د لونګو دريڅې: انځوریز، مترنم او رندانه وینا
لیکوال: صدیق الله بدر
انځوریز، مترنم او رندانه وینا

زړه ته راتېره سلام، دا ځل په دې هيله چې د ژوند هره شېبه دې د مينې او ښکلا سندريزه شېبه وي، د داسې یو شاعر پر شعر و شاعرۍ درسره غږېږم چې فکري، انځوريزه، مترنم، رندانه او بغاوتي وينا يې ډېر زړونه او ذهنونه تسخیر کړي. د زړونو او ذهنونو تسخیرول ډېر اسانه هم نه وي، خامخا یو راز باید په منځ کې وي، هو خو دا راز څه دی او د رازونو دغه شاعر څوک دی؟ راځئ لومړی يې يو خوندور شعر ولولو، ګنې ويې پېژنو:
موسیقي
دا د سیند څپې چې مستې مستې غورځي
جنګوي له لوړو غرو سره سرونه
دغه شور کې هم څو رنګه توازن وي
تر ساحله چې را ورسي موجونه
دا بادونه چې را والوځي خواره شي
غوړولې یې وزرې په غورځنګ وي
له هر شغ سره یې تال اوړي را اوړي
په هر تال کې اوازونه رنګ په رنګ وي
د اسمان سینه چې ډکه له مستۍ شي
له لمنو نه را څنډ وهي ګردونه
په ډېر ځوږ په ډېر خرام وايي سندرې
چراغان یې د محفل وي تندرونه
دا جنګي اس چې څلور ګامونه اخلي
دا ترپا یوه موزونه ترانه ده
دا پر ملا یې چې د جنګ جنډه رپېږي
دې رپا کې د سُر ټوله خزانه ده
دا نارې د زرکو زاڼو د تنزرو
ازانګې شي را خورې په دامانونو
غبرګې غبرګې را روانې وي نغمې شي
د اوږده بحر څپې شي د سازونو
تا د پېغلې له مړونده اورېدلی
ترنم د باوو ګانو د بنګړیو
یا د ښکلي زنداني زلمي په لاس کې
لاهوتي غوندې شرنګار د هتکړیو
دغه هر څه چې ته اورې یا یې وينې
بس په هر څه کې خلقت د موسیقۍ دی
اسرافیل ته خدای شپېلۍ په لاس کې ورکړه
له انسان سره فطرت د موسیقۍ دی
له انسان سره فطرت د موسیقۍ دی
ښايي یو شمېر مینه والو به د بیان له طرز څخه دا شاعر، چې
وايي له انسان سره فطرت د موسیقۍ دی او هر څه ورته سندريز ښکاري، پېژندلی وي. خو
هغو دوستانو چې لا هم نه دی پېژندلی، دلته به یې ور وپېژنو. خو هغه هم ډېر نه ځکه
زموږ دغه شاعر تل هڅه کړې، چې ژوند یې یو راز پاتې شي مګر څومره چې دی هڅه کوي او
څومره غواړي چې په راز کې ژوند وکړي، پاتې راغلی دی او د پاتې راتلو یو لوی علت یې
د هغه شعر او شاعري ده. ځکه شعر خو د زړه وینا ده او همدا د زړه وینا که پټه پاتې
شي یو راز ګرځېدلای شي؛ که څه هم چې ده به ډېره هڅه کړې وي، چې له خپل رازه څه ونه
وايي، خو ترې ویل شوی
دی.
دغه شاعر که څه هم د فزیکي
جوړښت له کبله ډېر وړوکی ښکاري؛ خو ورسره ډېر چست او چالاکه دی.
دمګړۍ دلته او دمګړۍ هلته، بس همدا په یون او حرکت کې دی او
د څه ورکې په لټون ښکاري. داسې ښکاري چې تر اوسه یې خپله ورکه نه وي موندلې. ډېر
مو سر نه خوږوو در پېژنو یې. دغه شاعر ښاغلی عبدالله پیکار دی.
