوم

نوره دې نه هېروم

چې ګل دې ووینم راياده کړي تا

«««

ما ړنګه کړې ده باغچه د خپل کور

چې ګلان ونه وینم

نن د ګلانو په لیدلو سره

زما څه نور یادېږي

چې زړه ته درد ورکوي

«««

 نن چې ګلونه وینم

هغه هم سره ګلونه

ما ته زما د ولس

هره شېبه په وینو لژند وجود

سترګو ته ودرېږي.

«««

هلته د ګل له شونډو

نرۍ شمال خوږې مچکې اخلي

دلته یو ژڼۍ

پخپلو وینو کې شټيږي

ورته کتلای نه شم

۱۳۹۲.۵.۶