ادبي بحثونه/ صدیق الله بدر(۵۶)


نظیف الله تکل او د هغه صمیمي شاعري

تکل اوسمهال د پښتو شعر و شاعرۍ یوه صميمي څېره ده. یوه داسې څېره چې بیان یې ساده خو د شاعرانه خوند او رنګ لرونکی دی:

خړو کې دې پرېښودمه خړ دې کړم

ساه راکړه بې ساه یمه چې مړ دې کړم

لرې ګرځه مرګه چې لا ځوان یمه

بس دی چې کډوال دې کړمه پړ دې کړم

پېژندنه:

(( نظیف الله تکل د رحمت ګل خان زوی له نن څخه ۴۵ کاله وړاندې د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ د ګټو کلا په کلي کې زېږېدلی دی، لومړنۍ زده کړې يې په خپله سیمه کې سر ته رسولې. په ۱۳۵۸ کال کې يې په کابل پولیتخنيک پوهنتون کې په لوړو زده کړو پیل وکړ، چې خپلې دغه لوړې زده کړې یې په ۱۳۶۴ کال کې د ماسترۍ په کچه پای ته ورسولې. د زده کړو له پای ته رسېدو وروسته یې د پروژو جوړولو په مرکزي انستیتوت یا پما کې د انجنير په توګه دنده پیل کړه.

تکل په پاڼو مین او د پاڼو انځورګر شاعر دی، له ۱۳۶۲ کال نه یې په شعر ویلو او لیکلو پیل کړی دی، چې تر اوسه یې د شعرونو درې ټولګې خپرې شوې دي. لومړنۍ ټولګه یې (او پاڼې مړې دي) نومېږي، چې لومړی ځل د ۱۳۷۰ کال په پای کې چاپ شوه، خو په کابل کې د ناتار له رابره کېدو سره په مطبعه کې د اور خوراک شوه. خو دویم ځل همدا سږکال چاپ او خپره شوه.

دویمه ټولګه يې (پاڼه د لونګو) او درېیمه ټولګه یې (شبنم په پاڼو) نومېږي. چې دا دواړه ټولګې يې هم همدا میاشت وړاندې د ده په خپل شخصي لګښت په کابل کې چاپ او خپرې شوې دي.))

شاعري:

تکل په غزل، ازاد شعر او څلوریزو کې طبع ازمايي او د وطن مینه یې په کې انځور کړې ده، استاد حبیب الله رفېع د ده د شعرونو د دې ځانګړنې په اړه وايي: ((زه د ده په ټولو ادبي هڅو او تکلونو کې، د وطن تانده مينه څپانده وينم، زه د ده شعرونه د ادب د تلې په کاڼو نه تلم، بلکې د ده په پاڼو پاڼو شعرونو، پاڼې د لونګو، او پاڼې مړې دي  کې د ده د پاکې او بې توله مېنې وړانګې او غورځنګونه وینم.))

دا هم د تکل همداسې یو شعر:

ستا د هر سبا هغه وعدې راسره ستړې شوې

وخت راسره ستړی شو شېبې راسره ستړې شوې

ما د خپلو غرو همت ته ځکه افرین ورکړ

زه یې ستړی نه کړم زولنې راسره ستړې شوې

څومره د دې پېښو مخ ته زه ګوره سپر شوی یم

اور پر ما بل شوی او لمبې راسره ستړې شوې

وخت د رڼو ږيرو او بریتونو اور کې سوی یم

وګورئ عالمه هديرې راسره ستړې شوې

دې نه بدمرغي تکله نوره څه کېدلای شي

واک مې د پردو شو قافلې راسره ستړې شوې

د تکل د شعر یوه غوره ځانګړه ساده ګي او صمیمیت دی، چې د هېڅ ډول تعقيد او تکلف څرک په کې نه لیدل کېږي. اسدالله غضنفر یې د شعر د همدې ځانګړې ستاینه کوي او وايي چې د تکل د شعرونو درې واړه مجموعې يې لوستي اویاده ستونزه يې په کې نه ده حس کړې: ((یو تعقيد داسې دی چې په لفظ کې وي، فرضاً یوه جمله ولیکو، د مبتدا پر ځای خبر راولو، د خبر پر ځای مبتدا راولو، د فعل پر ځای فاعل او د فاعل پر ځای فعل راولو، دا جنجال جوړوي. خو بل ډول يې داسې وي چې په خيال کې او په تصویرونو کې ډېره پېچلتيا وي او هغه سره لګېږي نه چې دا هم په شعر کې جنجال جوړوي خو له نېکه مرغه د تکل شاعري دا نه لري.))

