ادبي بحثونه/ صدیق الله بدر:(۵۵)


د سحر ګڼ ځانګړیزه شاعري


(( ما د اسې احساسوله لکه یو څه مې چې ورک کړي وي، یو څه شي پسې چې ګرځم، یوه ورکه لټومه، دا به مخکې له دې چې شعر ولیکم ما به احساسوله او نارامه به وم، داسې لکه یو څه چې راکې کم وي یعنې يو څوک څه ولري خو استفاده نه شي ترې کولای، کله چې ما شعر ولیکه، داسې په اصطلاح ارضا شومه او احساس مې وکړ لکه هغه څه مې چې پیدا کړي وي.))

دا د ښاغلي شاعر علم ګل سحر خبرې دي. سحر د پښتو شعر له هغو ځلېدونکو څېرو څخه دی چې ډېر شعرونه یې د مینې او صمیمیت د بیان تر څنګ، ښه سندریز او هنري انځورونه دي.

پېژندنه:

علم ګل سحر په ۱۳۴۲ کال کې د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ په اسلام خېلو کې زېږېدلی دی. خپلې لومړنۍ زده کړې يې څه په خپل کلي او څه په غزني کې بشپړې کړې دي. سحر همدا چې د غزني د شېخ عطا له لېسې د فراغت سند تر لاسه کړ، د ژوند سختیو اړ کړ چې په کار روزګار پسې شي خو تر څنګ يې لوړو زده کړو ته هم مټې ونغاړلې او په ۱۳۶۷ لمریز کال کې يې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو په شپې پوهنځي کې زده کړې پیل کړې. چې په هېواد کې د جګړو او ګډوډيو له امله یې دا زده کړې په کال ۱۳۷۴ کې پای ته ورسولې.

سحر خپل لومړنی رسمي کار د ښوونې او روزنې په وزارت کې پیل کړ او تر ډېره د دغه وزارت له لوري کله د عرفان مجلې مرستیال او کله مسوول مدير و. د سواد مجله هم د ده په مرستیالۍ چاپېدله.

سحر د کورنیو جګړو په بهیر کې څه مهال په کابل کې د بي بي سي راډيو په ښوونيزه پروژه کې په دنده بوخت و او اوس په ازادۍ راډيو کې کار کوي.

سحر تنکی زلمی و چې د شعر ښاپېرۍ ترې راتاوې شوې او کوډګرې کليمې یې په خوله ورکړې، خپله په دې اړه وايي:

(( زه د افغانستان په یو لرې پروت ولایت پکتیکا کې وم، هلته زه او زما ډېر نږدې ملګری درمحمد خپلواک په يوه کوټه کې اوسېدلو، بس د یو تصادف له مخې ماښام و، تیاره وه، رڼا نه وه، ده به د شعر یو بیت ووایه ما د شعر بیل بیت، هماغسې في البديهه مو لیکه، بیا به ده بل بیت وایه، تقریباً په هغه ورځ مو اتلس بیته شعر ولیکه، بیا چې پوه شو موږ هم شعر جوړولای شو را پورته کېدو، لاټین به مو ولګاوه، قلم او کتابچه به مو را واخسته، بل شعر به مو جوړ کړ.

هماغلته په ګډه مو داسې احساس کاوه چې شاعران یو، سبا بیا ورته کېناستو، یو دوه شعره مو سبا بیا ولیکل، البته هغه اول شعرونه مو داسې وو چې په هغه سيمې پورې به يې اړه درلوده، د هغه وخت او شرایطو په اړه به وو.))

تر اوسه د سحر درې شعري او یو داستاني ټولګه چاپ شوې دي. لومړنۍ شعري ټولګه یې د لمر جنازه نومېږي چې په ۱۳۷۷ لمریز کال کې چاپ او خپره شوې ده. دویمه شعري ټولګه یې د ( پاریال خوبونه) دي، چې په ۱۳۸۰ کال کې د چاپ په ګاڼه پسولل شوې ده.