پېژندګلوي:
((عبدالله
پیکار د محمد یعقوب زوی د ۱۳۵۶
کال په وروستیو کې د ننګرهار ولایت، د کوټ ولسوالۍ په سدوخیلو کلي کې زېږېدلی دی.
خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يې د هجرت پر مهال تر سره او لوړې زده کړې یې د
کابل پوهنتون په ادبیاتو پوهنځي کې پیل کړې؛ خو دغه زده کړې یې په وروستي کال
نیمګړې پرېښودې او
د بي بي سي راډيو په تعليمي پروژه کې يې دنده واخسته. تر دې وروسته یې په بیلابیلو
نړیوالو کمپنیو کې کار وکړ او یو مهال د مالیې وزارت په
مطبوعاتي څانګه کې هم په
دنده بوخت و .
دا چې پیکار د اور او وینو په شپو کې دې نړۍ ته سترګې غړولې
او په همدې اور او وینو کې رالوی شوی، نو له همدې امله یې ډېر شعرونه حماسي رنګ
لري او یو ډول بغاوت په کې لیدل کېږي.
دا چې ولې د ده شعرونه حماسي رنګ لري او بغاوت په کې لیدل
کېږي،
په خپله يې په اړه وايي:
(( تر کومه ځایه چې ما ته یاده ده، زما د لومړنیو ورځو شپو شاعري، هغه ټول تاثر،
همدغه حماسي تاثر و. یعنې له هماغه اوله نه چې ما شعر لیکه، تر اوسه او تر ننه
پورې مې یو عشقي شعر نه دی لیکلی، په هماغو وختونو کې مقصدیت ما ته حماسه ښکارېده.
هغه وخت ضرورت هم و. ما د یوه حماسي تاثر لاندې شعر لیکلی.))
شاعري:
د پیکار شعر له تخیل او معنویته لبرېز دی. دی د نظم او غزل
دواړو شاعر دی. نظم او غزل یې دواړه ډېر خواږه دي. کله چې د پیکار شعر لولو نو هېڅ
ډول ابهام او پیچلتیا په کې نه وینو. یعنې د بیان انداز یې ډېر ساده او روان دی.
خو په همدې ساده ګۍ کې ترېنه د لوړ ذوق خاوند خوند اخلي او ټیټ ذوقونه ځانته
راجلبوي. کمال یې په دې کې دی چې له یوه پلوه یې په شعر کې فکري قوت موجود دی او
له بله پلوه موضوع ښه ارایه کولای شي.
ځوان
شاعر نورمحمد لاهو وايي چې د پیکار شعرونه دوه اړخه لري. یعنې له دوه پلوه کېدای
شي په ښو شعرونو کې وګڼل شي: (( یو اړخ یې دا دی چې فکري قوت په کې ډېر موجود دی.
بل د ده د ارایې مساله ده، چې څنګه یوه موضوع بیانوي. تر ډېره ځایه موږ ګورو، پیکار چې یو پیغام او یوه
خبره غواړي وکړي هغه ډېر په هنري انداز کوي.))
لاهو د پیکار د شعر بل اړخ د هغه فلسفي انداز په ګوته کوي، لاهو وايي چې د
پیکار په شعرونو کې ډېری وخت فلسفي پوښتنې لیدل کېږي: (( دی یوه پوښتنه طرحه کوي،
خو دا پوښتنه روزي، روزي او په شعر کې پراختیا ورته ورکوي، بیا وروسته همدې پوښتنې
ته ځواب ورکوي.))
لاهو د پیکار په شعر کې د یوې دایمي ګیلې او شکایت خبره هم
کوي، د ده په وينا ښايي د پیکار په شاعرۍ کې دغه ګيلې او شکایتونه د هغه د شعرونو
یوه خاصه او ښه ځانګړنه وبولو.