خو غضنفر دا هم وايي چې که شعر ډېر ساده شي، زموږ تخیل به ونه پاروي: (( د شاعرۍ په برخه کې اروپايانو يو پخوانی متل کړی دی، چې ټولې لارې غرونو ته رسېږي، ارسطو ‌ډېرې د کار خبرې کړې دي او اول ځل يې کړي دي.

ارسطو وايي چې ښايست یعنې تناسب. خو که د اجزاوو ترمنځ تناسبات ډېر وي، دا شی ښايسته شی دی. دا خبرې بیا وروسته نورو هم تکرار کړې دي. که موږ دغه تناسب کشف کړو، ویې ومومو او د دې تناسب په روابطو پوه شو، بیا ښایست له منځه ځي.))

د غضنفر په اند که شعر ډېر ساده شي، بیا ممکن موږ ته خوند رانه کړي، زموږه تلوسه او تخیل به ونه پاروي: (( خو د دې خبرې معنا دا نه ده چې موږ تعقید ته مخه کړو، تعقید یو عیب دی البته بې ځایه تعقید.))

نورمحمد لاهو هم په همدې نظر دی او وايي، کوم تصویر چې تکل په غزل کې وړاندې کوي، ډېر ښه روښانه او شفافه وي، حتی تر دې چې ژبه یې ډېره ثلیثه وي او هېڅ ډول تکلف په کې نه لیدل کېږي.

تکل اساساً د غزل شاعر دی او د شعر تغزلي رنګ یې ډېر جوت دی، ځينې شاعران او ادبپوهان په دې اند دي چې د مقفا شعر ساحه ډېره تنګه ده او څوک نه شي کولای چې په کې نوې خبره وکړي، د دوی هدف دا دی چې په دې ډول شعرونو کې په تېره بیا په غزل کې تکراري خبرې ډېرې وي.

خو لاهو وايي چې د تکل په غزل کې نوې خبرې او نوي تصویرنه وي: (( زموږه د ګران شاعر نظیف تکل شعرونه چې ما ولوستل، تر ډېره يې د غزل په قالب کې شاعري کړې ده، خو کمال يې دا دی، په دغه قالب کې چې تل په کې له موږ نه تصويرونه تکرارېږي، ده په کې تل نوې خبره کړې وي.))

لاهو د تکل په شعر کې د ډېر موسیقیت او شاعرانه صمیمیت یادونه هم کوي: (( موسیقيت یې په شعر کې ډېر زیات دی او شاعرانه صمیمیت یې په شعر کې لیدل کېږي، ما چې کله د ده شعرونه پیل کړل، همداسې مې لوستل، لوستل یو وخت ګورم مجموعه خلاصه شوه.))

راځئ چې دغه ټولې یادې ښکلاوې د ده په یوه غزل کې وګورو:

ژوبلې اوښکې

ځمه د مينې تر اسمانه رسم

په لپو ژاړم تر جانانه رسم

په ژوبلو اوښکو یادوم ملګرو

نامه د مينې تر ارمانه رسم

د مخ کعبې ته چې دې پرېنښودم

اوس به نو کله تر ایمانه رسم

ما دغمژن ماښام ډيوه کړه بله

په بینا سترګو تر هجرانه رسم

زه د خوږې مینې قربان شم ګله

چې درته ګورمه تر ځانه رسم

مينې سپرلی لیدلی دی اوس

ځکه تکله تر ګرېوانه رسم

شعر یو مخیل او نازک کلام دی، په جوړښت کې يې د تناسب او د فکر د تعادل شتون یوه غوره ځانګړنه شمېرل کېږي. د تکل شعر له دې ځانګړنې هم برخمن دی، غضنفر يې دې ځانګړنې ته داسې نغوته کوي: ((د فکر تعادل په حقیقت کې لکه په شعر کې چې وجدان وي او زما په خیال هېڅ ښایست بې له دې نه را منځ ته کېږي، چې د سړي ضمیر هم قانع کړي. تاسو کله څوک ليدلي چې بد سړی يې ښه ايسي، ما خو نه دي ليدلي داسې نه شي کېدای. د ده په شعر کې دا مساله ډېره ده، په ځانګړي ډول د فکري تعادل په برخه کې یې یوه داسې وه چې ایا تاسو ليدلي چې په وینو باندې ګلان وغوړېږي؟ که غوړېدای نو کربلا به ټوله ګلزار وه. دا یو ډېر مهم پیغام دی.))