مینه او وسواس د لنډو کیسو ټولګه یې په ۱۳۸۴ کال کې بېنوا فرهنګي ټولنې چاپ او خپره کړې ده.

د سحر ناچاپ اثار د مينه او جګړه په نوم ناول، د لنډو کیسو او شعرونو دوې ټولګې، د عرفان مجلې نیولیک او تاریخچه ده چې پنځه سوه مخه لري. همدارنګه ده نوي او زاړه متلونه له توضیحاتو سره او فولکوریکې کيسې هم راټولې کړې دي، چې اوس اوس په دې هڅه بوخت دی چې د چاپ په ګاڼه یې سمبال کړي.

د یادونې وړ ده چې سحر ښه طنز لیکوال هم دی او په ۱۳۶۹ کال کې يې د طنزونو لومړنۍ جایزه ګټلې ده.

شاعري:

سحر د جګړو په کلونو کې شاعري پیل کړې ده او له همدې امله د هغه تقریباً ډیر شعرونه د افغانستان د ۲۳ کلنې غميزې انځورونه دي. ده چې په هماغو کلونو کې څه ليدلي، هغه یې سندريز کړي دي: (( د افغانستان دېرش کلنه غميزه خو داسې غميزه ده چې هيڅوک هم ترې لرې نه دي پاتې شوي، یا په کې خپله مستقيماً زیانمن شوي او یا یې لیدلي او احساس کړي، نو طبعاً په هر چا یې اغېز کړی دی، زه هم د همدې خلکو له ډلې یو څوک یم، پر ما یې هم اغېز کړی دی.)

عبدالهادي هادي چې ډېر نږدې ملګری یې پاتې شوی، د ده د همداسې شعرونو په اړه وايي: (( زه ګمان کوم چې د سحر د شاعرۍ تر ټولو لویه ځانګړه دا ده چې دی د کابل د بدو او غم لړلو شپو د یوه بېطرفه او عادل شاهد په توګه د کابل د وروستیو بدو شپو او بدو پېښو یو ډېر ښه انځور ګر دی.))

د سحر په دې ډول شعرونو کې يو ډول بغاوت څپې وهي، هر څه يې ډېر په زغرده ويلي دي او د وخت له ټېکه دارانو څخه یې رخه نه ده شوې، هادي په همدې نظر دی او وايي چې د سحر په شعر کې د نظام پر ضد بغاوت و: (( په داسې وخت کې بغاوت چې په هغه وخت کې د نظام پر ضد خبره د مرګ مترادفه وه، دی په هغه وخت کې هم وايي چې:

لاس له وینو وینځې خو څېره دې بدلېدای نه شي

څوک به د کابل ورانې کوڅې له یاده وباسي

یعنې دا هغه خبره ده چې په هماغه وخت کې شوې ده، په هماغه وخت کې دا شعر لیکل شوی او سحر لیکلی دی. زه کله کله له ځان سره حیران شم چې شاعران په دومره صراحت د نظام پر ضد خبره کوي، چې په هغه وخت کې د فرد نیول او وژل نظام ته ډېر اسانه کار وي، شاعر څنګه هلته اوسېدلی او ژوند کولای شي.))

په داسې وخت کې که څه هم چې د شعر د فضا له مخې شعاري برخورد غوره برېښي، خو سحر خپل دا شعرونه په ډېرو ښو او هنري جملو، ترکیبونو او کلیمو ښکلي کړي دي. یعنې له کلیماتو سره یې عادي برخورد نه دی کړی. هادي وايي:

(( بله خبره چې د سحر په شاعرۍ کې ډېر د پاموړ ده، هغه له تورو او کلیماتو سره یو ډول جادوګرانه برخورد او ماهرانه لوبه ده، دی د هغو شاعرانو له ډلې نه دی چې کلیمات فقط څنګ په څنګ ږدي، په ډېرو برخو کې البته ځينې استثنات شته او هیڅوک نه شي ویلای چې یو شاعر سل په سلو کې ښه دی، خو د ده په ډېری شعرونو کې کلیمات ډېر په ساده او ښکلي انداز کارول شوي دي.))

