د سيمو تاريخي جغرافيه: بست
د سيمو تاريخي جغرافيه(( له علامه رشاد سره مرکې))
مرکه کوونکی: صديق الله بدر
بست

پوښتنه: درنه استاده! كه مهرباني وكړئ، د بست پر تاريخ يو څه رڼا واچوئ، خوښ به شو؟
ځواب: بست، چې اوس د ((ب)) په پېښ تلفظ كېږې، په حدود العالم، قاموس اعلام او معجم البلدان كې هم د ((ب)) په پېښ ضبط دى، خو په ځينو اثارو كې د ((ب)) په زېر ثبت دى او بست يې وايي. په پښتنو كې هم د بس په شكل باندې ويل كيږي، ((ت)) يې نه شته او له كلا سره يې يو ځاى كوي او كلا بس يې بولي. د فتح خان او را بيا په نكل كې يوه ناره داسې ده:
كه دوې دي كلابس دروازې دوې دي
پر يوه يې پتې وځي، پر دا بله د مور سوې نارې دي
د بست د ښار يا د كلا د جوړېدلو په باب، داسې ويل كېږي، چې دا د زرير زوى بستوار جوړ كړى دى. زرير پخپله د ګشتاسپ يا ويشتاسپ زوى دى او د هغې زمانې پاچا دى، چې په هغه وخت كې زردشت منځته راغلى دى او د زردشتي دين ابتدا شوې ده. د زرير په باب ويل كېږي، چې د زړور معنا لري او د هغه زوى بستواري دغه ښار په داسې ځاى كې ودان كړ، چې د ارغنداو رود د هلمند له رود سره يو ځاى كېږي.
د بست ذكر د عربو په جغرافيو كې خورا ډېر دى او هلته يې بست د سيستان له توابعو څخه ښوولى دى، علت يې دا دى، چې كله عرب راغلل اول يې سيستان ونيو بيا له سيستانه يې پر بست او الرخج يعنى كندهار حمله وكړه او مركز يې په سيستان كې و، دلته به يې حاكمان يا نايبان راليږل او حكومت به يې تشكيل كړ.
د بست ښار يا كلا، چې ده؛ هغه هم د ډېرو علماوو، فضلا وو او دانشمندانو مركز و. مثلاَ موږ وينو، چې د سلطان محمود غزنوي په وخت كې د عربي ژبې يو لوى ليكوال او شاعر ابوالفتح بستي په بست كې تېر شوى دى، د هغه مر ګ په څلور سوه يا څلور سوه يو سنه كې دى، چې اوس يې ۱۰۲۲ يا ۱۰۲۳ كاله كېږي.
د بست بل لوى سړى امام خطابى دى، د امام خطابي قبر ما په بست كې پيدا كړ او د هغه يوه ماته زړه كتيبه، چې تر خاورو لاندې وه، هغه مې را وايستله، اوس هم هغه زيارت دى او خلك په ډېر احترام ورته ورځي، خو د امام خطابي په نامه يې شايد لږ خلك وپېژني. امام خطابي په حديثو كې، معالم السنن، غريب الحديث او پنځه شپږ نور داسې مهم كتابونه ليكلي دي.
د سلطان محمود د پلار سبكتگين په وختو كې د بست مشر باتور نومېده، چې دلته زموږ په ليكنو او تاريخونو كې هغه بايتور ليكي، امام غالباَ هغه به باتور وي. سبكتګين له باتور څخه بست ونيو او د غزني له حكمرانۍ سره يې ضميمه كړ.
يو بل ماخذ هم شته، چې كه هغه صحت ولري، نو تقريباَ ۳۵۰۰ كاله مخكې د بست ذكر په كې شوى دى، دا كتاب بګت پران نومېږي. بګت پران د هندوستان د اريايي هندوانو كتاب دى، چې دوى وايي مولف يې مهاديو دى او مهاديو په ۴۰۹ قبل ميلاد كې مړ دى. په دغه كتاب كې د يوه ځاى نوم داسې راغلى دى، بست من، د هندويزم علما او ځينې خيتځ پوهان له بست منه څخه د بست معنا اخلي او وايي، چې مطلب ځنې بست دى او زه داسې فكر كوم، چې په بست من كې دا ((من)) يې د مېنې معنى لري، چې په پښتو كې د وطن او ملك په معنا باندې ده، په فارسي كې د هغه بديل ميهن دى، چې هلته هم دغه كلمه موجوده ده. كه د دغه كتاب خبره سړى ومني، نو تقريباَ درې نيم زره كاله پخوا د بست ذكر په كتابونو كې موجود دى.
که څه هم ترسيداس په لسم قبل الميلاد قرن کې کې بګتپران ترتيب او په سانسکرېت يې اړولای و، که له هغه څخه هم دا زمانه حساب شي، نو درې زره کاله د بست له ذکر نه کېږي.
پوښتنه: استاده! كه مهرباني وکړئ وواياست، چې د دغه سيمې پر قومي جوړښت څه ډول و او د هغه د نوم پّ جوړښت کې څه بدلون راغلی دی؟
ځواب: له ۳۵۰۰ کالو راهيسې خو بست او بشت په شکل باندې دا نوم موجود و، په پښټنو کې ((س)) او ((ش)) ابدال لري، مثلا زموږ يوه قبيله ده، چې د کابل او کندهار په دا وسط کې واقع ده، هغه او ربشې ((اوربسې)) بولي او ((دېرش)) کلمه ((دېرس)) استعمالوي. کندهار کې هم دغه ((شته))، چې ننګرهار کې يې په ((ش)) ادا کوي، هلته يې په ((س)) ادا کوي او ((سته)) وايي او ((شو)) د ((سو)) په شکل استعمالوي، نو د بشت او بست د کلمې ابدال د ((ش)) او ((س)) دا په ژبه کې رواج لري، چې په دې لحاظ د دې قدمت ډېر وړاندې ځي.
دې سيمه كې غالباَ پښتانه اوسېدل، ځكه موږ وينو، چې په دوهم هجري قرن كې د دې ځاى يو سړى محمود بن شداد رغړى دى. رغړي د يوې عشيرې نوم دى، په هوتكو كې اوس هم رغړيان شته او لوى ليكوال صالح محمد خان هوتك په هوتكو كې رغړى دى. د رغړي كلمه اوس د لغړي په شكل مروجه ده. په بلوڅو كې هم د دغه عشيرې نوم شته، په دا راوروسته وختو كې د پاكستان يو رئيس جمهور د لغاړي په نامه باندې و.
زه داسې فكر كوم، چې دا له ډېره قديمه د پښتنو سيمه وه، ځكه كه دا د سيستان جز وي، نو ساكان، چې راغلل د سيستان نوم، چې پخوا درنګ يا درنګيا يا زرنج و، هغه په سګستان باندې واوښت، عرب چې راغلل هغه يې سجستان كړ، وروسته ((ج)) په ((ى)) باندې واوښت اوسيستان ځنې جوړ شو، نو په دې لحاظ د دې ځاى اوسېدونكي ساكان وو او دا د سيمې نوم هم د ساكستان په نامه د دوى له نامه څخه اخستل شوی دى او اوس هم د هلمند پر غاړو د ساكزي په نامه باندې يوه عشيره مېشته ده، چې هغه غالباَ زما په فكر باندې د ساك له بقاياوو څخه ده.