د لونګو دريڅې: عابد؛ ریالستیک کیسه لیکوال
عابد؛ ریالستیک کیسه لیکوال

بيا هم د پښتو معاصرې كيسه ليكنې پر بهير سره خبرې كوو.
كيسه د واقعيت او خيال يو رنګين او منطقي تړاو دى، كومه كيسه چې پر واقعيت بنا وي او د خيال په مټ انځور شوې وي، له لويه سره يوه كاميابه كيسه ګڼل كېږي، خو كومې كيسې، چې له دغې ځانګړنې بې برخې وي، تر ډېره بريده پر لوستونكو او په تېره پر باذوقه لوستونكو اغېز نه پرېباسي. د دې خبرې يادونه ځكه ضروري ده چې موږ د پښتو د معاصرې كيسه ليكنې په بهير كې ځينې داسې كيسې لرو، چې يا خو بشپړ واقعيت وي، چې د خيال هيڅ څرك په كې نه ترسترګو كېږي او د يوې پېښې مخامخ بيان وي يا خو كاملا يوه خيالي كيسه وي چې واقعي ګڼل يې ګران وي.
زموږ د بهير نوي كيسه ليكوال، چې ډېر ځله ساده كيسې تجربه كوي، كيسې يې د يوې پېښې كټ مټ بيان وي چې د خيال خوند او رنګ په كې نه شو حس كولاى، خو يو شمېر داسې كيسه ليكوال هم لرو چې تر دې ليكوالو يو څه زيات پر ځان زحمت مني او يوه پېښه يا موضوع تر يو بريده د خيال پر مټ روزي او يوازې د پېښې كټ مټ بيان نه وي.
په دې بحث كې د همداسې يو كيسه ليكوال په اړه درسره غږیږو، هغه کیسه لیکوال چې په فرهنګي كړيو كې د يو ريالست كيسه ليكوال په توګه پېژندل كېږي او هغه څه پخپلو كيسو كې رانغاړي چې په يو نه يو ډول د ده له ژوند سره اړخ لګوي: (( زه خپلو کیسو ته هغه موضوعات رااخلم او خوښوم یې چې زه پرې لاسبری اوسم یعنې موضوع زما له سطحې لوړه نه وي، یا هغه موضوعات را اخلم چې پېښې يې یا زما په ژوند تېرې شوې وي او یا زما له ژوند سره اړخ لګوي.))
دا كيسه ليكوال ښاغلى بازمحمد عابد دى، زموږ د بهير هغه ځوان كيسه ليكوال چې تر ډېره يې د خپل ماشومتوب د دورې انځورونه او خاطرې كيسې كړې دي: ((هغه انځورونه او خاطرې، چې ما له خپل ماشومتوب او تنکي زلمیتوب نه له ځانه سره لرلې، هغه ما ځينې وخت خپلو فرهنګي ملګرو غضنفر صاحب، کاران صاحب، نثار صاحب او سالک ته ویلې یعنې کله به چې د شپې چېرته سره یو ځای شو نو ما به دغه خپلې کیسې چې اکثره یې زما په کتاب ( نامریي ځواک) کې شاملې دي، دا به ما په شفاهي توګه باندې دوی ته کولې، بیا دغو دوستانو مشوره راکړه چې ته یې موږ ته په شفاهي توګه کوې په همدغه شکل یې ولیکه او دا بلکل کیسې دي.))
پېژندنه:
(( باز محمد عابد په ١٣٤٦ لمريز کال، د ننګرهار ولايت د ثمرخېلو په کلي کې د شهزاده په کور کې زيږېدلى دی. تر يوولسم ټولګي پورې يې د ثمرخېلو په ليسه کې زده کړې کړې دي خو د حالاتو بدلون او د وخت ناخوالو لوړو زده کړو ته پرېنښود او په ١٣٦٣ لمريز کال له خپلې کورنۍ سره پېښور ته په کډه شو چې تر اوسه يې کورنۍ هملته اوسيږي. په پېښور کې هم غريبۍ دومره وخت ورنه کړ چې لوړې زده کړې وکړي. خو د جهادي ادب او په تېره سپيدې مجلې لوستلو شاعرۍ او ليکوالۍ ته وهڅاوه. لومړۍ يې په ۱۳۷۱ کال كې په شعر ويلو پيل وکړ او په ۱۳۷۷ كې يې خپله لومړۍ لنډه كيسه وليكله چې ميا صاحب نوميږي او د طنز پوره مالګه لري: ((لومړۍ كيسه مې د میا صاحب په نوم وه چې په دې کې مې د خپل کلي یو چالاکه سړی لوبولای دی.))
