ویناوال: صدیق الله بدر


د مور ورځ


زه ژورنالست يم

خو نن پوه شومه چې

ډېر بې خبر سړی یم

سهار چې وتم له کوره 

دا مې په یاد نه و هيڅ

چې نن د مور ورځ ده

اوس چې دفتر کې يمه

راته رایاده شوله

خو چې زه کور ته ورځم

ناوخته شپه به وي ویده به وي مور

خوب نه يې هم راپاڅولای نه شم

خو که راويښه يې کړم

راته دا سخته ښکاري

چې يې د ورځ

ورته د شپې مبارکي ورکوم

۱۳۹۱.۲.۲۴