خو غضنفر وايي چې زموږ ځينې ځوان شاعران کله کله په شعرونو کې داسې یو قسم جذباتي وي لکه اور چې بلوي، اورپکو غوندې خبرې کوي: ((زما په خیال زموږ هېواد دې ته اړتیا نه لري، زموږ شعر يې هم نه لري، که د وجدان مطابق نه وي، ښه شعر نه ویل کېږي. شعر هم باید ستا عقل راضي کړي هم ستا هغه ښکلا پالی ذوق او هم باید ستا وجدان راضي کړي، د تکل صاحب په شاعرۍ کې دا شی شته او زما په خیال چې دا یو مهم شی دی.))

عبدالغفور لېوال وايي چې د تکل ډېر شعرونه د اور، لمبو او وینو پیغام لېږدوونکي دي: (( د ښاغلي تکل شاعري د وینو، لمبو او ورانۍ همزولې شاعري ده او دا هر څه ډېر په کې تر سترګو کېږي، زه نه وایم چې په جنازو پسې دې ډولونه وغږوو، خو دومره وایم چې د ټولنې جمعي روان او ټولنيز شعور له ساندو څخه ستړی دی. نو که خپله شاعري له اور او لمبو څخه را وباسو او د ښکلاییزې سولې په ارماني تصویر کې يې وکاروو، لږ تر لږه به مو مخ پر وړاندې یو ګام ايښی وي.))

د تکل شعر د کلاسیک او معاصر شعر د خوند او رنګ یو ګډ انځور دی، ډېر ځله په ادبي صنعتونو کې خپله موضوع افاده کوي او ورسره ورسره خپل شعر په نویو تصویرونو هم پسولي. د لیوال په اند د ښاغلي تکل د غزليزې شاعرۍ یوه ځانګړنه د کلاسیکو او نوي غزل د رنګونو او خصوصیاتو ګډون دی: (( په کلاسیکو غزلونو کې یو خصوصیت په ادبي صنعتونو کې د موضوع افاده کول دي. خو په نوي غزل کې تصویر جوړولو ته پام ډېر اړول کېږي. تکل استعاره او تشبېهات ښه کاروي او تر څنګ یې د شاعرانه تصویر د جوړولو لپاره هم پوره پام اړوي.))

خبره د نویو تصویرونو او ترکیبونو شوه، د تکل شعر په عین ساده ګۍ کې کله کله ډېر ذهني کېږي هم او د ډېرو ښکلو ذهني تصویرونو تنده پرې ماتېدلای شي، اجمل تورمان مو د هغه په يوه شعر کې همدې ښکلا ته ځير کوي: (( د ښاغلي تکل د ( شبنم په پاڼه ) شعري ټولګې ۴۰ مخ کې د یوه غزل په دویم بیت کې راغلي:

له شنډو وریځو نه باران ورېږي

ځکه للمي ورته فصلونه کرم

په دغه ښکلي بیت کې لومړۍ مصره ډېره ښکلې ده، له شنډو وريځو نه باران ورېږي، په دې مصره کې شنډې وریځې ډېر ښکلی ترکیب دی. موږ وینو کله چې په اسمان کې وریځې راځي هغه د واورې، ږلۍ او باران زېری ورکوي، خو کله کله وريځې راځي غورېږي خو نه باران ورېږي، نه ږلۍ او نه واوره، زموږ ګران شاعر نظیف تکل دغو وريځو ته ډېر ښکلی ترکیب جوړ کړی، چې شنډې وريځې.))