ځوان شاعر منقاد الرحمن رودوال د پیکار شاعري ډېره انځوريزه او شاعرانه بولي خو سره له
دې وايي چې وينا يې ډېره ساده او روانه ده: ((دی ځینې مسایل ډېر ساده او روان را
اخلي، مګر ډېره ځانګړې ښکلا ورته ورکوي او په نوي انداز یې را اخلي:
هر ناز دې سندريز دی که ته کلکه شې که نرمه
د غره غوندې ښایسته يې د څپې غوندې ښایسته یې
دا یو مرتب لف و نشر دی. ډېره ساده خبره ده مګر یوازې د
(سندريز) له لفظ او کليمې سره يې هغه ساده غر هم ښکلی کړی دی:
د غره غوندې ښایسته يې د څپې غوندې ښایسته یې
د زېړ مازیګري د منظرې غوندې ښایسته یې
دی کټ مټ خبرې کوي. ژوندۍ ژوندۍ جملې را اخلي. یعنې یو ډول
په مسایلو پسې ورک نه دی، ژوندي مسایل لري، غوټې او ژوندۍ خبرې لري چې ډېرې
انځوريزې او روانې دي.))
د پیکار د شعر د کمال او ښه والي یوه نښه دا ده چې تر ډېره
ملي غوښتنې په کې منعکسې شوې او ده هدفمنده شاعري کړې.
رودوال چې تر ډېره له پیکار سره نږدې پاتې شوی، وايي چې پیکار په خپل عادي
ژوند کې هم یو شاعرانه مزاج لري. یعنې کله چې څوک ورسره ناست وي، دا نه محسوسېږي
چې پیکار شاعر نه دی: (( ځینې خلک داسې دي چې هغوی به ډېر ښه شاعرانه تخلیق ولري،
د هغوی شعر به ډېر شاعرانه کیفیت ولري، خو په عادي ژوند کې د نورو خلکو په څېر دي،
خو پیکار دا ډول نه دی. پیکار نظر نورو شاعرانو ته یوه دغه استثنا لري.))
د رودوال په باور همدغه استثنا د پیکار ژوند او شعر دواړه
سره ډېر نږدې کړي دي او د ده لوړ او عالي شاعرانه کیفیت چې ممکن ځينې خلک ورته د
تصنع یا تکلف په سترګه هم وګوري خو کله چې د پيکار شخصي ژوند ته ور داخل شي بیا دا
مساله حلېږي: ((بیا داسې احساسوي چې دی واقعاً یو شاعر دی. دی هر څه د زړه له تله
وايي. د تصنع او تکلف له مخې يې نه واي. واقعاً د ده احساس، د ده عاطفه، د ده درد، د ده
فکر او د ده خپل ذهنیت د ده په افکارو کې شریک دی.))
رودوال مو لږ نور هم د پیکار د شخصي او شاعرانه ژوند ژورو
ته ښکته کوي او وايي چې پیکار د بشپړ شاعرانه خوي و بوي خاوند دی او حتی د هغه
عادي خبرې هم شاعرانه دي: (( په دې کې شک نشته چې پیکار زما ملګری دی، دوست مې دی،
البته دی په شخصي ژوند کې هم واقعاً یو شاعر دی. دی چې عادي خبرې هم کوي کله هم ما
نه دی احساس کړی چې شعر نه وايي. دی دایماً په یوه شاعرانه تخیل کې ورک وي. زموږ
ډېر شاعران دي، ډېر هنرمند خلک دي،
کله چې د هغوی شعر ولولې احساسېږي چې شاعران دي. خو که د پیکار شعر هم ونه لولې
سړی پوهېږي چې دی شاعر دی. دی یو شاعرانه مزاج لري، شاعرانه طبعیت لري او د ده ټول
کیفیتونه شاعرانه دي. حتی که د یوې
سیاسي مسالې په اړه هم خبرې کوي او نظر ورکوي نو د یوه شاعر زاویې او د شاعر له
لیدلوري نه خبرې کوي.))
رودوال وايي چې شعر د پیکار په طبیعت او فطرت کې ګډ دی. ځکه
که څوک یو شعر و وايي او هغه ډېر شاعرانه کیفیت، مزاج او رنګ ولري، او که هغه شخص
ته وکتل شي، چې له خپل هغه شاعرانه مزاج او کیفیت نه لږ څه متفاوت دی، لږ غوندې ترې
بېل دی؛ نو سړی فکر کوي چې یو ډول تصنع شوې ده. خو د پیکار مزاج د پیکار له شعر سره
لګي: (( د پیکار د شعر او د پیکار د ژوند اړیکه دا ډول ده.))