خبره مو په شعر کې د کلیمو او ترکیبونو وکړه، سحر تر ډېره په هر شعر کې هڅه کوي او هڅه یې کړې چې خپل شعر په نویو ترکیبونو وپسولي او دا د ده د شاعرۍ هغه ځانګړنه ده چې د ډېرو ادبپوهانو پام يې ځانته اړولی دی.

اسدالله غضنفر د سحر په شعر کې د نویو ترکیبونو د راوړولو په اړه وايي چې د سحر د پریال خوبونو په ټولګه کې یو تمایل د ده پام ځانته اړولی: (( دغه تمایل د نویو ترکیبونو په برخه کې دی. مثلاً په همدې مجموعه کې د باد اوږې، لیلايي حسن، توتکۍ اروا مې، د لمبو شمال او پر باد سندرې لیکل دا هغه نوي او ښکلي ترکیبونه دي چې د ښاغلي سحر شاعرۍ او یا د پریال خوبونو شاعرۍ ته یې یوه جلا ځانګړنه ورکړې او د دې مجموعې یو امتیاز دی.))

د نویو ترکيبونو پر کارولو سربېره د سحر صاحب د شاعرۍ يوه امتیاز دا هم ګڼل کېږي چې خپلې تجربې راسره شریکوي او د خپل وخت سندره بولي، اجمل تورمان د سحر شعر، د سحر خپل شعر ګڼي، ځکه چې هر څه يې خپل دي: ((د نورو په شعرونو شخوند نه وهي، چې د نورو ترکیبونه او کلیمات را و اخلي، هر څه چې دي خپل يې دي یعنې په شعر کې خپله علم ګل سحر دی، داسې نه ده چې د سحر شعر څوک ولولي او ووایي چې دا يې د پلاني شاعر تر تاثیر لاندې لیکلی دی.))

يو شمېر کره کتونکي په دې اند دي چې د سحر انځورونه او ترکیبونه شفاف نه دي، خو تورمان وايي چې د سحر شعري ترکیبونه ډېر ژور دي او لوستونکي فکر کولو ته اړباسي: (( علم ګل سحر کله کله په خپلو شعرونو کې داسې اصطلاحات راولي چې فکر کوم د هر چا لپاره نوي او ښکلي دي چې سړی فکر کولو ته اړباسي.))

په خپله سحر په دې اړه وايي: (( په هغه وخت کې چې ما شعر لیکه دا احساس مې کړی دی چې داسې ده، مثلاً ما احساس کړې چې د سپوږمۍ په چینه باندې څوک ناسته ده، یوه ښکلې ناسته ده، یا ما احساس کړي چې د شبنم څاڅکي څه ډول رڼا کوي، یا سندرې ژاړي، له دغسې حالتونو سره زه مخامخ شوی یم، چې سندرو هم ژړلي دي.))

راځئ چې د علم ګل سحر همداسې یو شعر واورو:

ما د سپوږمۍ د روح هېنداره کې ستا عکس ولید

چې د شبنم په چینه ناسته وې اوربل دې جوړ کړ

هغه شېبه زما سوالګرې سترګې، لاس په دعا د ښکلا لار کې ناستې

خو ناڅاپي تیارې خورې شوې د رڼا څانګې را ماتې شولې

لمر مخې دومره ژر بیا چېرته لاړې

زما د سترګو کچکول تش پاتې شو

زما د سترګو کچکول تش پاتې شو

غضنفر صاحب د سحر په هغو شعرونو کې چې مينې ته ځانګړي شوي دي، یوې بلې ځانګړنې ته اشاره کوي او وايي چې د سحر دا شعرونه د وقوع د مکتب په سبک دي: (( د پاریال خوبونو په شعرونو کې د مینې ځينې شعرونه په داسې طرز راغلي دي چې لوستونکی ورباندې ګمان کولای شي چې په رښتیا به هم همداسې شوي وي، د مينې دغه ډول شاعرۍ ته چې د مینې واقعیت په داسې ډول په کې انځور شي، چې لوستونکی داسې ګمان وکړي، چې دا خو له واقعیت سره سمون خوري، هغه ته د وقوع سبک وايي او د عشقي شاعرۍ یو ډېر ښایسته باب دی، د علم ګل سحر په را وروسته شعرونو کې په هغو شعرونو کې چې د پاریال له خوبونو یې را رووسته لیکلي دي او لا تر اوسه چاپ شوي نه دي، دغه د وقوع طرز لا انکشاف کړی دی او زما په خیال چې دا پښتو ادب ته یوه لویه ډالۍ ده، فرضاً:

خدایه چې غواړم یې هغه راځينې لرې ګرځي

ټول را نږدې دي خو یوه راځينې لرې ګرځي.))

غضنفر وړاندې دا راته وايي چې په دې کې د وقوع د مکتب څه دي، د هغه په اند سحر داسې یو مجهول او نا معلوم عاشق نه یادوي، یو څوک ځانګړی کوي: (( کله چې لوستونکی داسې فکر وکړي چې دا یوه ځانګړي کس ته اشاره ده، بیا نو د لوستونکي زړه ته لوېږي چې هو ولا همداسې به څوک و. البته د دې معنا دا نه ده چې رښتیا به هم همداسې څوک و، خو دغه احساس لوستونکي ته ورکول چې له واقعیت سره نږدې ده، دې ته د وقوع سبک عشقي شاعري وايي او دا ډېر کامیاب طرز دی.))

سحر پر کاره شاعر دی او شعرونه یې د موضوعاتو او خیالونو رنګارنګي لري، ومان نیازی وايي چې د سحر کوم شعرونه يې چې لوستي دي، دا ورته ثابته شوې چې د موضوعاتو له اړخه ډېر پراخ دي یعنې موضوعات یې ډېر دي: ((کلیمات یې چې دي په شعر کې ډېر نه تکرارېږي او د کلیماتو په برخه کې هم د ده شعرونه ډېر غني دي.))

ومان د ده د شعر یوه ښکلا دا هم بولي چې د کليوالي او ښاري مینې ګډ انځور په کې نغښتی دی: (( د ده په شعر کې یوه عجیبه مینه وي، یعنې د کلیوالي او ښاري مینې داسې یو ګډ رنګ وي، دې موضوع هم د سحر شعر ته ډېره ښکلا وربښلې ده.))

دا هم د سحر همداسې یو شعر

(ب)