ځوان شاعر جيلاني جېلان بیا د تکل په شعر کې د کليوالي ژوند د انځور خبره کوي او د تکل د شعر دې شاعرانه ښکلا ته داسې شاعرانه نغوته لري: (( سیوری د ښاغلي تکل ( او پاڼې مړې وې ) د شعري ټولګې په ۳۸ مخ کې د یوه ازاد شعر سرلیک دی، تکل د ګلابي شعر د کړیو په رګ رګ کې ساز شوی او د یو چا د مينې په ګردونو په سیوري کې داسې ورک شوی، لکه د ماسخوتن په غېږ کې چې ماښام ورک شي، شاعر په دې شعر کې د کلیوال ژوند داسې انځور کښلی چې د معشوقې طبیعت  هم اړتیا لري. نوموړی د شنې جلګې له پاسه د خپلې نه نړېدونکې پاچاهۍ پر تخت ناست دی، خو د دې خوږې پاچاهۍ په زور د هسک ګرېوان ته لاس نه غځوي او د یوه کليوال مین غوندې په شنو کروندو کې په یوه پوله روان دی.))

راځئ چې دغه ښکلي شعر ته لږ تم شو.

سيوری

لکه اوس مې هسې یاد دي

چې د شنې جلګې د پاسه

د خپلو هیلو په تخت ناست وم

اوبه ول مې خپل فصلونه

د لوګوس په څاڅکو څاڅکو

د ارمان په اوښکو اوښکو

د سرکښه جنون خواته

خوځېدلم لټېدلم

ته رانغلې

ستا انځور مې سترګو وکېښ

چې درېیم ګړی درپسې و

د لمر د وړانګو لاندې

زما د کښت په شنه ورشو کې

زما د کښت په شنه ورشو کې

محبوب الله محبوب د تکل په شعر کې د هنر او صمیمیت خبره کوي او وايي چې عقده يي مسایل په کې نه ترسترګو کېږي.

که چا په دقیقه توګه د اوسمهالي شعر مطالعه کړې وي او ګام په ګام یې دغه بهیر څارلی وي، نو دې حقیقت ته به یې ضرور پام شوی وي چې یو شمېر شاعران په کم عمر کې پاخه او ځينې شاعران په پوخ عمر کې خام او بې خونده شعرونه وايي.

محبوب الله محبوب چې همدا ګروهه لري، د تکل او د هغه د شعر په اړه وايي: (( د ده شعر چې دی نه کشرتوب لري نه مشرتوب لري، ځینې شاعران وي چې له خپل عمر نه مشر شعر ليکي، ځینې خلک وي چې له خپل عمر نه کشر شعر ليکي، دی له خپل عمر سره سم شعر لیکي.))

سمبول د شعر یو بېل او په خپل ځای غوره توکی دی، شاعران هغه مهال په خپل شعر کې سمبولونه کاروي، چې شرایط او حالات تنګ او نامناسب وي، خو کله کله بیا دغه توکی په شعر کې د ښکلا لپاره هم کارول کېږي.

د تکل یو شمېر شعرونه همدا سمبولیک خصوصیات لري، ازادو شعرونه يې خورا سمبولیک ارزښت لري.

یو شمېر ادب پوهان او شاعران د تکل شعري ټولګو ته په انتقادي نظر ګوري او وايي چې د درېواړه ټولګو شعرونه یې د شپېتمو کلونو انځورونه زموږ مخې ته ږدي او له هغه د وروسته کلونو تجربې یا په کې نشته او یا که شته هم په نشت حساب دي. دوی په دې نظر دي چې ګواکې تکل د پرديسۍ په کلونو کې شاعري نه ده کړې، عبدالهادي هادي همداسې یو نظر لري: (( ما ډېره تمه درلوده چې پس له ډېرو کلونو نه پس له ۱۴- ۱۵ کلونو نه د تکل نوي شعرونه به ولولم، خو څه چې زما لاس ته را ورسېدل په دې کې مې ټول ټال اته نوي شعرونه وموندل.))

هادي، تکل د شپېتمو کلونو شاعر ګڼي او وايي چې د تکل شعرونه د هغه وخت استازيتوب کوي: (( ما چې یو ډېر مهم شی د تکل په شعرونو کې پیدا کړ، هغه د شپېتمو کلونو په کابل کې د مېشتو شاعرانو استازيتوب دی.))