ډېری ادبپوهان په دې ګروهه دي چې هر هنر د تناسباتو یوه
مجموعه ده او همدغه تناسب د ښکلا نوم دی. شعر چې له مختلفو عناصرو رغېږي، که چېرته
د دغو عناصرو چې خیال، احساس، موسیقي او نور دي، د دوی تر منځ تناسب وجود ونه لري،
نو هیڅوک هم هغه ته ښه شعر یا ښه هنر نه شي ویلای.
اسدالله غضنفر چې هر هنر ته د تناسباتو د مجموعې په سترګه
ګوري،
وايي که د انسان په څېره کې پوزه، سترګې، زنه او باړخوګان دا سره تناسب ونه لري؛
نو موږ هغه بنیادم ته ښکلی نه شو ویلای: (( مثلاً که د یوه ښکلي ماشوم د یوه لوی
بنیادم غوندې پوزه وي، موږ هغه ماشوم ته ښکلی ماشوم نه وایو. ځکه چې د ده قد، د ده
قواره، د ده کړه وړه، د ده لپاره د یوې ځانګړې او د ده له څېرې سره د مناسبې پوزې
غوښتنه کوي. دغه راز که چېرې د یوه شعر یا د بل هر هنري اثر مختلف عناصر، مختلف
توکونه، له یوه بل سره یو مضبوط تناسب ونه لري، نو موږ نه شو ویلای چې په هغه هنري
اثر کې ښایست شته.))
د استاد غضنفر په اند له نېکه مرغه د پیکار په شعرونو کې د
ټولو توکو ترمنځ تناسب موجود دی: (( کومه موسیقي چې ده، هغه د ده د شعر له معنا
سره، د ده د شعر له مضمون سره او د ده د شعر له مفهوم سره ژور پیوستون لري.))
د شعر یوه ښکلا موسیقیت ګڼل کېږي او همدغه موسیقیت د شعر د
معنا او مفهوم په لېږد کې ستره ونډه لري. غضنفر وايي کله چې دی د پیکار شاعري را
یادوي، تر هر څه لومړی يې د ده د شعر موسيقي سترګو ته درېږي او د ده له شعرونو یوه
موسیقي اوري: (( شعر له کلیمو جوړېږي، موږ چې کله خبرې کوو، نو په هغو کې ممکن
موسیقۍ ته اهمیت ور نه کړو، ځکه موږ غواړو یوه خبره یو چا ته ورسوو. فرضاً زه
وایم: کابل لوی ښار دی. په دې جمله کې مې اصلي هدف دا دی چې د کابل د لویوالي په
اړه غواړم خبرې وکړم. خو کله چې موږ شعر اورو، یا شعر لیکو یا شعر وایو هلته
موسیقي هم ډېر لوی اهمیت لري. په شعر کې کلیمې نه یوازې معنی لېږدوي، بلکې یوه
موسیقي هم لېږدوي.))
د غضنفر په باور، دلته په حقیقت کې کلیمه یو دوه اړخیز کار
کوي چې دا ډېر ضرور کار دی او پیکار په دې کار کې ډېر بریالی دی: (( دی د کلیمو له موسیقۍ
سره اشنا دی، د ده د شعرونو جملې، د ده د غزلونو مصرې، له موسیقۍ مالامالې دي.))
رودوال هم د پیکار د شعرونو غوره ځانګړنه د هغه ډېر مترنم
والی او موسیقيت بولي: (( یو کیفیت چې د پیکار شعر یې لري، هغه موسیقیت دی. ده هر
هغه څه چې ويلي یو ځانګړی موسیقیت لري، یو ځانګړی ترنم لري. پیکار سره له دې چې یو
بشپړ انځور وړاندې کوي، د خپل شعر موسقیت او ترنم هم ساتي. پیکار په ډېره لوړه
فیصدۍ شاعر پاتې شوی دی. زه نه شم کولای یو ډول فزیکي حدود د ده د شعر لپاره
وټاکم، ځکه دا یو ډول شاعرانه توقع هم نه ده خو بیا هم له اتیا فیصدو نه په ډېره
لوړه کچه ده او زموږ د بهیر هغه غړی دی چې په ننني بهیر کې کولای شو پرې ډېر حساب
وکړو. که موږ یو ځنځیر لرو نو پیکار د دې ځنځیر یوه مهمه کړۍ ده.))