عابد په ۱۳۷۳ کال کې د کاروان، نورالحبيب نثار او مصطفى سالک په ګډون د افغان ادبي بهير په جوړولو كې ښه ونډه درلوده او يو کال يې د افغان ادبي بهير ګزارشونه ليکلي دي او تر هغه پورې چې په پېښور کې و، د بهير مالي چارې يې سمبالولې. په ۱۳۷۹ کال کې له عرفان کلتوري مرکز څخه د خپريدونکې پښتو او فارسي درې مياشتنۍ سپيدې مجلې د معاون په حيث دوه کاله کار کړى او د ۱۳۸۱ کال د كب په مياشت کې يې له بي بي سي راډيو سره د نشراتو په برخه کې په کار پيل و کړ چې لا تر اوسه دوام لري.
تر دې دمه د عابد درې د شعرونو ټولګې چاپ شوې دي، لومړۍ يې د نکريزو پاڼه نومېږي چې په ۱۳۷۶ لمريز كال كې ناهيد کتاب خپرولو موسسې چاپ کړې ده. بله ټولګه يې لو دى د لونګو نومېږي چې په ۱۳۷۹كې د هيلې دوه مياشتنۍ مجلې ادارې چاپ کړې ده. جانانه كله خو راپېښه وكړه د عابد درېيمه شعري ټولګه ده چې د لومړۍ او دويمې ټولګې پر شعرونو سربېره نوي شعرونه هم په كې خوندي دي، دغه ټولګه د ۱۳۸۶ په پيل كې چاپ شوې ده.
نامريي ځواك د ښاغلي عابد د لنډو كيسو ټولګه ده چې په ۱۳۸۳ لمريز كې چاپ او خپره شوې ده.))
عابد هغه كيسه ليكوال دى چې ډېر ځله خپلو كيسو ته ورځني موضوعات غوره كوي او په لنډ ډول يې رانغاړي، ښايي له همدې كبله ده چې ځينې كيسه ليكوال عابد د ډېرو لنډو كيسو ليكوال هم بولي. د عابد كمال په دې كې دى چې يو غټ مفهوم په لنډو جملو كې انځوروي. اجمل تورمان، چې لنډليكنه هنر ګڼي، د عابد داسې كيسې د ستاينې وړ بولي: (( عابد ځينې کيسې لري، چې ډېرې لنډې دي، زما په نظر لیکنه هنر دی ولې لنډلیکنه تر ټولو لوی هنر دی، که څه هم چې ځينې ادب پوهان دا راسره نه مني او د عابد دا لنډې کیسې يې ادبي طرحې بللې دي؛ خو زه وایم چې دا یو کمال دی.))
تورمان وړاندې دا هم وايي چې د اضافي خبرو او منظركشيو نه كارونه هم د ده د كيسو په لنډوالي كې اغېز لري: (( ځینې کیسه لیکوال په کیسو کې هغه د کرکټر حرکات راولي، دا هغه حرکات دي چې د کیسې په کامیابۍ کې څه مرسته نه کوي، فرض کړئ یو څوک دی، د هغه په اړه کیسه کوي، چې وايي، پښه یې وغځوله بېرته یې راټوله کړه چې دا پښه یې وغځوله بېرته یې راټوله کړه په کیسه کې هېڅ راز مرسته نه کوي، د کیسې په پوهاوي او بریالیتوب کې؛ نو دا خبره په کیسه کې هسې اضافي ده، اکثره کیسه لیکوال زموږ دا ستونزه لري چې داسې حرکات راولي چې هغه په کیسه کې هېڅ رول نه لري، که چېرې د کیسې د کرکټر د یوې پېښې په بیانولو کې مرسته وکړي، سمه ده که نه نورې خبرې اضافه دي او زه فکر کوم د عابد د کیسو بله ځانګړنه دا ده چې اضافه خبرې په کې نشته.))