لېوال هم همداسې یوه ارزونه لري: (( د کتابونو د شعرونو له محتوا څخه یې د یوه اشنا ادبي بهیر رنګ او خوند له ورایه ښکاري، د شپېتمې لمریزې لسیزې د ځوان شعري بهير رنګ و خوند چې د پښتو شعري بهیر د پوخوالي، پرمختګ او ښکلاييزو ارزښتونو پیلامه وه.))

د لېوال په اند دا روحیه ځکه د تکل په شعر کې موجوده ده، چې تکل صاحب د هماغې لسیزې د شاعرانه بنډارونو یو غړی دی چې د جګړې او اور په کلونو کې یې د پرديسۍ لار نيولې او هلته د اروپا په غربت اباد کې پښتو شاعرۍ ګام پر ګام پرمختګ، لږ ور رسېدلی او د همدې لپاره یې د خپل همزولي شاعرانه بهير هنري ځانګړتیاوې ترننه لا ساتلي دي.

خو اسدالله غضنفر بیا په دې اړه بل نظر لري: (( موږ اکثره وخت شاعري تغزل ته وایو، ښایسته خبرو ته وایو، د ښکلو په باره کې خبرو ته وایو؛ خو دا خبره ډېره دقیقه نه ده، په دې کې شک نشته چې د شاعرۍ یو اصلي مضمون تغزل دی؛ خو شعر دوه نور شیان هم لري. یو دا دی چې فلسفي حقیقتونه، فلسفي فاکتونه، دا د شعر دايمي موضوع ده، موږ به کومې خواته ځو، مرګ څه شی دی، ژوند څه شی دی، دا مسایل هم د شعر موضوع ده. بنیادم کوم ښایست نه لري خو زه به د مرګ په اړه خبره کوم، د دې له ښایست سره څه؟ شعر به ښایسته جوړ کړم، مناسب به وي، خو موضوع به یې ګوره ښایسته نه وي، په دې هم شاعري کېږي، په فلسفي فکتونو او حقایقو باندې.))

غضنفر وايي، بله خبره دا ده چې د ژوند هره تجربه که هغه ښایسته هم نه وي شعر کېدای شي: (( اوړی دی په اوړي کې موږ په تکلیف یو، ماشي دي، ډېره سخته ګرمي ده، په دې باندې شعر جوړېدای شي. ژمی دی، واوره ده او ډېر سخت بد حالت دی، په هغه شعر جوړېدای شي. موږ ولې یوازې د ژوند ښایسته برخو ته توجه کوو؟ زما په خیال باندې یا تکل صاحب یا ما ډېر نور هم ليدلي دي، کله چې له خپلې ټولنې مساپر شي او یو وخت له خپلې ټولنې لري شي؛ نو هغه مهال یې شاعري قطع شي، دوی په هماغه تغزل پسې ګرځي او هغه تغزل بیا په هغه ټولنه کې هغسې نه وي، حال دا چې زما په نظر یو څوک له خپل هېواده مساپر شي د شعر بهترینه موضوع ده، ۱۴ کاله وروسته چې خپل هېواد ته راشي، دا هغه تجربه ده چې ډېر افغانان یې کوي په دې دنیا کې او دا د شعر لپاره بهترین موضوعات دي، خو چې توجه ورته وشي.))

هادي د تکل په شعر کې د بغاوت د روحیې شتون ته اشاره کوي او دا د هغه وخت د شعرونو یو خصوصیت په ګوته کوي: (( په شپېتمو کلونو کې یو رواج پیدا شو، یو دود پیدا شو، چې دلته هغه روڼ اندي، هغه لوستي کسان نه شي کولای، هغه ادارې او هغه سیستمونه چې له بهر نه کنټرولېږي وزغمي، په افغانستان کې متاسفانه دغسې یو سیستم موجود و، د هغه پر وړاندې عکس العمل هم موجود و، او دا عکس العمل کله نا کله د شاعرانو په شعرونو کې را څرګندېده، چې دا د ټولو شاعرانو په شعرونو کې نه بلکې د یوې ډلې شاعرانو په شعرونو کې څرګندېده چې بغاوت یې کاوه او ښاغلی تکل د دې بغاوت استازیتوب کوي.))

۱۳۸۴.۳.۳۱