دلته به د پیکار د یو ښایسته او مترنم شعر له لوستلو خوند واخلو
چې يوه تېراوال اشنا ته يې لیکلی دی:
دغه بې ذوقه بې سروره خلک
د سر او تال په کیفیت څه کوي
دوی د ښایست له شوره نه دي خبر
د خپل تخلیق په حقیقت څه کوي
د توهم تورو تیارو ځپلي
چې په خپل ذات کې د خدای ذات نه ويني
دوی د رڼا په معنا نه پوهېږي
چې دغه ښکلی کاینات نه ويني
دغه بې ذوقه بې سروره خلک
د سُر او تال په کیفیت څه کوي
دوی د ښایست له شوره نه دي خبر
د خپل تخلیق په حقیقت څه کوي
زموږ د تورو روایاتو تورې
زمونږه مرګ ته بهانې جوړې دي
دغه بدرنګ دا بې معنا بریدونه
دا خو مو پښو ته زولنې جوړې دي
تا وې خبرې رانه هم هېرې دي
نور د سندرو جوړولو نه یم
زما له ذوقه تاو د فن تللی دی
اوس د تصویر د پنځولو نه یم
خو نه اشنا داسې خبره نه ده
دا د حالاتو ابتذال وګڼه
ستا په خندان خاطر کې غلې پرته
دا خاموشي هم لوی کمال وګڼه
ستا د تیرا د ښکلو غرونو پېغلې
خدایږو دي ټولې له سندرو ښکلې
هره نګاه د دوی غزل وګڼه
دوی د الهام تر مرغلرو ښکلې
ستا د شینکي ګودر د پېغلې ټپه
د حسن اووه واړه رنګونه لري
د رڼا دومره تجربې دي په کې
کله یې دغه کتابونه لري
ستا د حواسو د مستۍ لپاره
د تیرا تور غرونه سوما راوړي
ستا شنه فطرت ته عاطفه او مینه
له تصور نه د بودا راوړي
ستا د فکرونو په تاوده نغري کې
لا د زردشت دعشق اور ونه بل دي
ستا د زړګي په زاړه شوي تاخ کې
د هاغه عصر څراغونه بل دي
کړه د سکوت مهرونه مات له ژبې
زه خو دې ښکلی سخندان ګڼمه
چې د ملت د تقدیر واګی واخلې
دومره دې یاره مهربان ګڼمه
خدای دې منزل د ښايستونو درکړي
د انساني مېنې لېواله اشنا
ته لاروی د افاقي لارې یې
زما محبوبه تيراواله اشنا
د پیکار شعرونه د اوچت تخیل لرونکي دي او د خو ټکی په کې نه
تر سترګو کېږي. خو یو ټکی چې دی او د
ده شعرونه له نیوکو سره مخ کوي، هغه دا دی چې شعرونه يې بغاوتي دي. دی اکثره وخت د
هغو ارزښتونو پر وړاندې مقابلې ته وځي چې عوامو هغه منلي او په درنه سترګه ورته
ګوري.
رودوال چې د ده ټوله شاعري یې لوستې د پیکار د شعر دې برخې
ته د نقد په سترګه ګوري: (( دی وايي:
نظم به نه لیکې نظام ته خطره پېښه ده
په سپين محراب کې لوڅ امام ته خطره پېښه ده
دا سهي ده چې نظامونه دایماً دا ډول وي، په ټولو ټولنو کې
داسې یو کیفیت موجود وي، چې هر نظام د خپلې پالیسۍ له مخې په مطبوعاتو، شعرو شاعرۍ
او هغه څه چې د دوی د سیاست پر ضد وي، پر هغه سانسور لګوي. په افغانستان کې هم دا
مساله ډېره زیاته وه، په بېلابېلو وختونو کې. ډېر کم داسې شوي، چې په هغه کې
سانسور نه دی شوی، په هغه کې ملي فکر نه دی سانسور شوی، یا د ملي اېډيالوژۍ د خپراوي
لپاره محدودیتونه نه دي وضع شوي.
