د سيمو تاريخي جغرافيه: (له علامه رشاد سره مرکې)

مرکه کوونکی: صديق الله بدر

زرنج

 

پوښتنه: درنه استاده! زرنج پخوا په څه نامه يادېده او تېر هېر يې څه ډول و؟

ځواب: د زرنج د كلمې زوړ او پخوانی نوم درنګيانا ده، له درنګيانا څخه (يانا) يې لوېدلې ده او درنګ يې په زرنج اوښتى دى. (يانا) مكاني سوفكس دى، چې هغه د (ستان) يعنى د ځاى په معنى ده، لكه په باميان او قباديان كې.

د يونانيانو په اثارو كې زرنج د درنګيانى او درنګيان په شكل ضبط دى. كله، چې له منځنۍ اسيا څخه ساكان دې سيمى ته راغلي دي، هغه وخت د دې سيمې نوم ساكستان شوى دى، يعنى د ساكانو د اوسېدولو ځاى. وروسته وروسته ساكستان په تلفظ كې ساګستان وېل كېده او عربانو هغه سجستان باله، ځكه هغوى په خپلې الفبا كې د ((ګ)) تورى نه درلودى، لكه ګورګان يې جورجان كړى، ګوزګان يې جوزجان كوى او بالاخره په همدې بنياد دوى له ساګستان څخه سجستان جوړ كړى، چې وروسته وروسته بيا ((ج)) په ((ى)) باندې اوښتى او په دى توګه له سجستان څخه سيستان جوړ شوى دى، چې اوس هم دغه نوم موجود دى او دا سيمه په همدې نامه يادېږي. د ابدال دا طريقه په مختلفو ژبو كې ډېره معموله ده، لكه د اردن پخوانى نوم جردن دى، د يورشليم پخوانى نوم جورشليم دى، د جمنا د رود زوړ نوم يمنا دى.

پوښتنه: د دې سيمې حدود څه ډول وو او ايا كله هم كومه واكمني په كې چلېدله؟

ځواب: د دې سيمې شرقي خوا ته د كندهار د بست علاقه وه، غربي خوا ته كرمان او جنوب ته يې د بلوچستان هغه برخه وه، چې اوس په ايران كې واقع ده.

يو وخت د سيستان خلكو شمالي هندوستان ته سفر وكړ او د شمالي هندوستان په غربي برخو او كشمېر كې يې سلطنتونه قايم كړل، په دې كې د ګندو فار په نامه يو سړی تېر شوی دى، چې ډېر شهرت يې درلود او له ساكونو څخه و. د دې سلطنت موسس لومړى ازيس دى.

وروسته ساكان تر دې هم وړاندې تللي او د نيپال په حدودو كې يې هم سلطنت جوړ كړى دى. بودا هم همدغه د ساكانو له قوم څخه و، چې تقريبا په ۵۶۱ قبل الميلاد كې د نيپال په جنوب كې د كاپي لاوستوب په ښار كې زوكړى و، كله چې بكرماجيت ۵۷ كاله تر ميلاد د مخه پر دوى برى ومونده، ډېر ساكان يې ووژل او د يوې سنې مبدا شو، چې هغه سنې ته د بكرماجيت سنه وايي. د بكرماجيت د پېښې سنې دوې دي، يوه مشره سنه او بله كشره سنه، چې مشره سنه په كې همداد بكرماجيت د بري سنه ده.

د اسلام تر راتګ وروسته د صفاريانو كورنۍ د سيستان له لويو او غښتلو پاچهيو څخه شمېرله كېږي. صفار د يعقوب ليث لقب او دا د دغې سلسلې تر ټولو غښتلى پاچا و.

د صفار او لكي په نامه اوس هم د هلمند پر غاړه په افغاني سيستان كې دوه كلي شته. زما ګمان دا دى، چې د صفاريانو كورنۍ دغه صفار ته منسوب دي. كه څه هم ځينې كسان ور څخه د مسګر معنى اخلي، خو زما په نظر دغه توجيه سمه نه ايسي.

دا هم قابل د يادولو ده، چې زرنج اوس د سيستان يو خاص ښار او يوې خاصى سيمې ته ويل كېږي او پر ټول سيستان يې اطلاق نه شي كيداى.