خو ځوان كيسه ليكوال نصير احمد احمدي بيا په دې نظر دى چې عابد داسې كيسې ليكي، چې پخپله د كيسې هغه موضوع لنډه وي: ((معمولاً د کیسې لنډوالی له موضوع سره تړاو لري، عابد صاحب په کیسه کې داسې موضوع انتخابوي چې هغه خپله موضوع لنډه وي؛ نو په طبيعي ډول باندې هغه پای ته هم رسېدلې وي. که چېرې موضوع لنډه وي، وړه وي او څوک يې په زور سره اوږدوي او غځوي یې نو له هغه ورایه معلومېږي او د عابد کیسې چې طبیعي دي لویه کامیابي یې دا ده چې د کیسې موضوع لنډه انتخابوي او دغه علت دی چې کیسې یې په لنډو ټکو، لنډو پاڼو او لنډو جملو کې را نغاړلي دي.))
د كيسه ليكنې لومړۍ او اساسي مرحله د موضوع ټاكنه ده، ليكوال بايد د كيسه ليكلو لپاره داسې موضوع غوره كړي چې په كيسه كولو وارزي او په داسې بڼه بايد وليكل شي چې له لوستونكي سره رابطه ټينګه كړي. عابد ډېر ځله هغه موضوعات را اخستي چې له دغو ځانګړنو برخمن دي او تر ډېره بريده ټولنيز دي او د خلكو له ژوند سره تړاو لري. نورالحبيب نثار وايي چې عابد هغه ټولنيز موضوعات را اخستي دي چې نور ورته نه دي ځير شوي، خو په همدغو موضوعاتو كې ډېر څه نغښتي او د يو ښه پيغام ترڅنګه پند هم په كې موجود وي: (( ډېر ځله موږ عادي پېښې ګورو خو کیسه کولای یې نه شو، هماغه دفعتاً يې وګورو او له هماغې مخې ورسره برخورد کوو، خو چې ترې تېر شو هېڅ نه وي. مګر عابد دغسې وړې پېښې را اخستې او کیسه یې پرې لیکلې ده چې یو څه پیغامونه په کې راغلي او یو څه پند په کې پروت دی. نو له دې امله د ده د کیسو موضوعات زموږ د ولس موضوعات دي.))
احمدي هم ورته نظر لري او وايي چې د موضوع له پلوه د عابد كيسې پر لوستونكو اغېز پرېباسي: (( ده چې کوم موضوعات انتخاب کړي دي، په هغو کې دی یو پیغام لري، یو پند لري، یا که په بله عبارت ووایم خلک ترې یو څه زده کولای شي. په خلکو تاثیر او اغېز لري او سمې لارې ته یې تشویقولای شي.))
احمدي وړاندې دا هم وايي چې عابد داسې عمومي او واقعي موضوعات پخپلو كيسو كې رانغښتي دي چې خامخا يو څوك په كې د خپل ژوند د يو اړخ انځور ويني: (( ده واقعي موضوعات را اخستي، هغه ریالیستیک چې ورته وايي او داسې موضوعات چې د خلکو په ژوند کې ډېر تکرارېږي. ده داسې موضوعات اخستي چې څوک نه شي ویلای دا موضوعات خو نشته یا ډېر کم دي یعنې عمومي موضوعات يې را اخستي دي. هر څوک یا ډېر خلک د خپل ژوند یو اړخ په کې لیدلای شي.))
د احمدي په اند دا ځانګړنه ځكه د عابد په كيسو كې موجوده ده، چې د هرې کیسې یو څرک به د ده د ژوند په تجربو ولاړ وي، یعنې دی به په کې خپله دخیل وي.))
تورمان كه څه هم په دې نظر دى چې د عابد د كيسو موضوعات جزيي دي خو وايي چې لوى مفاهيم يې رانغاړلي دي: (( د موضوع له پلوه عابد ډېری هغه څه راوستي دي چې ډېر جزيي مسایل دي، چا ورته پام نه دی کړی، خو په خپل ذات کې لوی دي او غټ مفاهیم افاده کوي. جزيي ما ځکه وویل چې له سترګو نه داسې پناه شیان را اخلي چې چا ورته پام نه وي کړی، دی یې را اخلي او کیسې ترې جوړوي.))
انجنير ستانه مير زهير هم په دې نظر دى چې عابد د ورځې موضوعات را اخلي خو د موضوع په ټاكنه كې ښه لاس لري: (( د موضوعاتو په ټاكنه كې ښه لاس لري، د ورځې موضوع ټاکي او ډېره ښه یې ټاکي.))