پيکار ډېر ښه نقد کوي، ډېره ښه نیوکه کوي؛ خو په
سپين محراب کې لوڅ امام ته خطره پېښه ده، دغه دویمه مصرع چې ده، دا ډېر غیر مترقبه
را اخلي. زه فکر کوم ټولنه د داسې یوې مصرې د اورېدو لپاره تیاره نه ده او هغوی یې
نه شي اورېدای. ځکه دا غیر مترقبه پرته
له دې چې هغه شاعرانه غوښتنو ته
وګوري، دا خبره یو ډول کپسول کړي، یو ډول یې په شاعرانه
ښکلا وپسولي، یا یې پټه کړي، یو ډول ابهام ورته ورکړي، چې دا په شعر کې یوه اړتیا ده،
راساً يې کوي چې دا دلته د ده شعر یو ډول له ټکر
سره مخ کېږي او هغسې ذهن اخستو ته نه تیارېږي لکه څنګه چې تیار وي. ځکه په دې کې
شک نشته چې زموږ ټولنه یوه مذهبي ټولنه ده او دایماً زموږ د ټولنې شاعر چې دی هغه
د خپلې ټولنې روانشناسي منعکس کوي، هغه هر څه چې وايي، سمه ده خو ممکن یو څوک نوی
فکر ولري، نوي ایجادات ولري، نوې مساله ولري، نوی پیغام ولري او د ټولنې لپاره
داسې مساله مطرح کړي، چې تر اوسه نه وي مطرح شوې او دا ډېر وخت زموږ په شعر کې شوي
دي. ډېر وخت داسې مسایل چې چا نه وو مطرح کړي، مطرح شوي دي. مګر داسې مطرح شوي، چې
هغه زموږ د ټولنې له روانشناسۍ سره عیار او برابر وو او ټولنې په غیر مستقیم شکل
هغه ته تیاری درلوده .))
رودوال د خپلې دغې خبرې د لا څرګندتیا لپاره د استاد محمد
اسمعيل یون یو بیت راوړي او وايي چې هغه هم دغسې یوه مساله مطرح کوي:
((د
نقد ملایان ګرځي له درو سره په ښار کې
د شعر پېغله مې ځکه په حجاب کې راولم
دلته که وکتل شي همدغه مساله ده، مګر یو تفاوت په دې او هغه
شعر کې شته دی. دلته مساله ډېره کپسول
ده. هماغه وخت عین شی انتقاد شوی دی، د نقد ملایان ګرځي له درو سره په ښار کې، دی
ورته د نقد ملا وايي، لوڅ ملا ورته نه وايي. مګر
ټول خلک پوهېږي چې ملا څه ډول دره استعمال کړې یا یې استعمالوي. او اصلاً دی دورې
خبره نقد کوي؛ خو ضمناً ورسره، هماغه د خپل خیال، فکر او اېډیالوژۍ خبره چې ده
ورسره تړي. دا هغه شعر دی که کاملاً په یوه ملايي نظام کې ولوستل شي زه فکر کوم
څوک به یې مخالف نه شي،
خو که د لوڅ امام او لوڅ محراب خبره رامنځته شي، دلته دی چې پیکار د ټولنې له لوري
له یوه چلنج او غبرګون سره په خپل شعر کې مخ کېږي او متاسفانه دا هم د ده له شخصي
ژوند نه منشا اخلي.))
اسدالله غضنفر هم چې پیکار د باغي طبیعت خاوند شاعر بولي، وايي چې دی معمولاً په خپلو
شعرونو کې، په هغو ارزښتونو پورې چې عوامو منلي دي او ممکن د انتقاد وړ وي، حملې
کوي او له هغو سره د شعر په ژبه مبارزه کوي: (( یعنې په حقیقت کې دی په خپل هنر کې
یو ډول مبارزه په مخ کې لري، نو د دې مبارزې لپاره دی یو متناسب اهنګ، یو متناسب
تال او یوه متناسبه موسیقي کاروي، یو ډول حماسي موسیقي.))