ما د جوما سبق له ب پیل کړ

ملا به الف او ما به ب ویله

ملا به بیا سپېړه راکړه په غوسه به یې وویل

خبیثه ووایه الف وروسته ب

ما به ژړا کې ب ب ب ویله

ملا به شنې لښتې را وغوښتلې

اوس به په زور درنه ب هېره کړمه

ما په سرو سترګو بې زر با ویله

بابا مې بوتلم روحاني بابا ته

چې رانه ب هېره کړي

ډېرې خوردې یې په ما وخوړلې

ما د ډمانو د زیارت کنده کې

د ب شغلې ولیدې

ما ته د ب سپېڅلتوب

تورو تیارو کې لوی ولي را وښود

او ب مې هېره نه شوه

ب مې به خوله کې وه تل

چا به ویل چې پرې کوم اثر شوی دی

جونو ویل ماښام ناوخته پرې کنډوالو کې پریان کېنستي

دا ب پېریان ورښيي

بیا یې د سرو شنو تعویزونو امېل جوړ کړ ماته

خو مور مې نه منله

ویل یې زوی مې نظر شوی چېرته

چا ځونمرګ دي پرې کوډې کړي

یو موټی وړه به یې له کندو واخیستل

په بسم الله به یې ورو ورو د ټولو شنو سترګو نظر ماتوه

او د پټکي په وله زما به یې شین تار وټومبه

مور پوهېدله چې د چا د بادامي سترګو د یاد بزغلي

مې د ذهن کرونده کې ټوکلي داسې

چې ب مې د هرې مينې پیلامه بلله

ب مې د ژوند بدله

ب د الله دسپین کتاب پیل دی

ب بغاوت دی له بې مينې ژونده

ب د شنو بنګو د دانو نشه ده

ب د بلبلو د سندرو سپارو کې لومړنی توری دی

ب د بهار وږمه ده

او ب ښکالو د باران

ب د بنګړیو شرنګا

ب سپین سحر کې له ممبره د بلال اذان دی

ب د بیبيانو تقوا

ب تقدس د بقرې د سورې

ب د سلیمان له خوا بلقیس ته د بابتوکي په لاس

د سندریز پیغام د پیل توری

ب دی زموږ د ژوند ماحول ته د کوترو د بلنې اواز

چې په وزرو د کرکې توری جارو کړي دلته

ب یې د ښکلي نوم لومړی توری دی

ها جادوګره د ښکلا ښاپېرۍ

بېګاه مې خوب کې لیده

که خدای کول ستوري به راوړي د ټيکري پيڅکه کې

ډېره موده وشوه چې تللی رانه

له موږ خپه خوبوړی بخت به راوړي

او د سپېڅلي اسم اعظم په قوت

ها په قمار کې تللی تخت به راوړي

بېګاه یې بیا د راتلو لوظ کړی

سبا له لمره سره یو ځای درځم

نذیر احمد نذیر ښاغلی سحر د خپلې خوښې وړ شاعر بولي او وايي چې ډېر شیان يې په کې پیدا کړي دي: (( د هغه عاطفي او هنري اړخ د ستایلو وړ دی او هغه اړخ يې هم د ستایلو دی چې د حالاتو انځورګري يې په کې کړې ده، دی په بېلابېلو برخو کې نمونې لري، چې ټولې یې بریالۍ دي، ما ته یو بریالی شاعر ښکاري، کيسې یې تر ډېره تراژیکې دي، خو شعرونه یې که څه هم چې تراژيک دي خو نور اړخونه هم لري، هنري هم دي.))

سحر صاحب د غزل او ازاد شعر دواړو شاعر دی او په دواړو فورمونو کې يې د خیال نيلي غځولي دي، خو د غزل تر څنګ د ازاد شعر استازی شاعر دی.

په ازاد شعر کې یې ځکه د استازۍ خبره کوو چې ډېره ځله یې دا شعرونه په ښکلو هنري انځورونو او ترکیبونو ښکلي کړي دي او په لوستلو یې سړی بې درېغه دا وايي چې له یوه اوچت او جدي شاعر سره مخامخ دی.

نور محمد لاهو د ده د ازاد شعر په اړه په همدې نظر دی: (( د سحر په شاعرۍ کې که څه هم چې ده ازاده شاعري هم کړې ده او قافیه واله هم. له قافیه وال نه مې منظور ځينې غزلې دي چې ده ويلي دي. خو ازاد شعرونه یې ډېر اوچت، ډېر صميمي او کلیمات يې ډېر راڼه دي او مفاهیم په سمه توګه افاده کوي. عاطفي اړخ په کې په ډېر ښه ډول څنګه چې لازمه ده انعکاس موندلی دی.))

لاهو وايي، که څه هم چې د سحر غزلونه له عاطفي اړخه ډېر اوچت دي خو کېدای شي چې هنري اړخ په کې یو څه کمزوری وي: (( خو کومه شاعري يې چې په دې اوس وختونو کې کړې ده او هغه ازاده شاعري ده، کېدای شي وویل شي چې ده اوس په دې عصر کې یوه ځانګړې لاره ځانته خپله کړې ده، کېدای شي چې پرې ډېر حساب وشي.))

تورمان هم همدا خبره کوي: (( علم ګل سحر په خپلو ازادو شعرونو کې ډېر برلاسی دی او ځينې کسان داسې فکر کوي، چې علم ګل سحر ښه غزل ليکي خو ښه ازاد شعر نه ليکي خو زه وایم چې نه، دی له خپل غزل نه په خپل ازاد شعر کې یو ګام وړاندې دی.))