خو ښاغلى زهير د عابد د ځينو كيسو نيمګړتيا دا په ګوته كوي چې خيال ورسره ګډ نه وي: (( خو سره له دې هم زیاتې کیسې يې بریالۍ دي.))
د زهير په اند په كيسه كې د خيال ګډول د ليكوال پر برلاسي او د كيسې پر ښـه والي دلالت كوي: (( زما مطلب دا دی چې خپله دا اغاز او پیل او اوج دا ټول په یوه وچ کلک ریالستیک ډول باندې، چې څه شوي، څه تېر شوي او څه یې لیدلي هماغه را واخلي، مګر خیال باندې یو څه خپله یو اضافه والی وکاندي او په اصطلاح په خپل زیار او تخلیق باندې هغه لږې خوږې کاندي، مغلقې يې کړي او اوج په کې راولي.))
زموږ د اوسنيو لنډو كيسو يوه نيمګړتيا دا ده چې تر ډېره بريده محسوس مكان او زمان په كې نه وي انځور شوى او له همدې كبله د ډېرې پاملرنې وړ نه ګرځي. هر ښه كيسه ليكوال هڅه كوي چې پخپلو كيسو كې محسوس مكان او زمان وكاروي، عابد هم يو له هغو كيسه ليكوالو دى چې همدا هڅه كوي. عابد ډېره موده په پېښور كې پاتې شوى او كيسه ليكنه يې هم هلته پيل كړې ده او تر ډېره د پېښور محيط يې انځور كړى او په هجرت كې د افغانانو ژوند ترسيموي. عبدالوكيل سوله مل شينوارى په همدې نظر دى: (( دی چې چېرته کیسې لیکي، د هغه فضا او کرکټرونو سم انځور وباسي او د کرکټرونو له مخې د کرکټرونو په ژبه کې ډېر بریالی دی.))
نثار هم ورته خبره كوي او وايي: (( د پېښور محیط هم په کې دی، ځکه ډېر عمر یې په مهاجرت کې تېر کړی دی، که څوک يې دا کیسې ولولي او فرض کړه چې پېښور يې نه دی لیدلی، نو د هغه ځای د ژوند په باره کې هم معلومات تر لاسه کولای شي، د خلکو، د بازار او کړو وړو په باره کې.))
كله چې د عابد كيسې ته ښه ځير كېږو، ځاي نيم په كې د پېښورۍ لهجې اغېز وينو، ښايي دا هم له دې كبله وي چې دى ډېر وخت هلته تېر كړى، په كومو كيسو كې يې چې دغه اغېز وينو علت يې دا دى چې په هغه كيسه كې يې پېښورى كركټر لوبولى دى، پخپله عابد همدا خبره كوي: (( کله چې ما په کیسه کې پېښورۍ لهجه استعمال کړې ده، هرو مرو ما په هغه کیسه کې پېښوری کرکټر لوبولی دی. نو چې زه پېښوری کرکټر لوبوم، زه مجبور یم چې هغه ته پېښورۍ لهجه هم وکاروم.))
تورمان د لهجې كارونه د چاپيريال اغېز په ګوته كوي او وايي: (( دا چې عابد ډېره موده په پېښور کې تېره کړې؛ نو په ژبه کې یې د پېښورۍ لهجې اثرات ډېر دي، لکه ( مړه ) څو څو ځله یې ما په کیسو کې دا لوستي دي.))
احمدي هم ورته نظر لري، خو وايي چې دا یوه ځانګړتیا ده: ((دا ډېر ښه دي ځکه د یوې سیمې هغه ژبه او اصطلاحات نورو ته ور پېژني.))
خو احمدي دا هم وايي چې په ځينو ځايونو كې دغه لهجه ډېره نااشنا په نظر راځي او ليكوال ته په كار دى چې د نا اشنا اصطلاحاتو او كلماتو مخته په قوسونو كې د هغو معناوې كښلې واى: (( خو یوه خبره ده، ما چې د ده دغه کتاب نامریي ځواک ولوست، په هغه کې داسې اصطلاحات دي، چې ښايي د افغانستان پښتنو ته او یا د دې خوا خلکو ته نا واضحه او نا څرګند وي چې ښايي پرې پوه نه شي، که معنی يې په قوس کې ورسره ولیکل شي، دا به ډېر ښه وي.))