پیکار خورا ډېره شاعري کړې، خو تر اوسه یې یوازې یوه شعري
ټولګه چاپ او خپره شوې، چې راز نومېږي. دا چې ولې پیکار خپلې دې شعري مجموعې ته د
راز نوم ايښی پخپله وايي: (( اصلاً ما فکر کاوه هغه خبرې چې له ماسره وې، ما هغه
راز ګڼلو. ما ته یو ډول راز ښکارېده. ځکه دا خبرې به مې چې هر چا ته وکړې، زه به
په غم ککړ ومه. زه ننګرهار پوهنتون کې محصل ومه، چې چېرته به مې شعر ووایه بیا به
اخوانیانو راپسې کوتک را اخستی و. چا به ویل بوجۍ کې یې واچوئ سیند کې يې خوشې
کړئ، چا به څه ویل چا به څه ویل، زه به حیران شوم چې دا زما په خبرو کې څه خبره
ده، چې زه څنګه شعر ووایم، بیا خلک وايي، دا سړی ختم کړئ نو ستونزه راته جوړه وه.
بس ما ویل چې دا یو راز دی، او راز باید چې افشا نه شي؛ اخر چې مې کتاب چاپوه، نو
هغه ټول راز مې را ټول کړ او کتابي بڼه مې ورکړه.))
نورمحمد لاهو چې دغه مجموعه لوستې، خپله یوه نیوکه پرې داسې
څرګندوي: (( که څه هم چې موږ د هر شاعر شعرونو ته نظر وکړو، ديوانونه یې وګورو یا
یې مجموعې وڅېړو، حتماً په کې موږ نیمګړتیاوې لیدای شو، چې پیکار هم کېدای شي له
نیمګړتیاوو خالي نه وي، د ده په شعرونو کې به هم ځينې ستونزې موجودې وي، خو داسې امید
شته چې په راتلونکې کې به دی ډېر ښه اثار رامنځته کړي، خو د ده ډېر شعرونه داسې دي
چې ډېر پاخه او په هغه هنري ګاڼه سمبال دي، خو ځينې داسې هم په کې شته چې سړی داسې
فکر کوي چې ده دا شعرونه د دې لپاره لیکلي چې غواړي د خپل کتاب حجم پرې زیات کړي
او د یوه مجبوریت له مخې يې ليکي. دغه مجبوریت د نوموړي شعر کمزوری کړی دی. ځينې
وخت ورنه خبرې راساً راغلي دي، یعنې هغه هنري اړخ یې کمزوری شوی دی.))
په عمومي ډول د پیکار شعرونه، د ښکلا، مینې، عاطفې او اوچت
تخیل نه ډک دي او په خپله پیکار په اوسني شعري بهیر کې اوچت، څرګند او د ستاینې وړ
ځای او مقام لري. د ده د شعرونو لوستل، لوستونکي په احساساتو راولي او د مینې او
ښکلا د بڼ تماشې ته یې بیایي.
د پیکار په شعر کې بغاوت د وخت له ناکردو سره بغاوت دی او
له ناکردو سره بغاوت خو د شاعر اخلاقي جرئت او مسوولیت دی. خو یوه خبره د یادونې
وړ ده، چې له ځينو ارزښتونو سره بغاوت کول په غلطو لارو تلل هم دي. پیکار لا زلمی
دی او ډېر مزلونه لا په مخ کې لري، موږ ورته د ښو او لا ښو مزلونو هیله کوو. دی چې
نن په دومره قوت مخ ته روان دی، ډاډه یو چې سبا ته به د یو ډېر لوړ مقام لرونکی
شاعر وي؛ خو په دې شرط چې د شعر ریاضت ته همداسې په مینه مینه دوام ورکړي.
له همداسې يوې هيلې سره
۱۳۸۴.۳.۱۵