دا هم د سحر یو ازاد شعر چې همدغه رنګيني لري:

وينځلې رڼا

زه یې وینم ته یې وينې

هلته لرې د دې لوی غره په لمن کې

په چینه د اوښکو ناسته هغه ښکلې ته یې وينې

پاکوي له اننګو نه د شهيدو سپرلو وينې

د سپوږمۍ په چينه وينځي خپلې زلفې هغه ښکلې

له خورو زلفو پرتیو را روان دي راڼه څاڅکي

او د اوښکو ایینه کې جوړوي اوربل په مینه

زه یې اورم ته یې اورې

په دې شپو په دې تیارو کې

د وينځلې رڼا چيغې

اوس به راشي اوس به راشي

خو نذیر یې غزل خوښوي: (( د سحر صاحب ازاد شعر زما خپله نه خوښېږي، خو غزل یې چې زما خوښېږي هغه غزل یې له ازاد شعر سره د مقایسې وړ نه دی، ما ته يې غزل ډېر خوند راکوي او په غزل کې دی ډېر بریالی دی. دا زما خپل نظر دی خو کوم څه چې ده غوښتي چې په غزل کې يې راوړي هغه يې ډېر ښه راوړي دي.))

ښايي دې شاعرانو ته د سحر غزل ځکه ښکلي برېښي چې ډېر صميمي او مینه ناک دي، هدف مې دا نه دی چې ګواکې د سحر غزل هنري انداز نه لري، لري یې خو د ازادو شعرونو په پرتله يې نه.

راځئ چې د سحر صاحب یو صميمي غزل ته هم غوږ شو:

څومره ډېر مې خپل جانان راباندې ګران دی

لکه ځان لکه ایمان رابــــــاندې ګــــران دی

لکه خپلــه خـــــــــــوږه ژبــــه راتـــه ګرانه

لکه ګران افغانســتان رابـــاندې ګـــران دی

زه یـــــــــــــو تــږی لاروی یمـــه د مـــینې

د رڼـــو اوبــو په شـــــــان راباندې ګران دی

ماشومــتوب دی، هوســـېږم یې ځــــلا ته

لکه ســتوری د اسمان رابـاندې ګــران دی

دوی حـیران دي چې په تا ولې مـــین یم

دا خو ځکه چې انسان رابــاندې ګــران دی

د سحر د شعرونو یوه بله ځانګړنه طنزي پرداخت يې دی. د ده ډېر کم شعرونه به مو تر سترګو شي چې د طنز مالګه ونه لري. هادي همدا يې د شعر یو کمال بولي:(( یو بل شی چې د سحر په شاعرۍ کې شته او ډېری خلک د همدې ټکي لپاره د ده شاعري خوښوي، هغه دا ده چې سحر کله کله د پښتني ژوند، د پښتني کولتور برخې، یا زموږ ځينې شخصي انګېرنې چې د طنز بڼه ولري، په داسې ډول په شعر کې راولي، چې په سړي ښه لګېږي او دا ډېر خلک خوښوي. مثلاً د ده یو شعر دی:

چې ښکلي وويني له لرې وارخطا غوندې شي

سحر لګیا شي او له ږيرې سپين ويښته وباسي

یا دا چې:

یمه هېرجن چې دا وعده مې هېره نه شي

د پيکي تار دې راوتړه تر ګوته ))

ومان نیازی هم په همدې ګروهه دی: (( د ده په شعرونو کې طنز خاص او ځانګړی ځای لري او د ده شعرونو ته يې یو جلا خوند او رنګ ورکړی دی.))

د ښاغلي علم ګل سحر په شعرونو کې ځينې نورې ځانګړنې هم شته چې باید پرې بحث وشي، دا به راتلونکې ته پرېږدو. اوس همدومره.

۱۳۸۴،۸،۳۰