عابد پخپلو كيسو كې د ژبې كارونې ته هم پوره پاملرنه كړې او سمه معياري ژبه يې كارولې ده چې ډېره ساده او روانه ده. نثار په دې اړه وايي، كومه ژبه چې عابد خپلو كيسو ته غوره كړې، هغه هر چا ته د پوهېدو وړ ده: (( د عابد د کیسې ژبه عامه او د محاورې ژبه ده، ټول لوستونکي او اورېدونکي پرې پوهېږي، یعنې که څوک یې لولي او که څوک يې اوري، دواړو ته اسانه ده او دا د ژبې ښه والی دی.))
د عابد د کیسو یوه ځانګړنه طنزي انداز دی. نثار د عابد په كيسو كې دې ځانګړنې ته ځير شوى او وايي چې ځاى نيم په كې د طنز خوږلني شته: (( کله نا کله یې د ژبې په برخه کې طنز شته، یوه کیسه یې ما لوستې وه، د میاصاحب په نوم، هغه ډېر ښه طنز لري، خپله دا کرکټر یې د طنز کرکټر دی او دا د ده د ژوند عادي کیسه ده، ځکه ما ته یې ویلي هم دي، د خپل د کلي او ولس په یوه شخص یې لیکلې ده. کېدای شي نوم یې اصلي نه وي. داسې ډېرې کیسې یې ماته کړې دي، که تاسو له هغه نه خپله هم پوښتنه وکړئ، هغه به دا ومني چې ما هغه ډېر وهڅاوه چې دا ولیکي.))
سوله مل بيا وايي چې عابد په كمه تجربه كې ښې كيسې ليكلې او ښه والى يې دا دى چې طنزي خوند په كې نغښتى: (( کیسې يې طنزي مالګه هم لري، البته د ده کیسې ما ډېر پخوا لوستي او اوس حافظه هغسې نه ده چې زه یې د کیسو ځانګړې بېلګې را واخلم، په ټوله کې که ووایم زما له نظره عابد د کیسې په برخه کې چې دغه کمه تجربه لري، په کې ډېر بریالی دی.))
زهير په دې نظر دى چې د عابد ژبه د كيسې ژبه ده: (( د کیسې ژبه یې ډېره ښه ده، ساده او کلیوالي ده. ژبه یې رسمي او هغه تحریري ډول چې لیکل کېږي هغسې نه ده، بلکې هغه د کرکټر ژبه ده. بلکل په کې عامیانه محاوره ده او کیسې چې خوښېږي، هغه د ژبې له اړخه خوښېږي.))
تورمان يې هم ژبه ډېره روانه او خوږه ګڼي: (( لکه څنګه چې ټولو ته معلومه ده، په نثر کې لوی لاس لري او د کیسو ژبه یې ډېره ښه روانه او خوږه ده.))
عابد د كركټرونو په انځورونه كې هم ښه برلاسى دى او تر ډېره حده اشنا كركټرونه يې انځور كړي او لوبولي دي. نثار يې كركټرونه ورځني او اشنا كركټرونه راپېژني: (( کرکټرونه یې هم ټول عام خلک دي، د عابد د ژوند له کچې نه ډېر تفاوت نه لري، عابد صاحب چې کوم کرکټرونه انتخاب کړي، داسې کرکټرونه دي چې عادي دي او عادي ژوند لري. لکه زه لکه عابد، لکه کاروان صاحب لکه نور لکه نور. له ورځني ژوند نه یې را اخستي. داسې نه دي چې سړی یې جوړ کړي، د دې لپاره چې کرکټر جوړوي. د بازار، د لارې او د کوڅې کرکټرونه دي.))
زهير بيا دا هم وايي چې عابد د كيسې له اړتيا سره سم كركټرونه را اخستي دي: (( ما چې تر کومې اندازې د عابد کیسې کتلي، کرکټرونه یې ډېر ښه لوبولي، اضافي کرکټرونه یې په کې نه دي را اخستي، اکثره کیسو کې ما لوستي چې څنګزن کرکټرونه راولي چې په لوستونکي باندې یو بوج وي؛ خو ده خپله چې هماغه دوه یا درې کرکټره چې را اخستي، هغه یې ډېر ښه او موازي پر مخ بېولي دي او ډېر ښه یې لوبولي دي.))
د عابد د كيسو تر ټولو غوره ځانګړنه دا ده چې له سره تر پايه لوستونكي له ځان سره بوخت ساتي. ډېرې کیسې یې تلوسه لري، لوستونکی له ځانه سره وړي او نه پوهېږي چې وروسته به څه پېښېږي، منځ کې به یې څه وي، پای کې به یې څه وي، هغه کرکټر به له څه ډول پېښو، حالاتو او واقعو سره مخ شي.
دا هم د ښاغلي عابد هغه ښكلې لنډه كيسه چې پورته يادې ځانګړنې په كې موجودې دي او ډېر ښه تسلسل او منطقي جوړښت لري:
شيخ صاحب
سره له دې چې ږيره بريت يې پاك خرييل خودمحلې خلكوبه شيخ صاحب باله. ده د شيخ جنرل سټور په نوم په محله كې تر هر چا غټ دوكان درلوده. د دوكان په سر يې ځان ته د اوسيدو مناسب كور جوړ كړى و چې دى او د ده ښځه په كې استوگن وو. شيخ د اولاد له نعمته بې برخې و. دوكان ته يې دوه تنه شاگردان نيولي وو. هغه د محلې له خلكو سره جوړ تازه په ورين تندي كوله، خو د محلې د خلكو په دې ښه نه ايسيده چې شوم سړى و. تنخوادارو ته به يې تر تنخوا په پور هم سودا وركوله. كه پوره وړي به په ټاكلي نيټه پور پرې نه كړ، نو د شيخ صاحب د پور د اوصولولو لاره به بدله شوه. داسې هم نه چې د پوره وړي نه دې په بدرنگ پور وغواړي. فقط په پور پسې به يې سود وتاړه. پوره وړى به مجبور و، كه په دې تنخوا كې نه و، نو بلې ته خو به يې خامخا پور ور پرې كړى و.
شيخ صاحب د پريم چند هندو زوى و. پلار به يې په همدې دوكان كې تيل مالگه خرڅوله. په دوكان كې څو زاړه ټيمان او شكورونه اوس هم له هماغه وخته پراته وو. مسين لوښـي به يې اخستل او خرڅول. په پورتنۍ المارۍ كې يو منگى، يوه كوزه او يو چيلمچي د هغه وخت يادگار و. شيخ صاحب به د پنځه شپږ كلونو و چې مور يې مړه شوه او دا اوس چې د پيرصاحب د كور تر شا د شيخ صاحب كوارټرې دي، دا پخوا لوى ميدانى و چې په همدې ميداني كې يې وسوځوله.
شيخ صاحب به لا ماشوم و چې د پلار سره به يې په دوكان كې پوره لاس كوو. د ماشومتوبه يې ځيرك اموخته كړى و. د هندوستان د تقسيم په وخت شيخ صاحب پوره زلمى شوى و. خط او بريت يې راغلي وو. د ملا نه به يې يوه چاړه تړله او لاس كې به يې كړۍ اچولې وه. د پاكستان د جوړيدو نه لږه موده وروسته يې پلار مړ شو او شيخ صاحب يوازې شو. دا داسې وخت و چې د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ كركه سيوا شوې وه. څوك هندوستان ته لاړل او څوك پاكستاني شول. شيخ صاحب هم ايمان راوړ. نور يې نو سيالۍ او دوستۍ هم له مسلمانانو سره شوې. په هغو كسانو كې چې د شيخ ورسره رقابت و يو هم پير صاحب و. پيرصاحب هم په ټوله محله كې پيژندلى شوى سړى و. د لرې لرې نه به خلك ورته راتلل، ښې پيسې يې راټولې كړې وې، د پراخه انگړ خام كور يې درلود. په يوه كونج كې يې دوه كوټې وې چې په يوه كوټه كې به پيرصاحب استراحت كاوه او په بله كې به يې عقيدتمندو ته تاويزونه وركول. د انگړ په منځ كې يې د توت يوه ونه ولاړه وه چې سيوري ته به يې پنځه شپږ تنه خاص خاص مريدان هروخت ناست وو. د شيخ صاحب سره يې په دې نه لگيده چې د ده په باب به يې زهرجنې خبرې كولې. كه څوك به د لرې ځايه د پيرصاحب په پته راغلل او تصادفاً به يې د شيخ صاحب نه پوښتنه وكړه، شيخ صاحب به ورته وويل:
هغه جعلي پير! هغه فراډي! وروره كه پيسې درباندې زياتې شوې وي، چيرته خوار غريب سره مرسته وكړه، خو د دې فراډي پير په دام كې ځان مه گيروه.
پيرصاحب به هميشه د محلې سپين ږيرو ته د شيخ صاحب نه دا گيله كوله چې عقيدتمندان يې له لارې ستنوي. او دا به يې هم ويلې چې څو، څو وارې مې ورته د مهربانۍ تاويزونه هم كړي دي او دا هر څه يې د ده د تاويزونو له بركته پيدا كړي دي.
په پيل كې د پير صاحب او د شيخ صاحب په اختلاف څوك نه رسيدل، خو يوه ورځ چې شيخ صاحب د نورو مخ ته په ارمانجنه لهجه وويل:" ډير ښه ماركيټ په كې جوړيداى شي، خو دا پيرگوټى يې په هيڅ شان نه خرڅوي. څو، څو وارې مې ورپسې اجنټان ليږلي دي، خو دا پيرگوټى ورته غا ړه نه ږدي.
پير صاحب چې په دې پوه شو چې شيخ صاحب ترينه نه اوړي، نو د دوه تنو مريدانو په لاس يې د شيخ صاحب په دوكان كې غټې، غټې مږې خوشې كړې. سهار چې شيخ صاحب دوكان خلاص كړ پوه شو چې مږو يې په دوكان كې ښه خواري كړې ده او ځينې قيمتي څيزونه يې له خرڅلاوه ايستلي دي. په دې ورځ شيخ صاحب چا ته څه ونه ويل. بله ورځ چې مږو خپل فعاليت لا تند كړى و، نو د شيخ صاحب فرياد ټولې محلې ته ورسيده. پير صاحب راغى او شيخ صاحب ته يې وويل:" شيخ صاحب، په دوكان كې دې يوه توره پيشو وساته، د مږو به بيا مخ هم و نه وينې. خو دا يوه خبره ښه په غور واوره چې په خيټه به يې مړه ساتې. پيشو چې په خيټه مړه وي، د خاوند د مال ښه ساتنه كوي.
شيخ صاحب د پير صاحب مشوره خوښه كړه. يوه توره پيشو يې راوړه او په دوكان كې يې خوشې كړه. تير ماخوستن يې په يوه كاسه كې نيم غوښن هډوكي راوړه او پيشو ته يې مخې ته كيښودل. دوكان يې وتاړه او نيغ كور ته وخوت.
شيخ صاحب ډوډۍ خوړلې وه او د چايو له پيالې نه يې په مزه مزه يو يو غړپ كاوه چې ناڅاپه يې د دوكان له لوري د كړنگ كړونگ آوازونه تر غوږو شول. نيغ پورته شو، د كوټې كړكۍ يې خلاصه كړه، سر يې ور وايست او د دوكان پورو دروازو ته يې وكتل. قلفونه يې له نظره تير كړل چې په دې كې بيا د لوښو د جنگيدا غږونه پورته شول. شيخ صاحب په يوه منډه له كوره ووت او چيغې يې جوړې کړې:"غل دى! غل دى. يه خلكه! په دوكان كې مې غل غلى شوى دى.“
په لږه شيبه كې د محلې ټول خلك د شيخ صاحب د دوكان مخې ته راټول شول. د شيخ صاحب فرياد لا نه و غلى شوى چې د محلې خلكو هم د بندو دروازو تر شا د لوښو د جنگيدا آوازونه واوريدل. دوه تنه د خلكو له منځ نه د شيخ صاحب سره د دوكان دروازو ته ورنږدې شول او وار په وار يې د وره په چول كې وليدل. په دوكان كې يو مسين منگى د دوكان په څلورو كونجونو كې د فوټبال په څير له الماريو سره لگيږي او د دوكان سامان سره ګډوډوي. شيخ صاحب چې دا حال وليد، سړه لرې پرې راغله، ټول وجود يې لكه د پاڼې رپيده، هغو دوو تنو په تعجب سره يو بل ته وكتل، د خلكو په منځ كې هم زوږ پيدا شو ډير په دې عقيده وو چې سړى سود خور دى، نه به يې دا دنيا خداى روزي كوي او نه هغه.
د خلكو تر منځ لا گونگوسي روانې وې، چې پير صاحب په داسې جلالي انداز كې راښكاره شو، لكه كوم چرسي چې تازه تازه د چيلم له سرۍ نه پوره نيم گز لمبه ايستلي وي او له سترگو نه يې د اور سيندونه لارې كوي، ويې ويل:" شيخ صاحب ! بيا څه پيښه شوې ده چې دا خلك راټول دي؟ "
شيخ صاحب به لا ځواب ته خوله جوړوله چې له دوكان نه د لوښو د جنگيدا غږونه راغلل. شيخ صاحب وويل:
پير صاحب! خداى پوهيږي، دغه حال دى. فكر كوم چې د دوكان ټول سامان مې له كاره ووت.
پير صاحب وويل: اخر څه خبره ده؟
شيخ صاحب وويل: نه پوهيږم، خو هغه مسين منگى په دوكان كې كونج په كونج لگيږي او له الماريو نه سامان غورځوي.
_ د خداى بنده، وخت ناوخت څه خير خيرات وباسه، ټول عمر دې په شومتيا كې تير كړو. څه خو د الله باچا د درويشانو خيال ساته. دا ټوله ستا د گناهونو نتيجه ده، په دوكان دې د تورې بلا سيورى شوى دی.
_ پير صاحب هر څه چې كيږي، په خداى به شي او په تا به شي، خو څومره ژر چې كيږي له دې بلا نه مې خلاص كړه.
_ خلاص به شې، خلاص به شې، خو،
_ د (خو) ځاى دې په كې نه پريږدم. پير صاحب! انشا الله خوشحاله به دې كړم.
پير صاحب په داسې حال كې چې وريځي يې نيمايي تندي ته رسولې وې، په برندو سترگو يې شيخ صاحب ته وكتل او د دوكان په لور يې درانه درانه قدمونه واخستل. څنگه يې چې د دوكان ور نيم كښو كړ، منگى راغى او د پيرصاحب په سينه مزبوت ولگيده. پيرصاحب ستوني ستغ پر ځمكه پريوت او د منگي له خولې نه يوه توره پيشو په كراره راووته او په يوه منډه د خلكو له نظره پنا شوه. په دې وخت كې شيخ صاحب وويل:" ما به تاسې ته نه ويل چې دا جعلي پير دى، فراډ كوي، د ساده باده خلكو جيبونه په چل ول تشوي، دا پير نه دى، د فساد جړ دى. راځئ چې ټوله محله ورته يوه خوله شو او له دې محلې نه يې وباسو. كه كور بهانه كوي، نو زه حاظر يم چې په دوه چنده قيمت يې ترې واخلم. خو چې دا له دې محلې نه ورك شي. ومو ليدل چې په منگي كې پيشو ننوتې وه او ده لا څه څه ويل.“
پير صاحب چې د شيخ صاحب خبرې په سړه سينه واوريدې، نو د حق ياهو نارې يې له خولې وايستلې او ويې ويل:" شيخ صاحب! زه خو دا منم چې په منگي كې پيشو ننوتې وه خو ته دا ومنه چې په پيشو كې هم څه ننوتي وو. "
د شيخ صاحب سر چې د پير صاحب په خبره پوره خلاص شوى و، سترگې يې پر ځمكه وگنډلې او غوږونه يې بوڅ ونيول چې په دې كې پرې پير صاحب ورغږ كړ:
_ شيخ صاحب! گوره چې زما شيريني دې له ياده ونه باسې.
د عابد كيسې تر ډېره د هجرت د چاپيريال انځورونه ده او ټول هغه څه په كې انځور شوي دي چې پر افغانانو تجربه شوي او د هجرت په ماحول كې د مظلوم افغان پر مظلوميت د اوښكو تويول دي.
عابد هغه څه ليكلي چې ليدلي يې دي او له دې امله هره كيسه يې ريالستيكه بڼه لري. د كيسو ښه والى يې په دې كې دى چې تر ډېره لنډې جملې كاروي، ژبه يې روانه او نثر يې ډېر خوږ دى. هره كيسه يې چې را واخلئ له پيله تر پايه په كې يوه اوچته تلوسه نغښتې وي.
۱۳۸۷.۶.۲